16 October 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پنځه تنه طالبان په دايکنډي کې ووژل شول .

کابل باختر د تلي څليرويشتمه : پنځه تنه وسله وال طالبان...

دسترې محکمې عالي شورا غونډه وکړه .

کابل باختر د تلي څليرويشتمه : دسترې محکمې عالي شورا نن...

پنځه ويشت ميليونه ډالره ليلاميږي

کابل \ باختر\ د تلې د مياشتې ٢٤مه: مرکزي بانک (٢٢)...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر د تلي څليرويشتمه :
د ډار اچوونکو درې تنه سرګروپان پرون په بلخ ولايت کې  ووژل شول .
  د  ٢٠٩ شاهين قول اردو  وياند جګړن محمدحنيف رضايي باختراژانس ته وويل چې دغه ډار اچوونکي  دبلخ ولايت  د چاربولک ولسوالۍ  دتيمورک او چوبه  په کليو کې د  ٢٠٩ شاهين قول اردو دځواکونو په علمياتو کې ووژل شول
  رضايي  زياته کړه چې په دغو عملياتو کې پنځه تنه نور ډار اچوونکي ټپيان شول .
  ختم_ ج _ اکرم

کابل باختر د تلي څليرويشتمه :
دفارياب ولايت دميمنې ښار  ددريمې ناحيې  دتوکلي خانه  دنجونې ليسې دالحاقيې ودانۍ  ګټې اخستنې ته وسپارل شوه .
دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې ،  دغه ودانۍ د ناروې په مرسته  ديوسلو شپږ اويا زرو امريکايي ډالرو په لګښت په دوو پوړونو کې په پاخه اواساسي ډول  جوړه شوې ده  چې اته درسي خونې او نور ملحقات لري .
  ختم_ ج _ اکرم

کابل باختر د تلي څليرويشتمه :
دهنر نړيواله ورځ  نن دبغلان ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ په رياست کې ونمانځل شوه .
  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت  ديو زيات شمير شاعرانو، ليکوالانو ، هنرمندانو اوفرهنګيانو په ګډون جوړه شوې ده دبغلان ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ درياست سرپرست  عبدالبشير اظهر په ټولنه کې  دهنرمند  دمقام او رول په باب خبرې وکړې .
په دې غونډه کې شاعرانو او ليکوالانو دهنر په باب  خپلې مقالې اوشعرونه وړاندې کړل .
دغونډې په پاى کې په څوارلسو تنو هنرمندانو داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  ستاين ليکونه وويشل شول .
  ختم_ ج _ اکرم

کابل باختر د تلي څليرويشتمه :
دبغلان ولايت دپلخمري ښار دلومړى ناحيې په مربوطاتو کې نن  دماين دچاودنې له امله درې تنه شهيدان شول .
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ  دپوليسو  د دويمې حوزې آمر لومړى څارن سيد حشمت الله باختراژانس ته وويل  چې د سيمه ئيزو پوليسو دپخواني قوماندان  رييس فيض محمد دکور په وړاندې  چاودنه وشوه  چې په نتيجه کې درې تنه شهيدان شول .
ختم_ ج _ اکرم

 

کابل باختر د تلي څليرويشتمه :
په افغانستان کې دتاپي پروژې عملي کار  دراتلوونکې ميلادي کال په لومړيو کې به پيل شي .
دتاپي پروژې دامنيتي برخې  مسوول او ددغې پروژې يوشمير  مسوولان چې دترکمنستان  له قنسول سره په هرات ولايت کې  دهرات له والي سره وکتل . دمقدماتي  سروې ګانو له بشپړولو ،  دليزري  نقشې اخستلو ، دچاپيريال ساتنې او هم دماين پاکولو، په افغانستان کې دتاپي په ټوله لاره کې خبرورکړ ، دتاپي ددغې  پروژې مسوول ټينګار لري  چې يواځې دتاپي د لارې دناامنو ولايتونو په ځينو برخو کې په سلو کې پنځه ماينونه پاتې دي .
جيحون وايي  په دې لاره کې دځمکې داستملاک   دسروې ګانو کار هم  په سلو کې  ٨٠ پاى ته رسيدلي دي .
دى ټينګار لري  چې دتاپيپ پروژې  دتطبيقولو دچارو دقرارداد ليک  په خاطر هڅې پيل شوې دي او په نږدې  راتلونکې کې دغه قراردادونه به لاسليک شي .
  ختم_ شکريه _ اکرم

متون باختر د تلې ۲۴ مه
د خوست ولایت د ولایتي شورا رئیس کفیل ریحان وایي چې په دې ولایت کې ځینې ټاکنیزې حوزې له تهدید سره مخامخ دي.
کفیل ریحان د باختر اژانس له سیمه ېیز خبریال سره په خبرو کې  ویلي چې د خوست ولایت د سپېرې،قلندري،باک ،موسې خېل او  د  صبریو  په ولسواليو کې ځينې امنیتي حوزې له ګواښ سره مخامخ دي.
د خوست دوو تنو اوسيدونکو ګل عباس او صابر هم د ولایتي شورا  رئیس ته ورته څرګندونې کوي او له دولت څخه غوښتنه کوي چې دامنیت په ټنګښت کې دې کوټلي ګامونه پورته کړي، څو خلک وکولی شي په ټاکنو کې په پراخه توګه ګډون وکړي.
په همدې حال کې د خوست امنیتي مسوولین هم امنیتي ګواښونه مني او زیاتوي چې ۲۷ سایټونه له لوړ ګواښ او په ۶ سایټونو کې تذکرې نه دي سټکر شوې.
خو بیا هم د امنیې قوماندان مل پاسوال اختر محمد نورزی ډاډ ورکوي چې د ټاکنو د امنیت دخوندیتوب لپاره یې  امنیتي ځواکونه  په دندو ګومارلي او دښمن ته اجازه نه ور کوي چې دغه ملي پروسه له خنډ سره مخامخ کړي.
په خوست ولایت کې دا مهال د ولسي جرګې لپاره د دوو ښځو په  ګډون ۵۸ نوماندان نوماند دي له ټولو څخه به د یوې ښځې په ګډون پنځه تنه د ولسي جرګې څوکیو ته لار پيدا کړي.پای/وصال

 

قندهار باختر د تلې  ۲۴ مه
ولایتي اداره متوازن انکشاف رامنځ ته کولو ته ژمنه ده او غواړي په ټولو ولسوالیو کې اړينې پروژې پلي کړي .
دغه څرګندونې د  قندهار والي تورن جنرال زلمي وېسا ډنډ ولسوالۍ ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغې ولسوالۍ له  اوسیدونکو سره په کتنه کې وکړې.
د باختر اژانس د سیمه  ېیز خبریال  د خبر له مخې:
په دې کتنه کې د ډنډ ولسوال حاجي عبدالله د ډنډ ولسوالۍ اړوند لاسته راوړنې له  والي سره شريکې کړې او ويې ويل : د پوهنې په برخه کې د دغې ولسوالۍ ولسونه لېواله دي چې خپل ماشومان ښوونځيو ته واستوي خو له دولت څخه غواړي چې  په دغه برخه کې يې ټولې ستونزې اوارې  کړي .
هغه وويل : د ډنډ ولسوالۍ امنیت په بشپړ ډول سره د ډاډ وړ دی او هر څوک کولای شي چې په ډاډمنه او ارامه فضاء کې خپلې ورځنۍ چارې ترسره کړي .
عبدالله په ډنډ ولسوالۍ کې وچکالي، د روغتيا په برخه کې په کافي اندازه د صحي مرکزونو نشتون، د پوهنې په برخه کې د کتابونو نشتون او د  سړکونو نه شتون له عمده ستونزو  څخه یادې کړې.
وروسته  د قندهار والي تورن جنرال زلمي ویسا د ډنډ ولسوالۍ د قومي او ولسي مشرانو څخه مننه وکړه چې د خپل دولت سره په هره برخه کې همکاري کوي.
ویسا زیاته کړه : ولايتي اداره هڅه کوي چې د ولس ستونزې له نږدې واوري او ورته د امکان ترحده پورې د حل لاره پيداکړي.
د هغه په خبره ولایتي اداره متوازن انکشاف رامنځ ته کولو ته ژمنه ده او غواړي په ټولو ولسوالیو کې اړينې پروژې پلي کړي .
والي وویل چې د وچکالۍ ستونزه ډيره جدي ده او ولایتي اداره یې د حل په برخه کې زیاته هڅه کوي.پایی/وصال

مهتر لام باختر د تلې ۲۴ مه
د حکومت د اجرائیه ریاست له لوري په لغمان ولایت کې د ۸۱ شیهدانو او ټپيانو له کورنیو سره د پنځو مېلیونو یو سلو پنځوس زره افغانیو نغدي مرسته وشوه.
د لغمان والي محمد اصف ننګ د باختر  اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې په دغه مرسته کې به د هر شهید کورنۍ ته سل زره  او د هر ټپي کورنۍ ته پنځوس زره افغانۍ ورکړى شي.
ننګ وویل، هڅه به وکړي چې په دغه ولایت کې د ټولو شهیدانو او ټپیانو له کورنیو سره اړینې مرستې ترسره کړي.
په همدې حال کې د یو شمېر شهیدانو د کورنیو وارثانو له حکومته مننه وکړه چې دوی ته پاملرنه کوي. دوی وایي خپله خاوره پرې حق لري او د کورنۍ غړو یې هم د هیواد د ساتنې په خدمت کې خپل ځانونه قرباني کړي دي.پای/وصال

 

کابل باختر د تلي څليرويشتمه :
درې تنه  داداري فساد په جرم دهرات دابتداييه  محکمې درياست له خوا په مجازاتو محکوم شول .
دهرات ولايت  داداري فساد دجرمونو دڅيړنې ابتداييه  محکمې غونډه دقضايي  غونډو په سالون کې جوړه شوه .
په دې غونډه کې چې پرون جوړه شوه دنشه يي توکو دقاچاقو او له دندو څخه دناوړې استفادې په قضيه کې  درې تنه تورن کسان  چې دوه تنه يې دهرات ښار دلسمې امنيتي حوزې سرتيري  او يوملکي وګړى  دى  وڅيړل شو .او په نتيجه کې هر سرتيرى  په يو کال او شپږ مياشتو تنفيذي بند او ملکي وګړى له دندو څخه دناوړې استفادې او دنشه يي توکو دقاچاقو په جرم  په درې کاله او شپږو مياشتو تنفيذي بند په  سزا محکوم شو .
ددغو مجرمينو  داستيناف غوښتنې حق خوندي اعلام شو .   ختم_ ج _ اکرم


 

کابل باختر د تلي څليرويشتمه :
په قندهار ولايت کې دډيورنډ په کرښه دافغان اوپاکستاني پوله ساتوونکو ترمنځ  له جګړو وروسته  دهېواد په جنوب کې سرحدي ځواکونه تيارسى شوي دي .
  پرونى  جګړه هغه وخت ونښته  چې پاکستاني  ځواکونو غوښتل  دسپين بولدک او دشورابک دولسواليو په مربوطاتو کې دډيورنډ په کرښه  اغزن سيمان ولګوي .  دغه جګړه څو ساعته دوام وکړ او تراوسه پورې  له دواړو لورو څخه دتلفاتو دکچې  په باب  خبر نه دى ترلاسه شوي .
دافغانستان په جنوب کې دسرحدي پوليسو يو جګپوړي قوماندان وايي چې دپاکستاني پوځيانو دتحرکاتو له زياتوالي او داغزن سيمانو په لګولو ددوى له اقدام وروسته  دافغانستان سرحدي ځواکونه تيارسى شوي دي .
ده باختراژانس ته وويل موږ دسپين بولدک اودشورابک په ولسواليو کې چې پرون  دافغانستان او پاکستان دسرحدي ځواکونو ترمنځ سخته جګړه رامنځته شوه شتون لرو . او دپاکستاني پوځيانو  هر راز اقدام ته به  غاښ ماتوونکي ځواب ورکړو .
پاکستان له افغانستان سره د ډيورنډ په کرښه کې داغزن سيمانو دلګولو په خاطر  پنځه سوه مليونه ډالره ځانګړي کړي دي او تراوسه پورې يې په لسګونو کيلومترو کې اغزن سيمان درولي دي .
  افغانستان  دپاکستان دغه اقدام  پرخپلې ځمکني بشپړتيا ښکاره تيرى بولي
   ختم_ ج _ اکرم

Page 3 of 6963