20 October 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د جمهوررئیس غني په حضور کې یو ټوک تاریخي کتاب ملي موزیم ته تسلیم شو

د جمهوررئیس غني په حضور کې یو ټوک تاریخي کتاب ملي موزیم ته تسلیم شو

کابل باختر د تلې اووه ويشتمه یو ټوک هغه تاریخي کتاب...

دانسانانو لپاره  د ډيرو زهري خزنده  وژونکو  خطر .

دانسانانو لپاره د ډيرو زهري خزنده وژونکو خطر .

-نوي ډيلي باختر د تلې اووه ويشتمه : دهند دژوندانه دچاپيريال...

١٠٢ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٤٤ تنه نور ټپيان شول .

١٠٢ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٤٤ تنه نور ټپيان شول .

-کابل باختر د تلې اووه ويشتمه : دهېواد په يوشمير ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

۱۰۰ ورځې
۱۰۰ ورځې

۱۰۰ ورځې (444)

کابل – باختر د تلې د مياشتې ١٦مه:
د افغانستان د جمهور رئیس ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي په مشرۍ په لویه څارنوالۍ کې د اصلاحاتو د رامنځته کولو په موخه د هېواد د پوهنتونونو له استادانو، د سوداګرۍ د خونې له غړو، حقوق پوهانو، د مدافعو وکیلانو، د صنعت کارانو، د بشر د حقوقو او د ښځو د سراسري سازمان د ټولنو له غړو سره مشورتي غونډه جوړه شوه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې غونډه کې چې تېرماښام په ارګ کې جوړه شوه، برخه والو په لویه څارنوالۍ کې د اصلاحاتو د رامنځته کېدلو، د لویې څارنوالۍ د رهبرۍ پلاوي د ټاکل کېدو د معیارونو، د فساد د مخنیوي، د مکافاتو او مجازاتو د اصل د تطبیق په باب خپل نظرونه او وړاندیزونه له جمهور رئیس سره شریک کړل او له هغه څخه یې وغوښتل چې په لویه څارنوالۍ کې جدي تغییرات راولي.
د هېواد جمهور رئیس ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي د غونډې د برخه والو د نظرونو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته وویل، د څارنوالۍ اصلاح یوه حیاتي موضوع ده ځکه چې د عدالت ټینګښت هم په همدغه بنسټ پورې اړه لري. موږ باید داسې څارنوالي ولرو چې د افغانستان خلک پر هغې باور ولري.
جمهور رئیس احمدزي ټینګار وکړ چې څارنوالي باید د ټولنې له هر وګړي سره بې توپیره چلند وکړي، د قانون په وړاندې  قوی او کمزوری وجود نه لري، د ټولنې هر وګړي د قانون پر وړاندې یو خيل حقوق او مکلفیتونه لري .
ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي څرګنده کړه چې د قانون له حاکمیت پرته خصوصي سکټور نه شي فعالیدلی.
ده وویل چې د قانون په تطبیقولو سره به په هېواد کې بنیادي تغییرات رامنځته کړي.
د هېواد جمهور رئیس وویل چې افغانستان یو اساسي فرهنګي بدلون ته اړتیا لري، داسې فرهنګي بدلون ته چې د فساد د فرهنګ مخه ونیول شي او له فساد سره د مبارزې فرهنګ پیاوړی شي.
ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي له رسنیو وغوښتل چې د فساد د فرهنګ د نه زغملو په اړه دې یو پراخ او اساسي بحث په لاره واچوي ترڅو په خلکوکې له فساد سره د مبارزې روحیه پیاوړې شي.#

کابل – باختر د تلې د مياشتې ١٦مه:
د افغانستان جمهور رئیس ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي د مخابراتو وزارت له سرپرست امیرزي سنګین او د تفتیش د مرکزي عالي ادارې له سرپرست محمد شریف شریفي سره په کتنه کې د ښې حکومت والۍ پر رامنځته کولو او د فساد پرخلاف پرجدي مبارزې ټینګار وکړ.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
د هېواد جمهور رئیس په دغوکتنوکې چې پرون په ارګ کې په جلا جلا ډول ترسره شوې، په ټینګار سره وویل چې د افغانستان نوی حکومت په هېواد کې د بنیادي تغییراتو رامنځته کولو ته ژمن دی او دغه بدلونونه د فساد په له منځه وړلو او د ښې حکومت والۍ د اصل په پلي کېدو سره را تللی شي.
ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي د مخابراتو وزارت سرپرست او د مرکزي تفتیش د عالي ادارې سرپرست ته لارښوونه وکړه چې له افغانستان سره د ستروکمپنیو د قراردادونو په لاسلیک کې دې له پوره دقت څخه کار واخیستل شي او د هغو کمپنیو چارې دې چې په بېلابېلو برخوکې ورسره قرارداد کیږي، په سمه توګه  تفتیش او وڅیړل شي.#

کابل\باختر\د تلې د مياشتې١٥
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس ډاکټر اشرف غني احمدزي پرون له غرمې وروسته د قومي شوراګانو له ځينو استازو سره په ارګ کې وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې د قومي شوراګانو استازو جمهور رئيس احمدزي ته د اختر او د جمهوري ریاست موقف ته د هغه د رسېدو له امله مبارکي وویله او همداراز له حکومت سره يې خپل ملاتړ اعلام کړ.
جمهور رئيس احمدزي هم د قومي شوراګانو استازو ته د اختر مبارکي وویله او د دوی له راتګ څخه يې مننه وکړه.
ډاکټر غني له قومي شوراګانو څخه وغوښتل چې د قومي شوراګانو اود حکومت ترمنځ د واټن د راکمولو لپاره یو وړاندیز جوړ کړي.
جمهور رئيس احمدزي د سولې په برخه کې د قومي شوراګانو د ملاتړ غوښتنه وکړه او ويې ویل چې د ولس له ورسپارل شوي امانت څخه به په سمه توګه ساتنه کوي.#

 کابل باختر دتلې دمياشتې ١٣  : 
دافغانستان  داسلامي جمهوريت  جمهوررييس  ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي  نن دافغانستان دملت ګوند له غړو سره  وکتل او دنيکمرغه  لوى اختر له امله يې دوى ته مبارکي وويله .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر رورکړ  :
په دې کتنه کې چې په ارګ  کې وشوه دافغانستان دملت  ګوند غړو دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررييس په توګه دډاکتر محمداشرف غني احمدزي دټاکل کيدوله امله  مبارکي وويله .
په مقابل کې  ډاکتر محمد اشرف  غني احمدزي  دافغانستان دملت ګوند  له غړو څخه وغوښتل چې دښې  حکومت والۍ اوله فسادسره دمبارزې په برخه کې دې له  حکومت سره همکاري وکړي

کابل باخترد وږي دمياشتې  ٣٠  :
دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررييس حامدکرزي  يوځل بيا  له دې امله چې دانتخاباتو  او د جمهوري رياست ددواړو نوماندانو ترمنځ داوږدو خبرو اترو بهير نتيجې ته ورسيد ، هرکلى وکړ  او دهېواد منتخب  جمهوررييس  ډاکتر اشرف غني احمدزي ته يې مبارکي وويله .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
جمهوررييس  دافغانستان دخلکو  د بې ساري زغم  چې په صبر او حوصلې اوپه خپل سياسي خرد او بلوغ  سره يې  يو ځل بيا دهېواد دثبات لپاره نندارې ته  وړاندې کړ ، وستايه او دافغانستان  ګران ملت ته يې دنيکمرغۍ  او سرلوړۍ  هيله وکړه  .
جمهوررييس کرزي  منتخب  جمهوررييس ډاکتر اشرف غني احمد زي او اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله ته  دهغه موافقه ليک له مخې چې ددوى ترمنځ ترسره شوي دي دبرياليتوب هيله  وکړه او ټينګار يې وکړ چې دى دافغانستان ديو تبعه په توګه  دهېواد له راتلوونکي  جمهوررييس او حکومت سره  هر راز همکارۍ ته چمتو دى .

کابل – باختر د وږې دمياشتې ٢٣
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون رييس وايي چې د انتخاباتو د دويم پړاو د رايو د پلټنې بهير نن پاى ته ورسيد.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون رييس ډاکتر احمد يوسف نورستاني نن په يوه خبري غونډه کې وويل: د انتخاباتو د رايو د باطلولو د نهم پړاو په بشپړيدو سره د د راى ورکولو د (٤٠٥) محلونو له جملې څخه د (٢٧٦) محلونو رايې باطلې اعلام شوې او د ٧٦ نورو محلونو رايې د ورته لاسليکونو د شتون په دليل هم باطلې شوې دي.
ده وويل: د رايو د پلټنې نتيجې به نن ماښام او يا هم سبا د څيړنې په مقصد د انتخاباتي شکايتونوکميسيون ته وليږل شي.
د انتخاباتي شکايتونو د څيړنې کميسيون ته د رايو د شمېرنو د نتيجو له سپارلو وروسته نوماندان حق لري تر ٢٤ ساعتونو پورې خپل شکايتونه په دغه کميسيون کې ثبت کړي او د انتخاباتي مرکزونو له خوا د شکايتونو له ليکلو وروسته د انتخاباتي شکايتونوکميسيون مکلف دى چې په ٤٨ ساعتونوکې شکايتونه وڅيړي او د خپلو څيړنو نتيجې دې د انتخاباتو د وروستيو نتيجو د اعلام په مقصد د انتخاباتو خپلواک کميسيون ته وليږي.

کابل – باختر د وږې دمياشتې ٢١
د انتخاباتو خپلواک کميسيون د راى ورکولو د ٩٥ محلونو رايې باطلې اعلام کړې.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: د انتخاباتو د خپلواک کميسيون رييس ډاکتر احمد يوسف نورستاني نن په يوه خبري غونډه کې وويل: د رايو د باطلولو د بهير په اتمه غونډه کې د راى ورکولو د څلور زره دوه سوه درې شپيتو(٤٢٦٣) محلونو له جملې څخه يو زرو څلورسوه نهه پنځوس (١٤٥٩) محلونه تاييد، د دوه زره درې سوه څلورو (٢٣٠٤) محلونو رايې بيا شميرل شوې او د راى ورکولو د ٩٥ محلونو رايې باطلې اعلام شوې.
ده وويل: د ٤٠٥ محلونو د رايو په باب د تخنيکي ستونزو له امله تصميم ونه نيول شو .
نورستاني وويل چې د راتلوونکې يکشنبې ورځ به د رايو د باطلولو د بهير وروستۍ غونډه وي او د پلټنې بهير به پاى ته ورسيږي.

کابل – باختر د وږې دمياشتې ٢١
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون رييس وايي چې د جمهوري رياست د دويم پړاو انتخاباتو وروستۍ نتيجې به په راتلوونکې اوونۍ کې اعلام شي.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې :احمد يوسف نورستاني رسنيو ته ويلي دي چې دا يو غوڅ تصميم دى او ځنډ به پکې رامنځته نشي.
ده زياته کړه: که چيرې د جمهوري رياست نوماندان تر راتلوونکې اوونۍ پورې سياسي موافقې ته ورسيږي او يا ونه رسيږي؛ دغه کميسيون به د انتخاباتو وروستۍ نتيجې اعلام کړي.
ده ټينګار وکړ: ښايي د انتخاباتو د وروستيو نتيجو اعلام حالات له بحران سره مخامخ کړي چې د بحران د رامنځته کيدو په صورت کې دغه کميسيون هيڅ مسووليت نه لري او مسووليت يې د هغو کسانو په غاړه دى چې بحران رامنځته کوي .
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون مسوولين په داسې حال کې د کار د پاى او د جمهوري رياست د انتخاباتو د وروستيو نتيجو د اعلام خبره کوي چې ډاکتر عبدالله عبدالله له انتخاباتي کميسيونونو سره خپلې ټولې اړيکې شلولې دي او په وار  وار يې خبر دارى ورکړى دى چې له درغليو ډکې نتيجې به ونه مني.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٩
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون ويندوى وايي: د پنجشنبې د ورځ تر وروستيو ورځو پورې به د راى پاڼو د پلټنې او څيړنې بهير پاى ته ورسيږي.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې : د انتخاباتو دخپلواک کميسيون ويندوى نورمحمد نور چې نن يې له خبريالانو سره خبرې کولې؛ وويل: د څيړنې او نتيجو څه ناڅه اته سوه لستونه پاتې دي چې ښايي د نن تر ناوخته او يا ترسبا پورې په بشپړه توګه په سيستم کې شامل شي .
ده وويل: هيله لرو چې د راى پاڼو د پلټنې د تخنيکي کارونو له بشپړيدو وروسته د انتخاباتي شکايتونو کميسيون په دې باب شکايتونه په ټاکلي وخت وڅيړي.
د نور دڅرګندونو له مخې: تراوسه پورې په اوو علني غونډوکې دڅيړنې د اتلسو زرو پنځه سوه نهه پنځوسو لستونو په باب تصميم نيول شوى دى او يواځې د راى  پاڼو د باطلولو لپاره يوه غونډه پاتې ده چې په دې غونډه د څيړنې د څلور زره دوه سوه نهه شپيتو لستونو په اړوند تصميم نيول کيږي.
د انتخاباتو دخپلواک کميسيون ويندوى  يوځل بيا ټينګار وکړ چې دواړه نوماندان دې بايد په خپلو ژمنو عمل وکړي او د انتخاباتو نتيجې ومني.
که چيرې دغه دوه تنه نوماندان سياسي موافقې ته ورسيږي او يا نه رسيږي؛ دانتخاباتو خپلواک کميسيون مکلف دى چې د خلکو انتظار پاى ته ورسوي او د انتخاباتو نتيجې ډير ژر اعلام کړي.

کابل باخترد وږي دمياشتې  ١٨  :
دانتخاباتو دخپلواک  کميسيون رييس ډاکتر احمديوسف نورستاني  دجمهوري رياست له دواړو نوماندانو څخه وغوښتل چې سياسي موافقې ته ورسيږي   او که  نتيجه  به اعلام کړي .
دباخترآژانس دخبرله مخې :
نورستاني چې له خبريالانو سره خبرې کولې زياته کړه  ،  که چيرې درايو پاڼو دپلټنې نتيجې   چې دانتخاباتي شکايتونو کميسيون ته ليږلې شوې دي دانتخاباتو دخپلواک  کميسيون په واک کې ورکړاى شي   تر دوو  ورځو پورې به نتيجه اعلام کړي .
دغه څرګندونې  په داسې حال کې کيږي چې داصلاحاتو  او  همغږۍ ټيم له سياسي بهير او هم له انتخاباتي بهيرسره خپلې اړيکې شلولي دي.

Page 2 of 32