22 October 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په ننګرهارکې له۴۵۶ بېځايه شويوکورنيوسره مرسته وشوه

کابل \باختردتلې دمياشتې٣٠نيټه : په ننګرهار ولايت کې له۴۵۶ بېځايه...

يو ځوان محصل په بدخشان کې ځان وواژه

فيض آباد \باختردتلې دمياشتې٣٠نيټه : يو محصل نن غرمه په...

د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون پنځه تنه مقامات له کاره ګوښه شول

کابل\باختردتلې دمياشتې٣٠نيټه : د انتخاباتي شکايتونو کميسيون، د دغه کميسيون...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

Saturday, 11 October 2014 13:34

جمهور رئيس احمدزي له امریکايي سناتورانو سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دتلې دمياشتې  ١٩ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس ډاکټر اشرف غني احمدزي نن له غرمې وروسته له امریکايي سناتوران، تيموتي کېن او انګس کېنګ سره په ارګ کې وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، دویم مرستیال سرور دانش او د اصلاحاتو او د ښې حکومتوالۍ د رامنځته کولو په برخه کې د جمهور رئيس فوق العاده استازي احمد ضیا مسعود هم حضور درلود، په افغانستان کې د امنیت د ټينګښت، د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو د پیاوړتیا او پراختیا، د افغانستان د اقتصاد د ودې او د لوړو زده کړو په برخه کې خبرې وشوې.
امریکايي سناتورانو وویل چې د ملي یووالي حکومت د افغانستان لپاره نوې هيلې راټوکولې دي، له همدې کبله موږ په دې هڅه کې یو، چې څنګه وکولای شو له نوي حکومت سره خپل ملاتړ او همکارۍ لا پیاوړې کړو.
دغو سناتورانو همداراز دا هم وویل چې امریکا به له نوي حکومت سره په همغږۍ کې او د افغانستان د اړتیا له مخې همکاري کوي او دا به په ګوته کوي چې دغه همکارۍ چېرته او څنګه اغېزمنې تمامېدلای شي.
جمهور رئيس احمدزي افغانستان ته د دوی د راتګ له امله د ښه راغلاست د ويلو په ترڅ کې زیاته کړه: د ملي یووالي حکومت جوړښت به په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره یو بنسټ وي.
ډاکټر احمدزي وویل چې افغانستان او نړۍ له ګډ امنیتي ګواښ سره مخامخ دي او په له منځه وړلو کې يې باید جدي او ډيرژرګام اوچت شي.
جمهور رئيس زیاته کړه: د افغانستان امنیت موږ ته ډېره مهمه مسله ده، همدې لپاره پر یوې ستراتيژيکې امنیتي طرحې کار کوو، چې څنګه په افغانستان کې سوله ټينګېدای شي او په دې برخه کې همکارۍ ته اړتیا ده.
ډاکټر احمدزي له امریکايي سناتورانو سره په خبرو کې په نړیوالو مارکېټونو کې د افغانستان د محصولاتو او تولیداتو لپاره د بازار موندنې د هڅو یادونه هم وکړه او ويې ویل چې د افغانستان د اقتصاد وده، د افغانانو لپاره ډېره مهمه مسله ده او په دې برخه کې د نړیوالو همکارۍ ته اړتیا ده.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.