20 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دفراه له مرکز څخه ديو تروريست نيول کيدل

شبرغان / باختر/ د وږي٢٩مه : د فراه پوليسو تيره...

د شبرغان- مزارشريف لويه لاره د ترافيکو پرمخ خلاصه شوه

شبرغان / باختر/ د وږي٢٩مه : د شبرغان- مزارشريف لويه...

په ننګرهار کې دملکي وګړو دتلفاتو په اړوند ضد ونقيض ادعاوې

جلال آباد / باختر/ د وږي٢٩مه : په ننګرهارکې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

Friday, 15 August 2014 04:49

د انتخاباتو د خپلواک کميسيون ويندوى: د راى ورکولو د شپږ زرو صندوقونو مديريت او مشرتوب د دغه کميسيون په غاړه دى

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٤
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون ويندوى نن په يوه خبري غونډه کې وويل: په احتمالي توګه سبا د شپږو زرو صندوقونو د بيا شميرنې او د ځانګړې څيړنې بهير چې د انتخاباتي مرکزونو له خوا مشخص شوى دى؛ پيليږي.
د شپږو زروصندوقونو د رايو بيا شمېرنه په داسې حال کې ترسره کيږي چې د ملګرو ملتو د سازمان د پيشنهادي طرحې له مخې، هر انتخاباتي مرکز بايد د راى ورکولو درې درې زره صندوقونه چې زياتره د درغليو احتمال پکې ليدل کيږي؛ د ملګروملتو سازمان ته وسپاري.
دغه طرحه د رايو د څيړنې د شپاړلسمې مادې د تطبيق په مقصد ده او په دې ماده کې د نړيوالو معيارونو له مخې د رايو  په څيړنه ټينګار شوى دى.
دباختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
په دې خبري غونډه کې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون ويندوى نورمحمد نور څرګنده کړه: د شپږو زرو صندوقونو مديريت او مشرتوب د دغه کميسيون په غاړه دى، خو د يونما او د نورو مرکزونو کتوونکي کولاى شي هغو ته ځانګړې پاملرنه ولري .
نور څرګنده کړه: د دغو شپږو زرو صندوقونو څيړنه په هغو صندوقونوکې شامله نه ده چې پخوا څيړل شوي دي .
د رايو څه ناڅه نهه زره صندوقونه په تيرو څو ورځوکې د انتخاباتي مرکزونو د استازو او د ملي او نړيوالوکتوونکو په حضورکې څيړل شوي دي.
ده يوځل بيا ټينګار وکړ چې د رايو د پلټنې او څيړنې بهير په څلورو ګودامونوکې د يو زرو يوسلو پنځلسو ملي او نړيوالو کتوونکو او د انتخاباتي مرکزونو د استازو له خوا په عادي ډول ترسره کيږي.
د نور څرګندونو له مخې: تراوسه پورې د دوه ويشتو زرو اته سوه اته ويشتوصندوقونو له جملې څخه په سلوکې ٣٩ يې څيړل شوي دي او دغه بهير دوام لري.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.