20 October 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د جمهوررئیس غني په حضور کې یو ټوک تاریخي کتاب ملي موزیم ته تسلیم شو

د جمهوررئیس غني په حضور کې یو ټوک تاریخي کتاب ملي موزیم ته تسلیم شو

کابل باختر د تلې اووه ويشتمه یو ټوک هغه تاریخي کتاب...

دانسانانو لپاره  د ډيرو زهري خزنده  وژونکو  خطر .

دانسانانو لپاره د ډيرو زهري خزنده وژونکو خطر .

-نوي ډيلي باختر د تلې اووه ويشتمه : دهند دژوندانه دچاپيريال...

١٠٢ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٤٤ تنه نور ټپيان شول .

١٠٢ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٤٤ تنه نور ټپيان شول .

-کابل باختر د تلې اووه ويشتمه : دهېواد په يوشمير ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

۱۰۰ ورځې
۱۰۰ ورځې

۱۰۰ ورځې (444)

کابل  باختر دغبرګولي  پنځه ويشتمه :
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس ، دکورنيو چارو رييس، دملي امنيت دلوى رياست سرپرست او دملي اردو لوى درستيز تيرماښام په يوه خبري غونډه کې  دجمهوري  رياست  ددويم پړاو انتخاباتو دترسره کولو دبهيرپه باب  څرګندونې وکړې.
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، ددغې خبري غونډې په پيل کې ډاکتر احمد يوسف نورستاني وويل: دجمهوري رياست ددويم پړاو انتخاباتو ترسره کيدل په هيواد کې يوه ډيره ستره تاريخي پيښه وه، سره له دې چې درايي ورکوونکو دقيق شمير معلوم نه دى خو ددغه پړاو انتخاباتو دبرخه والو شمير څه دپاسه ٧ مليونه تنه اټکل شوى دى چې په سلوکې ديرش رايي ورکوونکي ښځې  دي .
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس له نوماندانو څخه وغوښتل چې دانتخاباتو دنتيجو  تر اعلامولو پورې دې له زغم څخه کار واخلي او ددغه کميسيون له خوا دوروستيو نتيجو له اعلام مخکې دې له اټکلونو څخه ډډه وکړي.
  دغه راز ده زياته کړه چې دانتخاباتو خپلواک کميسيون په مستقل ډول داجرااتو په  ترسره کولو ژمن دى او نوماندانو ته ډاډ ورکوي چې تقلبي رايې پاکوي ځکه موږ ځان دافغانستان دخلکو دهرې رايي په وړاندې مسوول بولو .
نورستاني  وويل : دانتخاباتو خپلواک کميسيون په پام کې لري چې دانتخاباتو دوروستيو نتيجو له اعلامولو مخکې له ټاکلي مهال ويش سره سم قسمي نتيجې هم په بيلابيلو پړاونوکې اعلام کړي .
وروسته دکورنيو چارو وزير محمد عمر داودزي دانتخاباتو دامنيت دتامينولو لپاره دامنيتي ځواکونو دهڅو او هاند په ستاينې سره وويل، سره له دې چې دافغانستان امنيتي ځواکونه ديوې نيابتي  جګړې په حال کې دى، لکه څنګه چې ژمنه يې  کړې وه، دانتخاباتو د امنيت په تامينولوکې په برياليتوب سره هلې ځلې وکړې او دافغانستان خلکو ته يې دخوندي انتخاباتو دترسره کولو زمينه برابره کړه.  او په هغو هلوځلو سره يې چې ترسره کړل يوځل بيا له دغې سترې ازموينې بريالي راووتل .
دکورنيو چارو وزير وويل: دامنيتي ګواښونو دکچې له لوړوالي سره سره ، دافغانستان امنيتي ځواکونو په بشپړې همغږۍ کې دانتخاباتو امنيت  دجمهوري رياست دلومړي پړاو دانتخاباتو په شان په ښه توګه تامين کړ او دافغانستان  خلکو هم دانتخاباتو دامنيت په تامينولوکې په صادقانه ډول له امنيتي ځواکونوسره همکاري وکړه .
وروسته دملي امنيت دلوى رياست سرپرست رحمت الله نبيل  معلومات وړاندې کړل او ويې ويل، وسله والو مخالفينو ددويم پړاو انتخاباتو دګډوډولو په خاطر څه دپاسه زر ورانکار بريدونه طرحه کړي و چې دملي  امنيت دلوى رياست دمنسوبينو له خوا کشف او له عملي کيدو مخکې شنډ کړى شول .
دغه راز په دې خبري غونډه کې دملي دفاع وزارت لوى درستيز  ستر جنرال شير محمد کريمي  هم ددغه پړاو انتخاباتو دامنيت په تامينولو کې دامنيتي  ځواکونو رول ستر وباله او ويې ويل، دهيواد امنيتي ځواکونو يوځل بيا  ثابته کړه چې کولاي شي  په داسې شرايطو کې چې دښمن په هيواد کې  دامنيت دګډودولو لپاره خپلې  وروستۍ هلې ځلې ترسره کوي د خپل هيواد او خلکو امنيت  په ښه توګه تامين کړي .

Saturday, 14 June 2014 15:12

د سولې لپاره رايه ورکوم .

Written by manager

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ٢٤ :
دقلعه حشمت خان ليسې  درايې ورکولو په مرکز کې څه دپاسه  دوه زره تنو ښځو او نارينه و خپلې رايې کارولي دي .
دباخترآژانس دخبرله مخې :   په دغه مرکز کې  زياترو رايو ورکوونکو وويل  چې په هېواد کې  دسولې دتامينولو په خاطر يې خپلې رايې کارولي دي.
ديوبل خبرله مخې :
دسيدنورمحمدشاه مينې دنجونو  دليسې درايې ورکولو په مرکز کې  ١٢٠٠  تنو خپلې رايې کارولي دي .

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ٢٤ :
دجمهوري رياست ددويم پړاو انتخاباتو درايو ورکولو بهېر دانتخاباتو دخپلواک  کميسيون له تقويم سره  سم نن مازيګر په څلورو بجو پاى ته ورسيد.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې :
دانتخاباتو  د خپلواک  کميسيون يو تن مسوول برمک وويل :  انتخابات په رسمي ډول پاى ته رسيدلى دى  خو هغه کسان چې  په ليکو کې ولاړ دي  بايد خپلې رايې وکاروي.
ده وويل :  چې  کار پاى ته نه دى رسيدلى او درايو دشمير نې کار پيليږي .
دراسيدلوخبرونوله مخې :کومه داسې ستونزه چې دانتخاباتو دبهېر دګډوډيدو سبب شي درايو ورکولو په  بهېرکې  نه ده رامنځته شوې .

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ٢٤ :
دښکلي پغمان دعالي ليسې  درايو ورکولو په مرکز کې نن دمازيګر تر څلورو بجو پورې  ١٨٢٥ تنو ښځو او نارينه و  خپلې رايې کارولې وې .
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې : په دغه  مرکز کې ددواړو نوماندانو کتونکي  حاضر  دي  او درايو ورکولو بهېر په دقت سره څاري .

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ٢٤ :
داستاد خليل الله خليلي ليسې درايې ورکولو په مرکز کې نن له غرمې وروسته تر درې نيمو بجو پورې  ٢٣٧٦ تنو  خپلې رايې وکارولې .
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې :  په دې مرکز کې  درې ځايونه دنارينه و لپاره اودرايو ورکولو  درې ځايونه دښځو  لپاره شتون لري  او نهه سوه نهه ديرشو تنو ښځو او ١٤٣٧ تنو نارينه و  خپلې رايې کارولي دي.
ددغه مرکز  مسوولين وايي  چې  ددغه مرکز ديو ځاى  درايې ورکولو پاڼې  تمامې شوې دي او ددغې موضوع په باب يې دانتخاباتو د خپلواک  کميسيون مرکزته خبرورکړى دى .
دغه راز دغو مسوولينو وويل   چې ددغه مرکزدښځو له ځاى څخه يې اته  جعلي کارتونه ترلاسه  کړي دي اودهغو ښځو درايو ورکولو مخه يې ونيوله چې غوښتل يې په دغو کارتونوسره رايې ورکړي .

کابل باختر دغبرګولي څليرويشتمه :

 رايه ورکوم چې نور زما په هيواد کې دهغه ځوان  وينه چې تراوسه پورې يې دخپل عمر دميوې خوند نه دى څکلى  تويه نه شي

 دلامعه شهيد دليسې  درايي ورکولو په مرکز کې د ښځوداى زما پاملرنه ځانته جلب کړه چې داوښکو په  تويولو سره خپله ګوته رنګوله  او خپل کارت يې دسورى کولو لپاره دسايټ مسوول ته وسپاره .

 دخپلې ژړاعلت  يې دباختراژانس خبريال ته داسې وويل تيره اوونۍ زما اوولس کلن زوي په يوځانمرګي بريد کې شهيد شو نن درايي ورکولو په خاطر راغلي يم  چې هيڅ مور ددغه شان  يوې ترخې  خاطرې  شاهده ونه  اوسي او دهيڅ ځوان وينه چې تراوسه پورې يې دخپل عمر  له نيالګى څخه کومه ميوه نه ده څکلي ونه بهيږي

 دې زياته کړه له دغو نوماندانو  له جملې څخه چې هر يو يې  واک ته ورسيږي بايد هير نه کړي چې خلک د ټولو ګواښونو په منلو سره راغلل او دوى ته يې رايه ورکړه چې له ظلم  کړاو جګړې او دوينې  توييدنې څخه خلاص شي . 

کابل باختر دغبرګولي څليرويشتمه :
دانتخاباتو  دخپلواک کميسيون رييس ډاکتر احمد يوسف نورستاني په  يوه خبري غونډه کې په ٣٣٣ مرکزونوکې درايي ورکولو دپاڼو کمښت تاييد کړ خو درايي ورکوونکو دګوټو درنګ پاکيدل يې  ونه منل  .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې درايي ورکولو په څو مرکزونوکې درايي ورکولو دپاڼو کمښت محسوس و .
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس دغه راز دغه ستونزه په دغې خبري غونډه کې تاييد کړه او وي ويل په ٣٣٣ مرکزونو اوځايونوکې درايي ورکولو دپاڼو  دکمښت ستونزه لرې شوې ده.
ده دغه راز وويل ځينې رايي ورکوونکي چې درنګ دپاکيدو له امله شکايت لري دغه رنګ ددې وړتيا نه لري چې ډير ژر پاک شي دغه رنګونه  هماغه رنګونه دي چې دانتخاباتو  په لومړي پړاو کې کارول  شوي  وو.
ده دغه راز  وويل خلک فرصت لري دانتخاباتو تر وروستيو ساعتونو پورې خپل نظر وړ نوماند ته رايه ورکړي .
دنورستاني دڅرګندونو له مخې،  ښايي  درايي ورکولو بهير دمازيګر په  څلور بجو پاى ته رسيږي .

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ٢٤ :
دکابل ولايت دبګراميو ولسوالۍ دحسين خيلو  دليسې درايي ورکولو په مرکز کې  درايې ورکوونکو دګڼې ګوڼې دمخنيوي په خاطر درايې ورکولو دوه ګرځنده مرکزونه  جوړ شول او  تراوسه پورې   څلور زره دوه  سوه تنو ښځو او نارينه و خپلې رايې کارولي دي.
دباخترآژانس د خبريالانو د خبرله مخې : د دغه مرکز په ښځينه څانګه کې يوتن دتقلبي کارت دکارولو په تور  او يو تن  ددويم ځل لپاره درايې دکارولو په تور او يو تن بل هم  دقانوني عمر د نه پوره کولو په  خاطر  درايې ورکولو له  حق څخه محروم کړاى شول .
ددغې څانګې مسوولې ريحانې  ددغه خبر په تائيدولو سره وويل :  سوري کوونکي ماشين هم دومره ښه  کار نه کوي او خراب دي .
په همدې حال کې ددغه مرکز  دنارينه برخې مسوول  صفت الله وويل : په دې مرکز کې څلور ځايونه دنارينه و لپاره او دوه ځايونه دښځو لپاره شته .
څرنګه چې  درايو ورکوونکو شمير شيبه په شيبه زياتيږي  ددغې موضوع دحل کولو په خاطر درايې ورکولو دوه ګرځنده ځايونه چې دښځو لپاره اختصاص کړاى شوي دي ، جوړشوي دي.

کابل – باختر د غبرګولى دمياشتې ٢٤
دلوګر ولايت يوشمير رايې ورکوونکو د رايې ورکولو په ځينو مرکزونو کې دبې کيفيته رنګونو دکارولو څخه خبر ورکړ.
دلوګر ولايت دمرکز پل علم اوسيدونکى محمد مصطفى چې ددغه ولايت دښځو چارو درياست درايي ورکولو په مرکز کې يې رايه ورکړه د  رنګ دټيټ کيفيت خبر ورکړ.
مصطفى دباختر آژانس خبريال ته وويل له هغه وروسته چې خپله رايه يې وکولاي شول چې په دستمال سره خپله ګوته پاکه کړي.
په همدې حال کې دباختر آژانس خبريال محمد ظاهر سلطاني چې د رايې ورکولو ځينې مرکزونه  يې کتلي دي په دغه ولايت کې دخلکو دکمزورى ګډون خبر ورکړ.
ښاغلي سلطاني چې دلوګر ولايت له يوشمير اوسيدونکو سره خبرې کړې دي په دغه ولايت کې دخلکو کمزورى ګډون دليل دانتخابآتو په لومړى پړاو کې تقلب او نا امنى بللې ده داپه داسې حال کې ده چې امنيتي مقاماتو څو څو ځلې دانتخاباتو دبهير دامنيت دتامينولو ډاډ ورکړې دي په لوګر ولايت کې درنګ دکيفيت دټيټوالى په اړوندو وغوښتل چې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون دمسولينو نظر واخلو خو لا زياتو هلوځلو سره بريالي نه شو.

کابل – باختر د غبرګولى دمياشتې ٢٤
د رايې ورکوونکو ترمنځ يوه مورچې خپل غبرګولى ماشومان يې ليږدول له راتلوونکى جمهور رييس څخه يې وغوښتل چې دخلکو د نيمکرغۍ او ارامۍ لپاره هلې ځلې وکړي .
دغه مورچې انيسه نوميده او خپل دوه ماشومان يې په خپله غيږ کې ليږدول له هغه وروسته چې دکابل ښآر په دريمه کارته کې دسيدجمال الدين افغان په منځنى ښونځي کې يې خپله رايه وکاروله دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په انتخاباتو کې رايه ورکول او دهيواد دجمهور رييس انتخاب يو هيوادنۍ وجيبه ده او په شرايطو برابر دهر افغان دنده ده چې په دغه بهير کې ګډون وکړي او رايه ورکړي .
دې دهيواد له راتلوونکى جمهور رييس څخه وغوښتل چې دخلکو د ارامۍ او سوکالۍ لپاره دې له هر امکان څخه استفاده وکړي دغې مور څرګنده کړه : دجمهوري د رياست دواړه نوماندان زموږ هيواد وال دي او هر يويې چې ګټونکى شي دافغانستان خلک بريالۍ کيږي اوپه حقيقت کې دجمهور رييس په توګه ديوتن دانتخاب په نسبت دملي يو والى او د ديموکراسۍ ټينګښټ او ولسواکۍ په هيواد کې مهمه ده .
دسيدجمال الدين افغان دمنځنى ښونځي په مرکز کې له غرمې مخکې تر يوولسو بجو پورې دښځو او نارينه و په ګډون ٦٣٢ تنو رايې ورکړې دي.

Page 7 of 32