22 November 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

Friday, 10 October 2014 12:42

جمهور رئیس احمدزي د یو شمېر رسنیو له مسوولینو سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل – باختر د تلې د مياشتې ١٨مه:
د افغانستان جمهور رئیس ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي، تېرماښام د هېواد د یو شمېر رسنیو له مسوولینو او استازو سره وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې د رسنیو مسوولینو او استازو په تېرو لسو ورځو کې د جمهور رئیس ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي لخوا ترسره شوي اقدامات له تاریخي پلوه بې ساري وبلل او له هغو څخه یې خپل ملاتړ څرګند کړ.
دوی جمهور رئیس ته ډاډ ورکړ چې د ستونزو د په ګوته کولو او د خلکو او دولت ترمنځ د اړیکې د رامنځته کولو په برخه کې به د پله رول ولوبوي او له نوي حکومت سره به له هیڅ راز همکارۍ څخه ډډه ونه کړي.
جمهور رئیس ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي په دې کتنه کې د نوي حکومت لخوا ترسره شویو کارونو ته د اشارې په ترڅ کې وویل، پر کابینې باندې کارکوي ترڅو د وزارتونو او خپلواکو ادارو لپاره غښتلي او په کار پوه کسان وټاکي.
جمهور رئیس په دې کتنه کې دا هم وویل چې نه غواړي کمزوري او ضعیف کسان په وزارتونو او اداروکې په دنده وګماري.
د هيواد جمهور رئیس د ستونزو د په ګوته کولو او حکومت ته د خلکو د غږ په رسولو کې د رسنیو رسالت ډیرمهم او ارزښتناک وباله، ډاډ یې څرګند کړ چې د بیان د آزادۍ د بنسټیز کېدو او له خبریالانو څخه د ملاتړ  لپاره به  اساسي ګامونه پورته کړي.
ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي د چارو د ښه والي لپاره پر حکومت باندې د فشار د راوستلو او د واقعیتونو د راسپړلو په خاطر د تحقیقي ژورنالیزم رامنځته کېدل او پراختیا یوه مهمه اړتیا وبلله او خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو یې وغوښتل چې په چارو کې د ښه والي په رامنځته کولوکې له خپل حکومت سره همکاري وکړي. 
دغه راز جمهور رئیس احمدزي د یو شمېر بهرنیو رسنیو له استازو سره وکتل او د هېواد د موجوده حالاتو په اړه یې له هغوې سره خبرې وکړې.#

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.