25 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

ديارلس وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

ديارلس وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل/ باختر / د وږي ٣ مه په قندهار کې ١٣...

پنځه وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

پنځه وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل/ باختر / د وږي ٣ مه په روزګان کې پنځه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

Saturday, 14 June 2014 11:55

داحمد شاه بابا مينې د رايې ورکولو په دوو مرکزونو کې درايې ورکولو پاڼې تمامې شوې دي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل – باختر د غبرګولى دمياشتې ٢٤
داحمد شاه بابا مينې په يوه انتخاباتي حوزه کې د رايې ورکولو د پاڼو په خلاصيدو سره يو زيات شمير رايې ورکوونکى له لالهاندى او له ستونزو سره مخامخ شوى دى .
دباختر آژانس خبريال چې د ارزان بيه پروژې په ساحه کې دغلام صديق مجتبى د ليسې د رايې ورکولو مرکز ته تللى دى وايي چې د رايې ورکولو پاڼې له غرمې مخکې په لسو بجو او ديرشو دقيقو تمامې شوې او ددغې ساحې يو زيات شمير اوسيدونکي چې د رايې دورکولو لپاره دغه مرکز ته ورغلي و له لالهاندى او ستونزو سره مخامخ شوى دى .
د رايې ورکولو ددغې حوزې مسولينو ويلي دي چې د رايې ورکولو د زياتوو پاڼو دترلاسه کولو په مقصد يې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون له مسولينو سره اړيکې نيولې دي خو تر يوولسو بجو پورې دغه ستونزه ناحله زياتې وه.
داپه داسې حال کې ده چې داحمد شاه بابا مينې په پنځم بلاک کې دغلام محمد فرهاد ءدليسې درايې ورکولو دمرکز حالت هم ښه نه دى او د رايې ورکولو پاڼې په لسو بجو تمامې شوې دي، د رايې ورکولو ددغه مرکز مسولينو له خلکو څخه غوښتي دي چې نورو مرکزونو ته مراجعه وکړي .
ديادونې وړ ده چې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون مسولينو په هغې نتيجې سره چې په لومړي پړاو کې ترلاسه کړي وي ويلې و چې دغه ستونزه په دويم پړاو کې نه تکراريږي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.