16 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دسترې محکمې دعالي شورا غوڼده جوړه شوه .

کابل / دتلې ٢٣مه /باختر : دسترې محکمې دعالي شورا غونډه...

دملي امنیت سلاکار: د بیان ازادي خوندي او د وګړو ساتنه زموږ مسئولیت دی

کابل / دتلې ٢٣مه /باختر : دملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله...

دبغلان نوى امنيه قوماندان اړوندو کارکوونکو ته وروپيژندل شو .

کابل / دتلې ٢٣مه /باختر : دبغلان نوى امنيه قوماندان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

Saturday, 14 June 2014 11:46

دبغلان د رايې ورکولو په ځينو مرکزونو کې له بې کيفيته رنګه څخه استفاده کيږي.

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل – باختر د غبرګولى دمياشتې ٢٤
دبغلان ولايت د رايې ورکولو په ځينو مرکزونو کې له بې کيفيته رنګ څخه استفاده ليدل شوې ده.
دبغلان ولايت يو شمير رايي ورکوونکي ددغه ولايت د مرکز پلخمري ښار په مربوطاتو کې دخواجه کمال ولى دليسې په ګډون د رايې ورکولو په ځينو مرکزونو کې له بې کيفيته رنګونو څخه داستفادې خبر ورکړې دي .
يو شمير رايې ورکونکو دباختر آژانس له خبريال غلام علي سره په خبرو کې ادعا کړې ده د دوى ګوتې له رايې ورکولو څخه لږ وروسته پاکې شوې دي .
يو رايه ورکوونکى ممتاز چې دکمال ولايتي درايې ورکولو په مرکز کې رايه ورکړې ده وايي له هغه وروسته چې رايه يې ورکړه دپنځودقيقو په تيريدو سره په دى بريالۍ شو خپله ګوته پاکه کړي.
په همدې حال کې دبغلان ولايت دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس امان الله حبيبي دباختر آژانس له خبريال سره په خبرو کې ددغه ولايت ديوشمير اوسيدونکو ادعا ردوي.
داپه داسې حال کې ده چې ددغه ولايت يو شمير نور اوسيدونکي دهغه څه په دليل چې په تيرو انتخاباتو کې تقلب بولي په انتخاباتو کې ګډون نه دى کړى.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.