Sunday, 15 June 2014 08:32

ځينو حکومتي مقاماتو دانتخاباتو په بهير کې لاسوهنه کړې ده .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل  باختر دغبرګولي  پنځه ويشتمه :
دانتخاباتي شکايتونو دکميسيون مقامات وايي چې په ځينو  ولايتونوکې د انتخاباتو په بيهر کې دحکومتي مسوولينو دلاسوهنې  په باب  يې يو لړ شکايتونه ترلاسه کړي دي  .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، دانتخاباتي شکايتونو دکميسيون ويندوى نادر محسني  په انتخاباتو کې ددولتي مقاماتو لاسوهنه رد نه کړه او څرګنده يې کړه چې دحکومتي او دولتي مقاماتو دلاسوهنې په باب  دهيواد په مرکز او ولايتونوکې دانتخاباتي شکايتونو  دکميسيون دفتر ته يو شمير  ليکلى شکايتونه او تيلفوني  اطلاعات رسيدلي دي، خو دقيق شمير  يې تراوسه پورې معلوم نه دى
دغه راز دى وايي چې درايي ورکولو دبهير له پاى ته رسيدو وروسته تر  ٤٨ ساعتونو پورې بايد انتخاباتي شکايتونه په دغه کميسيون کې ثبت شي چې تر راتلوونکي  لسو ورځو پورې به دغه شکايتونه دانتخاباتي شکايتونو دکميسيون له خوا وڅيړل شي .
ټاکل شوې ده تر راتلوونکو څو ساعتو پورې دانتخاباتي شکايتونو دکميسيون مقامات په يوه خبري غونډه کې په ګډون سره دانتخاباتي  سرغړونو او دانتخاباتي شکايتونو دڅيړنې دپيل ددقيق  وخت په باب معلومات ورکړي .

manager

Latest from manager

back to top