14 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

شپږ وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول .

شپږ وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول .

کابل /دليندۍ ٢٣مه باختر شپږ وسله وال طالبان پرون اوتېره...

 طالبانوته په پکتيکا کې دسرزيان واوښت

طالبانوته په پکتيکا کې دسرزيان واوښت

کابل /دليندۍ ٢٣مه باختر څلور وسله وال طالبان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

Friday, 01 August 2014 13:29

د ملګرو ملتو سازمان: د رايو د باطلولو د څرنګوالي طرزالعمل بشپړشوى دى.

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

د انتخاباتو د خپلواک کميسيون رييس: د رايو د پلټنې بهير به ونه ځنډول شي.

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٠
د افغانستان په چاروکې دملګرو ملتو دسازمان ځانګړي استازي ويلي دي: د رايې د ابطال د څرنګوالي طرز العمل چې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون له خوا تاييد شوى دى؛ بشپړ او د بدلون وړ به نه وي.
دباختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
دافغانستان په چاروکې د ملګرو ملتو د سازمان ځانګړي استازي چې پرون يې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون له رييس سره په يوه ګډه خبري غونډه کې خبرې کولې؛ وويل : دغه طرز العمل د جمهوري رياست د انتخاباتي مرکزونو له فني ډلو او د انتخاباتو د خپلواک کميسيون له غړو سره له دوو اوونيو خبرو وروسته بشپړ شوى دى او له پاکو رايو څخه د ناپاکو رايو د جلا کولو لپاره نړيوال معيارونه پکې په پام کې نيول شوي دي او دغه راز د افغانستان قوانينو ته درناوى شوى دى .
ده زياته کړه: په نږدې راتلوونکې کې به د دغه سازمان يوکارپوه کابل ته راشي او د رايو د باطلولو په خاطر به د انتخاباتو له خپلواک کميسيون سره همکاري وکړي.
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون رييس ډاکتر احمديوسف نورستاني دغه راز ددغه طرز العمل په عملي کيدو ټينګار کوي او زياتوي: که چيرې د انتخاباتي ډلو ترمنځ شي؛ د رايو د څيړنې او پلټنې بهير به ونه درول شي.
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د رييس دڅرګندونو له مخې: دجمهوري رياست نوماندان دې بايد پوه شي چې له دې زيات د انتخاباتو د بهير اوږدول د هيواد په ګټه نه دي .
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون مسوولين وايي چې د رايو په سلوکې د سلو شميرنې او څيړنې بهير به چې څه ناڅه دوه اوونۍ مخکې پيل شوى و؛ د زمري د مياشتې په يوولسمه نيټه د شنبې په ورځ له سره پيل شي.
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون غړي سرير احمد برمک رسنيو ته ويلي دي چې ددغه کميسيون کارکوونکي به د زمري د مياشتې په يوولسمه نيټه د شنبې په ورځ د ملي او نړيوالو کتوونکو تر نظر لاندې په دوو ټايمونوکې دپلټنې بهير له سره پيل کړي چې په هره دوره کې به سل کاري ډلې په کار بوخت شي.
د ده دڅرګندونو له مخې: يوه کاري ډله سهار له اتو بجو څخه د مازيګر تر څلورو بجور پورې او بله ډله د مازيګر له څلورو بجو څخه د شپې تر نهو يا لسو بجو پورې دغه بهير پرمخ وړي.
په همدې حال کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير ويلى دي: د رايو د څيړنې بهير چې ډيرسست و؛ د نيکمرغه کوچني اختر وروسته به ګړندي شي.
د رايو په سلوکې د سلو د پلټنې څرنګوالي څه ناڅه دوه اوونۍ مخکې د امريکا د بهرنيو چارو له وزير جان کري سره دجمهوري رياست د دوو نومانو له خبرو وروسته د انتخاباتو دخپلواک کميسيون دکار په لارښودکې ونيول شو.
دغه راز دواړو نوماندانو دملي وحدت د حکومت په جوړولو موافقه وکړه چې وروسته د حکومت د جوړولو څرنګوالي نارې سورې رامنځته کړې خو د امريکا د بهرنيو چارو وزير په دې وروستيو وختوکې د دغې مسئلې په باب افغاني رسنيو ته د يوليک په ليږلو سره رڼا اچولې ده.
ده ويلي دي چې په موافقې وړ سندکې د پارلماني نظامي رامنځته کول شامل نه دى ؛ بلکې د اجراييوي رييس په توګه نوى پست رامنځته کوي چې د جمهور رييس تر نظر لاندې به فعاليت وکړي.
له انتخاباتي جنجالونو وروسته د انتخاباتو بهير له بحران سره مخامخ شو او کابل ته د امريکا د بهرنيو چارو د وزير په سفر سره د جمهوري رياست د دوو نوماندانو ترمنځ د موافقې زمينه برابره کړه.
د جمهوري رياست دواړو نوماندانو موافقه وکړه چې د رايو له څيړنې او د نتيجو له اعلام وروسته د ملي وحدت له جوړولو وروسته به ګټوونکي نوماند جمهور رييس او بايلوونکى نوماند به د حکومت د اجراييوي رييس په پست کې کار وکړي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.