26 April 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

فرمان

کابل باختر د ثور پنځمه : دافغانستان داسلامي جمهوريت دستر...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

Wednesday, 20 August 2014 14:18

د انتخاباتو کمېسیونونو د رایو د تفتیش د بهير د چټکتیا لپاره له دواړو انتخاباتي ټيمونو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر  د زمري  نهه ويشتمه :
د افغانستان جمهور رئيس حامد کرزي نن سهار د انتخاباتي کمېسيونونو له رئيسانو او غړو سره په داسې حال کې وکتل، چې د جمهوري ریاست مرستیالان او د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی هم حاضر و.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې چې د ملګرو ملتونودسازمان د ځانګړي استازي او د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په وړانديز جوړه شوې وه، د رایو د تفتیش د کار د پرمختګ او د تخنيکي بهير د ستونزو د څرنګوالي پر اړوندو مسایلو بحث او خبرې وشوې.
د انتخاباتي کمېسیونونو رئیسانو او غړو د دغو مواردو په اړه غونډې ته معلومات وړاندې کړل او د رایو د تفتیش د بهیر پر چټکتیا د ټینګار په ترځ کې يې وویل چې د دواړو انتخاباتي ټيمونو ترمنځ نږدې همکاري کولی شي چې د رایو د تفتیش د بهیر دډيرژر پای ته رسولو او د انتخاباتو د نتیجې د اعلام زمینه برابره کړي.
د انتخاباتي کمېسيونونو غړو ډاډ ورکړ چې د دغه بهير چټکتیا ته بشپړ چمتووالی لري، خو له کمېسیون سره د دواړو ټیمونو د همکارۍ پر اړتیا يې ټينګار وکړ.
د کمېسیون غړو همداراز د انتخاباتو د کمېسیون په کاري چاپېریال کې د ښه نظم او امنیت د ټينګښت لپاره له امنیتي ځواکونو وغوښتل چې په دې اړه په جدي توګه اقدام وکړي.
هغوی همداراز له جمهور رئیس څخه وغوښتل چې د جمهوري ریاست له نوماندانو سره خبرې وکړي چې خپلو استازو ته لارښوونه وکړي چې د انتخاباتو له کمېسیون سره نږدې همکاري وکړي، ترڅو دغه بهير په چټکی سره پای ته ورسيږي.
جمهور رئيس کرزي وویل چې د افغانستان خلک له میاشتومياشتو راهیسې د انتخاباتو پایلو ته په تمه دي او دغه نتیجه باید ډېر ژر اعلام شي.
جمهور رئیس په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې وروستۍ خپرې شوې مقالې ته د اشارې په ترځ کې وویل چې د دا ډول مطالبو خپرول د افغانستان د بې ثبات کولو لپاره د بهرنيانو ښکاره لاسوهنه او توطئه ده او باید ورته اجازه ورنه کړى شي.
جمهور رئيس ټینګار وکړ چې د انتخاباتو د نتیجې د اعلام ځنډېدل، د خلکو د ژوند پر ټولو برخو په ځانګړې توګه امنیت او اقتصاد او همداراز پر حکومتي چارو منفي اغېز کړی دی، نو دا ایجابوي چې دغه بهير په ټاکلې نېته پای ته ورسيږي او زموږ خلک نور له دې اندېښنې څخه خلاص شي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.