کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٧ :
د انتخاباتي شکايتونو دکميسيون ويندوى وايي چې دانتخاباتي شکايتونو په باب داستيناف غوښتنې بهير نن پيل شو.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې : دغه ټکى دانتخاباتي شکايتونو د کميسيون ويندوى نادر محسني چې نن يې په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې؛ څرګند کړ او ويې ويل : هغه کسان چې استيناف غواړي؛ کولاى شي د دوشنبې د شپې تر دولسو بجو پورې استيناف وغواړي .
محسني زياته کړه چې ټولې ولايتي پريکړې په کابل کې داستيناف له پلوه څيړل کيږي.
ده زياته کړه چې تراوسه پورې دانتخاباتو د کميسيون دکارکوونکو د ګوښه کيدو ٦ مورده او د رايو دباطلولو دشکايتونو ٥٩ موده صادر شوي دي او ٨٦ مورده استيناف غوښتنه ثبت شوې ده .
محسني دهغو صوتي او تصويري کسټونو او سندونو په اړوند چې داصلاحاتو او همغږۍ دټيم له خوا دانتخاباتو د خپلواک کميسيون ديوه غړي له خوا دتقلب په باب د رسنيو له لارې خپاره شوي دي ؛ وغوښتل چې د دغو سندونو يوه نسخه په رسمي ډول دڅيړنې لپاره دانتخاباتي شکايتونو دکميسيون په واک کې ورکړي.