20 October 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

غواړم خپل پور اداکړم

کابل باختر د تلي اته ويشتمه : يو شمير ښځې...

خپله استازي مې انتخاب کړ چې خلکو ته خدمت وکړي

کابل باختر د تلي اته ويشتمه : په قصبه...

د ولسي جرګې انتخابات سبا ترسره کيږي

کابل \ باختر د تلې دمياشتې٢٧ نيټۀ : سبا...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

Saturday, 20 October 2018 04:17

غواړم خپل پور اداکړم

کابل باختر د تلي اته ويشتمه : يو شمير ښځې او نارينه دستاره ليسې دراى ورکولو دمرکز په وړاندې ولاړ دي چې خپل دنظر وړ کانديد داستازو مجلس ته انتخاب کړي . دباختراژانس دخبرله مخې ، تراوسه پورې مرکز تړلى دى خو ښځې او نارينه دغه مرکز ته راغلي دي چې دخپل نظر وړ استازى انتخاب کړي . يو تن راى ورکوونکى وويل: راي ورکول دخلکو په وړاندې دپور اداکول دي، زه راغلي يم چې خپل پور اداکړم . ختم_ ج _ اکرم
کابل باختر د تلي اته ويشتمه : په قصبه کې دعمر فاروق دمدرسې دراى ورکولوپه حوزه کې لومړنى بوډا خپله رايه په صندوق کې واچوله . دباختراژانس دخبرله مخې ، يوشمير ښځې او نارينه د دغې مدرسې د دروازې ترشا ولاړ دي چې دخپل نظر وړ کانديد ته رايه ورکړي . لومړنى راى ورکوونکى يو بوډا سړى و چې خپله رايه په صندوق کې واچوله دې وويل خپل استازي مې انتخاب کړ چې خلکو ته خدمت وکړي . ختم_ ج _ اکرم
کابل \ باختر د تلې دمياشتې٢٧ نيټۀ : سبا د تلې د مياشتې په ٢٨ مه د ولسي جرګې انتخابات په مرکز او ٣٢ ولايتونوکې ترسره کيږي. د باختر آژانس د خبر له مخې: په دغو انتخاباتوکې چې سبا ترسره کيږي، څه د پاسه ٥٠ زره تنه امنيتي ځواکونه د انتخاباتو امنيت تامينوي. څه ناڅه ٤٥ زره تنه امنيتي ځواکونه ولايتونو ته استول شوي دي ترڅو د پارلماني انتخاباتو د ترسره کولو لپاره لازم تياري ونيسي. څرنګه چې د کورنيو چارو وزارت وياند مخکې په يوه خبري غونډه کې ويلي و، د انتخاباتو د ورځې لپاره څه دپاسه ٥٠ زره تنه امنيتي ځواکونه به د هېواد په ټولو سيمو او د راى ورکولو په مرکزونوکې موظف شي. ده ټينګار کړى و چې د امنيتي بنسټونو د ګډو پروګرامونو پر اساس، څه ناڅه ٤٥ زره تنه يې د پوليسو سرتيري دي. د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د اطلاعاتوله مخې، د راى ورکولو سل دپاسه پنځه زره مرکزونه چې د راى ورکولو ٢١ زره سيمې جوړوي، د انتخاباتو په ورځ به په ټول هېواد کې فعال وي. پاى \ذکرالله
کابل \باختردتلې دمياشتې ٢٧نيټه : د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني، د حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله او یو شمېر ملکي او نظامي مقاماتو د کندهار د امنیت رئیس شهید ډګر جنرال عبدالمومن حسین خېل جنازې ته چې پرون په یوه تروریستي پېښه کې په کندهار کې شیهد شو، درناوی وکړ. د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: هغوی په غازي امان الله خان روغتون کې د شهید ډګر جنرال عبدالمومن حسین خېل اروا ته د دعا پرمهال د نوموړي جنازه تر ځانګړي ځای پورې په خپلو اوږو یووړه. د شهید ډګر جنرال عبدالمومن حسین د جنازې له اخیستلو دمخه برید جنرال محمد شریف د شهید د کورنۍ په استازیتوب د خبرو پرمهال وویل، د دین او افغانستان دښمنان نه غواړي چې زموږ په هېواد کې سوله تامین شي او له همدې امله جنګ او تاوتریخوالي ته ادامه ورکوي. هغه زیاته کړه، موږ ژمن یوو چې د شهید ډګر جنرال عبدالمومن حسین خېل لارې ته ادامه ورکړو. جمهور رئیس د شهید حسین خېل او د کندهار د پرونۍ تروریستي پېښې د نورو شهیدانو ارواو ته د دعا پرمهال وویل، شهید ډګر جنرال عبدالمومن حسین خېل خپل ټول ماموریت په صداقت او ایماندارۍ ترسره کړ او د افغانستان دښمنان باید پوه شي چې په دغسې وحشیانه بریدونو سره خپلو شومو موخو ته نه رسېږي. جمهور رئیس څرګنده کړه، د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه د شهید ډګر جنرال عبدالمومن حسین خېل او نورو شهیدانو لارې ته ادامه ورکوي. ورپسې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د شهید ډګر جنرال عبدالمومن حسین خېل کورنۍ سره د غمشریکۍ پرمهال وویل، شهید حسین خېل خپل ټول ژوند خلکو ته وقف وکړ ، ایماندار او غیرتي شخص و. هغه زیاته کړه، د افغانستان دښمنانو په دغسې جنایتونو سره د ټاکنو ملي پروسه او زموږ وطنپال بچیان په نښه کړل.# پاى – ذ
کابل \باختردتلې دمياشتې ٢٧نيټه : د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ملي دفاع وزارت د سوق او ادارې په مرکزکې د کندهار په ګډون د ټول هېواد امنیتي وضعیت وارزاوه. د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: جمهور رئیس غني په کندهارکې د پرونۍ تروریستي پېښې له امله د امنیتي او دفاعي سکتور مسوولینو ته تسلیت ووایه او همدارنګه یې د هېواد د امنیتي وضعیت د ښه والي په اړه لازمې لارښوونې وکړې. جمهور رئیس غني د ولسي جرګې ټاکنو د ښه ترسره کېدو لپاره د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو د ټینګو امنیتي تدابیرو د قدردانۍ ترڅنګ د ملي امنیتي ځواکونو سرښندنې او د دښمن د ځپلو په برخه کې د دوی اتلولۍ وستایلې. # پاى – ذ
Friday, 19 October 2018 13:02

د جمهور رئیس د وینا متن

کابل \باختردتلې دمياشتې ٢٧نيټه : ملت ته د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه د جمهور رئیس محمد اشرف غني د وینا متن ۱۳۹۷ل د تلې ۲۶ ارګ- کابل بسم الله الرحمن الرحیم درنو وطنوالو! د انتخاباتي کمپاینونو وخت تمام شو، شنبې ورځې ته به په خیر سره د ولسي جرګې لپاره له غزني ولایت پرته په ټول هېواد کې سراسري انتخابات وشي. دا انتخابات به د افغانانو په مدیریت ترسره شي. د انتخاباتو مدیریت افغانانو ته انتقال شوی دی او افغانان به یې په خپل اشتراک کامیابوي. زه تمه لرم چې د انتخاباتو کارکوونکي، امنیتي او دفاعي ځواکونه او خلک به نړۍ ته ثابتوي چې افغانان د دې ظرفیت لري چې خپلې ملي پروسې بریالۍ کړي. خویندو او ورونو! دا انتخابات د افغانستان او زموږ د بچیانو د راتلونکي سرنوشت لپاره خورا مهم دي، ځکه خو دښمن له هرې لارې کوښښ وکړ چې مخه یې ونیسي، د تذکرو د اخیستو په دفترونو او د ثبت نام په مرکزونو یې تروریستي بریدونه وکړل، زموږ عام وطنوال یې شهیدان او ټپیان کړل، خو افغانانو د خپلې روښانه راتلونکې لپاره د ولسواکۍ حمایت وکړ. له بده مرغه انتخاباتو ته له ثبت نام څخه تراوسه په تروریستي پېښو کې زموږ یو شمېر ملي امنیتي ځواکونه، د انتخاباتو مامورین، محترم کاندیدان او عام وګړي په شهادت ورسېدل، دوی ته زه د ډموکراسۍ د لارې شهیدان وایم، د ټولو شهیدانو پاک روح ته دعا کوم. دوی هغه څوک ؤ چې د وطن روښانه آینده یې په سوله‌ییز رقابت او د مشروع لارو څخه د راغلو استازو په موجودیت کې لیدله. دښمن له دې ټولو وحشتونو او جنایتونو سره سره د روښانه راتلونکي په لور زموږ د خلکو مخه بنده نه کړه او نه یې زموږ د مېړني ولس اراده بدله کړه. زه په خپل ولس ویاړم، دوی واقعا لویه حوصله، صبر او اراده لري. په تېرو ورځو کې مو انتخاباتو ته د چمتووالي او په دغه پروسه کې د شفافیت د تضمین په خاطر پرله پسې تخنیکي او امنیتي غونډې وکړې، په ویاړ سره ویلی شم چې د انتخاباتي کمیسیونونو په شمول ټولې دولتي ادارې شنبه د میزان په ۲۸مه، د ولسي جرګې لپاره، شفافو، عادلانه او تاریخي انتخاباتو ته مکمله امادګي لري. هموطنان عزیز! تا چند هفته گذشته ابهامات و توطیه‌های موجود بود و گفته میشد که این انتخابات برگزار نخواهد شد، اما این آمادگی‌ها نشاندهنده این است که ما تعهد کامل برای برگزاری انتخابات داشتیم و داریم، کار و مدیریت مشترک افغانها این ابهامات و توطیه‌ها را از میان برداشت و من از تمام کارمندان و اعضای کمیسیون‌های انتخاباتی و همه ادارات ذیدخل و رسانه ها تشکر و از آنها قدردانی می‌کنم. آرزوی من از مردم افغانستان و از فرد، فرد که سن ۱۸ سالگی را تکمیل کرده و برای اشتراک در انتخابات ثبت نام کرده اند، اینست که بروند در انتخابات اشتراک کنند و توسط رای خود قوت فردی خود را ثابت بسازند. هر رای شما قوتی است که سرنوشت وطن، مردم و انتخاب اعضای پارلمان را تضمین می کند، رای شما بحیث یک فرد و شهروند این کشور آنقدر قوت دارد که میتوانید یک فرد را که از شما درست نمایندگی نکرده است از پارلمان بیرون کنید و فرد مورد نظر و قابل اعتماد تان را بجای آن به ولسی جرگه بفرستید و بحیث یک ملت قوت جمعی رای تان را به همه کسانی که مانع انتخابات میشوند ثابت بسازید. دراین پروسه به بهترین وجه آن اشتراک کنید و آینده مملکت خود را توسط رای تان تعیین و تضمین کنید. این یک فرصت تاریخی است که شما بدون استعمال زور و تفنگ فقط توسط یک تذکره ساده‌ی ثبت شده، میتوانید نمایندگان تان را در ولسی جرگه تغییر دهید و یا دوباره انان را به ولسی جرگه بفرستید. خویندو او ورونو! د انتخاباتو د کمیسیون په غوښتنه او زما په منظورۍ او د حکومت په بودجې د انتخاباتي پروسې د لا زیات شفافیت او ملاتړ په خاطر د بایمیټریک سیستم هم علاوه شو، دا به نه یوازې د انتخاباتو د شفافیت په تضمین کې نقش ولري، بلکې د ټاکنو په ملي پروسې او راتلونکې ولسي جرګې به د ولس اعتبار لا زیات کړي. د دې لپاره چې د انتخاباتو د پروسې شفافیت تضمین او د مغرضو کسانو لاسوهنه لنډه شي، د انتخاباتو کمیسیون له بایمیټریک پرته د شفافیت د تضمین په خاطر نور تدابیر هم نیولي دي چې د تېرو انتخاباتو په پرتله په مراتبو موثریت لري. د دغو نویو تدابیرو جزییات په تېرو څو اونیو کې د انتخاباتو کمیسیون لخوا، ملت، مدني ټولنې، سیاسي ګوندونو، د انتخاباتو پورې مربوط کورنیو او بهرنیو څارونکو بنسټونو او رسنیو سره شریک شوي دي. د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جزا په قانون کې انتخاباتي سرغړونې پیش بیني شوي دي، هغه افراد او ادارې چې د انتخاباتو په پروسه کې د انتخاباتي جرایمو مرتکب شي د قانون پنجو ته سپارل کېږي او مجازات کېږي او هر څوک که په هره سطحه وي، که ورباندې ثابته شوه چې د انتخاباتو په ملي پروسه کې یې لاسوهنه کړې، د قانون له پنجو څخه ځان نشي خلاصولی. زه له ټول افغان ولس په خاصه توګه د امنیتي او ملکي ادارو له مسوولانو غواړم چې په دغه پروسه کې متخلف اشخاص په نښه، د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون او عدلي او قضايي ارګانونو ته یې معرفي کولو کې مرسته وکړي. برگزاری این انتخابات پيروزی قانون اساسی است،پیروزی نیروهای قهرمان امنیتی و دفاعی ماست،پيروزی مردم افغانستان است و پیروزی مردم سالاری و دموکراسی است. به شمول من هیچ مقام دولتی حق مداخله در انتخابات را ندارد، فیصله ما اینست تا شفافیت انتخابات تامین شود. من همه مردم را بخاطر اشتراک در این پروسه ملی فرا میخوانم، از علمای کرام میخواهم فردا در خطبه‌های نماز جمعه، مردم را بخاطر اشتراک در انتخابات تشویق نمایند. یشه سن افغانستان زنده باد افغانستان ژوندی دې وي افغانستان
کابل \باختردتلې دمياشتې ٢٧نيټه : د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په وړاندیز ملي امنیت شورا د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ نن غرمه د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه ځانګړې غونډه وکړه. د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په پیل کې جمهور رئیس غني امنیتي او دفاعي ځواکونو، د کندهار ولسونو او ټولو هېوادوالو ته د کندهار د پرونۍ تروریستي پېښې له امله تسلیت ووایه. شهیدانو ته یې د فردوس جنت او د دوی کورنیو ته یې د صبر او زغم هیله وکړه. په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت د عمومي ریاست په جلا وړاندیزونو او د هېواد د جمهور رئیس په منظورۍ د کندهار مخکېني امنیه قومندان شهید جنرال عبدالرازق ته د ستر پاسوالۍ او د کندهار د امنیت مخکېني رئیس شهید جنرال عبدالمومن حسین خېل ته د ډګر جنرالۍ رتبې ورکړل شوې. د کندهار د ولسونو د غوښتنې او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په وړاندیز د ملي امنیت شورا ځانګړې ناستې پرېکړه وکړه چې د کندهار د پرونۍ پېښې له امله دې په یاد ولایت کې د ولسي جرګې ټاکنې یوه اوونۍ وځنډېږي. په کندهارکې د ولسي جرګې د ټاکنو د ترسره کېدو نېټه به د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان کړي. #
کابل \ باختر د تلې دمياشتې٢٧ نيټه په نيمروز ولايت کې د يوه جومات ملا امام د ناپيژاندو وسله والويرغلګرو په ډزو کې ووژل شو. د را رسيدلوخبرونو له مخې: ناپيژاندو وسله والو يرغلګرو پرون ناوخته په چخانسور ولسوالۍ کې په دغه ملا امام ډزې وکړې. په نيمروز ولايت کې يوه امنيتي مسوول دباختر آژانس خبريال ته وويل: وسله والو يرغلګرو په دغه ملا امام له ډزو وروسته وتښتيدل او د هغوى د پيژندلو اونيولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي . تر اوسه پورې هيچا يا کومې ډلې د دغې پيښې مسووليت په غاړه نه دى اخيستى. پاى \ ذکرالله \
Friday, 19 October 2018 13:00

خبــــرتيا

کابل \ باختر د تلې دمياشتې٢٧ نيټۀ : د کار، ټولنيزو چارو ، شهيدانو او معلولينو وزارت خبرتيا څرنګه چې د انتخاباتو خپلواک کميسيون د١٣٩٧ کال د تلې د مياشتې ٢٨نيټه د ملي شورا ولسي جرګې انتخاباتو ته ټاکلې ده، نو په راى ورکولوکې د افغانستان د ټولو خلکو د فعال ګډون په مقصد عمومي رخصتي ده. پاى\ذکرالله \
کابل \ باختر د تلې دمياشتې٢٧ نيټۀ : ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د هېواد په بېلابېلو سيموکې د يولړ چاڼيزوعملياتو په ترڅ کې ٥٦ تنه وسله وال ډار اچوونکي ووژل . د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ : په تيرو٢٤ساعتوکې ١٣چاڼيزعمليات ترسره شول چې له امله يې د پنځو تنو پاکستاني تروريستانو په ګډون ٥٦تنه وسله وال ډار اچوونکي ووژل شول، ٦ تنه ټيپان او ٢تنه نور ونيول شول . دغه عمليات دهوايي ځواکونوپه ملاتړ د ننګرهار، غزني، پکتيکا، خوست، قندهار، هرات ، بلخ و بدخشان، هلمند او د نيمروزپه ولايتونو کې ترسره شول . په دغو عملياتوکې ددښمن څلور پټنځايونه، د وسلو او مهماتو يوه ډيپو او يو موټر له منځه وړل شوي دي . پاى \ ذکرالله \
Page 1 of 6970