15 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

 کابل / د چنګاښ ۲۵ مه / باختر
په لوګر کې د ۴۴ څلوېښت ملیونو افغانیو په لګښت د پوهنتون د احاطې د دیوال او استادانو لپاره د پراختیايي معلوماتي مرکز چارې پیل شوې.
د لوګر والي محمد اجمل شاه پور وايي: هڅه کوي چې د پوهنتون ټولې ستونزې اوارې کړي او زیاتوي چې ډېر ژر به پوهنتون ته د غځېدلي سړک چارې هم پيل شي.
د یادونې وړ ده چې یادې پروژې د هندوستان او د لوړو زده کړو وزارت په ګډ مالي لګښت جوړېږي.
پای/وصال

قندهار / د چنګاښ ۲۵ مه / باختر
د قندهار د میوند ولسوالۍ په سره بغل سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې ۱۵ طالبان ووژل شول.
د قندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر وايي چې تېره شپه وسله والو طالبانو د میوند ولسوالۍ په سره بغل سیمه کې پر افغان ځواکونو برید کړی دی.
سرچینه زیاتوي چې په نښته کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
ویل کېږي په نښته کې ۳ پولیس شهیدان شوي او ۴ نور ټپيان شوي چې د ټپيانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
پای/وصال

 جلال آباد / د چنګاښ ۲۵ مه / باختر
د ننګرهار د دوربابا ولسوالۍ په ګوړکو سیمه کې د ۲۷ ملیونو افغانیو په لګښت د یوه روغتیايي مرکز چارې بشپړې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.
د ننګرهار سرپرست والي تمیم عارف مومند وايي چې دغه روغتیايي مرکز د جرمني فدرالي حکومت په مالي لګښت په دوو پوړونو کې رغول شوی دی.
په ورته وخت کې د ننګرهار د ولایتي شورا سرپرست رییس اجمل عمر وايي چې په دغه سیمه کې ۳۵ زره کورنۍ مېشتې دي.
هغه د عامې روغتیا له وزارت څخه غواړي چې د دغه روغتیايي مرکز بسترونه او تشکیل زیات کړي.
دغه روغتیايي مرکز اوسمهال لس روغتیایي او لس نورې خونې لري، چې په کې د OPD، زېږېدنې، واکسین او یو شمېر نورې برخې فعالې شوې دي .
د ننګرهار د عامې روغتیا رییس ډاکتر نصیراحمد درانی ډاډ ورکوي چې یاد روغتون به لا زیات مجهز کړي او خپل خدمات به د دې ولایت نورو لرو پرتو ولسوالیو ته هم وغځوي .
پای/وصال

 جلال آباد / د چنګاښ ۲۵ مه / باختر
د نږدې ۶ ملیونو ا فغانیو په لګښت د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د اوبو د یوې زېرمې په جوړېدو سره ۲۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې.
د ننګرهار د رسنیو له مرکز څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شويدي چې یاده زېرمه د جاپان هېواد شانتي رضاکارې ټولنې په مالي لګښت د یوه کال په موده کې جوړه شوې ده.   پای/وصال

 اسعد آباد / د چنګاښ ۲۵ مه / باختر
د کونړ سیند کلنۍ مشاعره چې هر کال به د ثور په میاشت کې په حضوري ډول جوړېده د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه به پکې ګڼو شاعرانو او مینه والو ګډون کاوه، خو د وزارت د رهبرۍ په لارښوونه او د هېواد د نورو ولایتونو د دودیزو مشاعرو په څېر سږ کال کونړ سیند مشاعره هم د کرونا د ګواښونو له امله په انلاین ډول تر سره شوه.
د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ريیس جنت ګل فدا د لوی کور افغانستان ټولو ګډونوالو ته هر کلي ووایه او له شاعرانو يې وغوښتل چې د قلم ژبې دې د پوهې او تعلیم لور ته راواړوي، چې ولس د جهل له تیارو وباسي او افغان ولس له دغې بدې ورځې ووځي.
فدا د وزارت له مقام هیله وکړه، چې د کوزې او برې پښتونخوا د شاعرانو حضوري مشاعرې دې جوړې کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس زیاتوي چې د حضوري مشاعرو په جوړېدو سره به د خیالاتو تبادله وشي او د پښتني ادب د شعري غوړېدا په برخه کې به ښه اغېز ولري.
په همدې حال کې د وزارت په استازیتوب د وزارت مشاور صابر مومند د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ له ریاست څخه د مشاعرې د جوړېدو مننه وکړه او ژمنه يې وکړه، چې د دا ډول مشاعرو جوړولو ته به ادامه ورکوي او د افغاني کلتور هر اړخېز خدمت به کوي.
مشاعره د هېواد د وتلي شاعر پېر محمد کاروان په شعر پېل شوه، ورپسې د لرې پښتونخوا وتلي شاعر ډاکټر اباسین یوسفزي، عارف تبسم، الماس خانم او د هېواد د بېلابېلو سیمو نوموتو شاعرانو، نورالحبیب نثار، عبدالحلیم همت، طاهر شرر ساپي، څو تنو کونړ مېشتو شاعرانو، د پکتیا، خوست، لوګر، هلمند او لغمان خوږ ژبو شاعرانو خپل شعرونه زمزمه کړل.
د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس جنت ګل فدا وايي چې په مشاعره کې مو ارشاد شینواري، طاهر ځلاند، شهنواز باقر او د بدخشان شاعرانو ته هم بلنه ورکړې وه، خو د ستونزو له امله په مشاعره کې یوځای نه شول.
پای/وصال

 

 ښرنه / د چنګاښ ۲۵ مه / باختر
د پکتیکا په نکې، اومنې، او وړممۍ ولسوالیو کې ۴۳۷۰ بې وزلو کورنیو د خوراکي توکو مرسته ترلاسه کړه.
یاده مرسته د خوړو نړیوال سازمان (W.F.P) په مالي، د ( O.R.D ) موسسې په تخنیکي مرسته او د کلیو پراختیا او بیا رغونې ریاست په چوکاټ کې له بې وزله کورنیو سره وشوه.
د پکتیکا د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مشر وايي چې تل په دې هڅه کې دی چې له خپلو امکاناتو په ګټې اخیستنې له ولسونو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې وکړي.
پای/وصال

کابل /دچنګاښ ٢٥مه/ باختر:
د طالبانو بريد د غزني پوځيانو پر څو پوستو ناکام شو.
په دې بريد کې  پنځه ځانمرګي يرغلګر ووژل شول اوشپږ نوريې ټپيان شول.
د رپوټونوله مخې؛ تېره شپه څو يرغلګر دغزني ښار په ختيځ کې پر يو شمېرپوستو بريد وکړ.
جګړه تر نن سهار پورې دوام درلود او طالبانود سرله زيان وروسته وتښتېدل.
  په غزني کې د ملي اردو يو جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل: چې د طالبانو په دې بريد کې پنځه ځانمرګي يرغلګر ووژل شول او ٦ نور يې ټپيان شول.
هغه وويل:  چې په دې بريد کې  پوځيانو ته د سرزيان نه دى اوښتى .
  ختم _ شکريه _اکرم

-کابل /دچنګاښ ٢٥مه/ باختر:
٧وسله وال طالبان په پکتيا کې د پوځيانو په موشکي بريد کې وژل شول اويوشمېر نور يې ټپيان شول .
په دغه طالبانو تېره شپه د احمدخيلو ولسوالۍ د بازار په شاوخوا کې هغه وخت بريدوشو، چې په څو پوستو يې  برېدونه وکړل.
د تندر قول اردو د رسنيودفتر د خبرپاڼې په خپرولوسره وايي چې په دې پېښه کې اووه يرغلګر ووژل شول او يوشمېر نور يې ټپيان شول.
دغه قول اردو وايي چې په يرغلګرو هغه وخت د پوځيانو موشکي بريد وشو چې په څو امنيتي پوستويې بريد کاوه .
طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .
خم_ شکريه_اکرم

کابل /دچنګاښ ٢٥مه/ باختر:
په طالبانو پورې  اړوند ١١ يرغلګر په هلمند کې ووژل شول .
  پر دغو طالبانو تېره شپه په سنګين  او ګرشک ولسواليو کې هغه وخت هوايي اوځمکني برېدونه وشول  چې په څوامنيتي پوستويې بريدکاوه.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې په دغو پېښو کې  د طالبانو په ډلې پورې ١١ يرغلګر ووژل شول او يوشمېر  نور يې ټپيان شول .
دغه قول اردو وويل چې پريرغلګرو په امنيتي پوستو باندې د يرغل په وخت کې هوايي اوځمکني برېدونه وشول .
طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .
د يوبل خبرله مخې؛ پوليسو د هلمند په  ګڼ مېشتو لارو کې د ١١ ماينونو په کشفولوسره د چاودنومخه ونيوله .
طالبان د دغو ماين ښخولو مسوول بلل شوي دي.
طالبان په افغانستان کې په ګڼ مېشتو لارو بمونه ښخوي چې زياتره ملکي وګړي قرباني کېږي.
  ختم _ شکريه_اکرم

کابل/ د چنګاښ۲۴ مه/ باختر د هېواد پخواني جمهور رييس حامد کرزي او د ملي روغې جوړې عالي شورا رييس ډاکټر عبدالله نن سره وکتل او د سولې بهير په اړه يې خبرې وکړې. ډاکټر عبدالله په خپل فېسبوک پاڼه کې ليکلي دي چې په لیدنه کې حامد کرزي د ملي مصالحې عالي شورا د تشکیل پر ژر بشپړېدو ټینګار وکړ، یوځل بیا یې د سولې له پروسې خپل ملاتړ اعلان کړ او تمه یې وښوده، چې د سولې په برخه کې به همغږي لا زیاته شي. ډاکتر عبدالله زياته کړېده: د ښاغلي حامد کرزي له نیکو نظریاتو مې مننه وکړه او هیله مې وښوده چې د موجودو ستونزو د حل په موخه به ژر د سولې بین الافغاني خبرې پیل شي، افغانان به د تاوتریخوالي د کمېدو، اوربند او د ستونزو د سوله ییز حل شاهدان اوسي. همدارنګه ټینګار مو وکړ، چې اوسنی تاوتریخوالی او روان قتل د زغم نه دی.
Page 5 of 8880