26 March 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل – باختر د وري دمياشتې ٦
د هرات ولايت دجوماتونو او ښوونځيو په کچه په زرګونو نيالګي ايښودل کيږى.
ټاکل شوې ده د اړتيا وړ نيالګي دخصوصي سکتور په همکارۍ برابر او دکرنې ،د ژوندانه دچاپيريال ساتنې او پوهنې د رياستونو په همکارۍ کيښودل شي.
دهرات دصنعتګرانو داتحاديې رييس حميد الله خادم سمسورتيا يې د ژوندانه دچاپيريال ساتنې دککړتيا دمخنيوى لپاره ښه اقدام وباله او ويې ويل: دنيالګيو ايښودل دهروګړي دنده ده او د هرات دسوداګرۍ او صنايعو خونه په ١٣٩٦ کال کې دهرات ښار دسمسورتيا په خاطر يو شمير ډولي نيالګي د ژوندانه دچاپيريال ساتنې له رياست سره مرسته کړې ده.
په همدې حال کې د ژوندانه دچاپيريال ساتنې رييس دښار او په تيره بيا دښوونځيو او جوماتونو په سمسورتيا کې دملي سوداګرو او خير غوښتوونکو کسانو له همکارۍ څخه مننه او قدرداني وکړه او ويې ويل دهيواد هر تبعه بايد دخپل چاپيريال دسمسورتيا مسوول وي.

کابل – باختر د وري دمياشتې ٦
په ايران کې دوه سوه تنه افغان بنديان دخپل بند دپاتې مودې دتيرولو په خاطر دهرات سيمه ييزو مسولينو ته وسپارل شول.
دهيواد دجيلونو او توقيف خونو د رياست دمحکمو داړيکورييس شاه مير امير پور وويل: دا دبنديانو دتسليميدو دريم پړاو دى.
ده وويل: دکال له پيل څخه تراوسه پورې دشلو ميرمنو په ګډون څلور سوه تنه بنديان دايران له خوا افغانستان ته سپارل شوي دي.
ده وويل :اوس څه ناڅه څلور زره تنه افغان بنديان دايران په جيلونو کې شپې سبا کوي.
اوس ٢٧٠٠ تنه د هرات په جيل کې شپې سبا کوي چې ١٥٦ تنه يې ميرمنې دي.

کابل – باختر د وري دمياشتې ٦
يو وسله وال تروريست تيره شپه دهرات ښار څخه دڅلورمۍ امنيتي حوزې دځواکونو له خوا ونيول شو
دغه تروريست دپوليسو په ځواکونو له ډزو وروسته دڅلورمۍ امنيتي حوزې پورې اړوند دخواجه کله له سيمې څخه دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو.
دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد وايي چې ددغه سړي د ډزو له امله دوه تنه امنيتي ځواکونه ټپيان شوي دي .
تورن دتيښتى په وخت کې دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو.
له ده څخه يوه تومانچه هم دپوليسو لاس ته ورغلې ده.

کابل باختر دوري  شپږمه :
دنړيوال  بانک هئيت چې دهرات ولايت ته يې سفر کړى دى وايي  پنځه ويشت مليونه ډالره دښاري بريښنا دشبکو دپياوړتيا دسلما وادي په ولسواليو کې دنويو سب استيشنونو دجوړولو او دبريښنا  دليږدونې دمزو دپياوړتيا په برخو کې  لګوي .
  دغه هئيت چې پرون يې دهرات دوالي  محمد اصف رحيمي سره کتلي دي  ټينګار کوي . چې  مناسب امنيتي  فضا په هرات ولايت کې دپراختيايي طرحو داجرا لپاره زمينه برابره کړې  ده .
  خلکو ته داسانتياو دبرابرولو او دبريښنا شبکو دحالت  دښه والي په لاره کې نړيوال بانک پانګه اچونه کوي .
ټاکل شوې ده چې داوبې ، چشت ، کرخ او پشتون زرغون په ولسواليو کې دبريښنا څلور سب ستيشنونو چې هريو دلسو ميګاواټو بريښنا ظرفيت لري  جوړ شي .
  دهرات والي  دنړيوال بانک  دپانګې اچونې هرکلى وکړ او اعلام يې وکړ چې  دهرات  دښاري بريښنا دشبکو پياوړتيا دشبکې دبرخه والو مهمې ستونزې لرې کوي .
دهرات بريښنا رييس  وحيد احمد کامراني دڅرګندونوله مخې ، اوس  په هرات ولايت کې څه ناڅه دوه سوه زره کورنۍ  له بريښنا  څخه ګټه واخلي .
داپه داسې حال کې ده چې  دوروستي يوکال په بهير کې  دهرات  دبريښنا شبکې دخدمتونو دوړاندې کولو بهير  معياري شوى دى او دبريښنا مشترکين هم له دغه حالت څخه خوشحاله دي . 

کابل باخترد وري دمياشتې شپږمه
په میدان وردګو ولایت کې د بزګر ورځ دیو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ولایت مقام په مشرۍ ونمانځل شوه.
په دې مراسمو کې د میدان وردګو والي انجنیر ځنډي ګل زماني، د ولایتي شورا رېیس او غړو، قومي مشرانو، مدني فعالانو، ځوانانو او سلګونو کروندګرو ګډون کړی وو.
د دغه ولايت د اوبو لګولو رېیس پوهنیار حبیب الله حبیبي وویل په پلان کې لري  چې په نوي کال کې به د روغتيا، کرنې او اقتصاد په برخه کې يو شمېر پروژې پلي کړي.
د میدان وردګو والي انجنیر ځنډي ګل زماني وویل چې د هېواد د سمسورتیا او ښیرازه کولو اصلي محرکین بزګران دي او په ټولنه کې د بزګرانو رول حیاتي دي، نو بزګران او ولس باید مټې ونغاړي ترڅو د خپلو کرنیزو محصولاتو تولیدات لوړ کړي .
زماني زياته کړه حکومت د بزګرانو د تولیداتو لپاره د ښه بازار موندلو په لټه کې دی.

کابل باختر دوري دمياشتې شپږمه
دمیدان وردګو ولایت مرکز میدان ښار او ولسوالیو کې د پنځوسو زرو نیالګيو د کېنولو کمپاین پیل شو .
د میدان وردګو والي انجنیر ځنډي ګل زماني باختر اژانس ته وویل چې دغه نيالګي به د مرکز په ګډون په ولسواليو کې هم کېنول شي.
د له خلکو څخه غوښتنه وکړه چې يواځې د نيالګيو په کېنولو بسنه ونه کړي،بلکې د ساتنې په برخه کې يې هم هڅې وکړي.

کابل باخترد وري دمياشتې شپږمه
په روزګان ولايت کې د اوبو لګولو رياست په مالي مرسته د دوه ميليونو او اته سوه افغانيو په لګښت د اوبو ذخیره جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د روزګان د والي مرستيال عبدالواحد پټان باختر اژانس ته وویل چې د اوبو دغه زيرمه د زرګونه لیتره اوبو د ظرفيت توان لرې او دسولري بریښنا په واسطه اوبه پورته کوي.
د روزګان د کرنې ریيس زلمي الکو وویل چې دغه پروژه ددوي له خوا د پوهني د ریاست په غوښتنه پلي شوې چې په مټ به يې پنځه زره زده کوونکي د پاکو اوبو څخه ګټه واخلي.

کابل باختر دوري دمياشتې شپږمه
له رسنيو سره په خپل وخت معلومات شريکول د ادارو مکلفيت دی
د قندهار د والي مرستيال عبدالحنان منيب د سيمه ييزو او نړيوالو رسنيو له خبريالانو سره په کتنه کې وويل چي له رسنيو سره د معلوماتو شريکول د ادارو مکلفيت دی او که کوم رياستونه له رسنيو سره د خپلو فعاليتونو او ستونزو په اړه معلومات نه شريکوي، نو رسمي اخطار به ورکړل شي.
د قندهار د پريس کلب رېيس جاويد احمد تنوير وويل چي د اساسي قانون د ۵۰ مادې له مخي هر افغان معلوماتو ته د لاسرسي حق لري، د دې تر څنګ د رسنيو د قانون له مخي خبريالانو ته ځانګړی حق ورکول شوی چې معلومات ترلاسه کړي.
د نی ساحوي دفتر مشر عبدالسميع غيرتمل وويل چي د ادارو له خوا له دوی سره معلومات نه شريکيږي او د ولايت دمقام اجازه غواړي چي دا نه يوازې اصولي نه دى، بلکي د پر وخت او دقيقو معلوماتو د خپراوي مخه نيول کيږي.
د والي مرستيال  عبدالحنان منيب وویل چې دولايت مقام د بيان آزادۍ او مطبوعاتي اصولو ته ژمن دی .
ده زياته کړه چې يوازي استخباراتي او ځيني امنيتي مسايل د ملي ګټو له امله محرم پاتې کيږي، نور ټولي ملکي ادارې مکلفيت لري چي له رسنيو سره معلومات بې له قيد شريک کړي.

کابل باخترد وري دمياشتې شپږمه
د قندهار ولایت چارواکي وايي چې د پوهنې ریاست د اصلاح کولو په موخه د مکافاتو او مجازاتو لړۍ پیل کيږي
په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه پر ځای شوي و،د دغه ولايت د والي  مرستيال عبدالحنان منيب وويل چې د معارف رياست اصلاح کول يې د خپلو کاري لومړيتوبونو څخه دي او نور په تعليمي برخه کې ورته واسطې، درغلۍ، تعصب او اړيکي د منلو نه دي.
د قندهار د پوهنې رېيس محب الله قادري وويل چي د لسو ورځو په ترڅ کې به دوه سوه زره کتابونه دغه ولايت ته راورسيږي او زده کوونکو ته به وویشل شي.
قادري زياته کړه چې يو شمېر ښوونځي يې په کرايې کورونوکې فعاليت کوي او په دې برخه کې له زيات شمېر ستونزو سره مخامخ دي،ده له ولايت مقام څخه هيله وکړه چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.

کابل باختر د وري دمياشتې شپږمه
په پکتيا ولايت کې نوی تعليمي کال د دغه ولايت د والي زلمي وېسا له خوا په زنګ وهلو سره پیل شو.
په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه پر ځای شوي و،والي زلمي وېسا د دغه ولايت د پوهنې رياست په مسئولينو غږ وکړ چې د تېر کال له ستونزو او نيمګړتياوو څخه په تجربې اخیستنې سره د پوهنې بهير لاهم پياوړی کړي.
دغه راز وېسا له ټولو هغو کورنيوڅخه وغوښتل خپل ماشومان چې عمرونه یې له ۷ کلنۍ څخه پورته دي په نږدې ښوونځيو کې شامل کړي.
د پکتيا د پوهنې رېيس کوچي ځاځي د ولايت مقام څخه وغوښتل چې په دغه ولايت  کې د هغو ښوونځيو د ودانيو په جوړولو کې ورسره مرسته وکړي چې ودانۍ نه لري.

Page 2 of 5033