20 October 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د جمهوررئیس غني په حضور کې یو ټوک تاریخي کتاب ملي موزیم ته تسلیم شو

د جمهوررئیس غني په حضور کې یو ټوک تاریخي کتاب ملي موزیم ته تسلیم شو

کابل باختر د تلې اووه ويشتمه یو ټوک هغه تاریخي کتاب...

دانسانانو لپاره  د ډيرو زهري خزنده  وژونکو  خطر .

دانسانانو لپاره د ډيرو زهري خزنده وژونکو خطر .

-نوي ډيلي باختر د تلې اووه ويشتمه : دهند دژوندانه دچاپيريال...

١٠٢ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٤٤ تنه نور ټپيان شول .

١٠٢ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٤٤ تنه نور ټپيان شول .

-کابل باختر د تلې اووه ويشتمه : دهېواد په يوشمير ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

۱۰۰ ورځې
۱۰۰ ورځې

۱۰۰ ورځې (444)

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٩
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون ويندوى نن په يوه خبري غونډه کې وويل: د رايپاڼو د پلټنې بهير دوام لري او له  اته سوه اته ويشتو(٢٢٨٢٨ ) صندوقونو له جملې څخه يواځې  اووه سوه (٣٧٠٠) صندوقونه پاتې دي .
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: په دې خبرې غونډه کې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون ويندوى نورمحمد نور وويل: د څلورو ګودامونو له جملې څخه چې د رايپاڼو پلتنې او څيړنې او بيا شميرنې بهير پکې دوام درلود؛ د يوګودام کار پاى ته ورسيد.
نور زياته کړه چې په دغه بهيرکې د ملي او نړيوالې کتوونکي مشاهدات زيات شوي دي او هلې ځلې دوام لري چې د ځانګړې پلټنې، څيړنې او بيا شميرنې بهير په نږدى ورځوکې پاى ته ورسيږي.
ده زياته کړه چې د دوه ويشت زرو اته سوه اته ويشتو(٢٢٨٢٨ ) صندوقونو له جملې څخه د رايې ورکولو يواځې درې زره اوه سوه يو اتيا (٣٧٨١ ) صندوقونه د څيړنې او بيا شميرنې ته پاتې دي.
د نور دڅرګندونو له مخې: د رايپاڼو د پلټنې، څيړنې او بيا شميرنې د بهير له پيل څخه نولس زره اووه څلويښت (١٩٠٤٧ )  صندوقونه پلټل شوي دي. دغه شمېر د څيړل شويو رايپاڼو په سلوکې څلور اتيا اعشاريه څلور (٤/٨٤ ) کيږي.
ده څرګنده کړه چې د نتيجو د راټولو په مرکز د څيړنې شپاړلس زره درې سوه پنځه اتيا(١٦٣٨٥ )  لستونه چې په سلوکې دوه اويا کيږي؛ په سيستم کې شامل شوي دي.

کابل باختردوږي دمياشتې  ٨  :
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ويندوى وايي چې تراوسه پورې دخاصو محلاتو له شپږ زره صندوقونو څخه  درې سوه پنځه پنځوس صندوقه بيا پلټل شوي دي.
دباخترآ ژانس  دخبرله مخې :  دانتخاباتو  دخپلواک  کميسيون ويندوى نورمحمد نور نن په يوه خبري غونډه کې وويل :  دخاصو محلاتو  دشپږزره صندوقونو  له جملې څخه تراوسه پورې درې سوه پنځه پنځوس صندوقه پلټل شوي دي.
ده وويل : هغه ټول صندوقونه چې تراوسه پورې بيا څيړل شوي دي اوپلټل شوي دي اتلس زره څلور سوه  څلورو صندوقونو ته رسيږي  چې  په سلو کې  اتيااعشاريه اووه شپيته کيږي چې د دوه ويشتو زرو دوه سوه اته ويشتو صندوقونو له جملې څخه څلور زره دوه  سوه څلرويشت صندوقه پاتې دي.
ده وويل :  کميسيون نن په يوه غونډه کې پريکړه وکړه چې سبا دغه بهير ګړندى کوي . ده دانتخاباتي شکايتونو دکميسيون ديوشمير کتوونکو دغيرحاضرۍ يادونه وکړه  چې پرون دانتخاباتو دشکايتونو  دکميسيون يوازې يو شپيتو کارکوونکو اودملګروملتو دسازمان يوسلو پنځلسو تنو کارکوونکوبرخه لرله.
دغه راز دوه سوه اته څلويښتو ملي مشاهدانو او دوه سوه يوويشت نړيوالو مشاهدانو هم ًبرخه لرله .

کابل – باختر د وږي دمياشتې  ٧
د انتخاباتو خپلواک کميسيون د ملګرو ملتو له سازمان څخه غوښتي دي چې د جمهوري رياست د دويم پړاو انتخاباتو د رايو د پلټنې او څيړنې د بهير د کړنديتوب په خاطر دې خپل کارکوونکي زيات کړي.
دباختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون ويندوى نورمحمد نور چې نن يې له خبريالانو سره خبرې کولې؛ وويل: د ملګرو ملتو له سازمان څخه زموږ غوښتنه دا ده چې خپل کارکوونکي زيات کړي او نړيوال کتوونکي هم زيات شي او کله چې ددغو مرکزونو دکارکوونکو شمېر زيات شي؛ موږ هيله لرو او ويلي شو چې په راتلوونکو څو ورځوکې د پلټنې بهير پاى ته رسيږي.
ده زياته کړه چې د رايو د پلټنې په بهيرکې بايد دقت په پام کې ونيول شي او بايد عدالت د وخت قرباني نشي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د ملګرو ملتو سازمان وويل چې د جمهوري رياست د دويم پړاو انتخاباتو د ټولو رايو پلټنه به په احتمالي توګه د وږي د مياشتې تر يوولسمې نيټې پورې پشپړه نه شي او اوس د انتخاباتو خپلواک کميسيون د دغه بهير د ګړندي کولو په خاطر د ملګرو ملتو د سازمان د کارکوونکو د زياتوالي غوښتنه کړې ده.
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د ويندوى د څرګندونو له مخې: د رايو د باطلولو په باب ټول علني تصميمونه په ليکلي ډول د جمهوري رياست له دواړو نوماندانو سره شريک شوي دي .
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون مسوولين وايي چې د رايو د څه د پاسه دوه ويشت (٢٢٠٠٠)  زرو صندوقونو له جملې څخه تراوسه پورې اولس زره اته سوه پنځه شپيته (١٧٨٦٥) صندوقونه تفتيش او څيړل شوي دي چې په سلوکې څه دپاسه ٧٨ بشپړ شوي دي.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٥
په افغانستان کې د ملګرو ملتو د سازمان د ځانګړي استازي مرستيال نن په يوه خبرې غونډه کې وويل چې د رايو د پلټنې بهير ددغه سازمان ترنظر لاندې دوام مومي.
دا په داسې حال کې ده چې د راى پاڼو د پلټنې بهير نن له اوو ساعتونو ځنډ سره مخامخ شو او د دواړو انتخاباتي مرکزونو د کتوونکو له ګډون پرته نن له غرمې وروسته په دوو بجو بيا پيل شو .
د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: د انتخاباتو د خپلواک کميسيون مسوولينو په دغه بهيرکې د ځنډ علت د اصلاحاتو او همغږۍ انتخاباتي مرکز د تخنيکي ټيم نه ګډون بللى دى.
د اصلاحاتو او همپالنې انتخاباتي مرکز پرون خبردارى ورکړى و چې د دوى د غوښتنو د نه څيړنې په صورت کې به له دغه بهير څخه ووځي.
له بله پلوه په کابل کې د يوناما دفتر چې په دغه بهيرکې د انډول د ساتنې په مقصد د بدلون او دوام له انتخاباتي مرکز څخه هم وغوښټل چې د راى پاڼو د پلتنې له بهير څخه ووځي.
د ملګرو ملتو د سازمان د ځانګړي استازي مرستيال چې نن يې له خبريالانو سره خبرې کولې؛ وويل: ټولې مسئلې د دواړو انتخاباتي مرکزونو او د ملګرو ملتو د سازمان په ګډو خبروکې له جزيياتو سره يې وڅيړل شوې او دواړو مرکزونو ژمنه وکړه چې د راى پاڼو د پلټنې او څيړنې د بهير نتيجې مني.
ده وويل: له دې سره سره موږ به هلې ځلې وکړو چې په راتلوونکو ورځوکې د انتخاباتي مرکزونو ټولې غوښتنې وڅيړو.
د ملګرو ملتو د ځانګړي استازي مرستيال ټينګار وکړ چې د ملګرو ملتو د سازمان رول د افغانستان له خلکو سره مرسته او د انتخاباتو د بهير باور دى او بايد دغه بهير ونه ځنډول شي.
ده زياته کړه: ددغه بهير په اوږديدو سره افغانستان له امنيتي، اقتصادي او حکومتوالي له ستونزو سره مخامخ دى او د دغو ستونزو د حل يواځنۍ لاره ديو مشروع حکومت جوړول دي.

کابل باختر د وږي  څلورمه :
داصلاحاتو او همغږي  دانتخاباتي ټيم تخنيکي ډله وايي که چيرې  دراى پاڼو دباطلولو  بهير په شفاف او عادلانه ډول نه وي  او په سمه توګه مديريت نه شي موږ ته دمنلو وړ نه دى .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې داصلاحاتو او همغږي د انتخاباتي ټيم تخينيکي غړي فضل احمد معنوي چې نن يې دخبريالانو په وړاندې خبرې کولې وويل لاتراوسه پورې هم نظريې او اختلافونه شته يعني دملګروملتو سازمان  له خپلو ژمنو سره سم عمل نه دى کړى.
معنوي يوځل بيا ټينګار وکړ که چيرې ترسبا سهار پورې زموږ هغه ټولې  معقول غوښتنې  چې هماغه دراى پاڼو دباطلولو دمعيار  عملي کول دي دملګروملتو دسازمان له خوا ونه منل شي موږ دغه بهير ته دوام نه ورکوو او هغه پاى ته رسيدلي  اعلاموو او ددغې موضوع له امله رامنځته شوي پايلې  او راتلونکي مسووليتونه به يې دملګروملتو دسازمان او نورو اړوندو بنسټونو په غاړه وي .

کابل باختر د وږي  څلورمه :
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون وياند نن په يوه  خبري غونډه کې وويل، دغه کميسيون هڅه کوي  چې دراي پاڼو  دپلټنې او څيړنې بهير ګړندى کړي .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، دانتخاباتو دخپلواک کميسيون وياند نور محمد نور په دغې خبري غونډه کې  وويل، دراى پاڼو  دپلټنې  او څيړنې له بهير څخه يواځې شپږ زره صندوقونه  پاتې دي او موږ زياته هڅه کوو چې  دزياتو پلټونکو  واردولو سره  دڅيړنې او پلټنې بهير  ګړندى کړو .
ده زياته کړه: ټاکل شوې ده سبا په يوه علني غونډه کې څيړل شوې فهرستونه  خپاره کړو چې په هغو کې دا څرګنده شوې وي  چې څومره راى پاڼې باطلې  شوي او څومره نورې يې دباور وړ دي .
داپه داسې حال کې ده چې داصلاحاتو او همغږي دانتخاباتو تخنيکي ټيم دراى پاڼو دباطليدو  په بهير نيوکه کړى او ويلي يې دي  چې که دراى پاڼو دباطليدو  په بهير کې  ددغه ټيم غوښتنې تطبيق نه شي سرله سبا  به دغه بهير پاى ته ورسوي او په هغې کې  به ګډون ونه کړي .
خو دانتخاباتو دخپلواک کميسيون  مسوولينو داصلاحاتو او همغږي له انتخاباتي ټيم څخه غوښتي دي چې خپل هر ډول شکايت او پيشنهاد دغه کميسيون او دملګروملتو سازمان ته وړاندې کړي او دغه بهير ته دوام ورکړي .

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣
د جمهوري رياست د دويم پړاو انتخاباتو د راى پاڼو د باطلولو بهير نن له غرمې وروسته په علني ډول پيل شو.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون مرستيال عبدالرحمن هوتکي چې نن يې له خبريالانو سره خبرې کولې؛ وويل: د راى پاڼو د باطلولو بهير چې د انتخاباتي مرکزونو د استازو ، د ملي او نړيوالو کتوونکو، انتخاباتي مرکزونو او د رسنيو په وړاندې پيل شو؛ د دغه بهير په پاى ته رسيدو سره به ټولې تقلبي راى پاڼې له پاکو راى پاڼوڅخه جلا شي.
هوتکي د راى پاڼو د باطلولو دعلني غونډو په بهيرکې وويل: تراوسه پورې د رايې ورکولو د سيمو له جملې څخه ٧٦ يې باطل شوې دي او د درې زره اووه سوه اته څلويښتوسيمو له جملې څخه دوه اويا يې د بياڅيړنې په بهيرکې شامل شوې دي. د هوتکي د څرګندونو له مخې: صندوقونه، د نتيجو فورمې او څيړل شوي لستونه په دريوګروپونوکې برابر شوي دي.
له بله پلوه د انتخاباتي مرکزونو استازي د راى پاڼو د باطلولو د بهير د پيل له امله خوښي څرګندوي او هيله کوي؛ ځينې پيشنهادونه چې د څيړنې په وخت کې د دوى د کتوونکو له خوا له رښتينو راى پاڼو څخه د تقلبي رايو د ښه تفکيک په مقصد د ملګرو ملتو سازمان ته طرحه کړي دي؛ د پاملرنې وړ وګرځي.

کابل باختر د وږي  دويمه :
په داسې حال کې چې درايو دپلټنې بهير دپاى ته رسيدو په حال کې دي دانتخاباتو  دخپلواک  کميسيون مسوولين وايي دجمهوري رياست دانتخاباتو ددويم پړاو درايو دباطلولو بهير سبا په علنى ډول پيليږي .
دباختراژانس  دخبريال دخبر له مخې، دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ويندوى نور محمد نور چې نن يې له خبريالانوسره خبرې کولې وويل، ټاکل شوې ده درايو دباطلولو بهير سبا له غرمې وروسته په علنى ډول دانتخاباتي مرکزونو داستازو او دملي او نړيوالو کتوونکو او رسنيو په وړاندې پيل شي .
  نور زياته کړه ددغه پروګرام دپرمخ بيولو لپاره دانتخاباتو خپلواک کميسيون له ټولو امکاناتو سره يې يو چوکاټ په پام کې نيولى دى.
ده دغه راز زياته کړه: درايو دڅيړنې او پلټنې زر صندوقونه پاتې دي او دغه بهير تر يوې يا دوو ورځو پورې پاى ته رسيږي .
دده دڅرګندونو له مخې،  درايو دپلټنې ، څيړنې او شميرنې بهير په ځانګړي  ډول دوام لري .
دنور دڅرګندونو له مخې، د رايو دڅيړنې او پلټنې بهير ددوو انتخاباتي  مرکزونو ددوه سوه اتيا تنو له خوا او په ځانګړي ډول درايو دشميرنې  بهير داويا تنو ملي او نړيوالو کتوونکو له خوا پرمخ وړل کيږي .
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ويندوى وويل، درايو دپلټنې او څيړنې دبهير له پيل څخه ددوه ويشت زرو اته سوه درې ويشتو صندوقونو له جملې څخه ١٥٨٤٩ صندوقونه  څيړل شوي دي چې په دې ډول درايو په سلوکې دوه اويا صندوقونه څيړل شوي دي
په همدې ډول دشپږ زره خاصو صندوقونو له جملې ٦٥٣ صندوقونه  شميرل شوي دي
دنور دڅرګندونو له مخې درايو دپلټنې او څيړنې او دشميرنې  په خاص   بهيرکې  ددواړو انتخاباتي مرکزونو ، دملي او نړيوالو څارونکو او دانتخاباتي مرکزونو د يوزرو يوسلو پنځه ديرشو تنو استازو له خوا دوام لري .

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١ د انتخاباتو د خپلواک کميسيون ويندوى نن په يوه خبري غونډه کې وويل: دجمهوري رياست د دويم پړاو انتخاباتو د راى پاڼو د باطلولو بهير به د دوشنبې په ورځ پيل شي. د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: په دې خبري غونډه کې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ويندوى نورمحمد نور وويل: د راى پاڼو د پلټنې د بهير له پيل څخه تراوسه پورې د راى پاڼو ١٥ زره يو سلو پنځه څلويښت صندوقونه څيړل شوي دي. د نور دڅرګندونو له مخې: دغه شمېرينې چې د رايې پاڼو د څه د پاسه دوه ويشتو زرو صندوقونو له جملې څخه په سلوکې ٦٦ اعشاريه ٣٤ يې پلټل شوي دي . ده زياته کړه: د راى پاڼو د شپږو زرو ځانګړو صندوقونو له جملې څه ناڅه پنځه سوه صندوقونه يې په خاص ډول څيړل شوي دي او د ځانګړې شميرنې او پلټنې بهير په عادي ډول دوام لري. د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د تيرو دوو اوونيو په بهيرکې په وار وار د رسنيو له لارې د راى پاڼو د باطلولو د بهير د پيل خبر ورکړى و چې دغه بهير ډير ژر پيليږي، خو دا ځلى د انتخاباتو د خپلواک کميسيون ويندوى د دوشنبې ورځ د دغه بهير د پيل د ورځې په توګه اعلام کړه.
Page 3 of 32