22 February 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل\  باخترد   غبرګولى  دمياشتې  ١ :
دغزني ولايت په اندړو ولسوالۍ کې تيره شپه دګډو امنيتي ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
د ٢٠٣ تندرقول اردو د دريمې لوا يو تن مسوول نظيف الله سلطاني باخترآژانس ته وويل: دغه عمليات  چې د شهاب په نامه دغزني  ولايت د اندړو ولسوالۍ  د سبانه ، جمال قلعه ، سرپاى او بختيار په کليوکې ترسره شول؛ له امله يې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
سلطاني وويل: په دغو عملياتوکې دوه تنه سيمه ييز پوليسان او د ملي اردو دوه تنه سرتيري هم ټپيان شوي دي او د طالبانو يوه اندازه سپکې او درندې وسلې هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلې دي.
په سيمه کې عمليات دوام لري.

Wednesday, 22 May 2013 09:06

د اسعارو بيه:

کابل\باختر\د غبرګولى د مياشتې ٣١:
دکابل دشهزاده سراى دصرافانو د رييس  دمعلوماتو له مخې، نن له غرمې مخکې دبهرنيو پيسو په مقا بل کې دافغا نۍ ارزښت په دې ډول دى:
يوامريکايي ډالر پيرودل په 90 54/  افغانيو پلورل په  54/95افغانيو
يوانګليسي پونډ پيرودل په 30  82 /افغانيو پلورل په  82 /40افغانيو
داماراتو يو درهم پيرودل په 80/ 14 افغانيو پلورپه 85 / 14 افغانيو
يوه يورو  پيرودل په 80 70/ افغانيو پلورل په   70 /90  افغانيو
يوسعودي ريال پيرودل په  50 14/پلورل  14/55 افغانيو
زرهندي کلدارې پيرودل په 1010 افغانيو پلورل په 1015 افغانيو
زرپاکستاني کلدارې پيرودل په  550افغانيو پلورل په  555 افغانيو
زر ايراني تو مان پيرودل په 15/30  افغانيو پلورل په  15/40 افغانيو.

کابل\  باخترد   غبرګولى دمياشتې  ١ :
په غزني ښارکې ځانمرګى بريد وشو.
يوه ځانمرګى بريدکوونکى نن سهار د غزني ښار د دريمې حوزې په مربوطاتوکې ځان وچاوه.
تراوسه پورې ددغه بريد له امله د سر د زيان او د بريدکوونکى د هدف په باب خبرنه دى ترلاسه شوى .
ددغې پيښې جزئيات وروسته خپريږي.

کابل\  باخترد   غبرګولى  دمياشتې  ١ :
د فراه ولايت  د پشت رود ولسوالۍ د پرمختيايي  شورا رييس د وسله والو طالبانو له  خوا شهيد کړاى شو.
دفراه ولايت د پشت رود ولسوال باخترآژانس ته وويل: ددغې ولسوالۍ دپرمختيايي شورا رييس حاجي عبدالواحدکله  چې  له ولسوالۍ څخه خپل کور ته روان و؛ د وسله والو طالبانو له خوا په ډزوسره ووژل شو.
ده وويل: وسله وال طالبان له دغې پيښې وروسته له ساحې څخه وتښتيدل او پوليسو دهغو د نيولو لپاره په اقداماتو لاس پورې کړى دى.

کابل\  باخترد    غبرګولى دمياشتې  ١ :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي تېرماښام د هند له جمهور رييس پرناب موکرجي او د دغه هيواد له صدراعظم من موهن سنگهه سره په ډيلي ښارکې په جلاجلا توګه وکتل.
د جمهور رييس د ويندوى دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
په دغوکتنوکې دواړو لورو ددواړو هېوادونو ترمنځ ددوه اړخيزو اړيکو، له  ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته دافغانستان د امنيت او ټيکاو د لرليد او د سيمه ييزو مسئلو په باب خبرې وکړې.
دغه راز په دغوکتنوکې دواړو لورو په امنيتي، دفاعي او اقتصادي برخوکې د دواړو هيوادونو ترمنځ د همکاريو ټول اړخونه وڅيړل.
دواړو لورو د افغانستان اوهندترمنځ دستراتيژيکي همکاريو د موافقه ليک په چوکاټ کې د ستراتيژيکي همکاريو د اجراکولو او لوړولو لپاره په خپلې ګډې ژمنې ټينګار وکړ.
د دواړوهيوادونو مشرانو ژمنه وکړه چې په دغو ټولو برخوکې د افغانستان اوهند د خلکو په ګټه ، ثبات ،  امنيت او د اقتصادي پراختيا او د سيمه ييز ټيکاو په لاره کې خپلې همګاري پراخې کړي .

کابل باختر د ثور يو ديرشمه :
دجمهوري رياست سرپرست مارشال محمد قسيم فهيم په افغانستان کې دناټو دځواکونو له لوى قوماندان جنرال  جوزيف دانفورد سره په کتنه کې په راتلوونکو څو مياشتو کې  دامنيتي مسووليتونو  داخستلو لپاره  دافغانستان  دامنيتي ځواکونو  دتياري خبر ورکړ اوزياته يې کړه چې په دې اړوند  هلې ځلې  په بيړه  دوام لري .
  دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ، په دي کتنه کې چې نن له غرمې وروسته  دصدارت په ماڼۍ کې وشوه  دجمهوري رياست سرپرست وويل ، هلې ځلې کيږي  چې  دافغانستان  دامنيتي ځواکونو له پياوړتيا اوسمبالولو سره جوخت  دخلکو ترمنځ  دهمکاري  او دوستي روحيه او له دغو ځواکونوسره دخلکو دملاتړ کچه  دخدمتونو دوړاندې کولو اوله خلکو سره  ددغو ځواکونو دهمکاري  له لارې لوړه شي .
  دجمهوري رياست سرپرست دغه راز دافغانستان دامنيتي ځواکونو په لازيات سمبالولو او وسله وال کولو باندې  ټينګاروکړاوزياته يې کړه، دولت په داسې حال کې چې هودمن دى  دراتلوونکي کال  انتخابات  په ښه توګه ترسره شي  دداخلي امنيتي ځواکونوترمنځ  لازمې ځواکمنۍ  په لوړه کچه  کې ويني  او هغوى  کولي شي  چې په هيواد کې دانتخاباتو د ترسره کولو لپاره  ښه امنيت تامين کړي .
  په دې کتنه کې  په افغانستان کې دناټو  دځواکونو لوى قوماندان جنرال  جوزيف  دانفورد  وويل  چې دافغانستان  دامنيتي ځواکونو په ځواکمنيو او وړتياو باوري شوى  يم  ځکه  په وروستيو  څومياشتو کې  په سمې رهبري سره  يې  په افغانستان کې زياتره  محاربوي عمليات په ښه توګه  په غاړه واخيستل او ثابته  کړى يې ده چې کولي شي خپل ټول مسووليتونه دناټو له ځواکونو څخه  دامنيتي مسووليتونو  دترلاسه کولو  تر وخته پورې  په غاړه واخلي .
  دناټودځواکونو لوى قوماندان زياته کړه  چې هيواد  يې او دناټوټول غړي هيوادونه  دافغانستان دخلکو اوهيواد  په وړاندې  خپلې ژمنې  له هغه څه سره سم  چې  دشيکاګو په کنفرانس کې يې  ژمنه کړې ده  پابند دي  او هغه  عملي کوي .
   ده  دافغانستان خلکوته ډاډ ورکړ چې نړيواله ټولنه او له دې جملې څخه دامريکا دمتحده ايالات له  ٢٠١٤ کال وروسته  هم  ددوى تر څنګ  ولاړ دي او ملاتړ يې کوي .

کابل باختر د ثور يو ديرشمه :
دمشرانوجرګې په نننۍ عمومي غونډه کې له نشه يي توکوسره دمبارزې او دعامې روغتيا دوزارتونوله معينانو څخه دنشه يي توکو دکرکيلي او قاچاقو دمخنيوي او روږدو کسانو ددرملنې دڅرنګوالي او دځينونورو مسئلو په باب يو لړ پوښتنې  طرحه شوې .
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ .
په دې غونډه کې چې  دسنا مجلس درييس  فضل هادي مسلميار په مشرۍ جوړه شوې وه ،  په ازادو  خبرو کې يې  دبغلان دولايتي شورا په مقر کې پروني  ځانمرګي بريد چې ددغې شورا درييس  محمد رسول محسني اوزموږ ديو شمير نورو هيوادوالو دشهادت  سبب شو ،  وغندل شو او ددغه شان پيښو په نه مخنيوي  کې  دکشفي او استخباراتي  ارګانونو په کړنو نيوکې وشوې . اوهم دکلام الله مجيد دڅو مبارکو ايتونو په لوستلو سره  ددغو پيښو شهيدانو ته  دعا وشوه  او ټپيانو ته  دسملاسي روغتيا هيله وشوه .
  دغه راز دمجلس غړو دښځو برخلاف  دتاوتريخوالي  دله منځه وړلو دقانون د تصويب په باب  په افغانستان کې دملګروملتودسازمان داستازي  څرګندونې  بې مورده اودديپلوماتيک عرف پرخلاف وبللې او څرګنده يې کړه چې د قوانينوتصويب  په پارلمان کې  دخلکو داستازو  يوه دنده ده او دغه قانون داسلام دمبين دين  له لارښوونو او دافغانستان داساسي قانون له صراحت سره سم  تصويبيږي . ځکه چې داسلام مبين دين ښځو ته د ټولوحقوقو داعاده کولو حکم کړي دي .
دمشرانوجرګې ددغه شان غير مسوولانه څرګندونو دغندلو په ترڅ کې  دښځو پرخلاف هر راز تاوتريخوالي  په کلکه وغندل  اوهغه يې  داسلامي  ارشاداتو او د افغانستان دخلکو  دفرهنګي ارزښتونو پرخلاف  وبللې  او ټينګار يې وکړ چې دبهرنيو چارو  وزير دې  په يوه عمومي غونډه کې  په دې باب دسناتورانو  پوښتنو ته ځواب ووايي .
دغه راز ځينو سناتورانوهند ته  دجمهور رييس  له سفر او په هيواد کې له ناامنيو او دتروريستي بريدونو له زياتوالي سره  اړيکې ونيولې او څرګنده شوه چې دهيواد دجمهور رييس دغه سفر ناڅاپي سفر نه ، بلکې پخوا پروګرام شوى و اوڅرګنده شوه چې پاکستان  تل دافغانستان  دناارامي لپاره  هلې ځلې کوي او په اوس وخت کې ددغه هيواد يو شمير ديني مدرسې تعطيل شوي دي او طالبان يې  دافغانستان دخلکو پرخلاف  دجګړې په خاطر استول کيږي .
دغه راز دسمنګانو ولايت سناتور محمد آصف عظيمي په دغه ولايت کې ددوو تنو  ديني عالمانو دوژل کيدو په باب معلومات وړاندې کړل او ويې ويل  چې دديني عالمانو شهادت  دخلکو دولولو او دکرکې  دراپاريدوسبب شوي دي .
او زياته يې کړه  چې دګاونډيو هيوادونو دلاسوهنو دمخنيوي  لپاره دې  جدي تدبيرونه ونيول شي .
  دغه راز  دنورستان  سناتور حافظ عبدالقيوم ددغه ولايت دخلکو  دغوښتنو او ستونزوله اوريدو پرته  د حکومت له خوا  داستول شوي هيئت په راستيندونيوکې وکړې  او وي ويل  داکار  ددې سبب شوى دى  چې دخلکو اعتراضيه مظاهرې  پيل شي  او هم  ددغه ولايت  دولايتي شورا دفتر دلنډ مهال لپاره  تړل شوى دى .
غونډې دموضوع دمبرميت په پام کې نيولو سره پريکړه وکړه چې دسيمه ئيزوارګانونو دخپلواکي ادارې  لوى رييس دې دمشرانوجرګې  په راتلوونکي غونډه کې په دې باب  وضاحت ورکړي .
دکابل پوهنتون  دټولنيزو علومودپوهنځي  دمحصلانو اعتصاب  هم له هغو مواردو څخه و چې واوريدل شول.اوغونډې دغه موارد دتعقيبولو په مقصددمشرانو جرګې  اړوندو کميسيونونو ته  وسپارل .
  وروسته  غونډې دمشرانوجرګې  دلومړي نايب محمدعلم ايزديارپه مشرۍ دوام وکړ .او سناتورانودعامې روغتيا او له نشه يي توکوسره دمبارزې دچارو دوزارتونو له مسوولينو څخه  دنشه يي توکو دکرکيلي او قاچاقودنه مخنيوي ، دروږدو کسانو  دزياتوالي او دهغوى  ددرملنې  دڅرنګوالي ، دطبي مرکزونو د کمښت ، دسترو قاچاق وړونکو دنومونو دنه افشاکولواو هم دکابل ښار په ځينو سيمو او ولايتونوکې  دروږدو کسانودزياتوالي او دواحدې او مشخصې پاليسۍ دنه شتون په باب پوښتنې طرحه کړې .
په غونډه کې دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دچارووزارت  دپاليسي  او همغږۍ  معين  هارون رشيد شيرزاد ددغې  پديدې پرخلاف  دمبارزې  دڅرنګوالي په باب خبرې وکړې او وي ويل دغه وزارت  ديو پاليسي جوړونکي  ارګان په توګه  دلومړي ځل لپاره  په ملي شورا کې  دخلکو ديو شميراستازو ، دمدني ټولنې  له فعالينو ، مخورو کسانو ، دروږدو کسانوددرملنې دپاليسي په باب  له تطبيقوونکو ارګانونو سره په سلامشوره کې دروږدو کسانوددرملنې دپاليسي ، بديل ژوندانه  اودنشه يي توکو له قاچاقو سره دمبارزې په باب خبرې کړي دي .
  ده زياته کړه، دوه کاله مخکې دروږدوکسانو ددرملنې ظرفيت په سلو کې يواعشاريه  دوه و ، خو نن  ددغه وزارت  دپاليسي له مخې ددغو خدمتونووړاندې کول په سلو کې  پنځه اعشاريه  نهو ته  رسيدلى دى چې دروږدو کسانوددرملنې مرکزونو شمير له پنځه شپيتو څخه يو سلو څلورو مرکزونو ته  لوړ شوي دي او تراوسه پورې په هغو کې څه دپاسه  څلويښت زره تنه روږدي کسان تداوي شوي دي .   ده زياته کړه، دهيواد په اووه ګونو زونونو کې دروږدو کسانوددرملنې اووه مرکزونه  جوړيږي  چې له دې جملې څخه  دننګرهار او هلمنددولايتونو بودجه  منظوره شوې ده او کار يې  په سلوکې  شل پرمخ تللى دى . چې هر مرکز يې ديو سلو اتيا بسترو  په لرلو سره  روږدي کسان  په اتو دورو کې  تداوي کوي .
دغه راز ده ټينګار وکړ په هغه صورت کې چې اړونده وزارتونه  ددغه وزارت  پاليسي  عملي نه کړي  په دې لاره کې  برياليتوب به ناشوني  وي .
دغه راز دعامې روغتيا وزارت دپاليسي معين  ډاکتر احمد جان نعيم په هيوادکې دروږديتوب  عامل بې وزلي ، بيسوادي  ،  وزګارتيا اودامنيت  نشتوالي وباله او زياته يې کړه  که چيرې دکار زمينې برابره نه شي او دبې وزلي دله منځه وړلو او دامنيت  دتامينولو په مقصد هلې ځلې ونه شي دنشه يي توکو دکرکيلي او قاچاقومخنيوي او په هغو دروږديتوب  له منځه وړل به لري وي .
ده زياته کړه،  په  ٢٠١١ کال کې په هيواد کې  دروږدوکسانو ددرملنې په خاطر اته سوه پنځوس  بسترې  موجودې وې . چې دغه شمير نن دوه زره بسترو ته  لوړ شوي دي  .
دعامې روغتيا وزارت معين  دروږدوکسانوشمير ديو مليون تنو په شاوخواکې وباله او زياته يې کړه  چې دهغوى ددرملنې په مقصد  کافي بودجه نشته اوپه دې برخه کې يې  دملي شورا  دهمکارۍ غوښتنه وکړه .
دغونډې په جمع بندي کې وويل شول چې حکومت په تيرو يوولسو کلونوکې په دې نه دى بريالي شوى چې له مشخصې پاليسۍ  سره سم او له نورو ارګانونوسره  په همغږۍ  کې عمل وکړي او بايد دکورنيو چارو ، عامې روغتيا ،  له نشه يي توکو سره دمبارزې  ، حج او اوقافو اوداطلاعاتواو فرهنګ  دوزارتونو په ګډون  نور ارګانونه  اوپه ملي شورا کې دخلکو استازي  لازم  تدبيرونه ونيسي  اوهم دې  اړونده مسوولين  په خپلو پاليسيو کې بيا کتنه وکړي .
دغه راز  دکابل ښار  د بي بي سارا دنجونو دليسې يو شمير زده کوونکو او استادانو  دمشرانوجرګې  داطلاعاتو او عامه اړيکو رياست  له روزنيزو  پروګرامونوسره سم  دمشرانو جرګې  له رييس  فضل هادي مسلميار سره  په داسې حال کې چې سناتور  محمديوسف  تخاري  هم حاضر و ، وکتل .
  په ګتنه کې  هغوى دکانکور دازموينو ،  په ښوونځيوکې  داستادانو دکمښت  ،  دروزنيزوکورسونودکمښت ، او دځينو نورو مسئلو په باب  خپل وړانديزونه طرحه کړل .
دمشرانوجرګې رييس  دزده کوونکو استعداد دستاينې وړ وباله  اودخبرو په ترڅ کې يې  دعلم په زده کړې باندې ټينګار وکړ اوژمنه يې وکړه چې  وړانديزونو ته به يې  پاملرنه  وکړي .

کابل باختر د ثور يو ديرشمه
د کورنیو چارو وزیر پوهنمل ستر پاسوال غلام مجتبی پتنګ د خپل کار په دفتر کې د قندهار ولایت له قومي مشرانو او استازو سره په یاد ولایت کې د شته امنیتي ننګونو په موخه وکتل.
دکورنيوچارووزارت مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې لومړی د کندهار ولایت څخه راغلو قومي مشرانو او استازو په دغه ولایت کې د شته امنیتي ننګونو په اړه  د کورنیو چارو وزیر ته معلومات ورکړل ویې ویل د قندهارولایت خلک له خپلوملی پولیسو اونوروامنیتی ارګانونوسره په همغږی کی د سولی اوامنیت په تامينولوکی پوره ونډه لري.دوی زیاته کړه چی د قندهارولسونه د امنیت اود قانون پلی کولوپه ډګرکی، د کورنیو چارووزارت د هڅواوزیارستاینه کوي .
وروسته د کورنیو چارو وزیر پوهنمل ستر پاسوال غلام مجتبی پتنګ د قندهار ولایت څخه راغلو قومي مشرانو او استازو څخه مننه وکړه ویې ویل دا چې د امنیت په ټینګښت کې د قومونو او ولسونو رول تر هرڅه لومړیتوب لري نو موږ به په خپل ټول وس او توان او د ولسونو په ګډې همکارۍ سره د امنیت په ټینګښت کې لا نور کوټلي ګامونه پورته کړو ترڅو د بري او پرمختګ په لور چټک ګامونه پورته شي.

کابل باختر د ثور يو ديرشمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي هند ته دخپل رسمي سفر په دويمه ورځ  ددغه هيواد له يو شمير سوداګرو او پانګې اچوونکو سره وکتل .   دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ، په دې کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ډيلي ښار کې د جمهور رييس په استوګنځي کې وشوه دتيلي کمونيکيشن  ، روغتيا اوکرنې په برخو کې په افغانستان کې دپانګې اچونې دښو فرصتونو په اړوند خبرې وشوې .
جمهور رييس په دغو برخو کې په افغانستان کې د پانګې اچونې دښو فرصتونو په باب هندي سوداګرو او پانګې اچوونکو ته معلومات ورکړل .
په مقابل کې هندي سوداګرو او پانګې اچوونکو  په افغانستان کې په تيره بيا دتيلي کمونيکيشن ، روغتيا او کرنې په برخو کې دپانګې اچونې په لاره کې دعلاقمندي د څرګندولو په ترڅ کې وويل چې ډير ژر به دپانګې اچوونکو دفرصتونو دڅيړنې په مقصد  افغانستان ته هيئتونه  واستوي .
په دې کتنه کې دهند دصنايعو دفدراسيون لوى رييس ښاغلي چاندر جت بانرجي ، دبهارتي په نامه دهند د ډيري سترې تصدي رييس راکش بهارتي چې دنړۍ په يوويشتو هيواونوکې دتيلي کمونيکيشن ،  بيمې او دخوراکي  توکو دپروسس په برخو کې فعاليت کوي او دفورتيس دروغتيايي خدمتونو اجرائيوي  رييس ملويندر موهن سنګه برخه لرله .
ديوبل خبر له مخې، دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي نن غرمه په ډيلي ښار کې په خپل  استوګنځي کې له يو شمير هندو اوسک افغانانو سره وکتل .
په دې کتنه کې هندو اوسک افغانانو دخپلو ستونزو په اړوند دهيواد جمهور رييس ته معلومات وړاندې کړل .
دوى وويل چې تل دهيواد په فکر کې دي او غواړي دکابل ، خوست او دقندهار ولايتونو او دجلال اباداو چاريکارو ښارونو او هغو نورو سيمو ته بيا ستانه شي چې پخوا يې استوګنه او جايدادونه لرل .
په مقابل کې جمهور رييس په دې ترڅ کې چې هغوى يې افغانستان ته بيا ستنيدو ته وهڅول څرګنده يې کړه چې دافغانستان دولت به ددوى دجايدادونو داسترداد په لاره کې لازمه همکاري وکړي .

کابل\باختر\دثور٣١
دلوګر ولايت دخوشي ولسوالۍ دوګړني شورا رئيس او غړو اوددغه ولايت دڅرخ ولسوالۍ د وګړني شورا رئيس نن له غرمې وروسته د جمهور رئيس د مرستيال محمد کريم خليلي سره وکتل .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ :
دکتنې برخه والو لومړى د لوګر ولايت دخوشي ولسوالۍ د امنيتي حالت په باب د جمهور رئيس مرستيال ته معلومات ورکړل او څرګنده يې کړه چې ددغې ولسوالۍ په اوسيدونکو کې دافغانستان بيلا بيل قومونه شا مل دي اوديو والي ، پيوستون اوهمغږي ترسيوري لا ندې په دې بريالي شوي دي چې په تيرو څه دپاسه لسو کلونو کې ددغې ولسوالۍ امنيت په ښه توګه تا مين کړي .
دکتنې برخه والو د افغانستان له دولت سره ددغې ولسوالۍ دخلکو د همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ او ددغې ولسوالۍ دسيمه ييزو مسولينو دکړنو له ا مله يې هم خوشي څرګنده کړه .
دوى دغه راز وويل چې دپوهنې په برخه کې هم د خوشي ولسوالۍ خلک هيڅ رازستونزه نه لري اود خوشي ولسوالۍ دخلکو دبچيانو دښوونې او روزنې زمينه په ښه توګه برابره ده .
دغه راز د کتنې برخه والو د خوشي اوڅرخ په ولسواليو کې دملي پيوستون دپروګرام دتطبيق له امله خوشي څرګنده کړه اودغه پروګرام يې يو ډيرمهم اواغيزمن ملي پروګرام وباله خود کتنې برخه والو د بيا جوړولو، دکاراوکسب د نشتوالي او په اقتصادي برخه کې کمه پاملرنه دخوشي ولسوالۍ د خلکو  دلارې پرسر پراته ستر حنډونه وبلل اود افغانستان له دولت څخه يې وغوښتل چې په دغې ولسوالۍ کې د بيا جوړولو اوپراختيا په کار کې زياته پاملرنه وکړي.
دکتنې برخه والو دروغتيايي مرکزونو،درملو اودروغتيايي کارکوونکو کمښت د خوشي ولسوالۍ د خلکو نورې ستونزې وبللې اوڅرګنده يې کړه چې د ابدک د بريښنا د بند د جوړولو په لاره کې خنډونه زموږ دخلکو دانديښنې سببونه دي .
دوى د اړوندو ارګانونو له خوا ددغو ستونزو دڅيړنې اوحل کولو غو ښتنه وکړه.
په دې کتنه کې دلوګر ولايت په څرخ ولسوالۍکې د نا امنيو دزياتوالي په نسبت هم اندښنه څرګنده کړه او ددغې ولسوالۍدوګړنۍ شورا رئيس له دولت څخه وغوښتل چې ددغې ولسوالۍ د امنيت د تامينولو په کار کې دې جدي اوعملي اقدامات ترلاس لاندې و نيسي.
دوى دغه راز وويل، له بهرڅخه لاسونو دخوشي ولسوالۍ دوروڼو اوسيدونکو ترمنځ د تفرقې اونفاق دپيدا کولو لپاره هلې ځلې پيل کړي دي خو خلک به دنفاق اچوونکو په وړاندې ودريږي .
وروسته د جمهور رئيس مرستيال محمد کريم خليلي دخوشي ولسوالۍ د امنيت د تامينولولپاره ددغې ولسوالۍ دخلکو يووالي ،پيوستون اوهلې ځلې وستايلې اوڅرګنده يې کړه چې د افغانستان د خلکو ديووالي او پيوستون په ټينګښت سره ، دخلکودښمنان هم نه شي کو لى خپلو نا وړو هندفونو ته ورسيږي .
دجمهور رئيس مرستيال دغه راز وويل، دافغانستان د خلکو تاريخي تجربې ثابته کړې ده چې دغه خلک دخپل برخليک په نسبت حساس دي او دا هيله شته چې له ٢٠١٤ کال وروسته هم په هيواد کې د ترقي اوپرمختګ بهير دپخوا په شان دوام ومومي .
دجمهوررئيس مرستيال دکتنې برخه والوته دلوګرولايت دخوشي اوڅرخ دولسواليو د خلکو دغوښتنو اوستونزو دڅيړنې اوحل کولو ډاډ ورکړ اوڅرګنده يې کړه چې دى به ددغومواردو د تعقيبولو لپاره اړوندو دولتي ارګانونو ته لا زمې لارښوونې وکړي .