14 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

شپږ وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول .

شپږ وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول .

کابل /دليندۍ ٢٣مه باختر شپږ وسله وال طالبان پرون اوتېره...

 طالبانوته په پکتيکا کې دسرزيان واوښت

طالبانوته په پکتيکا کې دسرزيان واوښت

کابل /دليندۍ ٢٣مه باختر څلور وسله وال طالبان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

Wednesday, 25 June 2014 18:02

په تخار کې مظاهره کوونکو دانتخاباتو دکميسيون دروازه وتړله .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د چنګاښ  څلورمه :
مظاهره کوونکو دهغه څه په غبرګون کې چې دجمهوري رياست  په انتخاباتو کې سازمان موندلي لاسوهنې بولي دتخار په ولايت کې دانتخاباتو دکميسيون دولايتي دفتر دروازه وتړله .
دغو اعتراض کوونکو چې شمير يې زرګونو تنو ته رسيږي نو زموږ راي څه شوې موږ څيرلي  او پسونه  نه يو  دشعارونو په ورکولو سره له نړيوالې ټولنې او دافغانستان له دولت څخه وغوښتل چې په انتخاباتو کې لاسوهونکي کسان ونيسي او مجازات يې کړي .
دغو مظاهره کوونکو په تالقانو ښار کې دتخار ولايت دانتخاباتو دخپلواک کميسيون دولايتي دفتر په وړاندې په غونډې سره له دولت څخه  وغوښتل چې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ددارالانشا رييس ضيا الحق امر خيل چې  ددوى په خبره دجمهوري رياست دانتخاباتو دنوماند ډاکتر اشرف غني  احمدزي په ګټه يې دانتخاباتو په مهندسۍ  لاس  پورې کړى دى ونيسي اومحاکمه يې کړي  يو تن اعتراض کوونکي جبار  دافغانستان دانتخاباتو په کميسيون د ډاکتر اشرف غني احمدزي په ګټه دانتخاباتو دمهندسۍ تور لګاوه او خبر داري يې ورکړ چې تر وروستي توان پورې  به دخپلې راي دفاع وکړي.
اعتراض کوونکو مړه دى وي تقلب کاران دشعارونو  په ورکولو سره له ناپاکو رايو څخه دپاکو رايو  دجلا کولو غوښتنه وکړه ؛
دهغه  څه پرخلاف وګړنيو اعتراضونوچې دجمهوري رياست په انتخاباتو کې پراخې لاسوهنې بلل کيږي په ښکاره له هغه وروسته زور واخست چې د ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ داصلاحاتو اوهمغږي  ټيم دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ددارالانشا په رييس ضيا الحق امرخيل پورې اړوند صوتي کستونه د رسنيو په واک کې ورکړ چې په هغو کې  امر خيل ددغه کميسيون له ځينو ولايتي مسوولينو او د ډاکتر اشرف غني احمدزي  د انتخاباتي کمپاين له غړوسره په انتخاباتو کې دلاسوهنې د پروګرامونو دجوړولو په باب خبرې کوي
دغه کستونه ددې څرګندوى دي چې  ګڼې  امر خيل د انتخاباتو په مهندسۍ لاس پورې کړى دى .
ډاکتر عبدالله عبدالله ددغوکستونو په غبرګون کې وويل چې په مليونونو راى دجمهوري رياست دانتخاباتو له ترسره کولو څخه مخکې او دانتخاباتو په بهير کې دده دسيال په ګټه  په صندوقونو کې واچول شوې.
دغه غبرګونونه له دندې څخه دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ددارالانشا  درييس  دګوښه کيدو سبب شول .
   خو امر خيل په ځان پورې اړوند خپور شوي غږ جعلي وباله او دانتخاباتو دکميسيون مسوولينو هم په هغه څه کې هر راز لاس لرل رد کړل چې دانتخاباتو مهندسي ويل کيږي .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.