Tuesday, 17 June 2014 03:45

څلور زره مورده تقلب ثبت شوى دى .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د غبرګولي اووه ويشتمه :
فيفا وايي چې دافغانستان  دجمهوري رياست په دويم پړاو انتخاباتوکې نږدې څلور زره مورده تقلب او سرغړونې ثبتې شوې دي
دباختراژانس دخبر له مخې، دفيفا يا دافغانستان  دازادو او عادلانه  انتخاباتو دبنسټ يا فيفا رييس نادر نادري نن په يوه خبري غونډه کې  وويل چې دغه بنسټ  نږدې څلور زره مورده سرغړونې او تقلب ثبت کړي دي .
ده دانتخاباتو له کميسيونونو څخه وغوښتل چې دشکايتونو دڅيړنې نتيجې به له ټاکلي وخت سره سم اعلام کړي .
ده دغه راز دانتخاباتو له کميسيونونو څخه وغوښتل چې سري رايې  له ناسري رايو څخه جلا کړي .

manager

Latest from manager

back to top