15 December 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

اجرائيه رئيس: د بدخشان د امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره اساسي اقدامات کېږي

اجرائيه رئيس: د بدخشان د امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره اساسي اقدامات کېږي

-کابل باختر د ليندي درې ويشتمه : د افغانستان د اسلامي...

اجرائيه رئيس: په هر حال کې له ځوانانو ملاتړ کوو

اجرائيه رئيس: په هر حال کې له ځوانانو ملاتړ کوو

کابل باختر د ليندي درې ويشتمه : د افغانستان د اسلامي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

۱۰۰ ورځې
۱۰۰ ورځې

۱۰۰ ورځې (444)

کابل \ باختر د زمري دمياشتې ١ :
دانتخاباتو په خپلواک کميسيون کې د رايو دپلټنې  بهېر نن په ټپه دريدلى و.
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون  ويندوى نورمحمد نور نن په يوه خبري غونډه کې وويل :  چې ددوو انتخاباتي ټيمونو ترمنځ ناوړه تفاهم دلرې کولو او درايودپلټنې دبهير دګړندي کولو په خاطر په دغه کميسيون کې يوه غونډه جوړه شوه اوپه هغې کې  دملګروملتو دسازمان  استازو  او ملي او نړيوالو کتوونکو برخه لرله او وپتيل شوه چې دغه بهېر دې سبا بيا پيل شي .
نور زياته کړه   کميسيون  دانتخاباتي ټيمونو  داختلافونو حل کولو په خاطر وپتيله  چې سبا زياتې ډلې  درايو دپلټنې دبهير دبيا پيل کولو په خاطر په کار وګوماري .
دغه راز په دې غونډه کې ددواړو انتخاباتي ټيمونو  ترمنځ داوسنيو اختلافونو په باب خبرې وشوې  او څرګنده شوه  چې ټولې ستونزې دې بايد دتفاهم له لارې
حل اوفصل شي .

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٧ :
د انتخاباتي شکايتونو دکميسيون ويندوى وايي  چې دانتخاباتي شکايتونو په باب  داستيناف غوښتنې بهير نن پيل شو.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې : دغه ټکى دانتخاباتي شکايتونو د کميسيون ويندوى  نادر محسني  چې نن يې په يوه  خبري غونډه کې   خبرې کولې؛ څرګند کړ او ويې ويل :  هغه کسان چې  استيناف غواړي؛  کولاى شي  د دوشنبې  د شپې  تر دولسو بجو پورې استيناف وغواړي .
محسني زياته کړه  چې  ټولې ولايتي پريکړې  په کابل کې  داستيناف له پلوه څيړل کيږي.
ده زياته کړه چې تراوسه پورې  دانتخاباتو د کميسيون دکارکوونکو د ګوښه کيدو  ٦  مورده  او د رايو  دباطلولو دشکايتونو  ٥٩ موده  صادر شوي  دي  او  ٨٦ مورده  استيناف  غوښتنه ثبت شوې ده .
محسني  دهغو  صوتي او تصويري  کسټونو  او سندونو په  اړوند چې داصلاحاتو او  همغږۍ دټيم له خوا  دانتخاباتو د خپلواک  کميسيون ديوه  غړي له  خوا دتقلب په باب د رسنيو له لارې  خپاره شوي دي ؛ وغوښتل   چې  د دغو سندونو يوه نسخه  په رسمي ډول  دڅيړنې  لپاره دانتخاباتي شکايتونو دکميسيون په واک کې ورکړي.

کابل باختر د چنګاښ  څلورمه :
مظاهره کوونکو دهغه څه په غبرګون کې چې دجمهوري رياست  په انتخاباتو کې سازمان موندلي لاسوهنې بولي دتخار په ولايت کې دانتخاباتو دکميسيون دولايتي دفتر دروازه وتړله .
دغو اعتراض کوونکو چې شمير يې زرګونو تنو ته رسيږي نو زموږ راي څه شوې موږ څيرلي  او پسونه  نه يو  دشعارونو په ورکولو سره له نړيوالې ټولنې او دافغانستان له دولت څخه وغوښتل چې په انتخاباتو کې لاسوهونکي کسان ونيسي او مجازات يې کړي .
دغو مظاهره کوونکو په تالقانو ښار کې دتخار ولايت دانتخاباتو دخپلواک کميسيون دولايتي دفتر په وړاندې په غونډې سره له دولت څخه  وغوښتل چې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ددارالانشا رييس ضيا الحق امر خيل چې  ددوى په خبره دجمهوري رياست دانتخاباتو دنوماند ډاکتر اشرف غني  احمدزي په ګټه يې دانتخاباتو په مهندسۍ  لاس  پورې کړى دى ونيسي اومحاکمه يې کړي  يو تن اعتراض کوونکي جبار  دافغانستان دانتخاباتو په کميسيون د ډاکتر اشرف غني احمدزي په ګټه دانتخاباتو دمهندسۍ تور لګاوه او خبر داري يې ورکړ چې تر وروستي توان پورې  به دخپلې راي دفاع وکړي.
اعتراض کوونکو مړه دى وي تقلب کاران دشعارونو  په ورکولو سره له ناپاکو رايو څخه دپاکو رايو  دجلا کولو غوښتنه وکړه ؛
دهغه  څه پرخلاف وګړنيو اعتراضونوچې دجمهوري رياست په انتخاباتو کې پراخې لاسوهنې بلل کيږي په ښکاره له هغه وروسته زور واخست چې د ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ داصلاحاتو اوهمغږي  ټيم دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ددارالانشا په رييس ضيا الحق امرخيل پورې اړوند صوتي کستونه د رسنيو په واک کې ورکړ چې په هغو کې  امر خيل ددغه کميسيون له ځينو ولايتي مسوولينو او د ډاکتر اشرف غني احمدزي  د انتخاباتي کمپاين له غړوسره په انتخاباتو کې دلاسوهنې د پروګرامونو دجوړولو په باب خبرې کوي
دغه کستونه ددې څرګندوى دي چې  ګڼې  امر خيل د انتخاباتو په مهندسۍ لاس پورې کړى دى .
ډاکتر عبدالله عبدالله ددغوکستونو په غبرګون کې وويل چې په مليونونو راى دجمهوري رياست دانتخاباتو له ترسره کولو څخه مخکې او دانتخاباتو په بهير کې دده دسيال په ګټه  په صندوقونو کې واچول شوې.
دغه غبرګونونه له دندې څخه دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ددارالانشا  درييس  دګوښه کيدو سبب شول .
   خو امر خيل په ځان پورې اړوند خپور شوي غږ جعلي وباله او دانتخاباتو دکميسيون مسوولينو هم په هغه څه کې هر راز لاس لرل رد کړل چې دانتخاباتو مهندسي ويل کيږي .

کابل باختر د چنګاښ  څلورمه :
دپنجشير ولايت په زرګونو محصلانو فرهنګيانو او ځوانانو په هغه څه باندې په اعتراض  سره چې دجمهوري رياست دانتخاباتو په دويم پړاوکې درغلي بلل کيږي نن سوله ئيز لاريون وکړ.
  اعتراض کوونکو دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ددارالانشا دپخواني رييس ضيا الحق امر خيل  پرخلاف دشعارونو په ليږدولو سره دهغو کسانو دمحاکمې غوښتنه وکړه چې په پراخو درغليو کې لاس لري .
يو اعتراض  کوونکي جيهون مهري څرګنده کړه، موږ نن دولسواکۍ د ملاتړ په خاطر واټونو ته راوتلي يو .
  په پاى کې مظاهره کوونکو ديو پريکړه ليک په صادرولو سره له تورو رايو څخه دسپينو رايو دجلا کولو غوښتنه وکړه .

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٣ :
د ډاکتر عبدالله عبدالله د انتخاباتي کمپاين په لسګونو تنو پلويانو نن دهغو کسانو د محاکمې غوښتنه وکړه چې د دوى په خبره د جمهوري رياست د دويم پړاو په انتخاباتوکې په  تقلب لاس پورې کړى دى .
د باخترآژانس د خبريال دخبرله مخې:  دغو ښاريانو د کابل ښار په  سړکونوکې په لاريون لاس پورې کړ ، له  دولت څخه يې وغوښتل: هغه کسان چې د دوى په خبره دغبرګولي د مياشتې د ٢٤ مې نيټې د انتخاباتو په بهيرکې يې په تقلب لاس پورې کړى دى ، محاکمه کړي .
دوى د اميرخيل په استعفا قناعت نلري او د انتخاباتو دخپلواک کميسيون د دارالانشا د پخواني  رييس اميرخيل د تقلباتو د تعقيبولو غوښتنه يې وکړه.

کابل باختر د چنګاښ دويمه :
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس ډاکتر احمد يوسف نورستاني نن ددغه کميسيون دغړو په ګډون په يوه خبري غونډه کې وويل چې دراى ورکولو ددرې سوه  ځايونو رايې پلټل کيږي  اوبيا شميرل  کيږي .
دباختراژانس دخبرله مخې، دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس وويل: دراى ورکولو دهغو درې سوه ځايونو رايې چې بيا شميرل کيږي او پلټل کيږي دغور ، نورستان ، پکتيا ،  پکتيکا او دخوست په ولايتونو پورې اړوند وبلل او دجمهوري رياست دنوماندانو له کتوونکوڅخه يې وغوښتل چې دغه بهير وڅاري.
  دنورستاني دڅرګندونوله مخې، دغه بهير  دمدني بنسټونو اودجمهوري رياست دنوماندانو دکتوونکو په ګډون ديوناما  له خوا څارل کيږي .
  نورستاني دغه راز زياته کړه چې په سلوکې  يو نوي اعشاريه پنځه رايې په انتخاباتي نظام کې شامل شوي دي .

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ١ :
د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون ويندوى نن په يوه خبري غونډه کې چې دروانې  اوونۍ د چهارشنبې دشبې تر ١٢بجو پورې دشکايتونو دثبت بهير پاى ته رسيږي.
د باخترآژانس دخبريال د خبرله مخې: د کميسيون ويندوى نادر محسني نن په يوه خبري غونډه کې وويل: تراوسه پورې زيات شکايتونه دغه کميسيون ته رسيدلي دي چې زياتره ليکل شوي شکايتونه يعنې په مرکز او ولايتونوکې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د کارکوونکو په نسبت دي .
ده د جمهوري رياست د دويم پړاو انتخاباتو د قسمي نتيجو د اعلام د ځنډ په باب وويل: هغه څه چې د ملګرو ملتو د سازمان د نمايندګۍ له  لارې اعلام شوي و،  پخوا د انتخاباتو د خپلواک کميسيون له خوا تطبيق شوي دي چې دغه کميسيون  دغه راز  د بهير د لازيات شفافيت په خاطر د ملګروملتو دسازمان د همکارۍ هرکلى کوي.
دمحسني دڅرګندونوله مخې: د شکايتونو د څيړنې بهير روښانه دى او هيڅ پټ مورد پکې نشته .
محسني دانتخاباتو دخپلواک کميسيون د دفترونو په نه همکارۍ نيوکې وکړې  چې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون ولايتي دفترونو زموږ له ولايتي دفترونو سره  البته په  ځينو ولايتونوکې لازمه  همکاري نه  ده کړې او  هيله لروچې همکاري يې   دوام ومومي.
ده وويل:  دانتخاباتو دخپلواک کميسيون  ددارالانشا د رييس ضياالحق امرخيل په باب درې مورده شکايتونه ليکل شوي دي چې څيړل کيږل.
په همدې حال کې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ويندوى نورمحمد نور په يوه خبري غونډه کې وويل چې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ټولو ولايتي دفترونو ته لارښوونه شوې ده چې د شکايتونو د کميسيون له ولايتي دفترونو سره له هيڅ  رازهمکارۍ څخه ډډه ونه کړي.

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ١ :
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون ويندوى نن په يوه خبري غونډه کې وويل: لاتراوسه
پورې دجمهوري رياست د دويم پړاو انتخاباتو د قسمي نتيجو د اعلام په باب  غوڅ تصميم نه دى نيول شوى .
دباخترآژانس دخبريال د خبرله مخې: په دې خبري غونډه کې د انتخاباتو د خپلواک  کميسيون ويندوى نورمحمد نور په ډاګه کړه چې د نتيجو په سلوکې  ٨٥ جدولونه له ولايتي دفترونوڅخه مرکزي ته دفتر ته رسيدلي دي چې په سيستم کې داخل شوي دي او پړاونه يې هم بشپړ شوي دي.
ده د انتخاباتو له خپلواک کميسيون سره د ملګروملتو د سازمان د نمايندګۍ  همکارۍ  ته اشاره وکړه او ويې ويل چې دغه کميسيون له پخوا څخه د ملګروملتو د سازمان  همکاري اوملاتړله ځان سره لري اوتل يې د دغه سازمان د همکارۍ هرکلى کړى دى.
د نور دڅرګندونوله مخې: د انتخاباتو د خپلواک کميسيون دکاربهير تراوسه پورې  د ملګروملتو د سازمان د استازو په وړاندې ترسره شوى دى او د هغوى د قناعت وړ دى او اوس دملګروملتو سازمان د هغو غوښتنوله مخې چې د جمهوري رياست ديونوماند او د انتخاباتو په بهيرکې د ځينو نورو ښکيلو بنسټونو له خوا شوي دي ، کولاى شي دکتوونکى او شاهد په توګه دغه بهير وڅاري .

کابل \ باختر \دغبرګولي  دمياشتې  ٣٠:
د انتخاباتي شکايتونو دخپلواک کميسيون اعلاميه
د نوماندانو ، ډله ييزو رسنيو او دافغانستان دخلکو او دافغانستان دانتخاباتو په بهيرکې  د اړوندو ملي او نړيوالو مرکزونو  د پاملرنې وړ دانتخاباتي شکايتونو خپلواک  کميسيون دافغانستان دجمهوري رياست دانتخاباتو د دويم  پړاو  دشکايتونو دڅيړنې  په باب دغه ټکى اعلاموي.
دانتخاباتي شکايتونو خپلواک کميسيون دانتخاباتو دبهير ديو اصل په توګه درناوى کوي  او خپلو قانوني صلاحيتونو او دخپلو لايحو  او طرزالعملونو له مخې فعاليت کوي.
دانتخاباتي شکايتونو  خپلواک کميسيون  ټول شکايتونه په بيطرفۍ سره څيړې او ټول انتخاباتي سرغړونې او درغلۍ به  دانتخاباتو د نافذو ،  لايحو او طرزالعملونو او د وړاندې  شويو شواهدو  په  رڼا کې وڅيړي .
دانتخاباتي شکايتونو خپلواک کميسيون  په مستقلانه او له هر راز لاسوهنې پرته شکايتونو په څيړنه  بوخت دي  او ټول شکايتونه په  عادلانه   ډول او د ولايتونو په کچه د وړاندې شويو شکايتونو په پام  کي نيولو سره څيړي.
دانتخاباتي شکايتونو خپلواک  کميسيون دشکايتونو څيړني بهير به دقوانينو، لايحو او طرزالعملونو له مخې په عادلانه ، شفاف او په منصفانه  ډول دوام  ورکوي.

کابل – باختر د غبرګولى دمياشتې ٢٨
د سمنګانو ولايت د انتخاباتي شکايتونو په ولايتي دفترکې ٣٤ شکايتونه ثبت شوي دي .
ددغه دفتر منشي عبدالعظيم عظيمي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دوى دجمهوري رياست د انتخاباتو د ترسره کولو له ورځې څخه تر ٤٨ ساعتو پورې چې د شکايتونو دليکلو وخت د سمنګانو ولايت د انتخاباتي شکايتونو په کميسيون کې ٣٤ شکايتونه ليکلي دي چې له دې جملې څخه ٣٢ يې په ليکلي ډول او دوه يې په شفاهي ډول ثبت شوي دي.
د ده د څرګندونو له مخې: د دغو ليکل شويو شکايتونو له جملې څخه ١٩ يې د انتخاباتي کارکوونکو پرخلاف دي او نوريې د دوو نوماندانو د انتخاباتي مرکزونو د مسوولينو او امنيتي مسوولينو پرخلاف دي .
ده څرګنده کړه: په هغو شکايتونوکې چې د نوماندانو پرخلاف ليکل شوي دي؛ سرغړونې دي او د کميسيون دکارکوونکو پرخلاف شکايتونه په رايې ورکولوکې بې نظمي، کورنيو او بهرنيو کتوونکوته د اجازې د نه ورکولو او د رايې ورکولو د صندوقونو ډکول او نور موارد دي چې همدا اوس ددغو شکايتونو څيړنه پيل شوې ده او د قانون له مخې به وڅيړل شي.

Page 6 of 32