23 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

صمیم: مشاعرې د افکارو شریکولو لپاره ښه وسیله ده

ګردیز/ د تلې لومړۍ / باختر مشاعرې د ځوانو شاعرانو اوليکوالانو...

يو انس سره زر په ١٥١٥ډالرو پلورل کېږي

کابل/ د تلې١مه/ باختر په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره...

په جوزجان کې وسله والو طالبانو ته دسرزيانونه اوښتي دي .

کابل /دتلې لومړى /باختر : درې وسله وال طالبان تېره شپه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

Tuesday, 12 August 2014 14:06

دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ويندوى : دراى پاڼو دباطلولو بهير سبا په رسمي ډول پيليږي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دزمري  يو ويشتمه :
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ويندوى  نن  په يوه خبري غونډه کې وويل  چې دراى پاڼو دباطلولو بهير سبا په رسمي ډول پيليږي .
  دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ،  په دې خبري غونډه کې دانتخاباتو  دخپلواک کميسيون  ويندوى  نورمحمد نور وويل :  دغه بهير به په علني ډول  دانتخاباتي  ټيمونو داستازو او دملي او نړيوالو کتوونکو په وړاندې  پرمخ  لاړ شي .  ده زياته کړه  چې  دکمپيوتري  نرم افزار دکاري برخې  ابتدايي پړاو او دڅيړنو دفهرست راټولول  نن مازيګر پيليږي .
  نور زياته کړه :  دجمهوري رياست  ددويم پړاو انتخاباتو  دراى پاڼو  دپلټنې  دبهير له پيل څخه  تراوسه پورې  نږدې  اووه زره صندوقونه  پلټل شوي دي  .
  دده دڅرګندونوله مخې  دراى پاڼو دپلټنې دبهير دګړندي کولو لپاره  دراى پاڼو د شميرنې  ډلې  زياتې شوي دي . او په دې بهير کې په جدي توګه کار دوام  لري .
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون  ويندوى  يوځل بيا تينګار وکړ  چې دهمدې اوونۍ په بهير کې به هغه نرم افزار کې  چې جوړ شوى دى دڅيړنو دفهرست  دراټولو بهير پاى ته رسيږي  او له خلکو او رسنيو سره  شريک کيږي . 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.