21 June 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په نيمروز کې داوربند له اعلام سره ملاتړ وشو .

کابل باختر د غبرګولې ديرشمه : دنيمروز ولايت يوشمير عالمانو...

په نيمروز کې داوربند له اعلام سره ملاتړ وشو .

کابل باختر د غبرګولې ديرشمه : دنيمروز ولايت يوشمير عالمانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

Monday, 25 August 2014 14:23

د راى پاڼو د باطلولو بهير پيل شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣
د جمهوري رياست د دويم پړاو انتخاباتو د راى پاڼو د باطلولو بهير نن له غرمې وروسته په علني ډول پيل شو.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون مرستيال عبدالرحمن هوتکي چې نن يې له خبريالانو سره خبرې کولې؛ وويل: د راى پاڼو د باطلولو بهير چې د انتخاباتي مرکزونو د استازو ، د ملي او نړيوالو کتوونکو، انتخاباتي مرکزونو او د رسنيو په وړاندې پيل شو؛ د دغه بهير په پاى ته رسيدو سره به ټولې تقلبي راى پاڼې له پاکو راى پاڼوڅخه جلا شي.
هوتکي د راى پاڼو د باطلولو دعلني غونډو په بهيرکې وويل: تراوسه پورې د رايې ورکولو د سيمو له جملې څخه ٧٦ يې باطل شوې دي او د درې زره اووه سوه اته څلويښتوسيمو له جملې څخه دوه اويا يې د بياڅيړنې په بهيرکې شامل شوې دي. د هوتکي د څرګندونو له مخې: صندوقونه، د نتيجو فورمې او څيړل شوي لستونه په دريوګروپونوکې برابر شوي دي.
له بله پلوه د انتخاباتي مرکزونو استازي د راى پاڼو د باطلولو د بهير د پيل له امله خوښي څرګندوي او هيله کوي؛ ځينې پيشنهادونه چې د څيړنې په وخت کې د دوى د کتوونکو له خوا له رښتينو راى پاڼو څخه د تقلبي رايو د ښه تفکيک په مقصد د ملګرو ملتو سازمان ته طرحه کړي دي؛ د پاملرنې وړ وګرځي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.