23 October 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ښځو چارو وزيره: په بلخ کې د ښځو وضعيت ښه شوى دى

مزارشريف \باختردتلې دمياشتې٣٠نيټه : د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر آژانس د وږي ٢٦
په سرپل ښارکې دکانالونو دپاکولو او دسرپل ولايت دمارکيتونو دپراختيا کارنن پيل شو.
ددغو پروژو کار دامريکا دمتحده ايالاتو دپرمختيايي ادارې په مرسته دنږدى اووه مليونو افغانيو په لګښت پيل شوي دي .
دسرپل ښاروال کمال الدين وويل: ددغو پروژو دکار په پيل سره درې سوه ديرشو تنو ته دکارزمينه برابر يږي.
ده وويل: دغو پروژو کار درې مياشتې دوام کوى او يوکارګر ته په ورځ کې درې سوه پنځوس افغانۍ اجوره ورکول کيږى.
 

کابل باختردوږي دمياشتې ٢٦ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهور رييس  حامدکرزي  دوو تنو  وزيرانو اودملي امنيت لوى رييس ته دولسي جرګې دغړو دتائيدي رايې  دورکولو له امله  قدرداني وکړه.
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس حامدکرزي  دولسي جرګې له غړو څخه  دملي دفاع دوزيرستر جنرال بسم الله محمدي ، دکورنيو چارو دوزير سترپاسوال غلام مجتبي پتنګ اودملي امنيت دلوى رييس اسدالله خالد په انتخاب کې ددوى دفعالې ونډې  اخيستنې په خاطر چې  دهيواد له اساسي قانون سره سم ترسره شو مننه وکړه .
جمهوررييس هيواد اودافغانستان خلکو ته دخدمت په لاره کې نويو وزيرانو اودملي امنيت لوى رييس ته  دبرياليتوب هيله وکړه.
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس حامدکرزي له دې امله چې دهيوادمجاهد او وطندوست شخصيت حاجي عزيزالله دين محمد ونه کړاي شول دسرحدونو دچارو وزارت دپست د ترلاسه کولو په خاطر لازمې رايې  وګټي ، خواشيني څرگنده کړه .
 

کابل باختردوږي دمياشتې ٢٦ :
دمشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلمياردکرنې ا واوبولګولو  وزارت  دوه تنه رييسان  ددوى دکړنو په خاطر  دملي شورا په مقر کې په يوه  غونډه کې وستايل .
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر  باختراژانس ته خبرورکړ  .
دکرنې اواوبولګولو وزارت دبشري منابعو رييس ډاکتر محمديعقوب هوتک اوددغه وزارت دځمکې دچارو رييس وحيدالرحمن رحماني داداري اصلاحاتو دتطبيق  اوپه دغه وزارت کې دبشري منابعو  دنوى سيستم  دمعرفي کولو په باب  د خپلو يولړ کړو وړو دبيانولو په ترڅ کې چې له څلور مليونه جريبه غصب شوي ځمکې څخه دوه سوه زره جريبه يې دغاصبانو له تصرف څخه مسترده شوې ده  او دکرنې او اوبولګولو وزارت دځمکو دچارو رياست عوايدو  زياته وده کړې ده .
دمشرانوجرګې رييس دغو رييسانو ته دستاين ليکونو  دورکولو په وخت کې وويل  افغانستان يوکرنيز هيواد دى اوبايد دهيواد له بزګرانو اوګروندګرو سره  زيات ملاتړوشي . اودکرکيلي  دميکانيزه کولو په خاطر دى په هغوى  دکرنې اصلاح شوي تخمونه ، دطبيعي افتونو ضد درمل اودکرنې وسايل وويشل شي
مسلميارزياته کړه: دمشرانو جرګه تل  دکرنې دبرخې ملاتړ کوي اوټينګار کوي  چې عامه ملکيتونه دغاصبانو له منګولو څخه مسترد شي.
ديوبل خبرله مخې :
دملي شورا دمشرانوجرګه په دې موضوع په خبريدو سره چې دهيواد جهادي اوقومي شخصيت دسرحدونو ، قومونو اوقبايلو دچارو وزارت کانديد الحاج عزيزالله دين محمد له ولسي جرګې څخه  دباور درايې  په ترلاسه کولو بريالى نه شو خواشيني شوې ده اودافغانستان داسلامي جمهوريت له جمهوري رياست څخه هيله لري چې ده ته  دهيواد ديو مشهور جهادي ،علمي ،قومي اوسوله غوښتونکي شخصيت په توګه دافغانستان دکابينې په ترکيب کې  ځاى ورکړي  او هيله وشوه چې دکابينې په يوه پست کې دده دبيا معرفي کيدو په صورت کې
په ولسي جرګه کې دملت داستازو دتائيد وړ وکرځي.
 

کابل باختردوږي دمياشتې ٢٦ :
په پروان ولايت کې دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي دله منځه وړلو پروګرام نن پيل شو.
داپه داسې حال کې ده چې ددغه ولايت  سيمه ييز مقامات دتيرکال په پرتله دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي په سلو کې دپنځوسو دزياتوالي خبرورکوي.
دوړاندي شويو شميرونو له مخې، دروان کال په تيرو شپږومياشتو کې په پروان کې دښځو پرخلاف  اويا موارده  تاوتريخوالي ثبت شوى دى په داسې حال کې چې دغه شمير دتيرکال په لومړيو شپږو مياشتو کې پنځه ديرشو مواردو ته رسيدلى و.
دپروان ولايت دښځو دچارو درياست ددغو ارقامو له مخې په دې تاوتريخوالو کې وژنې  په بدو کې ورکول  ، وهل او ډبول اودښځو ځورول ، جسني تيري   اوله وخت څخه مخکې  ودونه شاملې دي.
دپروان ولايت دښځو دچارو رييسې شاه جهان يزدان پرست ددغه پروګرام دپيل په مراسمو کې وويل چې ددغه پروګرام ددريو مياشتو لپاره دپروان ولايت په مرکز اوولسواليو کې تطبيقيږي.
دميرمن يزدان پرست دڅرگندونوله مخې، له وګړنيو شوراګانو اودکليو له مخورو او عادى خلکوسره دغونډو جوړول  او درسنيو ، جوماتونو او ښوونځيو له لارې دپراخو تبليغاتو ترسره کول په دې پروګرام کې شامل دي.
دښځو پرخلاف  دتاوتريخوالي دله منځه وړلو پروګرام دجمهوررييس حامدکرزي له لارښوونې سره سم دافغانستان په  کچه ترسره کيږي .
 

کابل باختردوږي دمياشتې ٢٦
د اساسي قانون پر تطبيق د څارنې خپلواک کميسيون د دغه کميسيون د رئيس ښاغلي پوهاند ګلرحمن قاضي په مشرۍ او د غړيو په ګډون د کميسيون په مقر کې خپله عادي غونډه جوړه کړه.
په غونډه کې لومړی د اساسي قانون پر تطبيق د څارنې په خپلواک کميسيون کې د پخوانيو اجرااتو پر څرنګوالي بحث وشو او ورپسې د اساسي قانون د حاکميت په موخه لاندې موضوعات وڅېړل شول او په اړه يې د اساسي قانون د حکمونو په رڼا کې لازم تصميمونه ونيول شول:
په پيل کې د اساسي قانون او د کميسيون دقانون د اتمو او نهمو مادو د حکمونو په رڼا کې د کميسيون د پخوانيو مصوبو د تطبيق په اړه د کميسيون د منشي ريپورټ غونډې ته وړاندې شو او اړوندو څانګو ته دنده وسپارل شوه چې خپل پروګرامونه دې د اساسي قانون او د کميسيون قانون له احکامو او له تصويب شوې تګلارې سره سم عيار کړي.
له هغه وروسته د اساسي قانون او د کميسيون قانون د حکمونو په رڼا کې  د اساسي قانون د تطبيق او رعايت په برخه کې د دولت د اساسي بنسټ په توګه د کميسيون دندې او صلاحيتونه تر بحث لاندې ونيول شول او پرېکړه وشوه چې د ملي شورا د دواړوو مجلسونو له اداري پلاوو  او نورو ارګانونو له استازيو سره دې په مناسب وخت کې ګډه غونډه جوړه کړي او موضوع دې ور سره وڅېړل شي.
همدارنګه د کميسيون د حقوقي نظريو د خپرولو موضوع هم وڅېړل شوه او پرېکړه وشوه چې هغه نظريې دې چې د کميسيون له خوا د دولت د درې ګونو قواوو تر منځ د همغږۍ،  له ملت سره د دولت د نېږدېوالي او د ملي حاکميت او اساسي قانون د ټينګښت په موخه تصويب شوي دي، خپرې شي. همداراز تصميم ونيول شوو چې د کميسيون منشي ښاغلی دوکتور محمد امين احمدي دې د ټاکنو قانون د طرحې د تدقيق په سيمينار کې چې په روانه اوونۍ کې د عدليې وزارت له خوا جوړېږي، ګډون وکړي.
ور پسې د اساسي قانون د څلورمې، پنځمې او شپږمې مادې د حکمونو په رڼا کې د ملي وحدت او ملي حاکميت د لا ښه ټينګښت په لارو چارو هم بحث وشو او پرېکړه وشوه چې د حکومت د امنيتي بنسټونو او د نورو اړوندو ارګانونو استازي دې کميسيون ته راوبلل شي تر څو د موضوع د تطبيق  په اړه د اساسي قانون د حکمونو په رڼا کې  ور سره بحث وشي او د حل مناسبه لار ور ته ولټول شي.
همداشان پرېکړه وشوه چې کميسيون دې په امرېکې کې اسلام او حضرت محمد (ص) ته له سپکاوي ډک منسوب فلم د غندلو په موخه يوه اعلاميه خپره کړي.
غونډه په افغانستان کې د سراسري سولې د ټينګښت او افغانانو ته د سوکاله ژوند په موخه د دعايې په لوستلو سره پای ته ورسيده.
 

کابل باختردوږي دمياشتې ٢٦ :
ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي په لغمان ولایت کې د ناټو دځواکونو د بمباریو له امله د اتو تنو مېرمنو وژنه په کلکه وغندله.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړونددجمهوري رياست دمطبوعاتي دفترله لارې باختراژانس ته رسيدلې ده ويل شوى دى.
د لغمان ولایت د والي د معلوماتو له مخې، تېره شپه شاوخوا دری بجې د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ اړوند د سروت کلي پر پشه یي غرنۍ سیمه باندې ناټو ځواکونو بمباري وکړه، چې له امله یې اته تنه مېرمنې چې د لرګو د راوړلو لپاره غره ته تللې وې، شهیدانې او اووه تنه نورې ټپیانې شوې.
حامد کرزی په دې پېښه کې د ملکي خلکو په وژل کېدو په ژوره توګه خواشینی شوی، او یو دولتي پلاوي ته یې دنده سپارلې چې سیمې ته سفر وکړي او ددغې پېښې د څرنګوالي په اړه ډېر ژر د خپلو موندنو رپورټ د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي.
 

کابل باختردوږي دمياشتې ٢٦ :
په خوست ولايت کې دښوونځيو دزده کوونکو ترمنځ پرون ذهني  سيالۍ ترسره شوې .
په دغوسياليو کې چې دخوست ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ درياستونو له خوا ترسره شوي دخوست ښار له پنځو ليسو څخه پنځلسو تنو زده کوونکوبرخه لرله.
دخوست ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رييس محمدامين شاه الفت باختراژانس ته وويل چې په دغو  سياليو کې  زده کوونکو  دافاقي اوعلمي معلوماتو اودښوونځيو دلوست په برخو کې سيالۍ وکړه.
دخوست ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ  درييس دڅرگندونوله مخې: ددغو سياليو په پاى کې درې تنه برخه وال ددغو سياليو دګټوونکو په توګه اعلام شول.
الفت وويل چې په خوست  کې ذهني سيالۍ دمطالعي دفرهنګ دپراختيا په مقصد ترسره شوي .
 

شبرغان \ باختردوږي دمياشتې ٢٦ :
اووه تنه وسله والو مخالفينو نن په جوزجان ولايت کې  له جګړې څخه لاس واخيست  او دسولې له بهيرسره يوځاى شول .
دجوزجان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالعزيز غيرت باختراژانس ته وويل:  ددغو کسانو په پيوستون سره  چې دمنګجګ په ولسوالۍ کې فعال  وو په دې سيمه  کې امنيت ښه والي  مومي .
دجوزجان والي محمدعالم ساعي دغو کسانو ته هرکلي ووايه  او ويې ويل  چې دولتي مرکزونه  به دامنيت په تامينولو کې له دوى سره مرسته وکړي.
ددغې ډلې مشر دنورو په استازيتوب وويل: له دې وروسته دهيواد دابادي لپاره دهمت ملا تړي  .
ديادونې وړ ده چې په  تيرو دوو کلونو کې درې سوه اته ديرش تنه وسله وال
مخالفين په جوزجان ولايت کې دامنيتي مرکزونو په همکارۍ دسولې له بهيرسره يوځاى شوي دي .
 

کابل باختردوږي دمياشتې ٢٦ :
په لغمان ولايت کې   دناټو دجنګي  الوتکو دبريدونوله امله لسو تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
دغه هوايي بريدونه نن سهار ددريو بجو په شاوخوا کې دالينګار ولسوالۍ دنورلام صاحب په نامه سيمه کې په يوې ډلې  وګړو ترسره شوي دي . دغه ملکي وګړي  په يوه دره کې دجلغځيواودلرګيو په راټولولو  بوخت وو چې دناټو دجنګي جټ الوتکو پرې بريد وشو.
دلغمان ولايت يو دولتي مسوول باختراژانس ته وويل چې په دغو هوايي بريدونو کې څه ناڅه لسو تنو ملکي وګړو ته مرګ  ژوبله واوښته .
دلغمان ددغه دولتي مقام دڅرگندونو له مخې، ددغو بمباريوپه قربانيانو اوټپيانو کې  ښځې او ماشومان هم شامل دي .
په همدې حال کې دلغمان ولايت درسنيو دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره دناټو دجنګي الوتکوپه واسطه  دملکي وګړو بمباري تائيده کړه  خو ددغې پيښې له امله دسر زيان او دټپيانو په باب يې بي خبري وښودله،.
په دې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې ددغې پيښې دڅيړنې لپاره يو هيئت ساحې ته استول شوى دى.
 

کابل باختردوږي دمياشتې ٢٦ :
دلوګرولايت  داطلاعاتو اوفرهنګ رياست څه ناڅه څلويښتو تنو خبريالانو ته پنځه ورځنۍ ورکشاپ جوړشو.
دباختراژانس خبريال دخبرله مخې،  په دې ورکشاپ کې  برخه وال چې ټول  يې په  لوګرولايت کې رسانه يي کارکوونکي دي دژورناليزم  اساسات په باب په عملي ډول کار کوي  .
دلوګرولايت داطلاعاتو اوفرهنګ درييس شفيق پوپل دڅرگندونوله مخې دوى ددغه شان ورکشاپونو په جوړولو سره  غواړي په دغه ولايت  کې درسنيو دخبريالانو دمسلکي پوهي کچه لوړه کړي .