23 October 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ښځو چارو وزيره: په بلخ کې د ښځو وضعيت ښه شوى دى

مزارشريف \باختردتلې دمياشتې٣٠نيټه : د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

۱۰۰ ورځې
۱۰۰ ورځې

۱۰۰ ورځې (444)

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٨
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون ويندوى وايي: تراوسه پورې د جمهوري رياست د انتخاباتو د دويم پړاو د رايې ورکولو دولس زره صندوقونه څيړل شوي دي .
د باختر آژانس د خبرله مخې: د انتخاباتو د خپلواک کميسيون ويندوى نورمحمد نور چې نن يې له خبريالانو سره خبرې کولې؛ وويل: دغه شمېر ښيي چې له ټولو رايو څخه په سلوکې ٥٣ يې تفتيش او څيړل شوې دي چې دغه بهير په دوو وختونو کې د انتخاباتي مرکزونو د استازو د کاري ډلو او د ملي او نړيوالو کتوونکو له خوا دوام لري.
ده زياته کړه چې د شپږو زرو ځانګړو صندوقونو د پلټنې او څيړنې بهير هم له کومې ستونزې پرته پرمخ ځي چې تراوسه پورې د شپږوز زرو ځانګړو صندوقونو له جملې څخه دوه سوه نهه صندوقونه يې څيړل شوي دي.

کابل \ باختردزمري دمياشتې  ٢٧ :
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ويندوى نن په يوه خبري  غونډه کې وويل :  چې دجمهوري  رياست  ددويم پړاو انتخاباتو درايو پاڼو دپلټنې دبهير له پيل څخه تراوسه پورې    درايو پاڼو  يولس زره يوسلو  درې ديرش صندوقونه پلټل شوي دي .
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې :  په دې  خبري غونډه کې  دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ويندوى نورمحمد نور  زياته کړه، دغه شمير ښيي چې  دټولو رايو پاڼوله  جملې څخه  په سلو کې  څه دپاسه اته څلويښت صندوقونه بيا پلټل شوي دي.
دنور دڅرګندونوله مخې :  ډيرې زياتې رايې پاڼې پرون پلټل شوي دي  چې نهه سوه  دوه صندوقونه  دانتخاباتي ټيمونو داستازو  او دملي او نړيوالو کتوونکو او دانتخاباتي بنسټونو داستازوله خوا پلټل شوي دي  او  زموږ پرونى فعاليت موږ خپلو هغو پخوانيو  ژمنو ته نږدې کوي چې دانتخاباتو خپلواک  کميسيون ويلي و چې په ورځ کې به نږدې زر صندوقونه وپلټل شي .
دانتخاباتو دخپلواک  کميسيون ويندوى څرګنده کړه چې درايو پاڼو دشپږ زره خاصو صندوقونو دبيا شميرنې اوپلټنې   بهير او درايو پاڼو دباطلولو بهير له کومې ستونزې پرته په عادي ډول پرمخ ځي .
ده وويل  چې درايو پاڼو دپلټنې دبهير دګړندي کولو لپاره جدي هلې ځلې دوام لري  .

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٦
د راى پاڼو د صندوقونو د پلټنې د بهير له پيل څخه تراوسه پورې د راى پاڼو لس زره دوه سوه يو ديرش صندوقونه پلټل شوي دي .
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: د انتخاباتو د خپلواک کميسيون ويندوى نورمحمدنور نن په يوه خبري غونډه کې وويل: دغه شمېر چې د جمهوري رياست د دويم پړاو انتخاباتو په سلوکې پنځه څلويښت راى پاڼې بيا پلټلې شوې دي .
ده زياته کړه چې د راى پاڼو د بيا پلټنې او د راى پاڼو د شپږ زره صندوقونو خاصه پلټنه او شمېرنه  د انتخاباتي ټيمونه د استازو او د ملي او نړيوالو کتوونکو له خوا په عادي ډول دوام لري.
ده څرګنده کړه: د ملګرو ملتو د سازمان هغه ٩٣ تنه کارکوونکي چې په نظارتي ټيمونو زيات شوي دي؛ په تخنيکي برخه کې خپل کار پرمخ بيايي.
د نور دڅرګندونو له مخې: د راى پاڼو د صندوقونو د بياپلټنې بهير د ملګرو ملتو د سازمان ترجدي څارنې لاندې دوام لري.
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون ويندوى زياته کړه: د راى پاڼو د راټولو او د تقلبي راى پاڼو د باطلولو بهير به په علني ډولت پرمخ بوتلل شي.
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د مسوولينو دڅرګندونو له مخې: دملګرو ملتو د سازمان دکتوونکو له خوا د راى پاڼو د شميرنې د خاصې پلټنې بهير به شپږ ورځې دوام وکړي.

کابل \ باختردزمري دمياشتې  ٢٥ :
دانتخاباتو دخپلواک  کميسيون ويندوى نن په يوه خبري غونډه کې وويل، درايو پاڼو دباطلولو بهير پيل شو.
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې :
په دې  خبري غونډه  کې دانتخاباتو دخپلواک  کميسيون ويندوى نورمحمد نور وويل، دغه بهير به هره ورځ دسهار له اتو بجو څخه دمازيګر تر ٤بجو پورې دوام ومومي اوپه پيل کې به  د کميسيون  ٥٠ تنه کارکوونکي دغه بهير پرمخ بوځي  چې وروسته به دکارکوونکو شمير زيات شي  .
ده دغه راز زياته کړه  چې پرون  درايو پاڼو  ٥١١ صندوقونه دانتخاباتي  ټيمونو داستازو  اودملي او نړيوالو کتوونکوله خوا وپلټل شول  چې تراوسه پورې نهه  زره درې سوه شپږ اويا صندوقونه پلټل شوي دي  او دغه شمير د درې ويشت زره اته سوه صندوقونو له  جملې څخه په سلو کې يو څلويښت ښيي.
ده زياته کړه:  درايو پاڼو دپلټنې بهير دانتخاباتي ټيمونو ديو زرو درې سوه يو څلويښتو تنو استازو ، ملي او نړيوالو  کتوونکو او دانتخاباتي بنسټونو له خوا پرمخ بيول کيږي .

کابل باختر د زمري پنځه ويشتمه :
دراى پاڼو دشپږ زره  صندوقونو دخاصې پلټنې  نن د ملګروملتو  دسازمان  دکتوونکو له خوا  پيل شو .
  دباختراژانس  دخبريال دخبر له مخې ،  دغه شپږ زره صندوقونه  د  جمهوري رياست  دانتخاباتي  ټيمونو  داستازو له خوا  چې ټول زونونه پکې شامليږي  مشخص شوي دي .
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ويندوى  نورمحمد نور  دباختراژانس خبريال ته وويل،  درايو پاڼو دغه شپږ زره صندوقونه  تراوسه پورې  نه دي پلټل شوي له پلټنې او څيړنې وروسته  نتيجه به يې  دانتخاباتو  په وروستي نتيجه کې  شامله شي  او نتيجه به يې د جمهوري رياست  دواړو نوماندانو ته  برخليک ټاکوونکي وي .
  دنور دڅرګندونو له مخې ، دڅيړنې له شپاړلس ګونو معيارونو څخه دشپاړلسمې مادې له مخې درايو پلټنه به   په جدي توګه  عملي شي .
په دې ماده کې مشخص شوې ده  دهغو ځايونو راى پاڼې  چې په سلوکې سل يا له دې څخه زيات  دانتخاباتو  له لومړي پړاو سره توپير ولري ،  په جدي توګه  پلټل کيږي .
په همدې حال کې  دانتخاباتو دخپلواک کميسيون  مسوولينو له څو ورځو راپديخوا بيا بيا ويلي دي چې دراي پاڼو  دباطلولو بهير بشپړ شوى دى  او ټاکل شوې وه چې نن پيل شي . خو تراوسه پورې  دراى پاڼو دباطلولو بهير  نه دى پيل شوى .

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٤
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون ويندوى نن په يوه خبري غونډه کې وويل: په احتمالي توګه سبا د شپږو زرو صندوقونو د بيا شميرنې او د ځانګړې څيړنې بهير چې د انتخاباتي مرکزونو له خوا مشخص شوى دى؛ پيليږي.
د شپږو زروصندوقونو د رايو بيا شمېرنه په داسې حال کې ترسره کيږي چې د ملګرو ملتو د سازمان د پيشنهادي طرحې له مخې، هر انتخاباتي مرکز بايد د راى ورکولو درې درې زره صندوقونه چې زياتره د درغليو احتمال پکې ليدل کيږي؛ د ملګروملتو سازمان ته وسپاري.
دغه طرحه د رايو د څيړنې د شپاړلسمې مادې د تطبيق په مقصد ده او په دې ماده کې د نړيوالو معيارونو له مخې د رايو  په څيړنه ټينګار شوى دى.
دباختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
په دې خبري غونډه کې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون ويندوى نورمحمد نور څرګنده کړه: د شپږو زرو صندوقونو مديريت او مشرتوب د دغه کميسيون په غاړه دى، خو د يونما او د نورو مرکزونو کتوونکي کولاى شي هغو ته ځانګړې پاملرنه ولري .
نور څرګنده کړه: د دغو شپږو زرو صندوقونو څيړنه په هغو صندوقونوکې شامله نه ده چې پخوا څيړل شوي دي .
د رايو څه ناڅه نهه زره صندوقونه په تيرو څو ورځوکې د انتخاباتي مرکزونو د استازو او د ملي او نړيوالوکتوونکو په حضورکې څيړل شوي دي.
ده يوځل بيا ټينګار وکړ چې د رايو د پلټنې او څيړنې بهير په څلورو ګودامونوکې د يو زرو يوسلو پنځلسو ملي او نړيوالو کتوونکو او د انتخاباتي مرکزونو د استازو له خوا په عادي ډول ترسره کيږي.
د نور څرګندونو له مخې: تراوسه پورې د دوه ويشتو زرو اته سوه اته ويشتوصندوقونو له جملې څخه په سلوکې ٣٩ يې څيړل شوي دي او دغه بهير دوام لري.

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٤
د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون ويندوى وايي: دغه کميسيون سبا د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو په اړوند خپل کار پيلوي.
د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون ويندوى نادر محسني د باختر آژانس له خبريال سره په خبروکې وويل: د کابل او ننګرهار د ولايتونو پرته د ولايتي شوراګانو د رايو د بيا شميرنې بهير په ټولو ولايتونوکې پاى ته رسيدلى دى او سبا به د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو د بشپړيدو په خاطر کارونه پيل شي.
د محسني د څرګندونو له مخې: په زياترو ولايتونوکې موږ زيات موارد درلودل چې د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو په نتيجوکې يې بدلون رامنځته کړى دى. د ولايتي شوراګانو نوماندانو داسې سندونه او شواهد وړاندې کړل چې د همدغو سندونو او شواهدو له مخې موږ په ټولو ولايتونوکې دې ته اړ شو چې د رايې ورکولو د مرکزونو او سيمو د بيا شمېر حکم ورکړ.
د جمهوري رياست په انتخاباتو کې د تاوتريخوالى او د انتخاباتو د بهير د اوږديدو په علت د ولايتي شوراګانو د انتخاباتي شکايتونو څيړل ځنډول شوى و، خو د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د ويندوى د څرګندونو له مخې: د مستندو شکايتونو د حجم د زياتوالي په پام کې نيولو سره د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو په باب د ولايتي شوراګانو د ټولو رايو د بيا شمېرلو په باب تصميم ونيول شو او ټاکل شوې ده چې د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو بهير بشپړ شي.

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٤
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون مرستيال وايي چې د رايو د باطلولو بهير سبا په عملي توګه د څيړل شويو رايو د څيړنې له لست سره پيليږي .
دباختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: د انتخاباتو د خپلواک کميسيون مرستيال عبدالرحمن هوتکي چې نن يې له خبريالانو سره خبرې کولې؛ وويل: د رايو د باطلولو بهير به په اتو کاري پړاونوکې ترسره شي چې دغه بهير د څيړنو له لست او د نتيجو له پاڼو څخه د عکس له اخستلو څخه پيل او د شپږو نورو پړاونو له تيريدو او د ثبت او د اطلاعاتو د زيرمه کولو له پړاو وروسته د رايو د باطلولو پړاو پاى رسيږي او ټاکل شوې ده د شنبې په ورځ دغه بهير په عملي ډول پيل شي.
ټاکل شوې وه د رايو د پلټنې او څيړنې بهير په دريو اوونيوکې بشپړ شوى واى، خو د دوو انتخاباتي مرکزونو د کتوونکو ترمځ د ناندريو په رامنځته کيدو سره څوځلې د څيړنې او پلټنې کار وځنډول شو.

Wednesday, 13 August 2014 13:24

په سلوکې ديرش راى پلټلې شوې دي

Written by manager

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٢
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون ويندوى نن په يوه خبري غونډه کې وويل چې په دغه کميسيون کې د راى پاڼو د راټولولو په مرکزکې د پلټل شويو راى پاڼو د ثبت رسمي بهير سبا پيليږي.
د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: په دې خبري غونډه کې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون ويندوى نورمحمد نور وويل: ددغه بهير ابتدايي دوره پرون د جمهوري رياست د نوماندانو د استازو او د ملي او نړيوالو کتوونکو په شتون پرانستل شوه.
د نورو دڅرګندونو له مخې: ددغه بهير په پيل کيدو سره هره ورځ پلټلې شوې راى پاڼې د راى پاڼو د تنظيم په مرکز ثبتيږي.
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون ويندوى وايي چې د جمهوري رياست د دويم پړاو انتخاباتو د راى پاڼو پلټنې د بهير له پيل څخه تراوسه پورې په سلوکې څه دپاسه ديرش صندوقونه دانتخاباتي ټيمونو د يو زرو يو سلو دوه اويا تنو استازو او دملي او نړيوالو کتوونکو په شتون پلټل شوې دي.
د نور دڅرګندونو له مخې: د راى پاڼو د پلټنې بهير نن سهار د شپږو زرو صندوقونو د شميرنې د څرنګوالي او د ملګرو ملتو د سازمان کتوونکو ته د پلټنې لپاره د درې درې زره صندوقونو معرفي کولو په باب د انتخاباتي ټيمونو ترمنځ د ځينو اختلافونو په خاطر نږدې يو ساعت و ځنډيد، خو دغه بهير په عادي ډول بيا له سره پيل شو.

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٢
دجمهوري رياست د دويم پړاو انتخاباتو د راى پاڼو دپلټنې او څيړنې بهير نن سهار په نهو بجو د بېلابېلو دليلونو له امله ځنډول شوى دى.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: د انتخاباتي ټيمونو استازي وايي چې د ملګرو ملتو سازمان غوښتنه کړې ده چې د انتخاباتي ټيمونو د استازو د غوښتنې له مخې د راى پاڼو درې درې زره صندوقونه دې ددغه سازمان د کتوونکو له خوا وڅيړل شي.
دوى وايي: په هغې غونډه کې چې پرون له همدې امله جوړه شوې وه؛ د بدلون او دوام ټيم ٢٤ ساعته وخت غوښتى و چې د دغې غوښتنې په باب خپل نظر څرګند کړي.
انتخاباتي ټيمونه هلې ځلې کوي چې ځينې صندوقونه انتخاب او د ملګرو ملتو د سازمان کتوونکو ته يې معرفي کړي .
تراوسه پورې معلومه نه ده چې د راى پاڼو د پلټنې بهير نن بيا دوام مومي؟
او د انتخاباتو د خپلواک کميسيون مسوولينو تر اوسه په دې باب نظر نه دى څرګند کړى.

Page 4 of 32