03 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

Sunday, 15 June 2014 08:16

دانتخاباتو دخپلواک کميسيون او دامنيتي بنسټونو مسوولينو دجمهوري رياست دانتخاباتو بهير بيان کړ .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل  باختر دغبرګولي  پنځه ويشتمه :
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس ، دکورنيو چارو رييس، دملي امنيت دلوى رياست سرپرست او دملي اردو لوى درستيز تيرماښام په يوه خبري غونډه کې  دجمهوري  رياست  ددويم پړاو انتخاباتو دترسره کولو دبهيرپه باب  څرګندونې وکړې.
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، ددغې خبري غونډې په پيل کې ډاکتر احمد يوسف نورستاني وويل: دجمهوري رياست ددويم پړاو انتخاباتو ترسره کيدل په هيواد کې يوه ډيره ستره تاريخي پيښه وه، سره له دې چې درايي ورکوونکو دقيق شمير معلوم نه دى خو ددغه پړاو انتخاباتو دبرخه والو شمير څه دپاسه ٧ مليونه تنه اټکل شوى دى چې په سلوکې ديرش رايي ورکوونکي ښځې  دي .
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس له نوماندانو څخه وغوښتل چې دانتخاباتو دنتيجو  تر اعلامولو پورې دې له زغم څخه کار واخلي او ددغه کميسيون له خوا دوروستيو نتيجو له اعلام مخکې دې له اټکلونو څخه ډډه وکړي.
  دغه راز ده زياته کړه چې دانتخاباتو خپلواک کميسيون په مستقل ډول داجرااتو په  ترسره کولو ژمن دى او نوماندانو ته ډاډ ورکوي چې تقلبي رايې پاکوي ځکه موږ ځان دافغانستان دخلکو دهرې رايي په وړاندې مسوول بولو .
نورستاني  وويل : دانتخاباتو خپلواک کميسيون په پام کې لري چې دانتخاباتو دوروستيو نتيجو له اعلامولو مخکې له ټاکلي مهال ويش سره سم قسمي نتيجې هم په بيلابيلو پړاونوکې اعلام کړي .
وروسته دکورنيو چارو وزير محمد عمر داودزي دانتخاباتو دامنيت دتامينولو لپاره دامنيتي ځواکونو دهڅو او هاند په ستاينې سره وويل، سره له دې چې دافغانستان امنيتي ځواکونه ديوې نيابتي  جګړې په حال کې دى، لکه څنګه چې ژمنه يې  کړې وه، دانتخاباتو د امنيت په تامينولوکې په برياليتوب سره هلې ځلې وکړې او دافغانستان خلکو ته يې دخوندي انتخاباتو دترسره کولو زمينه برابره کړه.  او په هغو هلوځلو سره يې چې ترسره کړل يوځل بيا له دغې سترې ازموينې بريالي راووتل .
دکورنيو چارو وزير وويل: دامنيتي ګواښونو دکچې له لوړوالي سره سره ، دافغانستان امنيتي ځواکونو په بشپړې همغږۍ کې دانتخاباتو امنيت  دجمهوري رياست دلومړي پړاو دانتخاباتو په شان په ښه توګه تامين کړ او دافغانستان  خلکو هم دانتخاباتو دامنيت په تامينولوکې په صادقانه ډول له امنيتي ځواکونوسره همکاري وکړه .
وروسته دملي امنيت دلوى رياست سرپرست رحمت الله نبيل  معلومات وړاندې کړل او ويې ويل، وسله والو مخالفينو ددويم پړاو انتخاباتو دګډوډولو په خاطر څه دپاسه زر ورانکار بريدونه طرحه کړي و چې دملي  امنيت دلوى رياست دمنسوبينو له خوا کشف او له عملي کيدو مخکې شنډ کړى شول .
دغه راز په دې خبري غونډه کې دملي دفاع وزارت لوى درستيز  ستر جنرال شير محمد کريمي  هم ددغه پړاو انتخاباتو دامنيت په تامينولو کې دامنيتي  ځواکونو رول ستر وباله او ويې ويل، دهيواد امنيتي ځواکونو يوځل بيا  ثابته کړه چې کولاي شي  په داسې شرايطو کې چې دښمن په هيواد کې  دامنيت دګډودولو لپاره خپلې  وروستۍ هلې ځلې ترسره کوي د خپل هيواد او خلکو امنيت  په ښه توګه تامين کړي .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.