24 February 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

شپږ تنه وسله وال طالبان په نورستان کې ووژل شول .

کابل باختر دکب پنځمه شپږ تنه وسله وال طالبان په نورستان...

نهه تنه وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول .

کابل باختر دکب پنځمه نهه تنه وسله وال طالبان په روزګان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر دتلي ديرشمه :
دبغلان ولايت  په  مربوطاتو کې پرون ديوې کورنۍ شپږ تنه  غړي ووژل شول .
دمرکزي بغلان ولسوال ګوهر خان بابري  باخترآژانس ته وويل: 
دغه کسان د زاړه بغلان دشرکت  دسړک په ساحه کې دشولو په نينې کولو بوخت وو  چې د ناپيژندل شويو وسله والوکسانو له خوا پرې  ناڅاپي  بريدوشو.
  بابري زياته کړه : په دې پيښه کې دتورخان دپنځو زامنو او يوه خوريي  په ګډون ددغې ولسوالۍ يو سيمه ييز مخور  ووژل شول او په خپله  تورخان ټپي  شو .
  دمرکزي بغلان ولسوال  ددغې پيښې اصلي علت کورنى تاوتريخوالى بللى دى او ويې ويل چې پوليسو  دپيښې په اړوند څلور تنه نيولي دي .

کابل باختر دتلي ديرشمه :
درې تنه  سړي تښتوونکي تيره شپه د فراه ښار په مربوطاتو کې دملي امنيت دځواکونو له خوا ونيول شول .
دفراه ولايت دملي امنيت  رياست يوه اړونده خبرځاى باخترآژانس ته وويل :
دغه کسان دفراه ښار په مربوطاتو کې دخلکو په مرسته  هغه وخت  ونيول شول چې ديوه سوداګر دتښتولو نيت يې درلود .
  ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې: تښتوونکو په لومړنيو څيړنوکې په فراه ولايت کې  ديو ملي سوداګر حاجي عبدالغفور د تښتولو دتصميم نيولو په باب  اعتراف کړى   او پيښه تر زياتي څيړنې لاندې  ده  .

کابل باختر دتلي ديرشمه :
څلور تنه وسله وال طالبان له خپلو وسلو اومهماتوسره تيره شپه په پکتيا ولايت کې دملي اردو دځانګړو ځواکونو په عملياتو کې ونيول شول.
دپکتياولايت امنيه قوماندان مل پاسوال زلمي اورياخيل باخترآژانس ته وويل:
په پکتياولايت کې د ٢٠٣ تندر قول اردو ځواکونو دپکتياولايت دسيدکرم ولسوالۍ دکوشين په سيمه کې دشپنې عملياتو په بهيرکې څلور تنه وسله وال طالبان ونيول.
داورياخيل دڅرگندونوله مخې :   له نيول شويو کسانو څخه يوه پيکا ، يو توغندى ويشتوونکى ، دوه مخابرې، دوه کلاشينکوفونه  او دوه موټرسايکلونه هم دملي اردو دځواکونو لاسته ورغلي دي.

کابل باختر دتلي ديرشمه :
دهرات ولايت دانګورو حاصلات په روان کال کې  په سلو کې ديرش کمښت موندلى دى .
بڼوالو ددغه کمښت اصلي علت  له وخت څخه مخکې د هوا سړښت  وباله .
دهرات ولايت تل په هيوادکې دانګورو د حاصلاتو مهم مرکز دى اوهرکال په سلګونو زره متريک ټنه  انګور د دغه ولايت  دانګورو له بڼونو  څخه ترلاسه کيږي .
  تيرکال  دهرات ولايت دانګورو له بڼونوڅخه يوسلو پنځه شپيته متريک ټنه انګور ترلاسه شوي وو چې سږ کال دهوا د ناڅاپي سړښت او دانګورو دتاکونو ديخ وهلو له امله دغه شمير له کمښت سره مخامخ شوى دى .
دهرات ولايت دبڼوالوداتحاديي مسوول محمد نعيم باخترآژانس ته وويل :  په روان کال کې يې سل ټنه انګور دپاکستان کراچۍ ښار ته صادر کړي دي چې دپاکستاني مقاماتو د نه همکاري او د دغه هيواد په بندرونو کې د هغه د درولو له امله د دواړو  هيوادونو په پوله کې ددغه محصولاتودخوسا کيدو سبب شوى دى . 
دهرات  دبڼوالو  ددغه مسوول دڅرګندونو له مخې :   له وخت څخه مخکې دهوا سړښت او دتاکونو د يخ وهلو له امله په دغه ولايت کې د انګورو حاصلات يې  په سلوکې  تر ديرشو پورې لږ کړى دى .
دهرات په ميوو کې انګور تل ځانګړې شهرت لري چې همدا اوس ددغه ولايت دانګورو له بڼونو څخه اته  ديرش ډوله انګور ترلاسه کيږي .

کابل باختر دتلي ديرشمه :
  دهيواد مشهور منجم او ستورى پيژندونکى عبدالله قندهارى  وايي که چيرې دانتخاباتو دترسره کولو وخت د ثور مياشتې ته تمديد شي دافغانستان دخلکو او دکانديدانو په ګټه به وي .
ده چې دجمهوري رياست دکانديدانو د ملاتړيزو کارتونو دراټولولو او دهغه دتخميني  لګښت په باب دباخترآژانس له خبريال سره خبرې کولي زياته کړه . دجمهوري رياست له هر کانديد څخه درايې ورکوونکو سل زره کارتونه غوښتل شوي دي .
دده دڅرګندونو له مخې، که دهيواد له کليو اوبانډو څخه د رايې ورکولو ديو کارت دترلاسه کولو لپاره  چيرې لس  دقيقي وخت ولګول  شي  په  دې صورت کې هرکانديد په مليونونو دقيقي وخت دې  کار ته صرف کړى دى . که چيري يو مليون  دقيقي  په شپيتو دقيقو وويشل شي چې ساعت معلوم شي ١٦٦٦٦ساعتونه  کيږي که چيري  ١٦٦٦٦په ٢٤ساعتونو وويشل شي چې شپه او ورځ معلوم شي ٦٩٤ ورځې کيږي چې هرکانديد له وقفې  ، استراحت ، خوړلو او څښلو پرته چې بايد په دې لاره کې  کار وکړي ،  په بل عبارت ٦٩٤په مياشتو وويشل شي په هغه صورت کې ٢٣مياشتې او څلور ورځې کيږي .  ددغې  موضوع لپاره د وږي له مياشتې څخه دتلې  تر ١٤ نيټې پورې  چې  اووه ويشت ورځې کيږي دانتخاباتو  خپلواک کميسيون له خوا وخت  ورکړ شوى دى چې آن يو ولايت ته يوه ورځ هم نه  رسيږي .
قندهاري دغه راز دکانديدانو دتبليغاتي پروګرامونو دلګښت په باب وويل چې دانتخاباتو په قانون کې دجمهوري رياست دکانديدانو ټولو تبليغاتي پروګرامونو لس مليونه افغانۍ ټاکل شوي دي .
که چيري دجمهوري رياست دانتخاباتو يو کانديد دهيواد په څلورديرشو ولايتونو کې دملاتړ کوونکو کارتونو د راټولولو دفتر جوړ کړي په تخميني ډول     ٣٠٠٠٠٠افغاني ددفتر په کرايه ، دکارکوونکو په معاشونو ، امنيتي مسلو ، دميلمنو دهرکلي ،  ترانسپورت ، قرطاسيې ، لوژستيک اوبرقي وسايلو او بريښنا لګوي، په دي صورت کانديد لس مليونه دوه سوه زره افغاني په دې  لاره کې لګوي چې نورو تبليغاتي پروګرامونو اودهغه دمبارزاتي  کارونو ته څه نه پاتې کيږي .
قندهاري دغه راز دکانديدانو دتبليغاتي پروګرامونو په باب هم کتنې طرحه کړي .
دده دڅرګندونو له مخې :  دانتخاباتو په قانون کې دکانديدانو تبليغاتي پروګرامونو ته دوه مياشتې په پام کې نيول شوي دي په دې صورت کې دلړم دمياشتې له ٢٦څخه د ١٣٩٣ کال د وري  دمياشتې تر ١٣ نيټې پورې څلور مياشتې لرو اوکه چيرې له اوس څخه حساب وشي   پنځه نيمي مياشتې وخت پاتې دى که چيرې ددغې مودې دوه مياشتې دکانديدانو په تبليغاتي  پروګرامونو تيرې شي ، درې نيمې مياشتې پاتې کيږي که چيرې هرکانديد دګوتي حقيقي او واقعي نښه ترلاسه کړي په دې صورت کې زيات وخت ته اړتيا ليدل کيږي  .
په همدې دليل وړانديز کيږي چې دانتخاباتو ترسره کول د وري دمياشتې له ١٦ نيټې څخه د ثور مياشتې ته تمديد شي.
ده وويل  : دکميسيون تخنيکي محاسبه نيمګړې اوکانديدانو  ورباندې اعتراض ونه کړ او په  جعل کاري يې لاس پورې کړ .
ده په پاى کې  وويل  ما خپل تاريخي رسالت بيان کړى دى  که چيرې څوک هغه په عمل کې پلى نه کړي زموږ دملت د راتلونکو پنځوکلونو شعار به دا وي .
خشت اول ګرنهدمعمار کج -----  تاثريا ميرود ديوار کج

کابل باختردتلې دمياشتې ٣٠ :
د افغانستان د جمهوررئیس حامدکرزي او د تاجکستان د جمهوررئیس امام علي رحمان په حضورکې، پرون د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ د همکاریو درې موافقه لیکونه لاس لیک شول.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
د ماین پاکي په برخه کې لومړی موافقه  لیک د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست ارشاد احمدي او د تاجکستان د بهرنیو چارو د وزیر همراخان ظریفي ترمنځ لاس لیک شو.
د دغه موافقه لیک له مخې د دواړو هېوادونو د ماین پاکی ډلې کولای شي چې له ګډو امکاناتو څخه په استفادې سره د افغاستان او تاجکستان هغه سرحدي سیمې له ماینونو او ناچاودلو مهماتو څخه پاکې کړي چې لا اوس یي هم خلک د ماینونو له ګواښ سره مخامخ دي.
د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د سرحدي همکاریو په برخه کې دویم موافقه لیک د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست ارشاد احمدي او د تاجکستان د ملي امنیت د دولتي کمیټې د رئیس سیع مومي یتیموف ترمنځ لاس لیک شو.
په دې موافقه لیک کې د پنج په سیند باندې د نویو پلونو جوړیدو ته په پاملرنې سره چې دواړه هېوادونه سره نښلوي، له سرحد څخه د تېریدو د نظام د ښه والي لپاره د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د تګ راتګ سیمې مشخصې او د دواړو هېوادونو خلکو ته د آسانتیاوو د رامنځته کولو په لاره کې همکاري کوي.
همدا راز دریم  موافقه لیک د دواړو هېوادونو ترمنځ د بیمه یي فعالیتونو د انکشاف لپاره د افغانستان د مالیې د وزیر حضرت عمر زاخیلوال او د تاجکستان د مالیې د وزیر صفرعلي نجم الدین اوف ترمنځ لاس لیک شو.
د یو بل خبر له مخې، د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي پرون ماښام  د دوشنبې  په ښارکې په خپل استوګنځي کې د تاجکستان له صدراعظم عاقل عاقلوف سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیتي همکاریو پر لا پراختیا باندې خبرې وکړې.
جمهور رئیس حامدکرزي د تاجکستان د خلکو له میلمه پالنې او تاوده هرکلي څخه د مننې
په ترڅ کې وویل: خوښ یم چې یو ځل بیا مې هغه هېواد ته سفر کړی دی چې د افغانستان خلک هغه خپل دویم کورګڼي.

کابل – باختر دتلې دمياشتې ٢٩
دکورنيو چارو وزير دپل علم ښارته دخپل سفر په بهيرکې وويل چې دلوګر د والي ارسلا جمال د ترور عاملين ډير ژر نيول کيږي.
محمد عمر داوود زي چې دلوګر دوالي ارسلاجمال دفاتحې داخيستلو په مراسمو کې له ګډون وروسته له خبريالانو سره خبرې کولې؛ وويل چې امنيتي ځواکونه ددغې خونړۍ تروريستي پيښې د سازمان ورکوونکو د پيژندلو او نيولو ته نږدې شوي دي .
دلوګر والي ارسلاجمال دنيکمرغه لوى اخترپه لومړۍ ورځ دپل علم ښار په جامع جومات کې د وينا په بهيرکې دچاودنې له امله ترور شو.
دافغانستان دملي امنيت د ادارې څيړنې ښيي چې طالبانو د دغه سيمه ييز مقام د ترورلپاره بم د قرآن اعظيم الشان د سپارو په منځ کې ځاى پرځاى کړى و.
دکورنيو چارو وزير دلوګر ولايت له سيمه ييزو مسوولينو او خلکو څخه وغوښتل چې د ارسلاجمال دترور دپيښې د څيړنې له ټيم سره همکاري وکړي.
داوود زي دغه راز دلوګر ولايت د امنيه قوماندان او د دغې قوماندانۍ د امنيت د آمر دګوښه کولو په اړوند دمقاماتو دپريکړې دفاع وکړه او ويې ويل چې دغه کار دلوګر د والي دتروردپيښې د بيطرفانه څيړنې په خاطر شوى دى .
په دې سفرکې دپارلمان يو شمېر غړي هم دکورنيو چارو له وزير سره ملګري وو.
دوى دلوګر له خلکوڅخه وغوښتل چې د امنيت په تامينولو کې له خپلو امنيتي ځواکونو سره مرسته وکړي او پرې نږدې چې تروريستان د دوى آرامۍ ګډوډه کړي .
دغه راز د لوګر د والي مرستيال محمد هاشم فيضي او ددغه ولايت د ولايتي شورا رييس عبدالولي وکيل دخلکو د امنيت دتامنيولو په لاره کې له امنيتي او د دفاعي پلوه په خپلوپښو د افغان امنيتي ځواکونو د دريدوپه خاطر د مقاماتو د زياتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
دلوګر د ولايتي شورا رييس له دولت څخه وغوښتل چې ډير ژر د ارسلاجمال دترورعاملين وپيژني، ونيسي او سزا ورکړي.

Monday, 21 October 2013 16:42

اته تنه غله ونيول شول

کابل – باختر دتلې دمياشتې ٢٩
اته تنه غله د روانې اوونۍ په بهيرکې په بغلان ولايت کې د پوليسو له خوا نيول شوي دي .
دبغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى احمد جاويد بشارت دټيلفوني اړيکې له لارې دباختر آژانس خبريال ته وويل: پوليسو د روانې اوونۍ په بهيرکې اته تنه غله له پلخمري ښار څخه نيولي دي.
دبشارت دڅرګندونو له مخې: له غلوڅخه دوه موټر سايکلونه، يوه غالى، اته کارتنه تيزاب او څلور زره جعلي ډالره د پوليسو لاس ته ورغلي دي.

کابل – باختر دتلې دمياشتې ٢٩
طالبانو درې تنه ملکي وګړي شهيدان کړل.
طالبانو تيره شپه يوه ښځه او ميړه د هغوى له ماشوم سره شهيدان کړل.
دهلمند د والي ويندوى عمرځواک باختر آژانس ته وويل: دوى کله چې دهلمند ولايت دناوې ولسوالۍ د تريخ ناورله سيمې څخه دخپل کور په لور روان وو؛ د طالبانو له خوا ورباندې بريد وشو او ووژل شول.

کابل – باختر دتلې دمياشتې ٢٩
داطلاعاتو او فرهنګ د وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين په مشرۍ د ملامشک عالم د شخصيت د درناوى د غونډې دجوړولو د کميسيون مقدماتي غونډه جوړه شوه .
دباختر آژانس دخبرله مخې: په دې غونډه کې چې د يوشمېر درنو عالمانو ، پوهانو او فرهنګي شخصيتونو په ګډون جوړه شوې وه؛ داطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين د ملامشک عالم د شخصيت او کارنامو د يادونې د غونډې د جوړولو دڅرنګوالى په باب معلومات ورکړل او ويې ويل: ((په پام کې ده چې د لړم په پنځمه نيټه د يکشنبې په ورځ د نوميالى عالم په ملامشک عالم مشهور د ملا دين محمد د شخصيت د درناوى غونډه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مطبوعاتو د نړيوال مرکز په تالارکې جوړه کړو .))
ډاکتر رهين زياته کړه چې دغه ګران شخصيت زموږ د ملت حقدار دى چې هم ديو جيدعالم په توګه او هم ديوسترمجاهد او د پيژندل شوى مظلوم سياسي مبارز په توګه چې د پرديو د استعمار او کورنى استبداد په وړاندې يې مبارزه وکړه او وجنګيده.
داطلاعاتو او فرهنګ وزير وويل: ((داسلامي نړۍ د فرهنګي پايتخت په توګه دغزني د نمانځې ترڅنګ به د درناوي دغه غونډه جوړه شي او دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت به ددغه پيژندل شوى عالم د آرامګاه په ترميمولو لاس پورې کړي.))