14 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

تبصره

تبصره

کابل باختر د لړم دوه ويشتمه : دهېواد دفاعي او امنيتي...

 دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين  دانګلستان د سفير له مرستيال سره وکتل .

دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين دانګلستان د سفير له مرستيال سره وکتل .

کابل باختر د لړم دوه ويشتمه : دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيوچارو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

Thursday, 09 October 2014 06:57

جمهور رئیس احمدزي په کابل کې د امریکا د سفارت له شارزدافیراو د ناټو ځواکونو له لوی قوماندان سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د تلي اوولسمه
د افغانستان جمهور رئیس ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو دسفارت له شارزدافیر میکن لي او د ناټوځواکونو له لوی قوماندان جنرال جان ایف کیمبل سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، د افغانستان او امریکا ترمنځ په بېلا بېلو برخوکې د همکاریو د پراختیا، د هېواد د اوسني امنیتي حالت او د افغان او نړیوالو ځواکونو ترمنځ د لا ښې همغږۍ د رامنځته کېدلو په باب خبرې وشوې.
ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي په هېوادکې د امنیتي حالت پر ښه والي باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل، له امنیت پرته اقتصادي پرمختګ ناشونی دی، له دې امله زموږ تر ټولو مهم کار په هېوادکې د امن او ثبات ټینګښت دی.
جمهور رئیس له افغان ځواکونو سره د ناټو ځواکونو همغږي په امنیتي چارو کې د ښه والي په رامنځته کولوکې اغیزمنه وبلله او پرهغې یې ټینګار وکړ.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.