15 December 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د هیوادپه بیلابیلو سیموکې ۱۸تنو وسله والو ترهګرو ته مرګ  ژوبله واوښته

د هیوادپه بیلابیلو سیموکې ۱۸تنو وسله والو ترهګرو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل \ باختر دليندۍ دمياشتې ٢٤نيټه : ملي دفاعي او امنیتي...

د جمهور رئیس غني په مشرۍ دښاري پراختیا عالي شورا غونډه جوړه شوه

د جمهور رئیس غني په مشرۍ دښاري پراختیا عالي شورا غونډه جوړه شوه

کابل \ باختر دليندۍ دمياشتې ٢٤نيټه : د افغانستان د اسلامي...

د اداري فساد پرخلاف په مبارزې ټينګاروشو

د اداري فساد پرخلاف په مبارزې ټينګاروشو

کابل \باختر دليندۍ دمياشتې ٢٤ نيټه : دبشردحقوقو اوله اداري...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

۱۰۰ ورځې
۱۰۰ ورځې

۱۰۰ ورځې (444)

کابل – باختر د غبرګولى دمياشتې ٢٤
تراوسه پورې ١٦٤ تنو ښځو داسماعليه جومات درايي ورکولو په مرکز کې رايه ورکړې ده.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې ، د رايي ورکولو په دغه مرکز کې زياتې ښځې له خپلو بچيانو سره په اوږدوليکو کې ولاړې دي چې رايه ورکړي، په دغه مرکز کې درې ځايونه دنارينه ولپاره او درې ځايونه دښځو لپاره شته.
ميرمن زهرا چې څه دپاسه اتيا کاله عمر لري وويل: زما د رايي ورکولو هدف زما دبچيانو د راتلوونکى لپاره دى .
په رارسيدلو خبرونو کې ويل شوې دي چې په دغه مرکز کې هغه ماشين چې رايي ورکولو کارټونه سوري کوي ښه کارنه کوي.

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ٢٤ :
دکابل ښار په اوومه ناحيه کې دسردار کابلي  په ليسه کې درايو ورکولو دمرکز مسوول  وايي که چېري په دغه مرکز کې درايې ورکولو  دوه  نور مرکزونه جوړ نه شي بيا به هم دغه مرکز له ستونزو سره مخامخ شي .
دسردارکابلي  ليسې  درايو ورکولو مرکز دجمهوري رياست  دانتخاباتو په لومړي پړاو کې له غرمې مخکې  ديوولسو بجو په شاوخوا کې  درايو ورکولو دپاڼو له کمښت سره  مخامخ شو او زياترو خلکو ونه کړاى شول   چې خپلې رايې په دغه مرکز کې وکاروي.
دسردار کابلي په ليسه کې درايو ورکولو  دمرکز مسوول  محمد وزير دباخترآژانس  خبريال ته وويل  ،  دجمهوري رياست  دانتخاباتو په لومړي پړاو کې په دغه مرکز کې څلور ځايونه دښځو لپاره  او دوه ځايونه د نارينه و لپاره  موجود  وو   چې له غرمې وروسته ديوولسو بجو په شاوخوا کې درايو  ورکولو دپاڼوله کمښت سره مخامخ شو.
ده وويل ، داځلې هم  په دغه مرکز کې دوه ځايونه  دنارينه و لپاره جوړ شوي دي 
او  دنارينه رايه ورکوونکو شمير هم  زيات دى  او که چيرې په دغه مرکز کې دنارينه و لپاره دوه نور ځايونه  جوړ نه شي بيا هم موږ له ستونزو سره مخامخ کيږو .
دسردارکابلي ليسه کابل ښار په  اوومه ناحيه کې ده ، او تراوسه پورې  ددغه مرکز په دوو  ځايونو کې يوسلو نوي تنو نارينه و او دښځو په څلورو مرکزونو کې  يوسلو اته څلويښتو تنو ښځو خپلې رايې کارولي دي.
غه رازښځو او نارينه و په اوږدو ليکو کې  رايې ورکولو ته سترګې په لاره دي .

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ٢٤ :
دکابل ښار دنوې کارتي داحمدي  دجامع جومات  درايو ورکولو په مرکز کې تراوسه پورې څه دپاسه  دوه سوه  ښځو خپلې رايې کارولې دي.
دباخترآژانس  دخبريال دخبرله مخې :
دنوې کارتې داحمدي دجامع جومات درايې ورکولو په مرکز کې درايې ورکولو دوه ځايونه شته او تراوسه  پورې څه ناڅه دوه سوه ښځو  خپلې رايې کارولي دي او يوزيات شمير ښځو  دنوبت په  خاطر ليکې جوړې کړي دي او کومه ستونزه نه تر سترګو کيږي .

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ٢٤ :
په سمنګانو ولايت کې درايې ورکولو دبهېر په پيل کيدو سره   شيبه په شيبه په انتخاباتو کې دګډون والو شمير  لوړيږي.
په سمنګانو ولايت کې  درايې ورکولو مرکزونه  دسهار په اوو بجو د رايې ورکوونکو پرمخ پرانستل شول او خلک  ددغو مرکزونو په وړاندې دليکو په  جوړولو سره  خپلې خوښې نوماند ته د ر ايې ورکولو لپاره سترګې په لاره دي.
دسمنګانو ولايت له مرکز ايبکو ښارڅخه  دباختر آژانس خبريال برات  خبر راکړ.  چې شيبه په شيبه درايې ورکولو د مرکزونو په وړاندې د خلکو دشتون کچه لوړيږي.
دايبکو ښار يو اوسيدونکى  حاجي عبدالروف  چې دکمزورتيا له امله  يې امسا په لاس کې وه  وايي ،  چې د ده  وخت تير شوى دى خو دخپل هېواد دبيا ودانولو  او دخپلو بچيانو د راتلوونکي په خاطر يې په انتخاباتو کې ګډون کړى دى.
دى  له خپلې ميرمنې او  دريو لوړنو سره  دايبکو ليسې درايو ورکولو مرکز ته ورغى  او دخپلې خوښې نوماند په ګټه يې خپله رايه وکاروله .
حاجي عبدالروف له خلکو څخه غوښتنه کوله  چې خپلې کورنۍ هم رايې ورکولو ته وهڅوي .
په همدې حال کې   دسمنګانو ولايت په زياترو سيمو په  تيره بيا  درايو ورکولو  مرکزونو په وړاندې   دامنيتي ځواکونو شتون  پراخ دى .
دمشرانو جرګې غړى محمد آصف عظيمي چې  په ايبکو ښار کې يې  خپله ر ايه  دخپلې خوښې نوماند په ګټه وکاروله  وايي  چې امنيتي ځواکونوپه ښه توګه دانتخاباتو امنيت تامين کړى دى.
دسمنګانو ولايت  امنيه قوماندان جنرال محمد اکرام بيکزاد  وايي چې په دغه
ولايت کې  درايې ورکولو ټول يو دپاسه سل مرکزونه درايې  ورکوونکو پرمخ پرانستي دي.

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ٢٤ :
د ده دانا دنجونو دليسې درايې ورکولو په مرکز کې  دانتخاباتو دکميسيون  مسوولينو په دغه مرکز کې   نارينه و  ته درايې ورکولو دځاى دزياتوالي غوښتنه وکړه .
ددغه مرکز مسوول  نصرالله دباخترآژانس خبريال ته وويل :  په دې ليسه کې درايې ورکولو دوه ځايونه نارينه و ته او  څلور ځايونه  ښځو ته جوړ شوي دي او دخلکو دزياتې مراجعې په پام کې نيولو سره  بايد  په دغه مرکز کې  دنارينه و لپار ه  دوه نور ځايونه هم  جوړ شي .
ده وويل چې تر اوسه پورې  په دغه مرکز کې  ٢٦٠ تنو نارينه و او   ١٢٧ تنو ښځو خپلې رايې کارولي دي .
٩٧کلن بوډا اسدالله  چې دخپلو لمسيانو په  مرسته دغه مرکز ته ورغلى و  وويل ،  خپله رايه کاروم  چې دهېواد اوخلکو راتلوونکى ښه شي او هېواد مې  له بحراني حالت څخه وژغورل شي .
ده  دهېواد له راتلوونکي  جمهوررييس څخه وغوښتل چې دامنيت په تامينولو کې دې  له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه ونه   کړي .
دغه راز يوه سړي چې  په سترګو ړوند و  اوپه دغه ځاى کې يې خپله رايه کارولې وه   وويل ،  دهېواد  له راتلوونکي  جمهوررييس څخه غواړم  چې زموږ  دهېواد په پولو کې دپاکستاني پوځيانو دلاسوهنو مخه ونيسي او پرې نږدي چې له دې زيات زموږ هېواد وال په کونړ او نورستان کې دپاکستاني پوځيانو تر راکټي  بريدونو  لاندې   وي .

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ٢٤ :
دکابل ښار دهودخيلو په ساحه کې  داحمدخان پوپل دعالي ليسې  درايې ورکولو په مرکز کې تراوسه پورې  څه د پاسه  زرو تنو نارينه و  او څلور سوه تنو ښځو خپلې رايې کارولي دي.
دباخترآژانس دخبريال  دخبرله مخې :
درايې ورکولو په دې مرکز کې پنځه ځايونه دنارينه ولپاره او څلور ځايونه دښځو لپاره شته او تراوسه پورې  چې دسهار اته  بجې دي څه دپاسه زرو تنو نارينه و  په پنځو ځايونو کې خپلې رايې کارولي دي  او نږدې  څلور سوه تنو ښځو په څلورو ځايونو کې خپلې رايې کارولي دي.
يو معيوب سړى حاجي رسول  چې  په دې مرکز کې يې خپله رايه کارولې ده وويل  :  غواړم  چې  خپله رايه وکاروم  او دډاکتر  عبدالله عبدالله کتوونکي په دې  مرکز کې دبي نظمۍ خبرې کوي.

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ٢٤ :
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون يو سيمه ييز کارکوونکى دهغه څه په دليل  چې تقلب بلل کيږي له خپلې  دندې څخه ګوښه کړاى شو.
دغه کارکوونکى  چې  هويت يې نه  دى په ډاګه شوى  درايې ورکولو دبهېر دپيل  په لومړيو شيبو کې  له کاره ګوښه کړاى شو .
دبلخ ولايت دانتخاباتو دخپلواک  کميسيون رييس عزت الله  آرمان  دباخترآژانس خبريال ته وويل :  چې د دوى دغه کارکوونکى ددهدادي په ولسوالۍ کې په انتخاباتو کې دتقلب په وخت کې ګوښه کړاى شوى دى.
دبلخ ولايت دانتخاباتو د کميسيون مسوول  د دغه کارکوونکي هويت په  ډاګه نه کړ  اوهم يې  دده دتقلب دڅرنګوالي په باب  جزئيات وړاندې نه کړل.
تراوسه پورې دا روښانه نه ده چې  دانتخاباتو دکميسيون دغه کارکوونکى امنيتي ځواکونو ته سپارل شوى دى اويا يوازې  له  دندې څخه ګوښه کړاى شوى دى .
دا دانتخاباتو دکميسيون لومړنى سيمه ييز کارکوونکى دى چې  دهغه څه په دليل  چې په انتخاباتو کې تقلب بلل کيږي له کار څخه يې ګوښه کيږي .
مخکې له دې او دجمهوري رياست او دولايتي شوراګانو دانتخاباتو په لومړي پړاو کې  دانتخاباتو دخپلواک  کميسيون څه ناڅه پنځه زره تنه کارکوونکي  په تقلب کې دلاس لرلو او دسرغړونې  په دليل  ددغه کميسيون له خوا  ګوښه کړاى شول .

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ٢٤ :

په پروان ولايت کې درايې ورکولو بهېر دخلکو په پراخ ګډون سره پيل شو.

دپروان دوالي ويندوى وحيد صديقي دباخترآژانس  خبريال ته وويل :

 په دغه ولايت کې درايې ورکولو بهېر  نن سهار په اوو بجو په امن فضا کې پيل شو. او خلک  په پراخه توګه دخپلې رايې دکارولو په  مقصد ډله ډله درايې ورکولو مرکزونو ته ځي .

صديقي  وويل چې امنيتي ځواکونو دپروان ولايت په مرکز   او اړوندو ولسواليو کې  درايې ورکولو په ټولو مرکزونو کې دانتخاباتو امنيت په منظم ډول تامين کړى دى .

دپروان ولايت په مرکز او مربوطاتو کې درايې ورکولو نږدې ١٣٨٠ مرکزونه شته.

کابل – باختر د غبرګولى دمياشتې ٢٤
دکابل ښار دقلعه فتح الله او دتايمنيو دساحو د رايي ورکولو په څلورو مرکزونو کې ابي رنګ نشته.
دباختر آژانس خبريال چې د زرغونې ليسې،حاجي محمد داد جومات ،د حاجي جمعه خان دجامع جومات او اسماعيله دجماعت خانې د رايي ورکولو مرکزونو ته تللى دي وايي چې د رايي ورکولو په دغو مرکزونو کې ابي رنګ نه کارول کيږي يواځې له هغه رنګ څخه چې د ځانګړو وړانګو په واسطه دپيژندلو وړ دي استفاده کيږي .
زموږ خبريال زياتوي چې اړوندو مسولينو په دې باب څرګندونې ونه کړې.
ديادونې وړ ده چې د درغليو او دتکرارى رايي ورکولو دمخنيوي په مقصد دانتخاباتو دخپلواک کميسيون مسولينو ددواړورنګونو کارول حتمي بللي دي .

کابل – باختر د غبرګولى دمياشتې ٢٤
په کاپيسا ولايت کې د رايي ورکوونکو ګډون کمزورى شوى دى ويل کيږي په لومړيو پنځلسو دقيقو کې ددغه ولايت دکوهستان دلومړى برخې دولسوالۍ د رايي ورکولو په يو مرکز کې يواځې يوې ښځې په دغه سيمه کې خپله رايه کارولې ده.
دباختر آژانس خبريال محمد مختار کوهستاني چې دغې سيمې ته ورغلى دى او وايي درايي ورکولو په دغه مرکز کې دخلکو ګډون کمزورى دى د رايي ورکولو له پيل څخه پنځلس دقيقې وروسته يواځې ددغه ولايت دښځو دچارو رييسه دښځو درايي ورکولو ځاى ته لاړه او خپله رايه يې وکاروله .
مختار چې ددغه ولايت له يو شمير خلکو سره خبرې کړي دي په دغه ولايت کې په انتخاباتو دخلکو دکمزورى ګډون علت دجمهوري رياست او دولايتي شوراګانو دانتخاباتو په لومړي پړاو کې تقلب بولي، په دغه مرکز کې ښځوته دوه ځايونه او نارينه وته درې ځايونه درايي ورکولو لپاره جوړ شوې دي .

Page 10 of 32