29 April 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د پاکستان د فدرالي کابينې د يوه وزير استعفا

د پاکستان د فدرالي کابينې د يوه وزير استعفا

اسلام آباد \ ايرنا \باختردغويي دمياشتې ٩ مه : د پاکستان...

د افغانستان په جګړه کې د ماشومانو د سر زيان زياتوالى

تهران \ ايرنا \باختردغويي دمياشتې ٩ مه : په افغانستان کې...

په بغلان کې د يوه ځوان ځان وژنه

په بغلان کې د يوه ځوان ځان وژنه

کابل \باختردغويي دمياشتې ٩ مه : په بغلان ولايت کې يوه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر د ثور اتمه :
په ننګرهار ولايت کې ديولړچاودنو مخه ونيول شوه .
امنيتي مامورينو نن سهار نهه ماينونه چې دخوږياڼيو ، اچين ، کوټ ، هسکې مينې اوچپرهار په ولسواليو کې ښخ کړى شوي وو کشف اوشنډ کړل .
دسيلاب قول اردو يوه قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې طالبانو غوښتل ددغو ماينونو په ښخولو سره ملکي وګړوته يولړ خونړۍ پيښې رامنځته کړي خوبريالي نه شول .
ده وويل ددغو ناکامو ماين ښخولو دعالمينو دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل  شوي دي .    

کابل باختر د ثور اتمه :
نولس تنه وسله وال طالبان په فراه ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
دغو وسله والو طالبانو مخکې له دې چې  په بالابلوک ولسوالۍ کې دپوځيانو په يوه قرارګاه بريد وکړي دسرتيرو  له خوا پرې ډزې وشوې .
په فراه ولايت کې يوه پوځي خبرځاى دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې نولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اته تنه نور يې ټپيان شول .
ده وويل: وسله والو طالبانو غوښتل په يوه پوځي قرارګاه بريد وکړي چې دپوځيانو له خوا پر دوى بريد وشو .
ويل کيږي چې په دې نښته  کې سرتيرو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې پوځيانو په فراه  ولايت کې دطالبانو دجنګي وسايلو دڅلورو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي .
دغه ډيپوګانې پرون دفراه ښار او په بالابلوک ولسو الۍ کې کشف شوې دي .
دغه ډيپوګانې دطالبانو په پټنځي کې ساتل کيدې او له هغه څخه څو جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي .  

کابل باختر د ثور اتمه :
دهېواد په يوشمير  ولايتونوکې پرون دامنيتي ځواکونو  دپوځي عملياتو په بهير کې ٨٤ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٢٧ تنه نور يې ټپيان شول .
دملي دفاع وزارت  مطبوعاتي دفتر باختراژانس  ته خبرورکړ.
دغه عمليات دخلکو دسراو مال دساتنې او د ډار اچوونکو دځپلو په موخه دهېواد په بيلابيلو سيموکې ترسره شوي وو .
دهېواد ددفاعي او امنيتي ځواکونو دغه ګډ عمليات دهوايي او توپچي قوتونو په ملاتړ دننګرهار ، کاپيسا ، لغمان ،  پکتيا ، لوګر ، قندهار ، روزګان ، زابل ، هرات ، بادغيس ،  بلخ ، کندز ، سرپل ، بغلان ، بدخشان ، تخار ، کابل او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شوي وو .

کابل \ باختر دغويي دمياشتې ٧ مه :
دهېوادپ ه جنوب کې د ٢٠٥ اتل قول اردو  نوى قوماندان بريدجنرال امام نظر اړونده پرسونل ته معرفي شو اوپه کار يې پيل وکړ.
دملي دفاع وزارت  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ :
په دغو مراسمو کې  د وسله وال پوځ لوى د ستر درستيز مرستيال  سترجنرال  مرادعلي مراد وويل  چې په بلخ کې  د ٢٠٩ شاهين قول اردو دطالبانو دډلې             له خونړي بريد وروسته   له دغې ډاراچوونکې ډله سره دحکومت دسولې دروازې تړلې شوي دي .
جنرال مراد په راتلوونکي کې  دامنيتي ځواکونوله خوا دډاراچوونکو دځپلو خبر ورکړ .

کابل \ باختر دغويي دمياشتې ٧ مه :
دننګرهار ولايت دبټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې نن دچاوديدونکو توکو
دچاودنې له امله يوشميرملکي وګړي ټپيان شول.
دننګرهارولايت دامنيې قوماندانۍ  مطبوعاتي مسوول سمونوال حضرت حسين مشرقيوال ددغه خبر په تائيدولوسره باخترآژانس ته وويل  چې دننګرهار ولايت  دبټي کوټ ولسوالۍ په  سه پا سا حه کې په يوه بايسکل دځاى پرځاى شويو  چاوديدونکو توکود چاودنې له امله يوشمير ملکي وګړي ټپيان شول.

کابل باختردغويي دمياشتې ٧ مه :
په پروان ولايت کې تيره شپه  په يوه وسله واله نښته کې  ددغه و لايت دولايتي شورا ديوه غړي زوى ووژل شو اويو تن بل ټپي شو.
دپروان ولايت  دبګرام ولسوال  عبدالشکور قدوس د باخترآژانس سيمه ييز خبريال ته وويل  دپروان  دولايتي شورا دغړي  نجيب شورش  دزوى  او دسوداګر  حاجي نويد د افرادو ترمنځ  له شخړې وروسته  جګړه ونښته  چې له امله يې دولايتي شورا ددغه غړي زوى ووژل شو  او يو ساتوونکى يې ټپي شو.
ده دغه راز زياته کړه چې امنيتي منسوبينو ددغې قضيې په اړوند څلور تنه نيولي دي  اودموضوع دروښانه کيدو لپاره دپوليسو څيړنې دوام لري.

کابل- باختر د غويي د مياشتې٧ مه       
دفوايدعامې وزير انجينر محمودبليغ له ملګري هيئت  سره يې پرون دفراه ولايت ته سفر وکړ.
دباخترآژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې :  دفوايد عامي وزير انجينر محمودبليغ چې ديوه هيئت په ملګرتيا په يوه رسمي سفرکې دفراه ولايت ته  تللى و ددغه ولايت له والي  محمدعارف شاه جهان سره په کتنه کې دغه ولايت ته  دخپل سفر  موخه دبخش آباد بند دسړک  ، دباغ پل  سړک  او دښار د دوولس کيلومترۍ واټ  پخول او د څو نوروپروژو عملي کول وبلل.
وروسته دلاش او جوين ولسوالۍ  ٣٢کيلومتري سړک  دفوايد عامې  دوزير ، دفراه دوالي او ددغه ولايت دنورو مسوولينو له خوا دپټۍ په پرې کولو سره  پرانستل شو او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
دفوايد عامې وزير زياته کړه  چې دغه سړک دڅه ناڅه څلور سوه يو اووياميليونو افغانيو په لګښت  چې پيسې يې دفوايد عامې وزارت دملي پروګرام له خوا تمويليږي د ٣٢  کيلومتروپه اوږدوالي او د ٩ مترو په سور درووف عزيز دساختماني شرکت له  خوا په  ١٥ مياشتوکې  بشپړ او ګتې اخيستنې ته وسپارل شو.
انجينر محمودبليغ دفراه رود دلس کيلومتري سړک دبيا  جوړولو  چې پنځه کيلومتره يې بشپړ شوي اوپه پاتې برخه يې کار دوام لري هم وکوت او هغه يې  دپټۍ په پرې کولو سره   ګټې اخيستنې  ته وړاندې کړ.
دفوايد عامې وزير داناردرې  دلس کيلومتري سړک دکار په برخه کې  چې په سلو کې اتيا کار يې  پرمخ تللى دى  اوپه پاتې برخې يې  کار دوام لري  هم معلومات ورکړل .

کابل\ باختر د غويي د مياشتې٧ مه
هغه درې کسيز پلاوی چې د ولسمشر د حکم پربنسټ او د بدني روزنې دلوى رياست له خوا ميدان وردګو ولايت ته را ليږل شوی وو  دپنځلسو ورځو په موده کې و توانيد ترڅو په دې ولايت کې ۲۳ ورزشي فدراسيونونه او دکرکټ يو امريت تثبيت کړي چې نن يې خپل کاري راپوردميدان وردګو والي الحاج انجنيرځنډي ګل زماني ته په خپل کاري دفتر کې وړاندې کړ او  د فدراسيونو لپاره  د  آزادو    
ټاکنود لارې ټاکل شوي مربيان معرفي او اعتبار پاڼې يې ورته ورکړې .
دغه پلاوې په خپل راپورکې زياته کړه چې په دې ولايت کې په ددغو فدراسيونونو کې څلور سوه څلوراووياتنه  د بيلا بيلو لوبو په  ټيمونوکې شتون لري چې  ددغو ټيمونو د لوبغاړو شمير ۹۶۷۲ کسانو ته  رسيږي  .
په پای کې ښاغلي زماني له مرکز څخه د راغلي پلاوې له کړنو او څيړنو څخه مننه وکړه چې خپل کار يې په منظمه توګه پر خپل وخت سره ترسرکړي .

کابل باختر دغويي دمياشتې ٧ مه :
د مجاهدينو د برياليتوب د پنځه ويشتمې کاليزې له امله د افغانستان جلالتمآب جمهور رئيس ،  جلالتمآب اجرائيه رئيس او ټول مسلمان مجاهد     ملت ته مبارکي وايو.
د غويي دمياشتې اتمه، دافغانستان دمسلمان او پر آزادۍ مين ملت د برحق جهاد د برياليتوب او د کمونستانو د وحشي او سفاک رژيم د نسکورېدو له ورځې سره برابره  ده.
د هغه ملحد او بېدينه رژيم د راپرځېدو ورځ چې د۱۳۵۷ هجري لمريز کال  د
غويي په اوومه نېټه يې د وخت د شوروي اتحاد په لارښوونه خونړۍ کودتا وکړه، چې همدغه خونړۍ ورځ زمونږ د مسلمان ملت د ټولو بدبختيو پيلامه وه، د قدرت دغه  وږي  او عقده من د هريان د واک پر ګدۍ کيناستل. او د افغان مسلمان ملت د بېلا بېلو اقشارو په بندي کولو او ډله يېزو وژنو يې لاس پورې کړ دا چې د افغانستان مسلمان او قهرمان ملت هيڅکله د غلامۍ ژوند نه دی منلی نوکمونستان له هغه څه سره مخامخ شول چې په تصور کې يې هم نه ورګرځېدل او هغه دا چې دافغانستان مسلمان ملت سرتاسري پاڅون وکړاو په جهاد يې لاس پورې کړ.
په دې ستر جهاد کې له يونيم ميليون څخه زيات نارينه ، ښځې او ماشومان شهيدان شول، په لکونو نور معيوب او معلول شول، په لکونو ښځې کونډې او       په لکونو ماشومان يتيمان شول.
کورونه  وران ويجاړ او کروندې او باغونه په شاړو او سپيرو ډاګونو بدل شول او اقتصادي تأسيسات ټول له منځه ولاړل خو دې ټولو پېښو نه يواځې زمونږ د خلکو حوصلې ماتې نه کړې  بلکې د جهاد څپې ورځ تر بلې څپانده  شوې او د افغانستان مسلمان او قهرمان ملت د يو واحد او مضبوط صف په توګه په پوره ميړانه د وخت د سوپر طاقت سره لښکر ته ماتې ورکړه خو؛ له بده مرغه د سيمې او نړيوالو استخباراتو د شيطاني دسيسو په اساس تر اوسه پورې په دې هېواد کې سوله او ثبات ټينګ نشو او پرله پسې د جنګ د اور لمبې کله په يو او کله په بل نوم لا تازه دي او د پخوا په شان زمونږ له مظلوم ولس نه قرباني اخلي، د بې رحمانه وژنو چاودنو او انتحاري حملو له وجې هره ورځ زمونږ سلګونه بې ګناه مسلمان هېوادوال  سپين ږيري، ناروغان، ښځې او ماشومان شهيدان، ټپيان، تور سرې مو کونډې او بچيان مو يتيمان کېږي،  په داسې حال کې چې داسلام ستر پيغمبر د جهاد په وخت کې هم صحابه کرام د هغوی د وژلو څخه منع کړي وو، لکه په دې وروستيو کې د سردار محمد داؤد خان په روغتون حمله چې په پوره بېرحمۍ سره د بستر ناروغان او د هغوی معالج ډاکټران په شهادت ورسېدل ، همدا راز د  ۲۰۹ شاهين قول اردو په جومات کې چې مسلمان لمونځ کوونکي په ډېر وحشت سره په شهادت ورسېدل او د قران کريم نسخې په کې وسوځېدې چې دا نه يوازې په اسلام بلکې په هېڅ دين کې نه توجيه کېږي اوس زمونږ وجيبه داده چې د دې وحشي دښمن مقابله د ملي وحدت او خپلو دفاعي قوتونو ترڅنګ په درېدلو او يو بل ته دلاس ورکولو په روحيه وکړو خپلمنځي اختلافات شاته وغورځوو او پرې نږدو چې زمونږ غدار او بېرحمه   دښمن خپلو شومو موخو ته ورسېږي.

کابل باختر دغويي دمياشتې  ٧ مه :
دا مطلب دمسلح قواوو لوی درستيز د پاکستان هېواد دپوځی قواوو له لوړ پوړی پلاوی سره په کتنه کی بيان کړ .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:  په دی کاری کتنه کی د دواړو هېوادو تر منځ په تاريخی او دوستانه اړيکو، په سيمه کی دسولی اوامنيت دټينګښت اودوه اړخيزوهمکاريو په شاوخواخبری وشوې .
په دی دوستانه کتنه کی دمسلح قواوو لوی درستيز دګرجنرال محمدشريف (يفتلی) په خبروکی د(۲۰۹) شاهين قول اردو د تروريستي پيښی له امله د پاکستانی پلاوی د خواخوږی اوغمشريکی څخه په مننی سره وويل : په سيمه اونړی کی دسولی اوثبات ټينګښت،داقتصادی اوسوداګريزو همکاريو دوام د دواړوهيوادو او ټولی نړی په ګټه ښودل کيږی .
لوی درستيز دملی اردولوړو ظرفيتونو اولاسته راوړنوته په اشارې سره  وويل :  د ملی اردواتلو قطعاتواوجزوتامونو دجګړه ايزو برياليوعملياتوپه ترڅ کی تروريستان ځپلی اومرګانی ګوزارونه يی ورکړي دي .
په مقابل کی دپاکستان دوست هيواد اردو د ستردرستيز درستيزوال دګرجنرال بلال (اکبری) (G.Bilal .Akbari ) په خبرو کی د افغانستان   شاهين قول اردو  د شهيدانو روح ته په دعا سره دخواخوږی اوغمشريکی مراتب څرګند اوويی ويل : دپاکستان اوافغانستان  وروڼو هيوادونوترمنځ تاريخی اوفرهنګی اړيکوته په پاملرنی زموږحکومت تياری  لری،چی په سيمه دسولی اوثبات په خاطر خپلو صادقانه همکاريو ته دوام  ورکړي  .

Page 4 of 5134