26 March 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر د وري پنځمه :
افغانستان داسيا دبنسټيزې پانګې اچونې دبانک غړيتوب ترلاسه کړ .
دماليې وزيراکليل حکيمي  دچين په پيکينګ ښار کې داسيا دبنسټيزې پانګې اچونې بانک له رييس چين ليقون سره وکتل .
  دماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته   خبر ورکړ.  په دې کتنه کې له افغانستان سره ددغه بانک دهمکاريو ، دانرژۍ او اوبو او د اوسپنې پټلۍ دپروژو د مالي تمويلولو دنويو فرصتونو اولومړيتوبونو دتثبيتولو  په خاطر افغانستان ته ددغه بانک  درييس او تخنيکي  ټيم دسفر او دعلاقې وړ   نورو موضوعګانوپه باب خبرې اترې وشوې .
چين ته په دې سفر کې دماليې وزير وکولاى شول چې ددغه بانک  غړيتوب ترلاسه کړي او دماليې وزير  داسيا دبنسټيزې  پانګې اچونې بانک له مشرتابه  هيئت څخه په دغه  بانک کې  دافغانستان دغړيتوب  په خاطر مننه او قدرداني وکړه .
ديادونې وړ ده چې په دغه بانک کې دافغانستان غړيتوب  به دافغانستان  داقتصادي  ګړندي ودې او پرمختيا  لپاره دهمکاري نوې فصل پرانيزي .

کابل باختر د وري پنځمه :
دملي امنيت دلوى رياست منسوبينو شپږ تنه ډار اچوونکي دهرات ولايت په مربوطاتو کې ونيول .
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. دملي امنيت دلوى رياست دځانګړو قطعاتو منسوبينو د صفي الله   په مشرۍ  شفق الله  ، وحيد ، غلام محمد ، بهار الدين  او سيد عيسي په نومونو دپنځو تنو همکارانو سره يې چې دهرات ولايت دانجيل  ولسوالۍ  دقفسلان  دکلي په  مربوطاتو کې په تروريستي فعاليتونو بوخت و ، و نيوه .
دوى اعتراف کړى دى چې دملي پوليسو   د دوو تنو افسرانو او يوسرتيري په ګډون په دغه ولايت کې په څو ډار اچوونکو پيښو کې هم فعاله ونډه لرله .

کابل باختر د وري پنځمه :
په جوزجان ولايت کې پرون دامنيتي ځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول .
  دجوزجان ولايت يوه امنيتي  خبرځاى دباختراژانس  خبريال ته وويل ددغه ولايت ددرز اب ولسوالۍ دتاش جواز په کلي کې دهېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو دپوځي عملياتو په بهير کې  اته تنه  وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول .
خبرځاى زياته کړه په دغو عملياتو کې ددښمن يوه اندازه وسله اومهمات هم دامنيتي ځواکونولاس ته ورغلي دي .

کابل باختر د وري پنځمه :
  دجوزجان ولايت دپوليسو منسوبينو پرون ديوې دوه ويشت کلنې ميرمنې دوژنې په تور درې  تنه ونيول
دجوزجان ولايت يوه امنيتي  خبرځاى باختراژانس خبريال ته وويل چې يوه  دوه ويشت کلنه ميرمن  تيره شپه ددغه ولايت مرکز شبرغان ښار کې په مرموز ډول وژله شوې ده .
ده څرګنده کړه دپيښې په اړوند ددغې ميرمنې دميړه  په ګډون درې تنه ددغه ولايت دپوليسو دمنسوبينو له خوا نيول شوي دي اوتراوسه پورې ددغې وژنې علت او انګيزه  معلومه نه ده
تورن کسان دپوليسو تر څيړنې لاندې دي .

کابل باختر د وري پنځمه :
په سمنګانو ولايت کې ديوسلو پنځه نوى بنسټيزو ټولګټو پروژو دترميمولو اوبيا رغاونې  کار بشپړ شو .  
دسمنګانو ولايت دکليو دبياجوړولو اوپراختيا رييس   محمد اصف دولت شاهي باختراژانس ته وويل: دغه پروژې دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دملي پيوستون دساتنې او څارنې او دکار موندنې  دپروګرام له لارې د شپږ اتيا مليونو افغانيو په لګښت بشپړ او ګټې اخستنې ته سپارل شوي دي .
ده زياته کړه په دغو پروژو کې دپنځو ټولنيزو مرکزونو ، استنادي ډيوال ، دښوونځيو دانګړ دديوالونو ، ٢٨٦٠ مترو  په اوږدوالي  دڅښاک داوبو دشبکې ، دڅښاک داوبو د ١٢٠ زيرمو استنادي او محافظوي  ديوالونو ، داوبو بريښنا دکوچني دستګاه ، دکرنيزو اوبو دڅلورو کانالونو ، څلورو پلونو او پلګيو ترميمول ، دسړکونو کريړ اچول ، دسړک ددواړو عاړو د ويالو پخول او ددرې ديرشو کيلومترو په اوږدوالي دکانال  پاکول شامل دي .
دولت شاهي زياته کړه  دغه پروژې  د خرم سارباغ  ، حضرت سلطان ،  بردره صوف او روى دواب دولسواليو په  ١٦٢ کليو کې ترميم اوبيا رغاول شوي دي
دغه راز ددغو پروژو په تطبيق سره ددغو کليو نهه زرو تنو اوسيدونکو ته دلنډ مهالې  کار زمينه برابره شوې ده چې ددغو پروژو له ښيګڼو څخه ٣٧ زره کورنۍ  استفاده کوي
دده دڅرګندونوله مخې ددغو پروژو کار دوګړنيو پرمختيايي شورا ګانو له لارې  تيرکال پرمخ وړل شوي دي .

کابل باختر د وري پنځمه :
  دکاپيسا ولايت پوليسو پرون يوتن دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيوه
دکاپيسا ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال امان الله باختراژانس ته وويل: دغه سړى چې دکوهستان دلومړي برخې دولسوالۍ اوسيدونکى دى ددغې ولسوالۍ د کهنه بازار په سيمه کې  هغه وخت دپوليسو له خوا ونيول شو چې غوښتل يې ٣٢ کيلوګرامه چرس ديو کاماز موټر په واسطه دويشلو په مقصد ددغه ولايت بيلابيلو   سيمو ته وليږدوي .
ويل کيږي  دقضيې عامل له نشه يي توکو او موټر سره امنيه قوماندانۍ ته سپارل شوى دى .

کابل باختر د وري پنځمه :
دکندز ولايت له طبيعي  پيښو سره دمبارزې  رياست دمرستيال مړى له شلو ورځو وروسته  په بغلان ولايت کې  دخلک له خواوموندل شو .
دبغلان ولايت امنيه قوماندان جنرال کرام الدين سريع باختراژانس ته وويل دکندز ولايت له طبيعي پيښو سره دمبارزې رياست مرستيال شير احمد چې له شلو ورځو راپديخوا  په بغلان ولايت کې  بې درکه شوې  و، دوه ورځې  مخکې مړي يې  دپلخمري دنساجي دبريښنا بند په سيند کې  دخلکو له خوا وموندل شو .  دبغلان ولايت دعامې روغتيا رياست دخپرونو مسوول ډاکتر شاه محمد هوفياني  وايي په مړي کې د ټپونو او دزندى کولو نښې ليدل کيږي .
دبغلان ولايت  دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفترمسوول ذبيح الله شجا ع وايي يوتن د قضيې  په تور دملي امنيت دمنسوبينو له خوا نيول شوى دى او ددغې بې رحمانه وژنې اصلي علت  روښانه نه دى .

کابل باختر د وري پنځمه :
په تخار ولايت کې پرون دوسله والو طالبانو دبريد دشنډولو په مقصد دامنيتي ځواکونو دمقاومت په نتيجه کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول او دولايت ودانۍ وسوځيده .
  دتخار ولايت دپوليسو وياند خليل اسير دباختراژانس خبريال ته وويل چې وسله والو طالبانو له دريو استقامتونو څخه دتخار ولايت دخواجه بهاوالدين ولسوالۍ په امنيتي پوستو بريدونه وکړل او غوښتل يې دغه ولسوالۍ ونيسي چې دهېواد دامنيتي او دفاعي  ځواکونو له مقاومت  سره مخامخ شول.
ده څرګنده کړه: دبريد دشنډولو په بهير کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول او دغه راز  څلور تنه امنيتي ځواکونه هم ټپيان شول
اسير زياته کړه دبريد دشنډولو په بهير کې دخواجه بهاوالدين ولسوالۍ ودانۍ په بشپړه توګه سوحيدلې ده او دغه راز  ددغه ولايت دملي امنيت دمديريت ودانۍ هم په قسمي ډول ويجاړه شوې ده .

کابل باختر د وري پنځمه :
دنشه يي توکو  يو قاچاق وړونکي دپوليسو له خوا په بغلان ولايت کې ونيول شو .  دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر دباختراژانس خبريال ته وويل قاچاق وړونکى چې شل کيلوګرامه چرس يې په بدخشان ولايت کې بار کړى و او غوښتل يې کابل ته وليږدوي  پرون مازيګر  دپلخمري ښار دشمرق  دپلټنې په پوسته کې  له پيژندولو وروسته دپوليسو له خوا ونيول شو .
خبرځاى زياته کړه نيول شوى کس  له کرولا موټر او چرس سره يې دکابل امنيې قوماندانۍ ته سپارل شوى دى .

Saturday, 25 March 2017 12:17

د اسعارو بيه

کابل\باختر\ دوريد مياشتې٥
د کابل د شهزاده سراى د صرافانو د رييس د معلوماتو له مخې، نن له غرمې مخکې د بهرنيو پيسو په مقابل کې د افغانۍ ارزښت په دې ډول دى:
يوامريکايي ډالر پيرودل په 80/67  افغانۍ
يوانګليسي پونډ پيرودل په 83/90افغانۍ
يوه يورو پيرودل په 72/90 افغانۍ 
يو سعودي ريال پيرودل په  18/03افغانۍ
د اماراتو يو درهم پيرودل په 18/85 افغانۍ
زرپاکستانۍ کلدارې پيرودل په 630 افغانۍ
زر هندۍ کلدارې پيرودل په 1020 افغانۍ
زر ايراني تومان پيرودل په 17/60 افغانۍ
يو روسي روبل پيرودل په 1\25 افغانۍ        

Page 6 of 5033