24 June 2017

RSS Facebook

سوداگریز


Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل  \باختردلړم دمياشتې ٢٥ :
دملي دفاع وزارت خبرځايونه وايي چې شپږتنه وسله وال مخالفين دملي اردو دځواکونو دتصفيوي عملياتوپه بهيرکې ونيول شول اويوه اندازه پوځي مهمات او تجهيزات ترلاسه شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر نن باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره ليکلى دى .
دننګرهارولايت دخوږياڼيوولسوالۍ په مربوطاتوکې دملي اردو دتصفيوي عملياتوپه بهيرکې پنځه تنه  وسله وال مخالفين ونيول شول اوله دوى څخه يو کلاشنيکوف ، يوه ايکم مخابره  اويوه اندازه پوځي تجهيزات اومهمات ترلاسه شول.
دملي اردو اوملي امنيت دمنسوبينو په بل عمليات کې چې دميدان وردګـــــوولايت په مرکز کې ترسره شو يو ياغي له يو کلاشينکوف ، يوولس شارژورنو ، يوې برچې ، يو تومانچې ، دوو ماينونو ، دوو پرتلو ، دوه پوځي جمپرونو اوله يو سرف موټر سره ونيول شو.
په  همدې ترتيب دقندهار ولايت په مربوطاتوکې دملي اردودمنسوبينو دامنيتي دندوپه بهيرکې يووسله وال مخالف ټپي شو،درې کلاشينکوفونه ، دولس لاسي بمونه ، يوه ايکم مخابره، څلورسوه کيلوګرامه تروتيل  او دپرسونل ضد څلرويشت ماينونه کشف اوشنډکړاي شول، اودفارياب ولايت دغورماچ ولسوالۍ په مربوطاتوکې يوتن مخالف له يو کلاشينکوف   اويوې تومانچې سره ونيول شواوشپږماينونه دنيمروزولايت اودهلمندولايت دلښکرګاه ښار له مربوطاتو څخه کشف اوشنډکړي شول .
 

کابل  \باختردلړم دمياشتې ٢٥ :
د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې ریاست موظفینو د انسان تښتونې قاچاقبران او د جعلي ډالرو د کارولو په تور ۷ تنه ونیول.
باختراژانس ته د کورنیو چاو وزارت مطبوعاتي دفتردمعلوماتوله مخې،
د کورنیو چاو وزارت ويندوى صدیق صدیقي او د جنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې رییس مل پاسوال عبدالرحمن رحیمي پرون د یوه مطبوعاتي کنفرانس پرمهال خبریالانو ته د یادو نیول شوو مجرمینو په اړه وویل چې د نیول شوو له ډلې نه درې تنه د انسان قاچاقو ، درې تنه یې د سل زره امریکايي جعلي ډالرو د کارولو او یو تن یې د غیرقانوني کړنو او بډې اخیستلو په تور نیولی دی.
د دوﺉ په وینا درې تنه هغه سړي تښتوونکي قاچاقبران دي چې ۴۰ تنه کوچني ماشومان یې ایران ته د قاچاقو په مقصد بیول او هلته یې د ناسمو عملونو له مخې د نورو د ګټو ښکار ګرځول.
دغه راز درې تنه نور یې د سلو زرو امریکايي جعلي ډالرو د کارولو په تور او یو تن بل یې د غیرقانوني کارونو او بډې اخیستنې په تور نیولی چې د نیول شوو ټولو مجرمینو دوسې تر څیړنې لاندې دي او ډېر ژر به د خپلو عملونو په سزا ورسیږي.
 

کابل  \باختردلړم دمياشتې ٢٥ :
دملي دفاع وزارت خبرځايونه وايي چې دملي اردو څلور تنه سرتيري  دامنيتي دندو په بهيرکې  شهيدان شول.
دغه سرتيري  پرون  په ځينو ولايتونو کې دماينونو دچاودنو اودمخالفينو ددرندو وسلو دډزو له امله شهيدان شوي دي.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ .
دملي اردو درې تنه سرتيري  دبادغيس ولايت دمقر ولسوالۍ په مربوطاتو کې شهيدان  اويوتن بل ټپي شو ، دارزګان و لايت دچوري ولسوالۍ په مربوطاتو کې درې تنه سرتيري ټپيان شول  او دهلمند ولايت  په کجکي ولسوالۍ کې  دوه تنه سرتيري ټپيان شول او دملي اردو يو عسکر دکونړ ولايت دغازي اباد په ولسوالۍ کې شهيد اويوتن بل ټپي شو.
 

کابل  \باختردلړم دمياشتې ٢٥ :
په غور کې دملي پيوستون  يوسلو ديرش  پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
په خبرونو ګې ويل شوي دي چې دغه پروژې دغور ولايت دکليودبياجوړولو اوپراختيا رياست له خوا دروان کال په اتو مياشتو کې بشپړې اوداستفادې وړ وګرځيدې.
دغورولايت دکليو دبيا جوړلو اوپراختيا رييس انجينرتاج محمدزلال باختر اژانس ته وويل: په دغو پروژو کې دښوونځيو ، کلينيک دودانيو، داوبو ستراوکوچني بندونه،داوبودڅښلوڅاګانې،سړک،پلونه او دپلګوټوجوړول شامل دي چې دغور ولايت دمرکز او اړوندو ولسواليو کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
 

کابل- باختر د لړم  څليرويشتمه:
دکاپيسا د ولايتي شورا رييس له يوې چاودنې څخه روغ رمټ پاتې شو .
  دکاپيسا د ولايتي شورا رييس حسين خان باختر اژانس ته وويل چې له خپلو دوو تنو ساتونکو سره دکاپيسا ولايت له مرکز څخه په خپل شخصي موټر کې د ملاخيلو په کلې کې خپل کورته روان و چې له يو پلګى څخه دتيرېدو په وخت کې چاودنه وشوه .
دده دڅرګندونو له مخې: ماين تر پلګى لاندې ځاى پرځاى شوى و او له لرې واټن څخه کنتروليده .
ده وويل چې ده او د ده ساتونکو ته زيان نه دي رسيدلي .
دکوهستان دلومړۍ برخې ولسوال عبدالفتاح شفيق چې د دغې پيښې په اړوند د ملاخيلو دکلې اووه تنه اوسيدونکي نيول شوي  دي .
 

کابل-باختردلړم٢٤:
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس حامدکرزي د جاپان هېواد د نوى سفير ښاغلى هیروشي تکاشيHiroshi Takahashi باورليک ومانه.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ: د باورليک د وړاندې کولو له مراسمو وروسته چې نن غرمه په ارګ کې پرځاى شول، د هېواد جمهور رئيس او د افغانستان لپاره د جاپان نوى سفير د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د پراختيا په باب خبرې وکړې.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئيس حامدکرزي په تېرو یوولسو کلونو کې له افغانستان سره د جاپان د مرستو له امله مننه او قدرداني وکړه او ښاغلى هیروشي تکاشي ته یې په خپله نوې دنده کې د بریالیتوب هیله وکړه.
ښاغلى هیروشي تکاشي په افغانستان کې د خپل ماموریت د پیل له امله خوښي څرګنده کړ او حامدکرزي ته یې د جاپان د امپراتور پیغام و رسولو.
په دغه پیغام کې ډاډ څرګند شوی چې جاپان به له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او له دغه هېواد سره به خپلې اړیکې لا پراخه کړي.
په دغو مراسمو کې د بهرنیو چارو وزارت معین عبدالحى حیدر او د دغه وزارت د تشریفاتو رئیس حمید صدیق هم ګډون کړي و.#
 

Wednesday, 14 November 2012 14:10

دترافيکو د رياست خبرتيا!

کابل- باختر د لړم  څليرويشتمه:
  دترافيکو د رياست خبرتيا!
دترافيکو دسالم نظم د رامنځته کولو او په واټونوکې د لارو د بندېدو دمخنيوي په مقصد، ټولو چلوونکو ته خبر ورکول کيږي؛ له دې امله چې دښار د زياتو واټونو سور لږ دي او تر بيا رغونو لاندې دي، دموټر چلونې په وخت کې له بشپړ زغم څخه کار واخلي او په مقابل بهيرکې له ننوتو څخه په کلکه ډډه وکړي او دترافيکو  دبهير دبندولو سبب نه شي .
  له دې پرته له سرغړونکو سره دقانون په چوکات کې جدي چلندکيږي؛ بيا به د شکايت حق ونه لري .
 

کابل- باختر د لړم  څليرويشتمه:
دترافيکو د رياست او د ښاري ترانسپورت دتنظيم دګډې کميټې خبرتيا!
د وزيرانو شورا د پريکړې له مخې، د ترانسپورتي خدمتونو دتنظيم او وړانديکولو په مقصد، ګډه کميټه جوړه شوې ده چې هغه تونس وسايط چې د ښاري ترانسپورټي خدمتونو په وړاندې کولو کې فعاليت کوي؛ په ترانسپورټي اتحاديوکې شامل او د ښار په وړتيا وړ لينونو کې تنظيم کړي.
له دې امله دتونس وسايطو هغو چلوونکو ته چې غواړي د ښاري ترانسپورت په برخه کې فعاليت وکړي؛ خبر ورکول کيږي چې د دغې خبرتيادخپريدو له نيټې څخه تر يوې مياشتې پورې خپل وسايط دخصوصي سکتور د ترانسپورت په رياست کې د ښاري ترانسپورت دتنظيم په ګډکميسيون کې ثبت او راجستر کړي .
  له دې پرته له هغو چلوونکو ته چې دغه امتيازونه لري او په فعاليت لاس پورې کړي؛ قانوني چلند کيږي او وسايط يې دموظفينو له خوا درول کيږي ا تر قانوني پوښتنې لاندې به ونيول شيو. بيا به دشکايت  حق ونه لري .
 

کابل- باختر د لړم  څليرويشتمه:
دمشرانو جرګې دلومړي نايب محمد علم ايزديار په مشرۍ د مشرانو جرګې د رييسانو دکميټې په غونډه کې دسنا مجلس د راتلونکې  اوونۍ د غونډو د اجنډا په ټاکنې برسېره، دملي شورا دغړو دژمنيو رخصتيوپه باب يې دمعلوماتو له مخې، ولسي جرګې تصميم نيولې دي چې خپلې رخصتي دلينډۍ دمياشتې له پنځلسمې نيټې څخه دمرغومي د مياشتې پنځلسمې نيټې ته تعديل کړي  .
دمشرانو جرګې دتقنين دچارو کميسيون ته دنده وسپارل شوه چې موضوع وڅيړي او له ولسي جرګې سره د رخصتيو د ورځو دهمغږي کولو په مقصد، دمشرانوجرګې د ژمنيو رخصتيو په باب خپلې طرحې او نظريې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي .
دغه راز په غونډه کې چې تاکل شوې وه دهيواد دپوهنې وزير د ځينو ولايتونو د پوهنې په تشکيلاتوکې دتنقيص او نورو موضوعګانو په باب دمشرانو جرګې دلړم دمياشتې د ديرشمې نيټې  په غونډه کې ګډون وکړي. د رييسانو کميټې څرګنده کړه:
که چيرې دپوهنې وزير دځينو معذرتونوله امله دسه شنبې د ورځې په غونډه کې ګډون ونه شي کړاى، ددغه وزارت مسلکي معين کولى شي په دغه غونډه کې ګډون او دغړو پوښتنوته ځوابونه وړاندې کړي .
ديوبل خبر له مخې: دمشرانو جرګې لومړي نايب محمد علم ايزديار نن د دموکراسي انټرنشنل د دفتر له لوى رييس ښاغلى ګلين کاون سره دملي شورا په مقر کې وکتل.
په دې کتنه کې ښاغلى کاون د دموکراسي انټرنشنل د دفتر د دندو په باب معلومات وړاندې کړل او وې ويل:ددغه دفتر نړيوال څارونکي دانتخاباتي  بهيرونو په څارنې برسېره، د افغانستان دجمهوري رياست د انتخاباتو په  خاطر يې په  ٢٠٠٩کال کې يوه سروې ترسره کړه چې دکارپوهانو له نظريوبرسيره په ملي شوراکې دخلکو د استازو وړانديزونه هم پکې ځاى کړى شوى و چې  نتيجې يې اغيزمنې وې او ټاکل شوې ده، په روان کال کې هم دافغانستان د ١٣٩٣ کال د انتخاباتو په خاطر يوه بله سروې هم ترسره کړي او له مشرانو جرګې څخه وغوښتل چې ددغه سروې دنتيجو د لازيات  ښه والې په خاطر خپل پيشنهادونه وړاندې او همکاري وکړي .
دسنا مجلس لومړي نايب دښاغلى ګيلن د رپوټ په اورېدو سره، دانتخاباتودخپلواک کميسيون دتشکيل ، دندو او صلاحيتونو دقانون په باب چې اوس په مشرانوجرګه کې تر څيړنې لاندې دي؛ معلومات وړاندې کړل او وې ويل:
هغه سروې چې په ٢٠٠٩کال کې د دموکراسي انټرنشنل د دفتر له خوا ترسره شوې و؛ واقعيتونو ته نږدې او دخلکو غوښتنې پکې منعکسې شوې وې او هيله يې څرګنده کړه چې  د نړيوالې ټولنې دکتوونکو په څارنې سره، په هيواد کې دشفافو او عادلانه انتخاباتو زمينه برابره شي او ژمنه يې وکړه چې مشرانوجرګه به د اړتيا په صورت کې د روان کال د سروې په باب خپلې نظريې او پيشنهاونه له دغه مرکز سره شريک کړي .
 

کراچې- باختر د لړم  څليرويشتمه:
دپاکستان په کراچي ښارکې د تاوتريخوالې په دوام، ددغه ښار په بېلابېلو سيموکې څو تنه ووژل شول او څه دپاسه پنځوس تنه جنايتکاران دقانون د نافذولو د سازمانونو له خوا نيول شوي دي .
باختر اژانس دپاکستان دخبري شبکې له خولې وايي چې دسيمه ييزو پوليسو ځواکونو د تاوتريخوالې له امله د وژنو مبارزې په دوام چې پرون  څو تنه ووژل؛ جدي اقدامات يې پيل کړل .
  ديو اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې، د پرونيو تاوتريخوالې له امله قربانيان ددغه شار په بېلابېلو سيموکې دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا په ډزو سره سا ورکړې ده.
دپوليسو يو مسوول ويلى دى چې په بېلابېلو سيموکې د قصدي وژنو دعاملينو دموندلو لپاره په عملياتوکې د ٥٧تنو له نيول کېدوسربيره؛ د چاوديدونکو توکو او لاسي بمونو په ګډون يوه اندازه وسلې او مهمات هم دحکومتي  ځواکونولاس ته ورغلي دي .