19 October 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د جمهوررئیس غني په حضور کې یو ټوک تاریخي کتاب ملي موزیم ته تسلیم شو

د جمهوررئیس غني په حضور کې یو ټوک تاریخي کتاب ملي موزیم ته تسلیم شو

کابل باختر د تلې اووه ويشتمه یو ټوک هغه تاریخي کتاب...

دانسانانو لپاره  د ډيرو زهري خزنده  وژونکو  خطر .

دانسانانو لپاره د ډيرو زهري خزنده وژونکو خطر .

-نوي ډيلي باختر د تلې اووه ويشتمه : دهند دژوندانه دچاپيريال...

١٠٢ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٤٤ تنه نور ټپيان شول .

١٠٢ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٤٤ تنه نور ټپيان شول .

-کابل باختر د تلې اووه ويشتمه : دهېواد په يوشمير ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

۱۰۰ ورځې
۱۰۰ ورځې

۱۰۰ ورځې (444)

Saturday, 14 June 2014 12:11

په غور کې دخلکو ګډون پراخ دى

Written by manager

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ٢٤ :
دغورولايت خلکو په پراخه توګه دجمهوري رياست په دويم پړاو انتخاباتو کې ګډون وکړ.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې :
په غور کې درايو ورکولو مرکزونه دسهار په اوو بجو پرانستل شول اودښځو اونارينه و په ګډون په زر ګونو تنو په ډاډمنه او آرامه فضا کې  خپلې  رايې په صندوقونو کې واچولې .
ويل کيږي چې دجمهوري رياست په دويم پړاو کې  دلومړي پړاو په نسبت دخلکو ګډون پراخ دى .

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ٢٤ :
دبغلان ولايت د ده صلاح ولسوالۍ يوشمير اوسيدونکو درايو ورکولو په ځينو
مرکزونو کې درايو ورکولو دپاڼو  دخلاصيدو خبر ورکړ.
دده صلاح ولسوالۍ دپرمختيايي شورا رييس  حاجي رحمت الله دباخترآژانس  خبريال ته وويل :  دده صلاح ولسوالۍ په مرکز پورې اړوند دسنګ بران په ليسه کې درايو  ورکولو په مرکز  کې انتخاباتي پاڼې تمامې شوي دي.
په همدې حال کې دبغلان ولايت دانتخاباتو دخپلواک  کميسيون رييس امان حبيبي په دغه مرکز کې درايو ورکولو دپاڼو خلاصيدل تائيدوي او وايي  چې  دوي دايميل له لارې په مرکز کې دکميسيون دفتر ته خبر ورکړى دى  خو تراوسه پورې يې ځواب نه دى ترلاسه کړى .

کابل باختر د غبرګولي  څليرويشتمه :
  داحمدشاه بابا مينې پروژې  دابراهيم خليل الله ، غلام محمد فرهاد ، غلام صديق  محبى او داحمد شاه بابا دليسو درايي  په مرکز ونو کې له غرمې مخکې درايي ورکولو پاڼې خلاصې شوې دي.
دباختراژانس  دخبريال دخبر له مخې،  په دغه مرکز کې درايي ورکولو دپاڼو کمښت دخلکو دناخوښۍ سبب شوى دى.
  ان ځينو شعارونه ورکول چې دغه انتخابات نه مني  په دغو مرکزونوکې درايي ورکولو دپاڼو کمښت په داسې حال کې طرحه کيږي چې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس ډاکتر احمد يوسف نورستاني نن سهار په يوه خبري غونډه کې وويل چې دغه ستونزې لرې شوي دي.
دجمهوري رياست دانتخاباتو په لومړي پړاو کې چې دروان کال دوري دمياشتې په ١٦ نيټه ترسره شول يوه مسئله چې دنوماندانو دکتوونکو له خوا پرې انتقاد کيده همدغه د رايي ورکولو دپاڼو کمښت و .
په همدې حال کې ددغه مرکز يو شمير مسوولين وايي دتيلفون له لارې له مرکز سره اړيکه نيسي خو دانتخاباتو په خپلواک کميسيون کې څوک حاضر نه دي چې دوى ته ځواب ووايي .

کابل باختر د غبرګولي  څليرويشتمه :
  دصاحب زاده ګانو د قلعچې  درنګه جومات  درايي ورکولو په مرکزکې درايي ورکوونکو شمير پراخ دى  .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، په دغه مرکز کې دښځو لپاره يو ځاى او دنارينه و لپاره دوه ځايونه شته او تراوسه پورې  ٢٠٠ تنو ښځو او  ٧٠٠ تنو نارينه و رايې ورکړې دي.

کابل باختر د غبرګولي  څليرويشتمه :
دده کيپک  دلومړى  لمبر  الحاقيې درايي ورکولو په مرکز کې  تراوسه پورې څه ناڅه زرو تنو رايه ورکړې ده .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، په دغه مرکز کې درې ځايونه دښځو لپاره او دوه ځايونه دنارينه و لپاره شته .
تراوسه پورې  ١٩٧ تنو ښځو او ٦٨٠  تنو نارينه و رايه ورکړې ده .
  په دغو ځايونوکې کتوونکي شته او تراوسه پورې تخنيکي ستونزه چې درايي ورکولو خنډ شي شتون نه لري  يو تن رايه ورکوونکي وويل :خلک دخپل خوندي راتلوونکي لپاره رايه ورکوي .

کابل باختر د غبرګولي  څليرويشتمه :
  دکابل ښار دکور جوړولو دقصبې  دعبدالاحمد جاويد دليسې درايي ورکولو په مرکزکې  تر غرمې پورې  يو زرو اووه سوه اووه اويا تنو رايې ورکړي دي .
ددغه مرکز مسوولينو دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغه مرکز کې دښځو لپاره  څلور ځايونه او دنارينه و لپاره درې ځايونه جوړ شوي دي او تراوسه پورې  ٥٥٥ تنو ښځو او يو زرو دوه سوه دوه ويشتو تنو نارينه و رايې ورکړې دي .
دوى وويل: اټکل کيږي چې درايي ورکولو دپاڼو له کمښت سره مخامخ شو چې مرکز ته به خبرورکړو.
  په دغه مرکز کې دادمحمد چې په خپل ولچر کې  درايي دورکولو لپاره راغلى   و دباختراژانس  خبريال ته وويل ،خوشحاله يم چې د خپل هيواد او خلکو دراتلونکي  لپاره مې رايه ورکړه .
   ده څرګنده کړه چې دهيواد په راتلوونکي باورلرم ځکه دښځو او نارينه  و  په ګډون په دغه بهير کې دخلکو پراخ ګډون دښمنانو ته دغه پيغام رسوي چې زموږ خلک هيڅکله تيرى تورې دورې ته نه ستنيږي .

Saturday, 14 June 2014 12:02

رايه ورکوم چې سوله تامين شي.

Written by manager

کابل باختر د غبرګولي  څليرويشتمه :
په دريمه ناحيه کې  دسيد جمال الدين افغان دمنځني ښوونځي د رايي ورکولو په مرکز کې تراوسه پورې ٢١٦ تنو ښځو او ٥٨٠ تنو نارينه و رايې ورکړې دي .
دباختراژانس دخبر له مخې، په دغه مرکز کې درايي ورکولو څلور ځايونه دښځو لپاره او څلور ځايونه دنارينه و  لپاره شته .
پنځه اتيا کلن فضل الدين چې درايي ورکولو لپاره دغه مرکز ته ورغلى دى وايي رايه ورکوم چې سوله تامين شي او په هيواد کې دپاکستانيانو لاس وهنې پاى ته ورسيږي .

کابل باختر د غبرګولي  څليرويشتمه :
ددشت برچي داتفاق  جومات درايي ورکولو په مرکز کې تر غرمې پورې يوزرو اووه سوه پنځه نوي تنو رايې ورکړي دي .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې،  په دغه مرکز کې  دوه ځايونه نارينه و  او دوه ځايونه ښځو ته شته چې تراوسه پورې  ٩٤٥ تنو نارينه و او ٨٥٠ تنو ښځو رايې ورکړي دي .
دغه راز ددغه مرکز په انګړ کې  درايي ورکولوپه خاطر دښځو او دنارينه و اوږدې ليکې جوړې شوې دي .
دجمهوري رياست ددواړو نوماندانو کتوونکي  ددغه مرکز دکار له امله خوښ دي او اړوندومسوولينو دباختراژانس خبريال  ته وويل، درايي ورکولو دپاڼو دکمښت په صورت کې به د انتخاباتو دخپلواک کميسيون له مرکز څخه درايي ورکولو کافي پاڼې ترلاسه کړي .

کابل باختر د غبرګولي  څليرويشتمه :
دکابل ولايت دچار اسياب ولسوالۍ دخير اباد دکلي دليسې درايي ورکولو په مرکز  کې څه دپاسه زر تنو ښځو او نارينه رايه ورکړې ده.
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، په دغه مرکز يوځاى دښځو لپاره او يوځاى دنارينه و لپاره ځانکړې شوي دي خو دښځو او نارينه و ګډون زيات پراخ دى.
تراوسه پورې په دغه مرکز کې څه دپاسه زرو تنو رايې ورکړي دي، دخيرآباد دکلي وکيل سيد علم وايي دهيواد دامنيتي ځواکونو سرښندنې دستاينې وړ دي ځکه دوى ددغه ستر ملي جشن  دتر سره کولو لپاره زمينه برابره کړې ده .

Saturday, 14 June 2014 12:00

دښځو ګډون پراخ دى

Written by manager

کابل باختر د غبرګولي  څليرويشتمه :
دمحمد هاشم ميوندوال  او دحکيم  سنايي دليسو درايي ورکولو په مرکزونوکې دښځو ګډون له بل هر وخت څخه پراخ دى.
دباختراژانس دخبر له مخې، په دغومرکزونو ښځې په پړونواو حجاب کې له خپلو شيدې خورو ماشومانو سره دغه مرکزونو ته ورغلى   چې رايه ورکړي او خپل راتلوونکي مشر انتخاب کړي .

Page 8 of 32