22 September 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 په افعانستان کې د نيوزيلند د ځواکونو د خدمت د موده تمديدول

په افعانستان کې د نيوزيلند د ځواکونو د خدمت د موده تمديدول

نړيوالې خبري منابع \باختردوږي دمياشتې٣٠نيټه : د نيوزيلند حکومت په...

د هېواد په بېلابېلو سیموکې ۱۶۱ تنه ترهګر وژل شوي دي

د هېواد په بېلابېلو سیموکې ۱۶۱ تنه ترهګر وژل شوي دي

نړيوالې خبري منابع \باختردوږي دمياشتې٣٠نيټه : د افغانستان ملي دفاعي...

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له پاکستان سره ډګر ته وځي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له پاکستان سره ډګر ته وځي

نړيوالې خبري منابع \باختردوږي دمياشتې٣٠نيټه : د افغانستان د کرکټ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

نړيوالې خبري منابع \باختردوږي دمياشتې٣٠نيټه : د نيوزيلند حکومت په افغانستان او عراق کې د ٢٠١٩ ميلادي کال تر نيمايي پورې د خپلو ځواکونو د خدمت موده تمديدوي . د نيوزيلند صدر اعظم جاسيندا آردرن نن په خپلي وينا کې وويل چې د نيوزيلندي ځواکونو د خدمت موده به په افغانستان کې د ٢٠١٩ ميلادي کال تر سپتمبر پورې نوره هم تمديده شي . د جرمني د (ډي پي آی) د خبري آژانس دخبرله مخې: د نيوزيلند هېواد به دغه راز يوولس تنه پوځي ښوونکي هم افغانستان ته واستوي . په اوس وخت کې نيوزيلند په افغانستان کې ١٣ تنه پوځيان لري چې د غوڅ ملاتړ ماموريت په چوکاټ کې له افغان پوځيانو سره د مشورې او زده کړې په برخوکې دنده ترسره کوي . پاى \ ذکرالله

نړيوالې خبري منابع \باختردوږي دمياشتې٣٠نيټه : د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په تیرو۲۴ساعتونوکې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هېواد په بېلابېلو سیموکې ۱۸ ګډ تعرضي او چاڼیز عملیات، ۱۰۹ ځانګړي کوماندویي دندې او ۸ هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو په ځالو او مرکزونو ترسره کړل او د افغانستان هوایي ځواکونو د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه ۱۰۴پروازونه کړل چې په پایله کې ۱۶۱ وسله وال ترهګر وژل شوي، ۴۲ تنه تپیان او د دوو تنو شکمنو په ګډون ۲۰ تنه نیول شوي دي. دغه عملیات د ننګرهار، غزني، پکتیا، خوست ، کندهار، زابل، ارزګان، بادغیس، هرات، فاریاب، بغلان، سرپل او هلمند په ولایتونو کې تر سره شول چې له امله یې د کندهار ولایت د شاه ولیکوټ په ولسوالۍ کې ۲۱ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۸ تنه نیول شوي، د دښمن ښوونیز مرکزونه او د سلاح او مهماتو یوه ډیپو له منځه وړل شوې ده. د میدان وردګو ولایت د سید آباد په ولسوالۍ کې ۹ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۳ تنه ټپیان شوي دي. د ارزګان ولایت مرکز اړوند د صوفیانو په سیمه کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۱ تنه ټپیان دي. د کاپیسا ولایت د نجراب په ولسوالۍ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي، د هلمند ولایت د ناعلي په ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ تنه شکمن کسان نیول شوي او یو موټر له منځه وړل شوی او د بادغیس ولایت د مقر او فراه ولایت مرکز اړوند سیمه کې۲ تنه ترهګر وژل شوي او۴ تنه ټپيان شوي دي . همدا راز د هوايي ځواکونو د ځپونکو ګزارونو په ترڅ کې د پکتیا ولایت د لژه احمد خان او احمد آباد په ولسوالیوکې د حقاني شبکې د ۲ تنو غړو په ګډون ۲۲ تنه ترهګر وژل شوي او د دښمن یو پټنځاي له منځه وړل شوی دی. د زابل ولایت د ارغنداب په ولسوالۍ کې ۲۰ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۰ تنه ټپيان، د ننګرهار ولایت د اچین په ولسوالۍ کې ۴ تنه داعشیان له منځه وړل شوي، د کونړ ولایت د نرنګ په ولسوالۍ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او یو تن ټپي، د غزني ولایت د واغظ په ولسوالۍ کې ۳ تنه ماین جوړونکي وژل شوي، یو موټر او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي. د هلمند ولایت د ګرمسیر او ارزګان ولایت مرکز اړوند کوټوال په سیمه کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه نوريې ټپیان شوي دي . په دغو عملیاتوکې د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات، څو موټرونه او پټنځي هم له منځه تللي دي.# پای - ذ

نړيوالې خبري منابع \باختردوږي دمياشتې٣٠نيټه : د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د آسیايي جام د لوبو په دوام نن له پاکستان سره د لوبې ډګر ته وځي. د عربي متحده اماراتو په پايتخت ابوظبي کې دا لوبه د کابل په وخت د مازیګر په څلورو بجو پیلېږي. افغان لوبډلې د آسیايي جام په لوبوکې تېره شپه د بنګله دېش لوبډلې ته په لوی توپیر سره ماتې ورکړه. لوبه افغانستان پیل کړه او ۲۵۵ منډې یې وکړې او خپل سیال ټیم ته یې د ۲۵۶ منډو هدف وټاکه. خو بنګله دیش په ۴۳ اوورونوکې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره یوازې د ۱۱۹ منډو په جوړولو بریالی شو او لوبه یې په زیات توپیر بایلوده. د بنګله دېش پر وړاندې ټوله لوبډله ښه وځلېدله خو د لوبې مېن آف دې مېچ راشدخان د خپلې کلیزې په ورځ هم په توپ وهنه او هم په توپ اچونه کې بیسارې لوبه وکړه. دې شل کلن ستوري په توپ وهنه کې په ۳۲ بالونو ۵۷ ناسوځېدلی منډې جوړې کړې او په توپ اچونه کې یې په ۹ آورونوکې یوازې ۱۳ منډې ورکړې او دوه لوبغاړي یې وسوځول. له نننۍ لوبې وروسته د افغانستان بله لوبه د سپټمبر په ۲۳ مه نېټه له بنګله دېش سره او ورپسې د سپټمبر په ۲۵ له هند سره په پام کې ده. پاى \ ذکرالله \

دهرات ښار \باختردوږي دمياشتې٣٠نيټه : په هرات ولايت کې په پرونۍ ترافيکي پيښو کې ۴۷ تنه ټپيان شول. د هرات ولايت د حوزوي روغتون سرطبيب ډاکترمحمدعارف جلالي دغه روغتون ته د ترافيکي پيښو د اووه څلويښتو تنو ټپيانو د ليږدونې خبر ورکړ. ښاغلي جلالي وويل: په دغو ټپيانوکي ٣٠ نارينه، ١١ ماشومان او ٦ميرمنې شاملې دي چې د ترافيکي پيښو له امله ټپيان او دغه روغتون ته ليږدول شوي دي. ده د ديرش تنو نورو چې د وهلو او ډبولو له امله ټپيان شوي وو، هم خبر ورکړ چې په هغوکې ٢٣ تنه نارينه او ٧ ميرمني شاملې دي. جلالي وويل: دغه ټپيان روغتون ته ليږدول شوي او تر درملنې لاندې دي. پاى \ذکرالله \

داسعداباد ښار \باختردوږي دمياشتې٣٠نيټه : د هېواد په ختيځ کې شپږ تنه پاکستاني ډار اچوونکي په هوايي بريد کې ووژل شول. ويل کيږي دغه ډار اچوونکي نوي له پاکستان څخه افغانستان ته راغلي وو چې نن له غرمې مخکې د ډيورنډ او د کونړ ولايت ترمنځ صفري کرښه کې پرې د هوايي ځواکونو له خوا بريد وشو. د هېواد په ختيځ کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه شپږ تنه ډار اچوونکي په ډار اچوونکو فعاليتونوکې د ګډون په مقصد افغانستان ته راغلي وو چې هوايي بريد پرې وشو. تر اوسه پورې روښانه شوې نه ده چې دغه وژل شوي ډار اچوونکي په کومې ډلې پورې اړوند دي؟ د هېواد په ختيځ کې پوځي مقامات وايي په دې هوايي بريد کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى. پاى \ ذکرالله \

- د قندهار ښار \باختردوږي دمياشتې٣٠نيټه : په قندهارولايت کې۱۷ تنه د جنايي جرمونوپه ګومان نيول شوي دي . دغه کسان دتيرو ٢٤ ساعتو په بهيرکې د قندهار ولايت له شاو خوا سيمو او د پلټنې په پوستوکې نيول شوي دي. د قندهار ولايت يوه امنيتي خبرځاي دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه ١٧تنه د غلا، انسان تښتونې او د نشه يي توکو د قاچاقو په ګومان نيول شوي دي . نيول شويو کسانو په خپلو لومړنيو تحقيقاتوکې د جنايي جرمونو په لسګونو پيښو کې په لاس لرلو اعتراف کړى دى . د قندهار ولايت امنيتي مقامات وايي چې نيول شوي کسان د تحقيقاتو له بشپړولو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل کيږي. پاى \ذکرالله \

کابل \باختردوږي دمياشتې٣٠نيټه : په ننګرهار ولايت کې پوځيانو د وسله والو طالبانو د يولړ چاودنو طرحه نامه کړه. امنيتي مامورينو نن سهار شپږ ماينونه د ننګرهار ولايت له ګڼ ميشتو لاروڅخه کشف او شنډ کړاى شول. تر اوسه پورې د دغو ماينونو د ښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي. په يو بل خبرکې ويل شوي دي چې افغان پوځيان د وسله والو ډار اچوونکو د يوې جنګي ډيپو په کشفولو بريالي شوي دي . دغه جنګي وسايل جلال آباد ښار ته څېرمه د داعشیانو په يوه پټنځي کې ساتل کيدل. له دغې ډيپو څخه يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي. سيمه ييز مقامات وايي چې وسله والو داعشيانو له دغو جنګي وسايلو څخه په خپلو ډار اچوونکو فعاليتونوکې استفاده کوله . پاى \ ذکرالله \
دجلال آباد ښار \باختردوږي دمياشتې٣٠نيټه : شل تنه وسله وال داعشيان د هېواد په ختيځ کې د ځانګړو ځواکونو په نويو بريدونو کې ووژل شول . په دغو وسله والو داعشيانو تېره شپه د ننګرهار ولايت په ځينو سيموکې هوايي او ځمکني بريدونه ترسره شول. د هېواد په ختيځ کې دسيلاب قول اردو يوه قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل: د پوځيانو په نويو بريدونوکې ۲۰ تنه وسله وال داعشيان ووژل شول. ده وويل: په دغو داعشيانو د دوى په پټنځايونو په خاصه توګه د غني خيلو، کوټ او خوږياڼيو په ولسوالیوکې په دوى بريدونه ترسره شول. د رپوټونوله مخې: په دغو هوايي او ځمکنيو بريدونو کې د داعش د ډلې څو مرکزونه له جنګي وسايل سره يې دړې وړې او له منځه وړل شوي دي. پاى \ذکرالله \
دپارون ښار \باختردوږي دمياشتې٣٠نيټه : د هېواد په ختيځ نورستان ولايت کې د داعش د ډلې نهه تنه ډار اچوونکي د هوايي ځواکونو په بريدونوکې ووژل شول. په دغو وسله والو داعشيانو تېره شپه په کامديش ولسوالۍ کې د دوى په پټنځي هوايي بريد وشو . د هېواد په ختيځ کې دملي اردو يوه قوماندان دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دې هوايي بريد کې د داعش د ډلې نهه تنه وسله وال ډار اچوونکي ووژل شول . ده وويل: د وسله والو داعشيانو دغه افراد د يو لړ تروريستي فعاليتونو په سازمان ورکولو بوخت وو چې د پوځیانو له خوا پرې هوايي بريد وشو . ويل کيږي په دې هوايي بريد کې د سيمي اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى. امنيتي مامورينو نن سهار د دغه ولايت له ګڼ ميشتو لارو څخه اووه ماينونه کشف او شنډ کړل. تر اوسه پورې د دغو ناکامو ماينونو ښخولو مسووليت هيچا يا کومې په غاړه نه دى اخيستى، خو ځينې امنيتي خبرځايونه وسله وال طالبانو د دغه شان ناکامو ماين ښخولو مسوول بولي . پاى \ ذکرالله \
داسعدآباد ښار \باختردوږي دمياشتې٣٠نيټه : په کونړ ولايت کې د وسله والو طالبانو او داعشيانو ترمنځ نويو نښتوکې اته تنه وسله وال ډاراچوونکي ووژل شول او شپږ تنه نوريې ټپيان شول. دغه نښتې تېره شپه د چپې درې په هغه ځاى چې د دواړو وسله والو ډلو ترمنځ د خونړيو نښتو ډګر و، رامنځته شوې دي. د هېواد په ختيځ کې دملي اردو يوه قوماندان دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دې نښته کې له دواړو لورو څخه اته تنه وسله وال ډار اچوونکي وژل شوي دي. ده وويل: دغه جګړې د چپې درې په لرې پرتو کليوکې د هغو پيسو د ويش پرسر چې د عشر او زکات په نامه له خلکو څخه راټولې کړاى شوې وې، نښتې دي او دغه راز دوام لري. د کونړ ولايت ځينې سيمې څه ناڅه دوه کاله کيږي چې د وسله والوطالبانو او داعشيانو ترمنځ د خونړيو نښتو ډګر دى. پاى \ ذکرالله \
Page 1 of 6868