14 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

Tuesday, 03 June 2014 09:53

تبصره

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د غبرګولي ديارلسمه :
په داسې حال کې دافغانستان خلک دجمهوري رياست ددويم پړاو  انتخاباتودترسره کولو لپاره چمتوکيږي، دهيواد له بهر څخه داسې نښې نښانې اوحرکتونه ترسترګو کيږي چې ددې څرګندوى دى چې ددغې ملي پروګرام دگدوډولو لپاره يو لړ توطيې دترسره کيدوپه حال کې دي چې په افغانستان کې دبدلونونومثبت تګلورى  بدل کړي .
دباختراژانس مبصر ليکي:  ټاکل شوې ده دافغانستان خلک تر راتلوونکو دولسو ورځو پورې يوځل بيا درايي ورکولو صندوقونو  ته لاړ شي اودجمهوري رياست په دويم پړاوانتخاباتوکې په ګډون سره خپل راتلوونکي مشر انتخاب کړي .
دانتخاباتو دترسره کولو دامنيت دتامينولو ، اقتصادي  ودې، دمدني ټولنې دودې ،  ښوونې اوروزنې  او په پاى کې  دافغانانو دخپلواکۍ دتمثيل په ګډون دملي پروګرامونو ترسره کول تل دسيمې په کچه  دمغرضو ټولنو له خوا له يو لړ ستونزو سره يوځاى دى.
اوپه داسې حال کې چې دافغانستان دولت  او خلک دهمغږي اوسيمه ئيزه همکاري اوپيوستون  اصل دسيمې دخلکو دسوکالۍ اونيکمرغۍ دپراختيا عامل بولي، خو دغه انګيزه اومفکوره تل  داستخباراتي  ټولنواو دسيمې په کچه دمغرضوسياسي  کړيو له خوا نفې شوې ده او هغوى تل دهغو دسبوتاژ او ويجاړولو لپاره فکر کړى دى.
نن ورځ په افغانستان کې دسولې اوثبات پراختيا دسيمې له سولې اوثبات سره نيغ په نيغه اړيکې لري او ضروري ده چې په افغانستان کې دثبات داعاده  کولو په نسبت په همغږۍ  سره کار وشي، چې ټول ورڅخه ګټه واخلي خو له بده مرغه ځينې کړۍ  له دغې انګيزې  او واقعيت سره په تضادکې دي اوهلې ځلې کوي چې په افغانستان کې  دبې ثباتۍ په ساتنې سره خپل غرضي هدفونه اوپروګرامونه تطبيق کړي او داپه داسې حال کې چې په وروستيوورځو اومياشتوکې دافغانستان دختيځ دسياسي  جغرافيا په يوې برخې  دپاکستاني پوځيانو راکټي او دتوپونو بريدونه او ډزې  شوې دي چې له بده غرمه  دسردزيان اومالي تاوان ورسره ده او داثابتوي چې دافغانستان پر حريم  ددوه اړخيزوژمنو او دنړيوالو او دولتونو  دحقوقو دميثاقونو پرخلاف تيرى کيږي. اوپه تنګ نظرو سياست والو پورې اړوندوکړيو اوپه پاکستان کې شر اچوونکو استخباراتي سازمانونو تل له افغانانو سره په ضديت او تضاد کې  عمل کړى دى .
دغوکړيو  دانتخاباتو په لومړى پړاوکې دخپلو شيطاني پروګرامونو په طرحه کولو سره هلې ځلې وکړې چې افغانان  ددغه ملي پروګرام له تطبيق  څخه منع کړي خو دافغانانوپه لوړ همت اوددغه هيواد په امنيتي ځواکونو په پوهې او درايت سره دسيمې داستخباراتو ټول رزيلانه  او له فتنو ډک  پروګرامونه په اوبو  لاهو شول اوپه پاى کې  افغانانو په هغې ملي  ژمنې سره چې  لرله يې د انتخاباتو  لومړى پړاو يې په مطلوب  ډول ترسره کړل .
دې کار دسيمې داستخباراتي  سازمانونو چلوونکي غچ اخستنې ته اړ ايستل .
  لکه څنګه چې سل تنه حرفوي تروريستان نورستان ته راواستول شول تر څو دطالبانو هغه قوماندانان چې دبهرنيو استخباراتو دسبوتاژ  ډکو اوورانکارو پروګرامونوپه ترسره کولو کې پاتې راغلي وو،  له خپل تګلوري څخه لرې کړى شي لکه څنګه چې دطالبانوڅو تنه قوماندانان په مرموز ډول په نورستان اوپه نورو ځايونوکې ووژل شول، اوس استخباراتي سازمانونو په  افغانستان کې دجمهوري رياست ددويم پړاو انتخاباتو د ګډوډولو لپاره په يوه جاهلانه  چلند سره په عمل لاس پورې کړى دى اودافغانستان په ختيځو سيمو دبمباريو او راکټي  بريدونو دطرحې په اجرا کولو  سره هلې ځلې کوي چې دغه بهير له خپل اصلي تګلوري څخه يې واړوي .  چې افغانان ديو منتخب او ديموکراتيک  حکومت په جوړولو  کې پاتې راشي خو دوى بايد په دې پوه شي چې ددغه شان پروګرامونوطرحه کول به دسيمې داستخباراتي  سازمانونودچلوونکوپه وړاندې دافغانانو دکرکې اونفرت له زياتوالې او دافغانستان  او پاکستان ترمنح داړيکو  ددرزله ژورتيا  پرته بله ګټه ونه لري.
ځکه افغانان په دغه شان حالاتو کې لازيات په پخلوکې خپل پيوندونه پراخوي اودبهرنيو لاسوهنو او تيريو په وړاندې  به يوخيل اوڅرګند غبرګون ولري .
له بلې خوا دډيورند کرښې اخوا څخه دتيريو او راکټي  بريدونودوام داکار جدي کوي چې دملګروملتو دسازمان په ګډون معتبر نړيوال سازمانونه په اقدام لاس پورې کړي او پرې نه ږدي  چې دافغانستان او پاکستان  ترمنځ اړيکې لازياتې دناوړوبدلونونوقرباني شي او له تروريزم سره  دمبارزې په لاره کې اوسنۍ همکارۍ له منځه لاړې شي .
دغه راز هغو هيوادونو ته چې له افغانستان سره يې دستراتيژيکي  هکاريو تړون  اويا سند يې لاسليک کړى دى لازمه ده چې په پاکستان کې دمنفعت  غوښتوونکو کړيو اوسازمانونو د دغو لمسوونکو اقداماتوپه وړاندې غبرګون  وښيي اودهغوى دناوړو پروګرامونو ددوام مخه ونيسي له دې پرته به دسيمه ئيز ثبات  همکارۍ اوپيوستون  په نامه څه موجود نه وي .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.