15 December 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د هیوادپه بیلابیلو سیموکې ۱۸تنو وسله والو ترهګرو ته مرګ  ژوبله واوښته

د هیوادپه بیلابیلو سیموکې ۱۸تنو وسله والو ترهګرو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل \ باختر دليندۍ دمياشتې ٢٤نيټه : ملي دفاعي او امنیتي...

د جمهور رئیس غني په مشرۍ دښاري پراختیا عالي شورا غونډه جوړه شوه

د جمهور رئیس غني په مشرۍ دښاري پراختیا عالي شورا غونډه جوړه شوه

کابل \ باختر دليندۍ دمياشتې ٢٤نيټه : د افغانستان د اسلامي...

د اداري فساد پرخلاف په مبارزې ټينګاروشو

د اداري فساد پرخلاف په مبارزې ټينګاروشو

کابل \باختر دليندۍ دمياشتې ٢٤ نيټه : دبشردحقوقو اوله اداري...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

۱۰۰ ورځې
۱۰۰ ورځې

۱۰۰ ورځې (444)

کابل باختر دسلواغې شپږ ويشتمه :
په ښه توګه د راى ورکولو د مرکزونو د امنيت تامينول اودجمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو په انتخاباتوکې په شرايطو د برابرو کسانو دګډون لپاره د زمينو برابرول د ملي اردو د منسوبينو کاري لومړيتوبونه دي .
دظفر قول اردو قوماندان تورنجنرال تاج محمد جاهد چې دبادغيس ولايت ته سفر کړى دى؛ ددغه ولايت د نظام شورا په غونډه کې د دغه خبر د اعلامولو په ترڅ کې ټينګار وکړ چې د ملي اردو ځواکونه د جمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو د امنيت تامينولو ته چمتو دي.
په دې غونډه کې دبادغيس والي احمد الله عليزي په دغه ولايت کې دامنيتي حالت په اړوند خبرې وکړې او زياته يې کړه: د نړيوالو پوځيانو په ملاتړ او د افغان امنيتي ځواکونو په تيره بيا د ملي اردو په فعال شتون سره په بادغيس ولايت کې امنيت د ډاډ وړ دى .
ده ډاډ ورکړ چې افغان امنيتي ځواکونه په بشپړې همغږۍ کې د جمهوري رياست  او د ولايتي شوراګانو د انتخاباتود امنيت د تامينولو لپاره تياري لري .
د ٢٠٧ ظفر قول اردو قوماندان هم دبادغيس ولايت ته دخپل  سفر هدف د امنيتي حالت او د امنيتي ځواکونو د ورځينو فعاليتونو څيړنه وبلله او ويې ويل: څيړنې ښيې چې په بادغيس ولايت کې امنيتي حالت قناعت بخښوونکى دى.
جنرال جاهد زياته کړه: د مسوولينو اساسي هدف دخلکو داساسي او اصلي حق په توګه دسولې او ثبات ټينګښت دى.
دملي اردو دغه جګپوړي مقام ټينګار وکړ: دمسوولينوهغه ستره دنده چې په انتخاباتوکې دګډون  په خاطر خلکو ته دشرايطو برابرول دي؛ بايد په صادقانه ډول ترسره شي.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢٥
په غزني کې  په انتخاباتي مبارز  دبريدلپاره  دوسله والو طالبانو طرحه دامنيتي
ځواکونوله خوا ناکامه شوه .
دغې ډلې غوښتل   چې دځانمرګو، بمي  ، دماين ايښودنې او دوسله والو بريدونو په ترسره کولو سره  په انتخاباتي ساليو بريد وکړي .
دغزني امنيتي ځواکونه وايي 
چې په  چاوديدونکو توکواو په جنګي وسايلوبارد يو موټرپه کشفولو سره يې دوسله والو طالبانو دغه  طرحه يې ناکامه کړې ده .
دغه موټر نن غرمه  دقره باغ ولسوالۍ په ملانوباباسيمه کې دقندهار دلويې لارې په اوږدو کې  کشف شوى دى.
دغزني امنيه قوماندان جنرال زړور  زاهد باخترآژانس ته وويل چې له دغه موټر څخه په سلګونو کيلوګرامه چاوديدونکي توکي اوپه لسګونو بمونه او ماينونه ترلاسه شوي دي .
ده تائيد کړه چې طالبانو غوښتل له دغو  جنګي وسايلو څخه په استفادې سره   دکانديدانو په انتخاباتي مبارزو بريد وکړي .
داپه داسې حال کې ده  چې څه ناڅه دوه مياشتې په افغانستان کې دانتخاباتو ترسره کولو ته وخت پاتې دى .
په همدې  حال کې دغزني امنيه قوماندان وايي چې ددغو جنګي وسايلو دليږدونې
په اړوند دموټر چلوونکى نيول شوى دى  او ددغې  ناکامې تروريستي طرحې
دسازمان ورکوونکو دپيژندلو او نيولو لپاره هڅې دوام لري .
جنرال زاهد وويل  چې ددوى  دابتدائي  څيړنو له مخې روښانه شوې ده  چې په دغه ولايت کې په انتخاباتي مبارزو  دبريد طرحه په پاکستان کې جوړه شوې ده.
ده وسله وال طالبان ددغې ناکامي تروريستي طرحې مسوول وبلل.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢٥
د کورنيو  چارو وزارت   يو ځل بيا په انتخاباتو کې دپوليسو دمنسوبينو  په بيطرفۍ باندې ټينګار کړى دى.
دباخترآ ژانس دخبرله مخې :  دکورنيو چارو وزارت  ديوې اعلاميې په خپرولو
سره ويلي دي  دکورنيو چارو وزارت دانتخاباتو په بهيرکې  دملي پوليسو په  بيطرفۍ  هم  ژمن دى  او دغه  وزارت  ديو کانديد په ګټه اويا زيان  دانتخاباتو
په بهيرکې  دپوليسو دمنسوبينو دهرراز لاسوهنې مخنيوى کوي  او دپوليسو  له هغو منسوبينو سره چې دکوم کانديد په ګټه او يا زيان  کار وکړي جدي او قانوني  چلند کيږي  او اعلاموي  چې  دپوليسو ټول منسوبين په انتخاباتو کې دبيطرفۍ داصل په رعايتولو  مکلف دي  .
څرنګه  چې وويل شول دکورنيو چارو وزارت  په دې برخه کې په خپلو اقداماتو جدي دى او د سرغړونکو په قانوني  تعقيب کې  به  استثني قايل نه شي .
په اعلاميه کې دغه راز ويل شوي دي  دکوم مشخص کانديد په ګټه په انتخاباتي مبارزو کې  دګډون  دعلاقمندۍ په صورت کې  دې دپوليسو منسوبين بايد لومړى استعفي ورکړي او خپل وظيفوي مکلفيتونه  حل کړي  چې دپوليسو په بيطرفۍ کې  زيان رامنځته  نه شي .
دغه اعلاميه په داسې  حال کې صادريږي چې ځينې رسنيو ددغه وزارت دويندوى صديق صديقي له خولې ويلې دي  چې دوروستيو څو مياشتو په بهيرکې د کورنيو
چارو وزارت   له لسو څخه تر دولسو تنو پوري منسوبين په انتخاباتي مبارزو بوخت دي  اوله خپلو دندو څخه  ګوښه شوي دي .

کابل باختر دسلواغې دمياشتې ٢٥ :
دپوهنې  وزارت مشرتابه شورا دانتخاباتو په بهيرکې  دپوهنې دمشرتابه او منسوبينو په بيطرفۍ ټينګار وکړ.
دپوهنې وزارت يو خبرځاى  باخترآژانس ته خبر ورکړ :
دافغانستان دپوهنې وزارت  دافغاني ټولنې ديوې مهمې برخې په توګه چې دهيواد څه  دپاسه  يوولس مليونه تنه وګړي احتوا کوي  دجمهوري رياست  اودولايتي شوراگانو انتخابات يوملي بهيربولي اوله هغه څخه دراتلوونکي کال دډيرې مهمې پديدې په توګه ملاتړکوي .
په همدې کې دپوهنې وزارت  هغو انديښنو او ملاحظاتو  هم ځير دى چې په دې وروستيو وختو او په تيره بيا  دانتخاباتي مبارزو له رسمي پيل وروسته رامنځته شوي دي .
په دې باب ستره انديښنه  ددغه بهير په باب دپوهنې دوزارت  دکارکوونکو دريځ دى چې په دې باب دوزارت  په تيرو اعلاميو او  غونډو کې يې هم يادونه شوې ده.
د پوهنې وزارت مشرتابه   شورا د  چارو د  ښه تنظيم او  د  انتخاباتو په   بهيرکې  له
بيلابيلو لورو څخه  دنه پلوي دسياست دسياست دساتنې په مقصد لازمه وبلله  چې دغه موضوع  ددغه وزارت  دمشرتابه په غونډه کې چې دروان کال دسلواغې دمياشتې  په  ٢٣ نيټه دچهارشنبې  جوړه شوه ، او پريکړه  يې وکړه چې  دپوهنې وزارت  منسوبين ا وکارکوونکي  دنورو ګرانو هيوادوالو په شان دهېواد دنافذو قوانينو په رڼا کې  دانتخاباتو بهېر چې يو ډير مهم او برخليک  جوړونکى بهې دى نه يوازې ملاتړ وکړي  بلکې  په رايو ورکولو کې د ګډون له لارې هغه  لازيات ښه کړي اودخپلو ديني اوملي اصولو له مخې  خپل راتلوونکى مشر انتخاب  کړي.
دپوهنې وزارت  ددغه وزارت  له ټولو مسوولينو ، کارکوونکو ، ښوونکو  او زده کوونکو  چې درايو ورکولو په شرايطو برابر دي په کلکه غوښتنه کوي  چې په دغه حياتي بهير کې ګډون وکړي او دخپلې  خوښې کانديد ته رايه ورکړي.
دپوهنې وزارت  هيڅ منسوب يا مسوول نه شي کولاى  دنفوذ، اداري موقف اوياهم  له حکومتي امکاناتو څخه په استفادې سره  څوک يو مشخص کانديد ته درايې ورکولو اويا هم يو مشخص کانديد ته د رايې نه ورکولو  ته  اړ باسي .
دهېواد په مرکز او ولايتونو کې ددغه وزارت  هيڅ منسوب  حق نه لري  په ټولنه کې  له خپل دولتي دريځ څخه په استفادې سره  ديو کانديد په ګټه کار وکړي اويا هم دپوهنې  له دريځ ، امکاناتو  او نفوذ څخه  د چا په پلوې  يا پرخلاف استفاده وکړي.
د پوهنې وزارت ټول کارکوونکي دخپلو  وظيفوي مکلفيتونو په پام کې نيولو سره چې هماغه دهېواد بچيانو ته معنوي او اساسي خدمت  او دښوونې او روزنې په لور دهېواد لارښوونه ده  دپخوا په شان خپلو کارونو ته دوام ورکړي  او دقانون  له حکمونو څخه  او ددغې غونډې له پريکړو څخه له هر راز سرغړوني څخه دې ډډه وکړي .
له هغو کارکوونکو اومسوولينوسره  چې له دغو پريکړو څخه سرغړونه وکړي دقانون له مخې ورسره چلند کيږي.

کابل باختر دسلواغې څليرويشتمه :
د پوهنې وزارت د مشرتابه شورا پريکړه وکړه چې ددغه وزارت هيڅ يو مقام  او يامنسوب د دې حق نه لري چې له خپل دريځ څخه په استفادې سره څوک دې ته اړباسي چې خپله رايه مشخص نوماند ته وکاروي .
دپوهنې وزارت په هغې خبرپاڼه کې چې باخترآژانس ته ليږل شوې ده؛ ويل شوې دي: دپوهنې وزارت دمشرتابه شورا په هغې غونډه کې چې د انتخاباتو د بهير په اړوند يې لرله؛ دجمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو انتخابات يوملي بهير وباله او د پوهنې له يوولسو مليونو تنو منسوبينو څخه يې وغوښتل چې په فعاله توګه ددغې پريکړې ملاتړ وکړي .
په خبرپاڼه کې څرګنده شوې ده: دپوهنې وزارت دمشرتابه  شورادانتخاباتو په بهير کې د بيطرفى د سياست د ساتنې په مقصد لازمه وبلله پريکړه وکړي چې دپوهنې منسوبين دې دپوهنې د ډير مهم اوبرخلک ټاکوونکي بهير ملاتړ وکړي او خپل نظر وړ شخص ته  د راى د کارولو په خاطر دې په انتخاباتوکې ګډون وکړي.
  په دې پريکړه کې دغه راز تينګار شوى دى چې د پوهنې هيڅ منسوب يامسوول نه شي کولاى چې له خپل اداري او يا حکومتي دريځ څخه په استفادې سره څوک مشخص نوماند ته راى ورکولو او يا نه ورکولو ته اړباسي او هم ويل شوي دي چې دهيواد په مرکزاو ولايتونوکې د پوهنې هيڅ منسوب د دې حق نه لري چې له خپل دولتي دريځ څخه په استفادې سره دنوماندانو په ګټه اوياپرخلاف کمپاين وکړي.
له سرغړونکو سره د قانون له مخې چلندکيږي.

کابل باختر دسلواغې څليرويشتمه :
په ختيځ زون کې دوه سوه اووه ويشت انتخاباتي مرکزونه ترامنيتي ګواښ لاندې دي.
د ختيځ زون څلورو ولايتونو دانتخاباتودسيمه ئيزو دفترونو امنيتي مسوولين وايي چې په دغو ولايتونوکې نږدې دوه سوه اووه ويشت انتخاباتي مرکزونه تر لوړ امنيتي ګواښ لاندې دي .
د ننګرهار ولايت د انتخاباتو د دفتر رييس ډاکتر اختر محمد اجمل باخترآژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې يو سلو څوارلس انتخاباتي مرکزونه تر لوړ امنيتي ګواښ لاندې دي .
ده زياته کړه چې دوى د راى ورکولو د مرکزونو لست پخوا امنيتي اداروته وړاندې کړي و چې امنيتي ادارو يوسلو څوارلس مرکزونه تر امنيتي ګواښ لاندې بللي دي.
ډاکتراختر محمد دمشخصوسيمويادونه ونه کړه خو زياته يې کړه: يو شمېر هغه  ولسوالۍ چې له مرکز څخه لرې دي؛ انتخاباتي  مرکزونه يې له لوړ امنيتي ګواښ سره مخامخ دي .
له بلې خوا هم د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى حضرت حسين مشرقي وال باخترآژانس ته وويل چې په دې وروستيو وختوکې يې چاڼيز عمليات پيل کړي دي چې د راى ورکولو هغه مرکزونه چې تر لوړ ګواښ لاندې دي؛ خوندي کړي او په دغو ځايونوکې پوستې هم جوړې کړي .
ده زياته کړه: همدا اوس دچپرهار ولسوالۍ په مربوطاتوکې بوخت يو اوپه هغې کې د راى ورکولو لسومرکزونو ته امنيت تامين شوى دى .
دنورستان ولايت دانتخاباتو دکميسيون مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې هم يو شمېر انتخاباتي مرکزونه تر لوړ امنيتي ګواښ لاندې دي .
د نورستان ولايت دانتخاباتو دسيمه ئيز دفتر رييس عزت الله حليم وويل چې ددغه ولايت د ولسواليو په ځينو نا امنو سيموکې به د ناامنيوله امله انتخاباتي مرکزونه وتړل شي .
ده زياته کړه چې دکامديش، برګ مټال اود وانټ وايګل په ولسواليوکې نږدې اتلس انتخاباتي مرکزونه دنا امنيوله امله ترګواښ لاندې دي .
حليم وويل چې دامنيتي اداروله خوا ورته ويل شوي دي چې په دغه مرکزونه کې په دې خاطر انتخابات نه شي ترسره کيداى چې وسله وال مخالفين پکې واکمن دي.
دده دڅرګندونو له مخې: امنيتي مسوولينو ويلي دي چې دوى نه شي کولاى په اوسنيو امکاناتو سره ددغو اتلسو مرکزونو امنيت تامين کړي .
دنورستان د انتخاباتي دفتر مسوول وويل چې دبرګمتال  په ولسوالۍ کې يواځې  يومرکز تر ګواښ لاندې دى او اوولس نور مرکزونه د وانټ وايګل او دکامديش په پوليسو پورې اړه لري .
دغه راز د لغمان ولايت دانتخاباتو دخپلواک کميسيون دسيمه ئيز دفتر مسوول نعمت الله صافي وويل چې دوى د انتخاباتو دمرکز لستونه امنيې قوماندانۍ او نورو امنيتي ادارو ته سپارلي دي او هغوى ژمنه کړې ده هلې ځلې به وکړي چې د انتخاباتو دمرکزونو امنيت تامين کړي .
له بلې خوا د لغمان ولايت امنيه قوماندان پاسوال محمد داوود امين وويل چې د لغمان ولايت په ټولو سيموکې د راى ورکولو يوسلو شپږ ديرش مرکزونه و چې څلور اويا مرکزونه  يې تر ټيټ  امنيتي ګواښ لاندې، څلور ويشت مرکزونه يې تر منځنى  ګواښ لاندې او دولس مرکزونه يې تر سخت امنيتي ګواښ  لاندې و او شپږ ويشت نور مرکزونه په هغو ساحو کې دي چې د وسله والو مخالفينو مرکزونه هم پکې دي.
  ده زياته کړه: امنيتي مسوولين دڅلور نوي انتخاباتي مرکزونو د امنيت ډاډ ورکوي او ددغو مرکزونو امنيت به په ښه توګه وساتي .
داوود زياته کړه چې په دې وروستيو وختو کې يې يو لړ چاڼيز عمليات ترسره کړي دي او هغه بېلابېلې سيمې چې شپږ انتخاباتي مرکزونه تر لوړ امنيتي ګواښ لاندې و؛ د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکې شوې دي او اوس خلک کولاى شي چې په دغو شپږومرکزونوکې په آسانى سره راى ورکړي .
دکونړ ولايت د انتخاباتودخپلواک کميسيون رييس عبدالرحمن محبت وويل چې په دغه ولايت کې د راى ورکولو يوسلو نولس مرکزونه  په پام کې نيول شوي دي چې له دې جملې څخه درې ويشت مرکزونه تر لوړ ګواښ لاندې او د وسله والو مخالفينو ترواکمنۍ  لاندې سيموکې دي چې تراوسه پورې نه دي پرانستل شوي .
دکونړ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال ارکانحرب عبدالحبيب  سيدخيل هم ددغه درې ويشتو مرکزونو ستونزه تاييدوي او وايي چې دغه مرکزونه په هغو ځايوکې جوړ شوي دي چې طالبان پکې واکمن دي .
دده دڅرګندونوله مخې: تر هغه وخته پورې چې په دغو سيموکې چاڼيز عمليات ترسره نه شي او امنيتي پوستې جوړې نه شي؛ ددغو مرکزونو پرانستل ناشونى کار دى.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢٣
دانتخاباتو خپلواک کمسيون د دارلانشا رييس نن   دمدني ټولنې  په فعالانو او درسنيو له منسوبينو سره په  يوه ګډه غونډه کې  وويل :  دتاسو په همکارۍ سره کولاى شو شفاف انتخابات  ترسره  کړو.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې   :   په دې غونډه کې دانتخاباتو د خپلواک
کميسيون د دارلانشا رييس ضيا الحق امرخيل په  دې ترڅ کې دانتخاباتو دترسره کولو په لاره کې له دغه کميسيون سره د مدني ټولنې د فعالانو او درسنيو دفعاليت او همکارۍ له امله قدرداني وکړه  ويې ويل :  موږ په يوه  نازک  او تاريخي زماني پړاو کې يو  چې کولاى شو د مدني ټولنې دفعالانو او د رسنيو په همکارۍ په  ټول هيواد کې  شفاف او سراسري انتخابات  ولرو.
امرخيل زياته کړه :  دانتخاباتو خپلواک کميسيون دجګړې او نا امنيو په شرايطو کې دانتخاباتو د ترسره کولو په درشل کې دى . هغه نا امنۍ چې د هيواد ځينې سيمې  يې له ستونزو سره مخامخې کړې دي  لکله څنګه چې څوک ونه کړاى شي خپل ورځني  ژوند پرمخ بوځي . ددغه شان ستونزو په شتون کې بايد انتخابات دخلکو دمنلو وړ وګرځي او هم انتخابات په خپل ټاکلي وخت کې ترسره  شي .
امرخيل زياته کړه  موږ يوازې په يوه حالت کې کولاى شو انتخابات په شفاف ډول ترسره کړو چې مدني ټولنه ، حکومت او ګوندونه دانتخاباتو له خپلواک کميسيون سره همکاري  وکړي.
ده زياته کړه چې د انتخاباتو ټول اساسي او غير اساسي مواد  د هيواد په دننه او بهير کې پيرودل شوي  او زموږ  په واک کې دې  چې په ډير لنډ ممکن وخت  څلور ديرشو ولايتونوته چې د هغو له لارې له ولسواليو کليو او لري پرتو سيموته وليږدول شي او دانتخاباتو خپلواک کميسيون په دې باب کافي او لازم تدبيرونه  نيولي دي دغه راز په   دې غونډه کې څو تنو برخه والو د  مدني ټولنې د  فعالانو او درسنيو د مسوولينو استازيتوب  د انتخاباتو دښه  ترسره کولو په لاره کې د همکارۍ ژمنه وکړه .

Wednesday, 12 February 2014 12:13

تبصــــره :

Written by manager

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢٣
د رڼو ،عادلانه او د نورو له  لاسوهنې څخه لرې دانتخاباتو ترسره کول دافغانستان دولت ته يو حتمي کار دى او په دې ټکې په  جدي توګه ټينګار کيږي چې په راتلوونکو انتخاباتو کې هيڅ نوماند نه شي کولاى دجمهور رييس کرزي له پتې
او آدرس څخه انتخاباتي مبارزو ته   ور  ودانګي .
د باختر آژانس مبصر ليکي :  
د افغانستان  دولت د ټولو خلکو په ګډون دانتخاباتو ترسره کولو ته چمتو دى چې په هغو کې دافغانستان دخلکو اراده  تمثيل شي او هغه څه چې دافغانستان خلک يې غواړي تحقق  ومومي.
د افغانستان دولت  د دغه شان دانتخاباتو په ترسره کولو ژمن او باورمند  دى .
دافغانستان د دولت دغه ژمنه او ټينګار له هغو آوازو سره جوخت کيږي چې  ګنې دجمهوري رياست يو شمير نوماندان په ارګ  پورې تړاو  لري او په اصطلاح د اوسني  نظام له خوا يې ملاتړ کيږي  او يا دولتي امکانات د هغوى په   واک  کې ورکول کيږي  . سره له دې چې دغه شان  آوازې نه   شي کولاى د  پراخو انتخاباتو دترسره کولو په  باب د دولتي مقاماتو ارادې او ژمنې ته  زيان ورسوي  خو کولاى شي د انتخاباتو په نسبت په  ټولنه کې بې باوري ترويج  .
دحامد کرزي په مشرۍ دافغانستان دولت د انتخاباتو په بهير کې دغه شان کړکيچونو او پيچلتياو ته متوجه دى او هلې ځلې کيږي چې دانتخاباتو په نسبت  په پراخ او مناسب نظر او په بشپړ باور او اعتماد سره  وګوري او په دغه بهير کې په پراخ  ګډون سره دې خپل  راتلوونکي مشر انتخاب کړي .
لکه څنګه چې دوزيرانو شورا په وروستۍ غونډه کې دغه مسله   وڅيړل شوه   او جمهور رييس کرزي يوځل بيا په  دې ملي بهير کې د دولتي مقاماتو په بېطرفۍ باندې ټينګار وکړ او د وزيرانو او واليانو په ګډون ټولو دولتي مسوولينو ته  يې لارښونه  وکړه چې   له  دولتي امکاناتو څخه   دې دهيڅ نوماند په ګټه   استفاده
ونه شي.
دغه  راز حامد کرزي دا ټکى  په ډاګه کړ،   حکومتي مقامات دنده لري چې خلکو ته د پراخو انتخاباتو زمينه برابره  کړي نه  دا چې په خپله د  مشخص نوماند ملاتړ وکړي او يا دا چې دولتي امکانات دهغوى په واک کې ورکړي.
دغه   راز جمهور  رييس ټينګار وکړ چې د هيڅ يوه   نوماند پلويان د دې حق نه لري
و وايي چې دوى د جمهور رييس او يا د هغه که دهمکارې ډلې ملاتړ له ځان 
سره  ولري او هيڅ نوماند نه شي کولاى چې دجمهور رييس له پتې او آدرس څخه انتخاباتي مبارزو ته  ور  ودانګي.
دجمهور رييس وروستۍ خبرې کولاى شي  په هيواد کې د رڼو او پراخو انتخاباتو
د تر سره کولو په  نسبت باور او اعتماد پياوړي کړي هغه څه چې بايد دافغانستان دولت د رڼو او عادلانه انتخاباتو دترسره کولو په  لاره کې ترسره کړي ، دي . له  دې وروسته دانتخاباتو دخپلواک   کميسيون  او د  انتخاباتي شکايتونو  د  آوريدو   د کميسيون  دنده   ده چې دوى ناخوالې ستونزې او بهرني  سپار بنستونه بر بنډ کړي او په دې باب په منظمه توګه  دهيواد دمشرتابه مقاماتو او رسنيو ته  خبر ورکړي چې خلک زيات باور او اعتماد لري چې انتخابات له بهرنيو لاسوهنو او له سياسي ناندرو څخه لرې ترسره کيږي چې په هغو کې يوازې زموږ د خلکو اراده   او تصميم رول لري  او بس.

کابل باختر دسلواغې دوه ويشتمه :
د زابل په شپږوولسواليوکې د راى ورکولو پنځلس مرکزونه تړل شوي دي .
د زابل ولايت مرستيال محمد جان رسوليار باخترآژانس ته وويل: ددغه ولايت په کچه د راى ورکولو د يو اتيامرکزونوله جملې څخه پنځلس يې تر لوړو امنيتي ګواښ لاندې دي او دغه مرکزونه د شينکى، سيورى، شاجوى، ارغنداب او نوبهار په ولسواليوکې دي .
خبرځاى زياته کړه: په دغو سيموکې دطالبانو شتون او واکمنۍ د راى ورکولو دمرکزونو د تړلو سبب شوى دى او موږ هڅه کوو چې د انتخاباتود ورځې تر را رسيدو پورې دغه مرکزونه پرانيزو او امنيت يې تامين کړو .

کابل باختر دسلواغې دوه ويشتمه :
د جمهوري رياست د راتلوونکو انتخاباتو يو نوماند وايي: په څو وروستيوکلونو کې د دولت له وسله والومخالفينو سره دسولې دتامينولو په خاطر هيڅ اغيزمن ګام نه دى اخستل شوى .
دباخترآژانس دخبر له مخې: دجمهوري رياست خپلواک نوماند هدايت امين ارسلا چې په کابل کې دخپل انتخاباتي دفتر په پرانستلوکې يې خبرې کولې زياته يې کړه: حزب اسلامي او د طالبانو ډله د افغانستان د دولت ډيرې مهمې مخالفې ډلې بلل کيږي او هلې ځلې  کيږي چې له هغوى سره دسولې دتامينولو په خاطر خبرې له سره پيل شي .
ده وويل: وسله والومخالفينوپه څو وروستيوکلونوکې پراخ فعاليتونه کړي دي خو تراوسه پورې له هغوى سره د روغې جوړې لپاره هيڅ مثبت او اغيزمن ګام نه دى اخستل شوى .
ده وويل: په هغه صورت کې چې په راتلوونکي انتخاباتوکې بريالى شوم؛ له وسله والو مخالفينوسره به د خبرو لپاره هلې ځلې وکړم.
ده څرګنده کړه: دخلکويوه ستونزه اقتصادي تنګسيا ده چې له هغو زياتومرستو سره سره چې له افغانستان سره شوې دي؛ ددغه هيواددخلکو په ژوندانه کې هيڅ بدلون نه دى راغلى.
دبرياليتوب په صورت کې د کورنيو توليداتو په لوړولو سره به اقتصادي ستونزې  حل کړم او په اقتصادي برخه کې به د يادونې وړ بدلونونه راوړم. ځکه اقتصادي تنګسيا په پراخه توګه شتون لري او دله منځه وړلو امکان يې هم شته او دغه پديده به په جدي توګه تعقيب کړم .

Page 32 of 32