20 October 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د جمهوررئیس غني په حضور کې یو ټوک تاریخي کتاب ملي موزیم ته تسلیم شو

د جمهوررئیس غني په حضور کې یو ټوک تاریخي کتاب ملي موزیم ته تسلیم شو

کابل باختر د تلې اووه ويشتمه یو ټوک هغه تاریخي کتاب...

دانسانانو لپاره  د ډيرو زهري خزنده  وژونکو  خطر .

دانسانانو لپاره د ډيرو زهري خزنده وژونکو خطر .

-نوي ډيلي باختر د تلې اووه ويشتمه : دهند دژوندانه دچاپيريال...

١٠٢ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٤٤ تنه نور ټپيان شول .

١٠٢ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٤٤ تنه نور ټپيان شول .

-کابل باختر د تلې اووه ويشتمه : دهېواد په يوشمير ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

۱۰۰ ورځې
۱۰۰ ورځې

۱۰۰ ورځې (444)

کابل – باختر د غبرګولى دمياشتې ٢٤
دخيرخانې د غاښې دحضرت بلال (رح) دجومات د رايي ورکولو دمرکز مسول وايي چې د رايي ورکولو دپاڼو له کمښت سره مخامخ دي.
د دغه مرکز مسول عبدالبصير دباختر آژانس خبريال ته وويل، په دغه مرکز کې نارينه و ته څلور ځايونه شته او په هر مرکز کې د رايي ورکولو شپږ سوه پاڼې دي او دسهار تر نهه نيمو بجو پورې په دغو ځايونو کې څه ناڅه پنځه سوه تنو رايې ورکړي دي .
عبدالبصير څرګند کړه چې دموضوع په باب يې په مرکز کې د انتخاباتو دخپلواک کميسيون مسولينو ته خبر ورکړى دى او له هغوى څخه يې غوښتني دي چې دغه مرکز له نږدې وګوري او ډير زر دې دغه مرکز ته د رايي ورکولو پاڼې ورسوي له دې پرته دپاڼو له کمښت سره مخامخ کيږي.
دغه راز ددغه مرکز دښځو په څلورو ځايونو کې پنځه سوه خبريال اتيا تنو ښځو رايه ورکړې ده .
دباختر آژانس خبريال هلې ځلې وکړې چې د رايې دپاڼو دکمښت ستونزه دانتخاباتو دخپلواک کميسيون له ويندوى سره طرحه کړى خو بريالۍ نه شو.

کابل – باختر د غبرګولى دمياشتې ٢٤
په يو شمير مرکزونو کې د رايي ورکولو پاڼې خلاص شوي دي. دنه تاييد شويو خبرونو له مخې، دبغلان ولايت د ده صلاح او دبدخشان ولايت دتشکان دولسواليو د رايي ورکولو په مرکزونو کې د رايي ورکولو پاڼې خلاصې شوې دي او خلک د رايې ورکولو پاڼو ته سترګې پرلاره دي .
رايه ورکوونکي دولايتي انتخاباتو دکميسيون له مسولينو څخه غواړي چې دغو مرکزونو ته د رايې ورکولو پاڼې وليږي.

کابل – باختر د غبرګولى دمياشتې ٢٤
يوه ځوانه نجلۍ وايي يواځې دجمهوري رياست دانتخاباتو په دويم پړاو کې د رايي ورکولو په خاطر له دنمارک څخه راغلې ده .
دغه شل کلنه نجلۍ چې بسيمه نوميږي دسردارکابلي دليسې د رايې ورکولو په مرکز کې له رايې ورکولو وروسته دباختر آژانس خبريال ته وويل : دهيواد او خلکو برخليک دجمهوري رياست په همدغو انتخاباتو پورې اړه لري او په همدې احساس سره چې دخپلې رايې له لارې کولاى شو دخپل هيواد او خلکو راتلوونکى وټاکو له دنمارک څخه راغلې يم چې په دغه تاريخي بهير کې ګډون وکړم او له همدې امله وياړم .
دې دهيواد له راتلوونکى جمهور رييس څخه وغوښتل چې په هيواد کې د جګړې او بيوزلۍ دله منځه وړلو او دملي پيوستون د زيات ټينګښت او تعليمي او تحصيلي زمينو دبرابرولو په لاره کې زياتې هلې ځلې وکړي.

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ٢٤ :
دکابل ښار دخير خانې دغاښې درايو ورکولو په مرکز کې تراوسه پورې  نږدې
٢٠٣ تنو ښځو خپلې رايې کارولي دي.
دباخترآژانس دخبرله مخې  ، په دې مرکز کې درايو ورکولو  څلويښت ځايونه  دښځو لپاره شته او  د دواړو نوماندانو کتوونکي درايو  ورکولو بهېر څاري .

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ٢٤ :
په داسې  حال کې  چې لا تراوسه پورې په افغانستان کې دجمهوري رياست دانتخاباتو له پيل کيدو څخه څه ناڅه څلور ساعته تيريږي دبدخشان ولايت سيمه ييز مسوولين ددغه ولايت په  زياترو مرکزونو کې درايې ورکولو دپاڼو دخلاصيدو  خبرې کوي .
درارسيدلو خبرونوله مخې :  دبدخشان ولايت  دتشکان ، کوز يفتل او  دکشم دولسواليو او دفيِض آباد ښار دلسګونو مرکزونو درايو  ورکولو پاڼې  نن سهار له نهو بجو څخه تر لسو بجو پورې  خلاصې شوې دي.
دباخترآژانس خبريال ګل محمد تنهاچې ځېنې  دغه مرکزونه يې کتلي دي وايي
چې په زرګونو تنه رايه ورکوونکي درايو ورکولو دپاڼو دنشتوالي په نسبت
ددغو مرکزونوپه وړاندې سترګې په لاره دي .
دتشکان ولسوالۍ دسيدان دکلي  اوسيدونکى عبدالله  چې درايو ورکولو دمرکز په وړاندې  درايو ورکولو پاڼو ته  سترګې په لاره دى وايي  انديښنه لري چې دانتخاباتو دلومړي پړاو په شان درايو ورکولو پاڼې دغه مرکز ته ونه ليږل شي.
دبدخشان ولايت دانتخاباتو دخپلواک  کميسيون رييس محمدرسول عمر، زموږ له خبريال سره په خبرو کې په دغه ولايت کې درايو ورکولو په لسګونو مرکزونو کې درايو ورکولو دپاڼو خلاصيدل تائيد کړل اوله دې امله يې  انديښنه څرګنده کړه.
دښاغلي  عمر دڅرګندونوله مخې ،  دوى دايميل له لارې  دانتخاباتو  دخپلواک  کميسيون له مرکزي دفتر څخه  په سملاسي ډول دغه  مرکز ته درايو ورکولو دپاڼو  دليږلو غوښتنه کړې ده خو تراوسه پورې يې  کوم ځواب نه دى ترلاسه کړى.
داپه داسې حال کې ده چې دانتخاباتو په لومړي پړاو کې هم  چې  په ځينو ولايتونو کې درايو ورکولو په سلګونو مرکزونو کې  درايو ورکولو پاڼې آن دانتخاباتو دترسره کولو په لومړيو شيبو کې خلاصې شوې او په زرګونو تنه پرته له دې چې  خپله رايه وکاروي خپلو کورونو ته ستانه شول.

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ٢٤ :
دکابل ښار دعبدالحى حبيبي ليسې درايو ورکولو په مرکز کې تراوسه پورې  څه دپاسه   ٩٠٠ تنو نارينه و  او  ٤٥٠ تنو ښځو خپلې رايې کارولي دي.
له سيمې څخه دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې : د کابل ښار دعبدالحى حبيبي  دليسې درايو ورکولو په مرکز کې  شپږ ځايونه شته چې درې يې دښځو او درې  نور يې دنارينه و لپاره دى .
دنارينه و په ځاى کې  څه دپاسه  ٩٠٠ تنو او دښځو په ځاى کې   څه دپاسه  ٤٥٠ تنو  خپلې رايې کارولي دي  او درايو ورکولو بهېر په ښه توګه پرمخ ځي.

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ٢٤ :
دکابل ښار په باغ بالا کې دبابه نانک ليسې درايي ورکولو په مرکز کې نن له غرمې مخکې ترلسو بجو او ديرشو دقيقو پورې  ٨٩٠ تنو  خپلې رايې کارولي دي.
دباخترآژانس د خبريال د خبرله مخې ، ددغه مرکز په څلورو ځايونو کې اووه سوه تنو نارينه و  اوپه دريو نورو ځايونو کې  ١٩٥ تنو  ښځو خپلې رايې کارولي دي او په شرايطو برابرو ښځو ا ونارينه و  په عادي ډول درايې ورکولو لپاره  ليکې جوړې کړې دي.
ميرمن زرمينه چې خپله رايه يې په صندوق کې اچولې وه، دباخترآژانس خبريال ته وويل  : هره رايه چې په صندوق کې اچول  کيږي دهېواد راتلوونکي جمهور رييس ته  مسووليتونه  متوجه کوي  چې بايد راتلوونکى  جمهوررييس دجګړې دبندولو اوځوانانو ته زده کړې دزمينې او کار دبرابرولو او هم د اداري فساد او دنشه يي توکو پرخلاف مبارزه کې  اوچت  اوعملي ګامونه واخلي.

کابل – باختر د غبرګولى دمياشتې ٢٤
دجمهوري رياست ديو نوماند عکسونه دجوزجان ولايت دمرکز شبرغان ښار د رايي ورکولو دمرکزونو په ديوالونو اويا هم دغو مرکزونو ته څيرمه ليدل کيږي.
دانتخاباتو دقانون له مخې، دا کار انتخاباتي سرغړونه بلل کيږي.
دباختر آژانس خبريال دشبرغان له ښار څخه خبر راکړ: د ډاکتر اشرف غني احمدزي او دهغه دمرستيال جنرال عبدالرشيددوستم عکسونه همدا اوس د رايي ورکولو دڅو مرکزونو په ديوالونو اوياهم د رايي ورکولو مرکزونو ته څيرمه ليدل کيږي، دغه عکسونه همدا اوس دګوهرشاد بيګم او دابن يمين دليسو او د اندخوي بندر د رايي ورکولو په مرکزونو کې لګول شوې دي ،دجوزجان ولايت دانتخاباتو خپلواک کميسيون رييس امان الله امان فاريابي دباختر آژانس له خبريال سره په مرکه کې دشبرغان ښار د رايي ورکولو دمرکزونو په ديوالونو او څيرمه سيمو کې د ډاکتر اشرف غني احمدزي دعکسونوشتون تاييد کړ خو ويې ويل چې دوى څو ځلې د دوو مخکښو نوماندانو انتخاباتي مرکزونو مسولينو ته ويلي دي چې دغه عکسونه لرې کړي.
دانتخاباتو دقانون له مخې، د انتخاباتي نوماندانو تصويرونه او تبليغاتي پاڼې بايد د رايي ورکولو مرکزونو ته څيرمه شتون ونه لري چې خلک په ارامى سره دخپل خوښ نوماند ته رايه ورکړي.

کابل – باختر د غبرګولى دمياشتې ٢٤
دجمهوري رياست دانتخاباتو په دويم پړاو کې د بلخ ولايت خلکو ګډون پراخ دى، په زرګونو تنو ښځو،نارينه و ،بوډاګانو او ځوانانو دبلخ ولايت په ځينو سيمو کې د رايي ورکولو دمرکزونو په وړاندې ليکې جوړې کړې دي او ددغو مرکزونو په لور روان دي .
فرهاد بلخي چې له خپلې ميرمنې سره دمزارشريف ښار يو مرکز ته روان دى وايي له دې امله چې امنيتي ځواکونو د زړه له کومې په انتخاباتو کې دګډون لپاره امنيت تامين کړى دى خوښ دى .
دبلخ ولايت دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس عزت الله ارمان دباختر آژانس خبريال ته وويل، له پنځه نوى مرکزونو سره چې نوې جوړ شوې دي په بلخ کې د رايي ورکولو څه ناڅه څلور سوه مرکزونه دخلکو پرمخ پرانستي دي .
ده تاييد کړه: يواځې ددغه ولايت دچمتال،چهاربولک،زارغ او دولت آباد په ولسواليو کې درايي ورکولو پنځه مرکزونه دامنيتي ګواښونو له امله تړلي دي، په تيره دوره کې د رايي ورکولو دپاڼو دکمښت په نسبت داځلې له تيرې دورې څخه د رايي ورکولو پنځه نوى زره پاتې پاڼې دبلخ ولايت ته ليږدول شوي دي .

کابل – باختر د غبرګولى دمياشتې ٢٤
دکابل ښارداتمې ناحيې دمحمديه جومات درايي ورکولو په مرکز کې تراوسه پورې ٦٠٠ تنو نارينه و او ١٢٢ تنو ښځو رايې ورکړي دي .
دباختر آژانس دخبرله مخې : په دغه مرکز کې ښځو ته د رايې ورکولو يوځاى او نارينه وته هم يوځاى شته او د دواړو نوماندانو کتوونکى هم شته .
دمسولينو دڅرګندونو له مخې ، تراوسه پورې په دغه مرکز کې ٦٠٠ تنو نارينه و او ١٢٢ تنو ښځو خپلې رايې کارولې دي .

Page 9 of 32