21 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

عبدالمنان شيواى شرق: د کتاب نړيوال نندارتون جوړېږي

عبدالمنان شيواى شرق: د کتاب نړيوال نندارتون جوړېږي

کابل/ د کب لومړۍ/ باختر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د...

  يو ډار اچوونکى په غزني کې ووژل شو

يو ډار اچوونکى په غزني کې ووژل شو

کابل/ د کب لومړۍ/ باختر يو وسله وال طالب د غزني...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

Friday, 15 August 2014 13:16

د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون ويندوى: د ولايتي شوراګانو د انتخاباتي شکايتونو د څيړنې کار سبا بيا پيليږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٤
د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون ويندوى وايي: دغه کميسيون سبا د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو په اړوند خپل کار پيلوي.
د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون ويندوى نادر محسني د باختر آژانس له خبريال سره په خبروکې وويل: د کابل او ننګرهار د ولايتونو پرته د ولايتي شوراګانو د رايو د بيا شميرنې بهير په ټولو ولايتونوکې پاى ته رسيدلى دى او سبا به د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو د بشپړيدو په خاطر کارونه پيل شي.
د محسني د څرګندونو له مخې: په زياترو ولايتونوکې موږ زيات موارد درلودل چې د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو په نتيجوکې يې بدلون رامنځته کړى دى. د ولايتي شوراګانو نوماندانو داسې سندونه او شواهد وړاندې کړل چې د همدغو سندونو او شواهدو له مخې موږ په ټولو ولايتونوکې دې ته اړ شو چې د رايې ورکولو د مرکزونو او سيمو د بيا شمېر حکم ورکړ.
د جمهوري رياست په انتخاباتو کې د تاوتريخوالى او د انتخاباتو د بهير د اوږديدو په علت د ولايتي شوراګانو د انتخاباتي شکايتونو څيړل ځنډول شوى و، خو د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د ويندوى د څرګندونو له مخې: د مستندو شکايتونو د حجم د زياتوالي په پام کې نيولو سره د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو په باب د ولايتي شوراګانو د ټولو رايو د بيا شمېرلو په باب تصميم ونيول شو او ټاکل شوې ده چې د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو بهير بشپړ شي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.