17 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سولې لپاره د ځوانانو ناسته» وشوه

د سولې لپاره د ځوانانو ناسته» وشوه

کابل /دمرغومي ٢٧مه /باختر د سولې لپاره د ځوانانو ناسته...

عبدالسلام رحیمي: د افغانستان خلک اوربند غواړي

عبدالسلام رحیمي: د افغانستان خلک اوربند غواړي

-کابل /دمرغومي ٢٧مه /باختر د سولې په چارو کې د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

Friday, 21 February 2014 11:53

سمنګانيان په انتخاباتوکې د راى ورکولو لپاره تيارى نيسي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د کب دويمه :
د جمهوري رياست د نوماندانو د انتخاباتي مبارزو له پيل کيدو او په سمنګانو ولايت کې د ولايتي شوراګانو د نوماندانو د انتخاباتي مبارزو د پيل کيدو د وخت له رانږدې کيدو سره جوخت د راى ورکولو د کارتونو د ترلاسه کولولپاره د خلکوعلاقمندي زياته شوې ده .
د راى ورکولو د کارتونو د ويش په يواځنى مرکزکې چې د ايبکو په ښارکې  د انتخاباتو د خپلواک کميسيون په ولايتي دفترکې فعال دى؛ هره ورځ د سمنګانو ولايت يو زيات شمېر اوسيدونکي په اوږدو ليک کې دريږي چې د نوم ليکنې وروسته د راى ورکولو کارت ترلاسه کړي .
ددغوکسانوترمنځ په ځوانانو، ښځو او نارينه و په شتون سربېره بوډاګان هم ترسترګو کيدل چې يوله دغوکسانوڅخه يوه پنځه شپيته کلن سړى و او ده په داسې حال کې چې په سختې سره د انتظارپه حال کې و او دهوا دسړښت له امله لرځيډه؛ د باخترآژانس خبريال ته وويل: زمانوم اسدالله دى او د خرم سارباغ ولسوالۍ د جش دکلي اوسيدونکى يم. راغله يم چې د راى ورکولو کارت ترلاسه کړم او ددغه کارت په واسطه زموږ په هيوادکې سياسي قدرت ليږدول کيږي. زه غواړم د خپل نظر وړ نوماندته راى ورکړم چې دى په راتلوونکي کې زموږ بې وزلواوکړيدلو خلکو ته  خدمت وکړي .
دغه راز حميد الله د هغو سلکونوتنو ځوانانوله جملې څخه دى چې داتلس کلنى عمر يې بشپړ کړى دى او دباخترآژانس سيمه ئيز خبريال ته يې وويل: زه د تاى خونک د کلي اوسيدونکى يم او نږدې اوياکيلومتره واټن مې وهلى دى او راغله يم چې د راى ورکولو کار ترلاسه کړم.
ده د سمنګانو ولايت له نورو اوسيدونکو څخه هم وغوښتل چې د انتخاباتو په بهير کې له ونډه وال کيدو په خاطر نوم وليکي او کارت ترلاسه کړي .
ده وويل: زه هغه چاته رايه ورکوم چې ښه پروګرام ولري او خدمت وکړي او هيواد ودان کړي او په انتخاباتوکې دخلکوګډون په دې خاطر مهم دى چې د وسلې پرځاى زموږ خلکو ته قلم او دکار وسايل ورکړى شي چې هيواد ودان او سمسور شي .
په همدې حال کې په سمنګانوکې د انتخاباتودخپلواک کميسيون د ولايتي دفتر مسوول محمد کريم  د راى ورکولو دکارتونو د ويش په مرکزونوکې د خلکو ګڼه ګوڼه او پراخ شتون تاييدوي او وايي: سره له دې چې په وروستيو ورځوکې هوا ډيره سړه ده؛ خو بيا هم د سمنګانو ولايت زياتره اوسيدونکي د راى ورکولو دکارتونو د ترلاسه کولو لپاره چې ددغه کميسيون مرکزي دفتر فعال دى؛ مراجعه کوي اوکارت ترلاسه کوي .
ده وويل: په انتخاباتوکې د خلکو دپراخ ګډون لپاره تبليغاتي پروګرامونو د جمهوري رياست د انتخاباتي مبارزو پيل، د ولايتي شوراګانو نوماندانو د انتخاباتي  مبارزونږديوال او د رسنيو له لارې د نوماندانوخبرو او په وروستيوورځو کې راى ورکولو ته دهغوى هڅونوپه انتخاباتوکې دګډون لپاره دخلکوعلاقمندي زياته کړې ده .
ده وويل: دوى دراى ورکوونکو دنوم ليکنې له پيل څخه تراوسه پورې دراى ورکولو نږدې څلور اويا زره کارتونه  په ښځو او نارينه و ويشلي دي چې له دې  جملې څخه په سلوکې څلويښت يې ښځې دي او ښايي د راى ورکولو دکارتونو د ويشلو بهير د انتخاباتو له پيل کيدو څخه  تر يوې اوونۍ مخکې پورې دوام ومومي .
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون دغه مسوول وويل: دسمنګانو ولايت په مرکزاو شپږ ګونو ولسواليوکې د راى ورکولو يو دپاسه سل مرکزونه په پام کې نيول شوي دي.
دامنيتي ارګانونو دمسوولينو له څرګندونو له مخې: په دغه ولايت کې د راى ورکولو ټول مرکزونه به د١٣٩٣کال د وري دمياشتې په شپاړلسمه نيټه چې انتخابات ترسره کيږي؛ فعال وي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.