18 September 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

يو انس سره زر په ۱۱۵۵ډالرو وړاندې کيږي

کابل\باختر\ د وږي د مياشتې۲۶ په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

Friday, 10 October 2014 12:42

جمهور رئیس احمدزي په کابل کې د ملګرو ملتونو د سازمان د ځانګړي استازي له مرستیالانو سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل – باختر د تلې د مياشتې ١٨مه:
د افغانستان جمهور رئیس ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي، نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان د سرمنشي د ځانګړي استازي له مرستیالانو نیکولاس هایسوم او مارک بوډن سره په ارګ کې وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د سازمان د مرستو د دوام، پراختیا او د افغانستان حکومت ته پر خپل وخت  د دغو مرستو د سپارلو په باب خبرې وشوې.
د هېواد جمهور رئیس ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي د بې ځایه شویو او مرستو ته د اړو افغانانو د ژوندانه د ښه والي لپاره د افغانستان د حکومت له چمتوالي څخه ډاډ څرګند کړ، وې ویل، موږ غواړو هغو افغانانو ته چې د جګړې له امله بې کوره او یا هم له یوې سیمې څخه  بلې سیمې ته کوچېدلي دي د ژمي له را رسېدو وړاندې لازمې مرستې برابرې کړو له دې امله د ملګرو ملتونو له سازمان څخه غواړو چې خپلې مرستې د افغانستان له حکومت سره په بشپړې همغږۍ کې ګړندۍ او د اړوندو ادارو په واک کې يې ورکړي.
دغه راز په دې کتنه کې جمهور رئیس احمدزي د ملګرو ملتونو له سازمان څخه وغوښتل چې دغه سازمان دې د څرخي پله د مرکزي زندان د زندانیانو د درملنې لپاره د یو سمبال کلینیک او په دغه زندان کې د سواد د زده کړې د یو مرکز د رامنځته کېدو په برخه کې همکاري وکړي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د سازمان د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیالانو د افغانستان له نوي حکومت سره د دغه سازمان د مرستو او همکاریو له دوام او پراختیا څخه د ډاډ د څرګندولو په ترڅ کې وویل چې د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې د بې ځایه شویو او مرستو ته د اړو افغان وګړو ستونزې درک کوي او د ژمي له را رسېدو وړاندې به خپلې لوژستیکي مرستې اړوکسانو ته و رسوي.#

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.