17 December 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د دولسو پروژو کار بشپړ شو

کابل \باختردليندۍ دمياشتې٢٦ نيټه : د کليو د بيا...

شپيتو کورنيو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

شپيتو کورنيو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابل \باختردليندۍ دمياشتې٢٦ نيټه : د کليو د بيا...

په ننګرهارکې د اوبو رسولو يوه شبکه جوړيږي

په ننګرهارکې د اوبو رسولو يوه شبکه جوړيږي

کابل \باختردليندۍ دمياشتې٢٦ نيټه : د اوبو رسولو د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

۱۰۰ ورځې
۱۰۰ ورځې

۱۰۰ ورځې (444)

کابل باختر د زمري  دمياشتې ١٧ :
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ويندوى نن په يوه خبري غونډه کې وويل   چې دديتابيس په باب کار دوام لري  اوپه راتلوونکي اوونۍ کې درايو پاڼو دباطلولو بهير هم پيليږي.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې :  په دې غونډه کې  دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ويندوى نورمحمد نور په دې ترڅ کې چې  دجمهوري رياست ددواړو نوماندانو په کتوونکو اوپه ملي او نړيوالو کتوونکو دويشل شويو کارتونوپه اړوند څرګندونې وکړې څرګنده کړه چې درايو پاڼو دپلټنې دبهير له پيل څخه تراوسه پورې  په ملي اونړيوالو کتوونکو اومشاهدانو او دجمهوري رياست ددواړو نوماندانو په کتوونکو ټول  دوه زره پنځه سوه  اته نوي کارتونه ويشل شوي دي.
ده زياته کړه چې دانتخاباتو خپلواک کميسيون دهغه ديتابيس  دپرمختيا په باب چې درايو پاڼو دباطلولو په  خاطر په پام کې نيول شوي دي کار کوي  اوپه راتلوونکي اوونۍ کې دهغو لستونودچک دڅيړنې بهېر چې  دديتابيس په سيستم کې داخليږي  او بشپړيږي هم کار پيليږي.
ده زياته کړه چې په راتلوونکي اوونۍ کې به  دلستونو دچک په باره کې  دجمهوري رياست ددواړو نوماندانو اودملي او نړيوالو کتوونکو په وړاندې ټول تصميمونه ونيول اودانتخاباتو دخپلواک  کميسيون غونډې به هم په علني ډول جوړې شي.

کابل- باختر د زمري دمياشتې ١٦
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون ويندوى د جمهوري رياست د دواړو نوماندانو له انتخاباتي مرکزونو څخه غوښتي دي چې د همکارى د روحيې د ساتلو لپاره دې زياتې هلې ځلې وکړي.
د باخترآژانس دخبرله مخې: د انتخاباتو د خپلواک کميسيون ويندوى نورمحمد نور چې نن يې په کابل کې په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې؛ د رايو د پلټنې په بهيرکې د نويو پرمختياوو  په باب معلومات ورکړل.
نور وويل: پرون څه ناڅه د ٧٠٠ صندوقونو رايې وشمېرل شوې او په ټولنيزه توګه تراوسه پورې د رايو څلور زره درې سوه او اووه شپيته صندوقونه تفتيش شوي دي او دغه بهير په ګړنديتوب سره دوام کوي.
ده دغه راز يادونه وکړه چې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون له خوا د جمهوري رياست د دواړو نوماندانو د انتخاباتي مرکزونو ته ليکونه ليږل شوي دي او له هغوى څخه غوښتل شوي دي چې د رايو د پلټنې د بهير دګړندي کولو په خاطر د همکارۍ د روحيې ساتل ضروري دي .
دغه څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې پرون د رايو د پلټنې په وخت کې د دواړو انتخاباتي مرکزونو د يو شمېر کتوونکو ترمنځ ستونزه رامنځته شوه چې د رايو د پلټنې د لنډ بندولو سبب شو.
بايد وويل شي چې د رايو د څيړنې او پلټنې بهير د چنګاښ د مياشتې له ٢٠ مې نيټې څخه وروسته پيل شو، خو دغه بهير څو ځلې دبېلابېلو دليلونو له امله وځنډول شو.
د انتخاباتو خپلواک کميسيون ژمن دى چې هره ورځ د راى ورکولو څه ناڅه زر صندوقونه تفتيش شي.
ټول څه دپاسه دوه ويشت زره دوه سوه صندوقونه دي، په داسې حال کې چې تراوسه پورې څلور زره درې سوه اووه شپيته صندوقونه څيړل شوي دي.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي نن د ملګرو ملتو د سازمان د سرمنشي له ځانګړي استازي سره په کتنه کې ټينګار وکړ چې بايد د انتخاباتو او د نوى جمهور رييس د لوړې د مراسمو برخليک د روانې ميلادي مياشتې په دننه کې معلوم شي.

کابل باختر د زمري پنځلسمه :
په داسې حال کې چې دراى پاڼو دپلټنې بهير خپلې نولسمې ورځې ته  ورسيد ،  دانتخاباتو دخپلواک کميسيون  ويندوى  ددغه بهير  دکار دپرمختګ له امله  خوښي څرګندوي .
دباختراژانس دخبر له مخې ،  دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ويندوى نور محمد نور  نن غرمه  ديوې خبري غونډې په ترڅ کې  دراى پاڼو دپلټنې دبهير وروستي پرمختياوې  چې نولس ورځې  مخکې  پيل شوي دي ، بيان کړې .
دنور دڅرګندونوله مخې ، دوه سوه کاري ډلې  په دوو وختونوکې  دراى پاڼو دپلټنې بهير پرمخ بيايي .
په دې بهيرکې دجمهوري رياست  ددواړو نوماندانو له انتخاباتي ټيمونو څخه يو زرو څلور څلويښت تنه  کتوونکي ،  او ملي اونړيوال کتوونکي ګډون لري چې پرون څه دپاسه  شپږ سوه صندوقونه وپلټل شول .
سل کاري ډلې  دسهار له اووبجو څخه دماسپښين تر يوې بجې پورې خپل کار ته دوام ورکوي اوسل نورې کاري ډلې  دغه بهير  له غرمې وروسته له دووبجو څخه دشپې  تر اتو بجو پورې پرمخ بيايي .
  نور دپلټل شويو صندوقونو شمير درې زره  څلور سوه  اته څلويښت  وباله او هيله يې وکړه چې کميسيون  وکولي شي  په ورځ کې  زر صندوقونه  وپلټي .
  ده وويل  کميسيون  په دې لټه کې دى چې کاري ډلې  په يو وخت کې  له سلو ډلو څخه يوسلوپنځوسو ډلو ته  لوړ کړي . چې  دراى پاڼو دپلټنې بهير ګړندى شي  او دنويو شاملو شويو کارکوونکو دروزنې بهير دوام لري او پنځه نوي تنو نورو نوي  دپلټنې په مقصد  لازمې زده کړې کړي دي او په  خدمت ګومارل شوي دي .
  په داسې حال کې چې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ويندوى  دراى پاڼو دپلټنې دبهير  دپرمختګ له امله  خوښي څرګندوي  خو داسې خبرونه  ترلاسه شوي دي  چې  د جمهوري رياست  ددواړو نوماندانو کتوونکو نن يو ځل بيا دنظر اختلاف پيداکړ او دراى پاڼې دپلټنې بهير  بيا دشلو دقيقو لپاره  وځنډيد .
له بلې خوا سره له دې چې  دانتخاباتو دخپلواک کميسيون مسوولين دراى پاڼو دپلټنې له بهير څخه خوښ دي  خو دانتخاباتو دبهير اوږدوالي خلک له ستونزو سره مخامخ کړي دي .
دوى هيله کوي چې دغه بهير ډير ژر پاى ته ورسيږي .

کابل باختر د زمري پنځلسمه :
سره له دې چې دراي پاڼودپلټنې دبهير له پيل څخه اتلس ورځې تيريږي  تراوسه پورې يواځې ددوه زره درې سوه صندوقونو  راي پاڼې پلټلې شوي دي او څه دپاسه شل زره نور صندوقونه لاتراوسه پورې  پاټې دي .
  په داسې حال کې چې خلک په ليوالتيا سره ددغه بهير دګړندي  کولو غوښتنه کوي چې  دهيواد دسياسي برخليک وټاکل شي .
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ويندوى  نورمحمد نور پرون په يوه خبري کنفرانس کې وويل ، دهغه لست چګ  چې دواړو نوماندان په هغه ګډ نظر لري بشپړ شوى دى او هغه بهير چې دراى پاڼو دباطلولو  لپاره په پام کې نيول شوى دى بشپړ شوى دى او دهمدې  لايحې له مخې  چې ددواړو انتخاباتي ټيمونو له خوا منل شوې ده  دانتخاباتو کميسيون هغه تصويب کړې ده اوملګري ملتونه يې ملاتړ کوي .
دراى پاڼو دپلټنې بهير دهغې له مخې پرمختللى دى او پرمخ  به لاړ شي .
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ويندوى وايي هلې ځلې کيږي چې په ورځ کې دزروصندوقونو  راى پاڼې وپلټلې شي .
داپه داسې حال کې ده چې دانتخاباتو کميسيون دراى پاڼو دپلټنې  دپيل په لومړيو ورځو کې په همدې شمير باندې ټينګار کاوه خو څو ځلې ددغه بهير ځنډيدو  درايو دپلټنې کار لاپسې سخت کړ .
ده يادونه وکړه چې دغه بهير په ښه توګه پرمخ ځي او دواړه ټيمونه په دې پوه شوي دي. هغه يواځنۍ لاره چې په پاى کې نتيجې ته رسيږي دپلټنې بهير دى چې بايد په سمه توګه پرمخ لاړ شي .

کابل باختر د زمري ديارلسمه :
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون  ويندوى نن په يوه خبري غونډه کې وويل چې تراوسه پورې  درايي ورکولو دوه زره اووه ويشت صندوقونه دملي او نړيوالو کتوونکو او دانتخاباتي ټيمونو  داستازو له خوا بيا پلټل  شوي دي .
  دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ويندوى نور محمد نور وويل پرون يعنى درايي پاڼو دبيا پلټنې دپيل په لومړى ورځ څلور سوه صندوقونه وپلټل شول او درايي ورکولو يو زرو شپږ سوه اووه ويشت  صندوقونه دنيکمرغه کوچني اختر له رخصتيو څخه مخکې پلټل شوي وو .
ده يوځل بيا تينګار وکړ چې درايي پاڼو پلټل ددواړو انتخاباتي ټيمونو او دملي او نړيوالو کتوونکو او مدني او انتخاباتي ټولنو دبنسټونو داستازو په وړاندې په دوو وختونوکې دوام لري .
دنور دڅرګندونو له مخې، تراوسه پورې درايو ورکولو ددوه ويشت زره اته سوه دوه ويشتو صندوقونو  له  جملې څخه يوزرو نهه سوه نهه صندوقه  ددغه کميسيون مرکزي دفتر ته رسيدلي دي .
درايو پاڼو دبيا پلټنو  بهير له څو ځلې ځنډ وروسته دجمهوري رياست ددواړو انتخاباتي ټيمونو دکتوونکو په وړاندې نن سهار له سره پيل شو .

کابل \ باختردزمري دمياشتې  ١٣ :
دجمهوري رياست ددويم پړاو انتخاباتو  په سلو کې دسلو رايو پاڼو دپلټنې  بهېر نن سهار دانتخاباتي ټيمونو  داستازو  اوملي او نړيوالو کتوونکو په شتون په نورمال ډول پيل شو.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې :  ټاکل شوې وه  چې دغه بهېر دسهار په اوو بجو پيل شي  دڅه دپاسه  نيم ساعت په ځنډ سره يې په کار پيل وکړ.
دانتخاباتو دخپلواک  کميسيون دمسوولينو دڅرګندونوله مخې :  درايو پاڼو دپلټنې بهېر ددواړو انتخاباتي ټيمونو  داستازو په شتون په دوو وختونو کې د دوه سوه ډلوله خوا پرمخ بيول کيږي اودغه بهېر به له کوم ځنډ پرته دوام ومومي.
دجمهوري رياست ددويم پړاو انتخاباتو درايو  پاڼو دپلټنې بهېر پرون له غرمې وروسته  دډاکتر عبدالله عبدالله دانتخاباتي ټيم  داستازو له  شتون پرته پيل شو
اوله هغه وروسته په کابل کې دملګروملتو دسازمان  دفتر اعلام وکړ  چې ددغه انتخاباتي ټيم له استازو سره له يو لړ خبرو وروسته هغوي  درايو پاڼو دپلټنې  له بهېر سره  په پيوستون موافقه وکړه.

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٢
دجمهوري رياست د دويم پړاو انتخاباتو په سلو کې سل د راى پاڼو د پلټنې بهير د ډاکتر عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټيم دکتوونکو له شتون پرته نن له غرمې وروسته بيا پيل شو.
دباختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: د انتخاباتو د خپلواک کميسيون ويندوى نورمحمد نور چې د خبريالانو په وړاندې يې خبرې کولې؛ وويل: د راى پاڼو د پلټنې بهير همدا اوس په دريو هنګرونوکې د سلو انتخاباتي ډلو او د ملي او نړيوالو کتوونکو له خوا له ځنډ وروسته نن له غرمې وروسته په دوو بجو په رسمي ډول پيل شو.
د راى پاڼو د پلټنې بهيرټاکل شوې وه نن سهار د انتخاباتو د خپلواک کميسيون له اعلام وروسته د ملګرو ملتو د سازمان د دفتر په غوښتنه چې څلرويشت ساعته و ځنډيد، پيل شي؛ خو د ډاکتر عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټيم د کتوونکو د نه شتون له امله له څو ساعته ځنډ وروسته له سره پيل شو.
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون ويندوى وايي چې دغه بهير به په دوو وختونوکې د دوه سوه ډلو له خوا چې لومړۍ ډله د سهار له ٧بجو څخه له غرمې وروسته تر يوې بجې پورې او دويمه ډله له غرمې وروسته له دووبجو څخه د شپې تر اتو بجو پورې کار کوي او پلټنه به له ځنډ پرته دوام ومومي.
د نور د څرګندونو له مخې: په سلوکې سل د راى پاڼو د پلټنې بهير يو ويشت زره اووه سوه اويا تنه ملي او نړيوال کتوونکي او د انتخاباتو او د مدني ټولنې څارونکي بنسټونه څاري او د کميسيون دروازه د مشاهدانو پرمخ پرانستې ده.
په دې خبري غونډه کې نور زياته کړه چې د دوه ويشتو زرو اته سوه دوه ويشتو صندوقونو له جملې څخه نولس زره او نهه سوه يې دکميسيون مرکزي دفتر ته ليږدول شوي دي او پاتې صندوقونه به چې په سلوکې نږدې ديارلس کيږي؛ په ډير لنډ ممکن وخت کې مرکزي دفتر ته ورسيږي.

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٢
د جمهوري رياست د دويم پړاو انتخاباتو د ټولو راى پاڼو د پلټنې بهير له څلورويشت ساعته ځنډ وروسته چې د ملي او نړيوالو کتوونکو ، د تحول او تداوم ټيم او د نورو نړيوالو سازمانونو د استازو په شتون نن سهار پيل شوى و؛ د اصلاحاتو او همپالنې ټيم د استازي د نه ګډون له امله وځنډول شو.
دباختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: د جمهوري رياست د دويم پړاو انتخاباتو د ټولو راى پاڼو د پلټنې بهير د دوه سوه ملي او نړيوالو ټيمونو او د نورو نړيوالو سازمانونو د استازو په ګډون نن سهار په اتو بجو پيل شو. خو د اصلاحاتو او همپالنې د ټيم استازي په بهيرکې ګډون ونه کړ او دغه بهير بيا وځنډول شو.
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون مرستيال عبدالرحمن هوتک وويل: ټاکل شوې وه چې د اصلاحاتو او همپالنې د ټيم استازى له غرمې مخکې ترلسو بجو پورې له بهير سره يوځاى شي.
خو د اصلاحاتو او همپالنې ټيم اعلام کړى دى: تر هغه وخت پورې چې غوښتنې يې د پلټنې او د راى پاڼو د شميرنې په بهيرکې د لازيات شفافيت په مقصد د ملګرو ملتو د سازمان د نمايندګۍ له خوا ونه منلې ش؛ دغه ټيم په بهيرکې ګډون نه کوي.

Sunday, 03 August 2014 09:42

د رايو پلټنې بيا پيل شوه

Written by manager

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٢
د رايو د پلټنې بهير نن بيا پيل شو.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې:
دانتخاباتو د خپلواک کميسيون مرستيال عبدالرحمن هوتک وويل: د رايو د پلټنې بهير د ملي او نړيوالو کتوونکو په وړاندې بيا پيل شو او تر څوشيبو پورې د اصلاحاتو او همپالنې ټيم له دغه بهير سره يوځاى کيږي .
د اصلاحاتو او همْپالنې انتخاباتي ټيم مخکې له دې ويلي و چې بايد ځينې ملاحظات يې د رايو د باطلولو د څرنګوالي لپاره د ملګرو ملتو د سازمان په پيشنهادي طرحه کې ځاى کړى شي.
د يادونې وړ ده چې د جمهوري رياست د دويم پړاو انتخاباتو د ټولو رايو د پلټنې بهير له نيکمرغه کوچني اختر څخه مخکې د رايو د باطلولو د څرنګوالي په باب د ډاکتر عبدالله عبدالله او د ډاکتر اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټيمونو ترمنځ د اختلافونو په دليل ځنډول شوى و.
د وروستي را رسيدلي خبر له مخې: د جمهوري رياست د دويم پړاو انتخاباتو د رايو شميرنه له پيل کيدو څخه نيم ساعت وروسته د نامعلومو دلايلو له امله بيا وځنډيده.

کابل \ باختردزمري دمياشتې  ١١ :
دجمهوري رياست لومړي مرستيال محمديونس قانوني  نن دافغانستان او پاکستان په چارو کې دامريکا دمتحده ايالاتو  له نوي ځانګړي استازي دانيل فلدمن سره په کتنه کې وويل  چې دافغانستان خلک په خپل هېواد کې دانتخاباتو دبهير له برياليتوب پرته بل انتخاب نلري .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
په دې کتنه کې چې په کابل کې دامريکا دمتحده ايالاتو دسفير مرستيال مايکل مکن لي هم برخه لرله ، دجمهوري رياست لومړي مرستيال زياته کړه چې موږ په هېواد کې  دجمهوري رياست دنوماندانو ترمنځ  په رغنده خبرو باندې ټينګار  کوو او باور لرو چې ددغو خبرو په بهېرکې دې بايد  دجمهوري رياست دانتخاباتو ددويم پړاو  تخنيکي اوسياسي بهير په يوه وخت کې پرمخ لاړشي  چې مطلوبه نتيجه ورڅخه ترلاسه شي .
په دې کتنه کې  دافغانستان اوپاکستان په چارو کې دامريکا دمتحده ايالاتو نوي  ځانګړي استازي دانيل فلدمن  دافغانستان  دجمهوري رياست له دواړونوماندانو سره  دامريکا دبهرنيو چارو دوزير  جان کري دخبرو پايلې  درامنځته شوي ډب په له منځه وړلو کې ګټورې وبللې او زياته يې کړه : دغه هيله چې دافغانستان دخلکو ترمنځ  راټوکيدلې ده بايد  دانتخاباتو دبهير په سمون کې ديوې مانا لرونکې نتيجې سبب شي .
ده زياته کړه   چې په افغانستان کې دانتخاباتو دبهېر دتحقق په لاره کې به زموږ اودنړيوالې ټولنې هلې ځلې دوام ومومي او باورلرم  چې په يو وخت کې  دمسلې  دسياسي اوتخنيکي بهير پرمخ بيول کيداى شي رغنده وي .
دانيل فلدمن په دې وروستيو وختو کې  دامريکا دمتحده ايالاتو ددولت له  خوا دافغانستان اوپاکستان په چاروکې ددغه هېواد دنوي ځانګړي استازي په توګه معرفي شوى دى اوپرون يې په رسمي ډول په کار پيل کړى دى.

Page 5 of 32