19 February 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دالکولي مشروباتو دپلورلو په تور يو سړى ونيول شو

فراه \ باختر دسلواغې ٣٠ نيټه : پوليسو پرون په...

په فراه کې يو پوليس شهيد شو

فراه \ باختر دسلواغې ٣٠ نيټه : د امنيې قوماندانۍ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل\  باخترد وري دمياشتې  ١٥ :
دغزني ولايت د ده يک ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ناټو د هوايي ځواکونو د بريد له امله څلور تنه سيمه ييز پوليسان او دوه تنه ملکي وګړي شهيدان شول.
دغزني ولايت د ده يک ولسوال فضل احمد ددغه خبرپه تائيدولوسره باخترآژانس ته وويل: دغه بريدپرون مازيګر ددغې ولسوالۍ دسليمانزو په کلي کې ترسره شوى دى .
ده وويل: دسيمه ييزو پوليسو يوشمير سرتيري په يوه دښته کې دګزمې په  حال کې ووچې دايتلاف د هوايي ځواکونوله خوا ورباندې بريد وشو چې له امله يې څلورتنه سيمه ييز پوليسان او دوه تنه ملکي وګړي شهيدان شول.
دغزني ولايت دملکي روغتون مسوولينو ويلي دي چې څلور مړي دغه روغتون ته ليږدول شوي دي .

کابل\  باخترد وري دمياشتې  ١٥ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس حامدکرزي د حکم له مخې، د فراه په ولایت کې د پروني ترهګریز برید له امله د اوښتي مرګ ژوبلې د څیړنې او نغدي مرستې د رسولو لپاره د کورنیو چارو وزارت د سرپرست او امنیتي معین ستر پاسوال عبدالرحمن رحمن په مشرۍ یوهيئت ، نن سهار دغه ولایت ته و رسېد.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
هيئت ته دنده سپارل شوې چې د شهیدانو کورنیو او ټپیانو ته د افغانستان د اسلامي جمهوري ریاست د خواخوږۍ او همدردۍ د پیغام د رسولو او هغوی ته د ډاډګيرنې د ورکولو تر څنګ د غمشریکۍ په نیت، پینځه لس میلیونه افغانۍ نغدي مرسته دې و رسوي او د روغتيايي ټیم له خوا د ټپیانو د درملنې لپاره دې هر اړخیز اقدام وکړي.
دغه راز هيئت دنده لري چې د فراه ولایت د څارنوالۍ د استازي په ګډون پرونۍ پېښه په هر اخیزه توګه وڅېړي او د خپلو موندنو رپوټ دې ډېرژر د جمهوري ریاست مقام ته وسپاري.
د دغه هيئت په ترکیب کې د عامې روغتیا وزیره ډاکتره ثریا دلیل، د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکې ادارې لوی رئیس عبدالخالق فراهي، د سترې محکمې استازی مولوي مصطفی بارکزی، د چارو د ادارې او د وزیرانو شورا د دارالانشا د لوی ریاست د دفاع او امنیت د ادارې مرستیال برید جنرال جانان بارکزی او د چارو د ادارې او د وزیرانو شورا  د دارالانشا د لوی ریاست د مکافاتو د ادارې مرستیال عبدالرشید مخلص شامل دي.#

کابل\  باخترد وري دمياشتې  ١٥ :
د فراه ولایت په مرکز د محکمې پر ودانۍ د ۱۳۹۲ لمریزکال د وري د میاشتې په ۱۴مه نېټه د ترهګرو له لوري په ډله ییزه توګه ځانمرګي او وسله وال بریدونه وشول چې د دې بریدونو په ترڅ کې زمونږ یو شمیر ملکي او بې ګناه هېوادوال شهېدان او ټپیان شوي دي.
انالله و انا الیه راجعون
د حکم سره سم، له همدې امله د افغانستان د اسلامي جمهوریت عالي مقام، دکورنیو چارو وزارت د سرپرست او امنیتي معین ستر پاسوال عبدالرحمن رحمن په مشرۍ او د عامې روغتیا د وزیرې آغلې ډاکترې ثریا دلیل، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې لوی رئیس عبدالخالق فراهي، د سترې محکمې استازى مولوي مصطفى بارکزی، د چارو ادارې او د وزیرانو شورا د دارالانشاء  د لوی ریاست، د دفاع او امنیت د ادارې مرستیال برید جنرال جانان بارکزي، د چارو ادارې او وزیرانو شورا دارالانشاء د لوی ریاست د دفاع او امنیت د ادارې کارپوه پاسوال رحمت الله او د چارو د ادارې او د وزیرانو شورا د دارالانشاء د لوی ریاست د مکافاتو د ادارې مرستیال عبدالرشید مخلص په غړیتوب هيئت ته دنده وسپارل شوه چې د شهېدانو کورنیو او ټپیانو ته د افغانستان د اسلامي جمهوري ریاست د خواخوږۍ او همدردۍ د پیغام د رسولو او هغوی ته د ډاډګيرينو د ويلو تر څنګ د غمشریکۍ په نیت، پنځه لس ملیونه افغانۍ نغدي مرسته دې ورسوي او د صحي تیم له خوا د ټپیانو د درملنې لپاره دې هر اړخیز اقدام وکړي.
په حکم کی راغلی دى، د لوی خدای (ج) له درباره څخه شهیدانو ته فردوس جنت، کورنیو ته یې د جمیل صبر او ټپیانو ته سملاسي روغتیا غواړم.
د حکم د هدایت سره سم، هيئت دنده لري چې د فراه ولایت د څارنوالۍ د استازي په ګډون دې پېښه په هر اړخیزه توګه وڅېړي او خپلې موندنې دې ډېر ژر د جمهوري ریاست مقام ته وسپاري.

کابل\  باخترد وري دمياشتې  ١٥ :
دملي دفاع وزارت خبرځايونه وايي چې د ملي اردو دځواکونو دعملياتو په بهيرکې  دوه تنه وسله وال مخالفين ټپيان او دوه تنه نوريې له يوې اندازې وسلې او مهماتوسره ونيول شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر نن باخترآژانس ته ديوې خبرپاڼې له ليږلوسره ليکلي دي: دملي اردومنسوبينو د سولې، ثبات او امنيت د تامينولو په مقصد د هيواد په بېلابېلوسيموکې يولړګډعمليات ترسره کړل چې له امله يې دکابل ولايت د سروبي او موسهي د ولسواليوپه مربوطاتوکې درې کلاشينکوفونه، يوه تومانچه ،  دوه لاسي بمونه او يوه اندازه مهمات ترلاسه  او دوه تنه مشکوک کسان نيول شوي دي.
دغه راز دميدان وردګو ولايت د تنګي له مربوطاتو څخه يوه سپکه وسله ، درې بورى چاوديدونکي توکي، د هاوان پنځه ماينونه ، د بي- ام  _ ١ يو ماين او لس نور ماينونه ترلاسه شوي دي .
دغه راز د زابل ولايت د سيورى ولسوالۍ له مربوطاتو څخه يوتن له يو موټر سايکل او يوې مخابرې سره د تروريستي فعاليتونوپه تور ونيول شو.
د يوبل خبرله مخې: د فراه، کابل ، پکتيا اوهرات د ولايتونوپه مربوطاتو کې  د ماينونو د چاودنې او د دښمن د ډزو له امله  دملي اردو درې تنه منسوبين شهيدان او شپږ تنه نور ټيپان شوي دي.

کابل\  باخترد  وري  دمياشتې  ١٥ :
دملي اردو منسوبينو پرون  د وسله والو طالبانو يوقوماندان په لوګرولايت کې ونيوه .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
دملي اردو دخاصې قطعې منسوبينو د وسله والو مخالفينو د قوماندانانو د نيولو په مقصد، دلوګرولايت دپل علم په مربوطاتوکې ګډ تصفيوي عمليات ترسره کړل چې په نتيجه کې يې د ياسين په نامه د وسله والوطالبانو قوماندان چې د چاودنو په پلان جوړولو او د مخالفينو په ليږدولوکې مهم رول درلود؛ له څلوروتنو نورو سره ونيوه.
ديوبل خبرله مخې: د وسله والومخالفينو يو قوماندان پرون په قندهار ولايت کې دملي اردو د منسوبينو له خوا ونيول شو.
دملي اردو منسوبينو دقندهار ولايت په ډنډ ولسوالۍ کې تصفيوي عمليات ترسره کړل چې په نتيجه کې ېې د وکيل په نامه يو قوماندان له خپل يو همکارسره ونيول شو او له هغوى څخه يوه پيکا او لاسي بم ترلاسه شو.
دغه قوماندان په قندهار ولايت کې د وسلو او مهماتو د اکمالولو او ليږدولو مسووليت په غاړه درلود.

کابل\  باخترد وري  دمياشتې  ١٥ :
دپکتياولايت د امنيې قوماندانۍ منسوبينو د طالبانو د مهماتو د يوې سترې
زيرمې دکشفولو خبر ورکړ.
دپکتياولايت امنيه قوماندان مل پاسوال زلمى اوريا خيل باختراژآنس ته وويل چې ددغې قوماندانۍ پوليسو پرون دپوځي عملياتو په بهيرکې د وسله والوطالبانو دجنګي تجهيزاتو اومهماتو يوه ستره زيرمه دپکتياولايت دځاځى آريوب ولسوالۍ له  مربوطاتو څخه ترلاسه کړې ده.
په همدې حال کې دپکتيا دچټک غبرګون دپوليسو قوماندان سمونوال محمدولي باخترآژانس ته وويل چې ددغو عملياتوپه بهيرکې دټانک، وسايطو اوپرسونل ضد ماينونه، د هاوان ماينونه،  چاوديدونکي توکي، د ريموټ کنترول بمونه ،  چريکي بسترې، پوځي تجهيزات او د داشکې يوه اندازه  ګولۍ ترلاسه شوې دي.

کابل\  باخترد وري  دمياشتې  ١٥ :
د٢٠٣تندرقول اردو قوماندان په يوه خبري کنفرانس کې په ١٣٩١کال کې ددغې قوماندانۍ برياليتوبونه خبريالانو ته بيان کړل.
د ٢٠٣ تندرقول اردو قوماندان تورنجنرال محمدشريف يفتلي د باخترآژانس خبريال ته وويل چې دغې قوماندانۍ په تيرکال کې په هرو دريو ورځوکې د لوګر ، ميدان وردګو، پکتيا، پکتيکا، خوست او د غزني په ولايتونوکې يو محاربوي عمليات ترسره کړي دي .
يفتلي زياته کړه چې ددغوعملياتو په بهيرکې شپږسوه تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي او د دښمن  د دوه زره درې سوه اووه ويشتو بريدونو مخه نيول شوې ده.
ده څرگنده کړه چې ددغې قوماندانۍ منسوبينو ددغوعملياتوپه بهيرکې دپرسونل ضد، د وسايط ضد  او د ټانک ضد يوزروڅلور سوه ماينونه کشف اوشنډکړي دي.
د ٢٠٣ تندر قول اردو قوماندان دافغان ځواکونو د سرزيان ته اشاره ونه کړه، خو څرگنده يې کړه چې ددغوعملياتوپه بهيرکې دافغان ځواکونو تلفات لږ وو.
ده دغه راز دملکي وګړو دسردزيان په باب وويل چې ملکي وګړي زياتره د دولت د وسله والو مخالفينوله خوا د ايښودل شويو ماينونو قرباني شوي دي.
يفتلي وويل  چې ددغې قوماندانۍ منسوبين په نوى کال په ورځنيو دندو برسيره، موظف دي چې دبرقي تذکرې د ويشلودحوزو اودانتخاباتي حوزو امنيت هم تامين کړي .
ده په پاى کې څرگنده کړه چې عمليات ټول په مستقل ډول ترسره شوي دي او ايتلافي ځواکونو ملاتړيز رول درلود.

کابل\  باخترد وري  دمياشتې  ١٥ :
دکاپيساولايت د تګاب ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ منسوبينو د دولت دڅلورو تنو  وسله والو مخالفينو او څلورو تنو غيرمسوولو والو کسانو د نيولوخبرورکړ.
دتګاب ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ مرستيال عبدالقدير باخترآژانس ته وويل چې څلورتنه وسله وال طالبان پرون ددغې ولسوالۍ د بدرآب په سيمه کې دافغان ځواکونو دعملياتو په بهيرکې ونيول شول.
ده زياته کړه چې امنيتي ځواکونو په بدر آب سيمه کې يوماين هم کشف اوشنډکړى دى .

کابل\  باخترد وري  دمياشتې  ١٥ :
د آزادى په نامه ګډپوځي عمليات پرون دپکتيکاولايت په خوشامندولسوالۍکې  دملي اردو او د ملي پوليسو د ځواکونو له خوا پيل شول .
د ٢٠٣ تندر قول اردو د دويمې لوا قوماندان جنرال زمرى باخترآژانس ته وويل:
دغه عمليات دياغيانو او د دولت د وسله والو مخالفينوله شتون څخه د دغو سيمو دپاکولو په مقصد دپکتيکاولايت په خوشامندولسوالۍ کې  پيل شوي دي.
ددغوعملياتو له پيل څخه تراوسه پورې د دولت دوه تنه وسله وال مخالفين وژل شوي او پنځه تنه نوريې ټپيان شوي دي.
دغه راز ديرش ماينونه هم کشف اوشنډکړى شوي دي .
ده څرگنده کړه چې د آزادى په نامه عمليات دغزني ولايت د مقر او ګيلان ولسواليو ته  هم پراختيا مومي .

کابل\  باخترد  وري  دمياشتې  ١٥ :
د ناټودځواکونو يوه بې پيلو ټه الوتکه پرون په ميدان وردګو ولايت کې را ورغورځيده.
دميدان وردګو د والي ويندوى عطاوالله خوږياڼى باخترآژانس ته وويل: دغه بې پيلوټه الوتکه د تخنيکي عوارض له امله ددغه ولايت په نرخ ولسوالۍکې  راغورځيدلې ده.
خوږياڼى وويل چې ددغې پيښې له امله ملکي وګړو ته د سر زيان  نه دى اوښتى.
تراوسه پورې د آيساف ځواکونوپه دې باب نظر نه دى څرګندکړى.