18 October 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

ملت ته د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه د جمهور رئیس محمد اشرف غني د وینامتن

ملت ته د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه د جمهور رئیس محمد اشرف غني د وینامتن

ـ کابل باختر د تلې ۲۶ مه درنو وطنوالو! د انتخاباتي کمپاینونو...

په تخار کې د پوهنې د دوو پروژو کار پیل شو

په تخار کې د پوهنې د دوو پروژو کار پیل شو

تالقان باخترد تلې ۳۶ په تخارولایت کې د پوهنې د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

Friday, 29 August 2014 04:01

د انتخاباتو خپلواک کميسيون: په سلوکې اته اويا رايې شمېرل شوې دي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل – باختر د وږي دمياشتې  ٧
د انتخاباتو خپلواک کميسيون د ملګرو ملتو له سازمان څخه غوښتي دي چې د جمهوري رياست د دويم پړاو انتخاباتو د رايو د پلټنې او څيړنې د بهير د کړنديتوب په خاطر دې خپل کارکوونکي زيات کړي.
دباختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون ويندوى نورمحمد نور چې نن يې له خبريالانو سره خبرې کولې؛ وويل: د ملګرو ملتو له سازمان څخه زموږ غوښتنه دا ده چې خپل کارکوونکي زيات کړي او نړيوال کتوونکي هم زيات شي او کله چې ددغو مرکزونو دکارکوونکو شمېر زيات شي؛ موږ هيله لرو او ويلي شو چې په راتلوونکو څو ورځوکې د پلټنې بهير پاى ته رسيږي.
ده زياته کړه چې د رايو د پلټنې په بهيرکې بايد دقت په پام کې ونيول شي او بايد عدالت د وخت قرباني نشي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د ملګرو ملتو سازمان وويل چې د جمهوري رياست د دويم پړاو انتخاباتو د ټولو رايو پلټنه به په احتمالي توګه د وږي د مياشتې تر يوولسمې نيټې پورې پشپړه نه شي او اوس د انتخاباتو خپلواک کميسيون د دغه بهير د ګړندي کولو په خاطر د ملګرو ملتو د سازمان د کارکوونکو د زياتوالي غوښتنه کړې ده.
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د ويندوى د څرګندونو له مخې: د رايو د باطلولو په باب ټول علني تصميمونه په ليکلي ډول د جمهوري رياست له دواړو نوماندانو سره شريک شوي دي .
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون مسوولين وايي چې د رايو د څه د پاسه دوه ويشت (٢٢٠٠٠)  زرو صندوقونو له جملې څخه تراوسه پورې اولس زره اته سوه پنځه شپيته (١٧٨٦٥) صندوقونه تفتيش او څيړل شوي دي چې په سلوکې څه دپاسه ٧٨ بشپړ شوي دي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.