22 January 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په پکتيکا کې د سولې له بهير سره یوځای شوی ځوان ووژل شو

ښرنه باخترد سلواغې ۲ مه د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه...

په پکتیکا کې دوه تنه له وسلو او نشه یي توکو سره يوځای ونیول شول

په پکتیکا کې دوه تنه له وسلو او نشه یي توکو سره يوځای ونیول شول

ښرنه باختر د سلواغې ۲ مه د پکتیکا ولایت د امنیې...

په پکتيکا کې د ۱۱ ښوونځيو ترمنځ علمي سيالۍ ترسره شوې

په پکتيکا کې د ۱۱ ښوونځيو ترمنځ علمي سيالۍ ترسره شوې

ښرنه باختر د سلواغې ۲ مه د پکتیکا ولایت د ارګون...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

Wednesday, 15 October 2014 12:31

جمهور رئیس احمدزی:د کندز د امنیتي حالت ښه والی د حکومت له لومړیتوبونو څخه ګڼل کیږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دتلې دمياشتې  ٢٣
د افغانستان جمهور رئیس ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي، نن له غرمې مخکې د کندز ولایت له یو شمېر مشرانو او مخورو سره د ویدیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې او په بېلا بېلو برخوکې یې د هغوی ستونزې او غوښتنې واورېدې.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
د کندز ولایت مشرانو او مخورو په دغه ولایت کې د امنیت، پوهنې او سړکونو په برخوکې خپلې ستونزې له جمهور رئیس احمدزي سره شریکې کړې او له حکومت څخه یې د کندز ولایت د امنیتي حالت د ښه والي، په شېرخان  بندر کې د یو سوداګریز ښارګوټي د جوړېدو او د سپین زر تصدۍ د بیا فعالېدو غوښتنه وکړه.
د کندز ولایت مشرانو همدا راز  په دغه ولایت کې د یوه دارالعلوم، ښوونکو ته د یوه ښارګوټي ، د کرنيزو محصولاتو د ساتنې لپاره د سړو خونو او دیو نړیوال هوایي ډګرپر جوړېدو باندې ټینګار وکړ.
د افغانستان جمهور رئیس ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي د کندز ولایت د خلکو د ستونزو او غوښتنو له اورېدو وروسته په داسې حال کې چې د کورنیو چارو،  سوداګرۍ، پوهنې،کرنې او اوبولګولو، مالیې، فوایدعامې او دانرژۍ اوبود وزارتونو سرپرستانو حضوردرلود، وویل چې د کندز ولایت په اقتصادي لحاظ د افغانستان لپاره ډیر ارزښت لري او د دغه ولایت د امنیتي حالت ښه والی د حکومت له لومړیتوبونو څخه ګڼل کیږي.
د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه چې حکومت د دغه ولایت د امنیت د ښه والي لپاره یو لړ ځانګړي پروګرامونه ترلاس لاندې نیولي دي چې ډیر ژر به عملي شي.
جمهور رئیس احمدزي د کندز خلکو ته ډاډ ورکړ چې د دوی د هرې ستونزې او غوښتنې حل کول د نوي حکومت په لومړیتوب کې ځاى لري.
ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي څرګنده کړه چې د اړوندو وزارتونو چارواکي به د دوی د ستونزو او غوښتنو د حل لپاره په عملي اقداماتو لاس پورې کړي او په خپله دی به په دې اړه د اړوندو وزارتونو له خوا ترسره شوي اجراات تعقیب کړي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.