20 January 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د وسله والو طالبانو د ماين جوړولو دوه فابريکې دړې وړې شوې

د وسله والو طالبانو د ماين جوړولو دوه فابريکې دړې وړې شوې

کابل \باختردمرغومې دمياشتې٣٠ نيټه : دافغانستان په جنوب کې...

په  هلمند کې  ٦٧ تنه بنديان د طالبانوله منګولو څخه آزاد شول

په هلمند کې ٦٧ تنه بنديان د طالبانوله منګولو څخه آزاد شول

کابل \باختردمرغومي دمياشتې٣٠ نيټه : افغان کوماندو ځواکونو د هلمند...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل\  باختردلندي دمياشتې  ١١ :
دجمهور رييس  ويندوي  ايمل فيضي  دبريټانيا ددفاع د وزيردڅرگندونو په باب  چې ويلي يې دي  دافغانستان حکومت ته افغاني بنديان نه سپاري وويل : چې  دهيوادپه جيلونو اوعدلي اوقضايي سيستم کې  دستونزوشتون بايد  دافغانستان حکومت ته دهيواد داتباعو نه سپارلو اودبهرنيو ځواکونوله خوا دهغوى دتوقيف  ددوام لپاره  پلمه نه وي .
ايمل فيضي زياته کړه  چې دبهرنيانوله خوا دجيلونو لرل  اودافغانانو نيول  دافغانستان دملي واکمني پرخلاف  عمل دي .
دجمهوررييس ويندوى  دباخترله  خبري اژانس سره دخبروپه ترڅ کې دبګرام جيل  دبشپړمسووليتونو دليږدونې په باب وويل چې دافغانستان  دحکومت دريځ څرگند اوروښانه دي  اوهغه دا دي چې هيڅ بهرني هيواد په افغانستان کې  دجيل دلرلو  اودافغانانو دنيولو حق نه لري  او دافغانستان واکمني ته دبګرام دجيل دمسووليتونو بشپړليږدوي بايد ډير ژر ترسره شي .
دجمهوررييس ويندوى څرگنده کړه  چې په افغانستان کې دميشتونړيوالو څواکونوله  خوا دافغان اتباعو دنيولو په لاره کې ستونزي اوس هم له بده مرغه پاتي دي .
ده زياته کړه چې د هيواد  جمهوررييس دهمدې موضوع په اړوند دپنجشنبې په ورځ دامريکا جمهور رييس بارک اوباما ته يو ليک ليږلي دي .
 

کابل\  باختردلندي دمياشتې  ١١ :
دپښتونخوا دوګړني شاعر ، اديب اومشهور ژورنالست  ايوب صابر دزيږيدو دنوي يمې کاليزي له امله نن دسرحدونو قومونو اوقبايلو چارو  دوزارت له خوا علمي ، تحقيقي سيمينار جوړشو.
دباختراژانس دخبرله مخې دغه سيمينار چې  دجمهوري رياست دفرهنګي  سلاکار،. ډاکترزلمي هيوادمل ، دپارلمان ديوشمير غړو ، دسرحدونو ، قومونو  اوقبايلو چارو وزارت دسرپرست عبدالمالک صديقي ، د دغه وزارت  دقومونو او جرګو دمعين محمديعقوب   احمدزي  ، دمالي او اداري معين ډاکترسيداحمد حنيفي،داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دمعين پوهنمل غلام نبي فراهي  اودافغانستان دعلومو اکاډمي  دغړي عبدالغفور ليوال  په ګډون  جوړ شوي و لومړۍ دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررييس  حامدکرزي پيغام دسرحدونو ، قومونو اوقبايلو ا چارو وزارت دسرپرست له خوا ولوستل شو.
په پيغام  کې  ددې ترڅنګ  چې دايوب صابر دژوندانه بيلابيل اړخونو سره اړيکې نيول شوي دي  دسيمينار دجوړونکو قدرداني هم شوي دي.
وروسته دمشرانو جرګي پيغام دمشرانو جرګي دغړي سناتور عبدالباقي بريال ، دافغانستان دعلومواکاډمي پيغام دعلومو اکاډمي دغړي عبدالواجد واجد  اودکابل پوهنتون پيغام د ژبو اوادبياتو  دپوهنځي  داستاد محمدانور خيري له خوا ولوستل شو .
په پيغامونو کې دسرحدونو ، قومونواوقبايلو چارو دوزارت له خوا ددغه سيمينار د جوړولو ستاينه شوې ده او دايوب صابر ادبي او فرهنګي کارونه ستايل شوي دي.
په همدي ډول دسرحدونو  دچارو وزارت معين  محمديعقوب احمدزي  ، داطلاعاتو اوفره.نګ وزارت معين پوهنمل غلام نبي فراهي او دسرحدونو ، قومونو او قبايلو  دچارو وزارت داطلاعاتو اواړيکو رييس عبدالوحيد(خاوري  ) دايوب صابر دادبي اوفرهنګي شخصيت په باب خبري وکړي .
وروسته دافغانستان دعلوموداکاډمي سلاکارڅيړنپوه حبيب الله رفيع ، دعلومو  اکاډمي غړي څيړندوي سيدمحي الدين هاشمي ، علي اکبرسيال،  دخيبر پښتونخوا ليکوال او اديب سليم راز ، دخيبر پښتونخوا مشهور اديب او ليکوال رشيدمنګل  اودخيبرپښتونخوا ليکوال سعدالله خان لالا ، دخيبرپښتونخوا دنوميالي او وګړني شاعر  دشعرونو ، علمي او ادبي شخصيت او  ژوند په باب خپلې مقالې  ولوستلي .
سيمينار سبا هم دوام کوي .
 

کابل\  باختردلندي دمياشتې  ١١ :
دسولې لپاره دتياتر پروګرام نن دکابل پوهنتون دښکلو هنرونو دپوهنځي  په
کابل کې  دفرانسې دفرهنګي انستيتوت له خوا اوداطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په همکاري ترسره شو.
دباخترا ژانس دخبرله مخې  په هغې غونډه کې  چې له همدي امله  په کابل کې دفرانسې  دفرهنګي  انستيتوت په تالار کې جوړه شوې وه، لومړۍ داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سلاکار جلال نوراني   خبري وکړي او ويې ويل تياتر دغه ځواکمني لري چې په هيواد کې دسولې په تامينولو کې رول ولوبوي.
دنوراني دڅرگندونوله مخې  تياتر دپيدايښت له وخت څخه تر نن پوري  دټولنې
په اصلاح کې اغيزمن رول لوبولي دي .
وروسته داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو دمعين تيمورشاه استحق زي  خبري وکړي   او ويې ويل  دتياتر دننداري  له لاري موږ کولاي شو دټولنېخلکو ته پيغام ورسوو.
داسحق زي دڅرګندونوله مخې  ځوانان زياتره دفرهنګي پروګرامونو له لاري کولاي شي پوهاوي  ترلاسه کړي او دټولنې له فرهنګي ارزښتونو سره بلد شي.
په دې غونډه کې دهنرونو دپوهنځي دتياتر دديپارتمنت امر پوهندوى محمدعظيم حسن زاده هم خبري وکړي.
په پاى کې دراز سکوت اودښمن وپيژني تياتري پارچې دهرات او دننګرهار دولايتونو دتياتر دهنرمندانو له خوا برابري شوي وي اجراشوي.
 

کابل\  باختردلندي دمياشتې  ١١ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس ديو حکم په ترڅ کې  دترانسپورت او هوايي چلند  وزارت دپاليسي اوپلان جوړولو دمعين په توګه دجارالله منصوري ټاکنه منظوره کړى ده .
باختراژانس ته دچارو  داداري او دوزيرانو شورا  ددارالانشا دلوي  رياست دمعلوماتو له مخې : دافغانستان داسلامي  جمهوريت  جمهوررييس حامد کرزي دلوړوپستونو په ټاکنو کې دځانګړي مشورتي بورد دنظر له مخې دترانسپورت  اوهوايي چلند وزارت دپاليسي اوپلان جوړولو دمعين په توګه دجارالله منصوري ټاکنه منظوره کړې ده .
 

دچارو داداري اودوزيرانوشورا ددارالانشا لوي رياست:
په لويولارو کې په غيرقانوني ډول دهر راز پيسواخيستل  ترقانوني څارنې لاندې نيول کېږي
کابل\  باختردلندي دمياشتې  ١١ :
دچارو داداري اودوزيرانوشورا ددارالانشا لوي رياست: ديوې اعلاميې په صادرولو سره  خبرداري ورکړي دي چې په لويو لارو  اوبندرونو کې په غيرقانوني ډول دهر راز پيسو اخيستل اوپه بيلابيلو نومونو دپيسو راټولول ترقانونې پوښتنې لاندې نيول کېږي .
په اعلاميه کې ويل شوي دي :
دجمهوري رياست د ١٣٩١ کال دزمري دمياشتي دپنځمې نيټي د ٤٥ ګڼه فرمان ، د وزيرانو شورا دڅو مصوبو اودافغانستان دجمهوررييس د ٥١٢٩ګڼه حکم له مخې له دې وروسته هيڅ ارګان اوشخص نه شي  کولاي  په غيرقانوني ډول دبيا جوړولو اودتاريخي آبداتو دترميمولو په ګډون  په بيلابيلو نومونو په لويو لارو اوبندرونو کې دليږدونکو وسايطو له  خاوندانو څخه پيسي واخلي.
هغه هيئت چې يوه مياشت مخکې دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررييس دحکم په ترڅ کې  ددغې ستونزي  دڅيړ نې لپاره  ټاکل شوي و په بيړه خپل کار ته دوام ورکوي .
دغه  هيئت  دپروان ، بغلان ، سمنګانو، بلخ او کندز ولايتونو ته له کابل څخه په خپل لومړني سفر کې دکابل _ مزارشريف اودبغلان _کندز په لويو لارو کې په غيرقانوني ډول دپيسو داخيستلو ټولې دروازي ويجاړي کړي.
دغه هيئت دغه راز دکونړ،. لغمان  او دننګرهار ولايتونو ته دسفر په ترڅ کې  دکابل _ تورخم  په لويه لاره کې هغه ټولې غرفي  اودروازي چې دبياجوړولو اودتاريخي ابداتو دترميمولو  په نومونو دليږدونکو وسايطو له  خاوندانو څخه په غير قانوني ډول پيسي اخيستلي  ويجاړي کړي دي او دهيواد جنوبي  اولويديځو ولايتونو ته ددغه هيئت سفرونه اوس هم دوام لري .
دچارو اداري  اودوزيرانو شورا ددارالانشا لوى رياست چې په دې اړوند دجمهور رييس دحکم اودوزيرانو شورا دمصوبو دتطبيق  بهير څاري  اوهغه ټول مرکزونه اوکسان چې پخوا يې په دغو لارو اوبندرونو کې په غيرقانوني ډول پيسي اخيستلي د دوى ددغه  کار دوام ترقانوني څارنې لاندې نيسي .
 

کابل\  باختردلندي دمياشتې  ١١ :
دجمهوري رياست لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم نن مازيګر دتخارولايت   له ګڼ شميرسپين ږيرو ، مشرانو اومخورو سره وکتل .
دجمهوري  رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال  ددغې غوڼدي په پيل کې  دافغانستان دخلکو پيوستون  دافغانستان دخلکو دجهاد اوملي مقاومت په دوره کې  زموږ دخلکو دبرياليتوب يو شرط وباله  اوزياته يې کړه چې دغه برياليتوبونه يو شان
زمو ږ په ټولو خلکو پوري اړه لري او ټول مسووليت لري چې   هغه وساتي .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال وويل  چې په اوسنيو شرايطو کې هم زموږ خلک  له بل هرڅه څخه زيات په هيواد کې امنيت اودنظم اوقانون اعاده کولو ته اړتيالري  او زه  ډاډمن يم چې دافغانستان دزړورو خلکو بچېان نن دهيواد دامنيتي ځواکونو په  ليکو کې  دخپلو خلکو  اوهيواد  دفاع کوي .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال  دتخارولايت مشرانو ته ډاډورکړ  چې دلوي خداي  ج په توفيق نن  دافغانستان امنيتي ځواکونه   په يوازيتوب سره  دهيواد په سلو کې په څه دپاسه   ٧٥  خاوره کې  دامنيت اودثبات دتامينولو مسووليت په غاړه لري او دغه ماموريت تر  نورو دوو کلونو پوري  دخپل هيواد  په ټولو ساحو کې پراخوي اوپه هغه وخت کې  هغه انتخابي حکومت چې دافغانستان دخلکو له خوا ټاکل کېږي هغه نوري مهمي دندي  چې دافغانستان دخلکو په اقتصادي پراختيا اوسوکالۍ  پوري اړه پيداکوي له دې زيات په غاړه واخلي .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال دغه راز دتخارولايت له مشرانو څخه وغوښتل چې تل دخپل هيواد  دامنيتي ځواکونو ترڅنګ ولاړ واوسي اوملاتړ يې  وکړي .
په دې کتنه کې  دتخار ولايت دوو تنو مشرانو دنورو په استازيتوب خبري وکړي  اودافغانستان داسلامي جمهوريت ددولت  له پروګرامونوسره يې  دتخاريانو ملاتړ څرګند کړ. په تخار ولايت کې دخلکو سيمه ييزي ستونزي دهغو مسلو يوه برخه وه چې دجمهوري رياست له لومړۍ مرستيال سره طرحه شوي .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال  دتخارولايت دخلکو استازو او مشرانو ته ډاډ ورکړ چې ددوى ستونزو اووړانديزونو ته پاملرنه کېږي .
 

کابل\  باختردلندي دمياشتې  ١١ :
دباختراژانس يو خبريال تيره شپه دکار له ساحې څخه کورته دستنيدوپه وخت کې دناپيژندل شويو کسانو له خوا ووهل شو او وډبول شو اوټپي کړاى شو.
دباخترا ژانس خبريال ذبيح الله علم  دتيرې شپې داتوبجو په شاوخوا کې په داسې حال کې  چې دکار له ساحې څخه دخپل کور په لور روان و دکابل ښار داتمي ناحيي دقلعه چې په ساحه کې ددوو کسانو له خوا چې په سړو وسلو سمبال وو  له لټولو وروسته ووهل شو او  وډبول شو.
ښاغلي علم  په سرکې  ټپي شوي  اوپه ابن سينا روغتون کې تردرملنې لاندې دي . يرغلګرو دده پيسې ، موبايل اودهويت کارت  اخيستي اوله ساحې څخه تښتيدلي دي.
دکابل دساحوي زون دامنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو دتحقيقاتو رييس ويلي دي  چې دپيښې څرنګوالې څيړي  خو ددغو څيړنو نتيجې تراوسه پوري معلومې نه دي .
 

کابل\  باختردلندي دمياشتې  ١١ :
دغزني ولايت په يو واټ کې پرون دماين دچاودنې له امله  شپږتنه ملکې وګړي شهيدان شول.
ويل کېږي چې دغه ماين  دياغي طالبانو له خوا دغزني _ اندړو په لاره کې ښخ کړي شوي و.
دغزني ولايت  داندړو ولسوال قاسم ډيسيوال  باختراژانس ته وويل  پرون يوتونس ډوله  موټر چې    دغزني ښار څخه داندړو ولسوالۍ ته روان و دګودامونو په کلي کې په يو ښخ کړي شوي ماين وخوت چې له امله يې  شپږتنه ملکې وګړي شهيدان اويو شمير  نورټپيان شول.
ده زياته کړه چې ددغې پيښې قربانيان ټول ملکې وګړي وو يوه ورځ مخکې دارزګان ولايت په دهراود ولسوالۍ کې په مربوطاتو کې په ورته پيِښه کې يوشمير ملکې وګړي  و وژل شول.
طالبان ددغې پيښې  مسوول بلل شوي دي .
ديوبل خبرله مخې  دغزني ولايت په مربوطاتو کې  دناټو دځواکونو په جلاجلا هوايي عملياتو کې  دوه تنه وسله وال طالبان و وژل شول  اودرې تنه نوريې ټپيان شول.
دګيلان ولسوال محبوب الله دباختراژانس خبريال ته وويل  دغو وسله والو طالبانو چې دشوکماري  اودملکې وګړو په ترور او وژنه کې لاس درلود دغزني ولايت د ګيلان اومقر په ولسواليو کې دناټو دځواکونو په هوايي عملياتو کې ورته مرګ ژوبله  اوښتې ده .
دګيلان دولسوال دڅرگندونوله مخې   له دغو عملياتو وروسته افغان او امنيتي ځواکونو ساحي ته ورغلل اويو توغندي ويشتوونکې او درې کلاشينکوفونه يې ترلاسه کړل .
 

کابل\  باختردلندي دمياشتې  ١١ :
دفوايد عامې وزارت مقامات وايي دسالنګونو په لويه لاره کې دڅلورو نويو تونلونو دجوړولو دطرحې دبرابرولو په حال کې دي .
دسالنګونو لويه لاره اوس دهندوکش له واورو ډکو غړونو په زړه کې  ديو تونل له لاري  له مرکزسره  دشمال دولايتونو  دنښلولو اسانه لاره ده .
ددغې لويې لاري يوازيني  تونل او ووه څلويښت کاله مخکې دوخت دشوروي اتحاد په مرسته جوړشو  خو اوس دزماني په تيريدواودوسايطو په زياتوالې هغه دله منځه تلو له خطر سره مخامخ شوي دي.
په همدي  حال کې  دفوايد عامې وزارت مقامات وايي دامريکا دمتحده ايالاتو دپرمختيايي اداري او ددغه وزارت انجينرانو په مرسته دسالنګونو په لويه لاره کې  دڅلورو نويو تونلونو دجوړولو  دڅيړنې کار بشپړشوي  دي اوپه نږدي راتلوونکې کې به دهغو دډيزاين  او جوړولو لپاره هلې ځلې پيل شي.
دغه تونلونه به په څلورو سيمو له دې جملې څخه له پل خاکې څخه تردوشي  او داولنګ څخه تر دوشاخ  پوري دهندوکش دغرونو دزړونو په سوري کولو سره په دغې لويې لاري دخلکو تګ راتګ اسانه کړي .
ددغې پروژې لګښت يو مليارده ډالره اټکل شوي دي .
دفوايد عامې  وزير نجيب الله اوژن  په داسې حال کې  چې دسمنګانو ولايت ته يې سفر کړي و ويلي دي  چې په نږدي راتلوونکې کې ددغو تونلونو دډيزاين  او وجوړولو کار پيليږي.
دفوايد عامې وزير وايي چې اسيايي پرمختيايي بانک ، نړيوال بانک او دامريکا دمتحده ايالاتو پرمختيايي اداره  اوڅو نورو مرستندويو مرکزونو ددغې ستري پروژې دتمويلولو لپاره  څه ناڅه يومليارده ډالره لګوي .
نجيب الله اوژن ددغو تونلونو جوړول دافغانستان خلکو ته ښه زيري وباله.
ويل کېږي  چې دغه تونلونه  به دسيمه ييزو اوترافيکې خطرونو د اړخونو په پام کې نيولو سره په نړيوال ستندرد جوړشي .
دسالنګ تونل دسيندله سطحي څخه  ددرې زره نهه سوه پنځوسو مترو په لوړوالې دهندوکش دغرونو په زړه کې موقعيت لري  او اوږدوالې يې دوه اعشاريه  اووه کېلومتره دي .
ددغه تونل له  جوړيدو مخکې خلکوله سختو ، پيچلو اوخطرناکو  لارو دشمال ولايتونو اومرکز ته تګ راتګ کاوه.
په پاي کې  دغه تونل په ١٣٤٣ کال دداودخان دصدارت په وخت کې  دشپږسوه شپږديرشو مليونو ډالرو په لګښت دپخواني شوروي  اتحاد له خوا جوړشو.
ددغه تونل په جوړيدو سره دافغانستان دشمال اومرکز ترمنځ واټن يوسلو لس کېلومتره  لنډ شوي دي .
په اوس وخت کې  دسالنګونو دلويې لاري تونل له اندازي زيات دترافيکو شاهد دي  چې په  ٢٤ ساعتو کې تر اتو زرو پوري وسايط په دې لاره تګ راتګ کوي .
زياتي ګڼې ګوڼې او دزماني تيريدو دسالنګونو تونل ويجاړ کړي دي آن  دترسره شويو څيړنو له مخې دويجاړيدو له خطر سره مخامخ شوي دي .
 

کابل\  باختردلندي دمياشتې  ١١ :
د ١٠١ اسمايي زون قومانداني باختراژانس ته  ديوې خبرتيا په ليږلوسره ليکلي دي.
دقانون دحکم له مخې د ١٠١ اسمايي زون پوليس خپله دنده بولي  چې دافغان ښځو دحقوقو ملاتړ وکړي اودښځو پروړاندې دتاوتريخوالې مخه ونيسي  چې دقانون ددغه امر له مخې داسمايي زون قوماندانۍ دښځوپرخلاف تاوتريخوالې  جرم بولي  اودښځوپرخلاف دتاوتريخوالې له مرتکبينو اومسببينو سره غوڅ چلند کوي لکه څنګه چې دروان کال  په بهيرکې دښځو پرخلاف دتاوتريخوالې په لسګونو  پيښې څيړلي او دقضيو عاملين يې دقانون منګولو ته سپارلي دي.
دافغانستان له ټولو مسلمانو اوديندارو خلکو څخه غوښتنه کوو چې دقانون دحکمونو  له مخې  او داسلامي اصولو  او موازينو په رعايتولو سره دښځو پرخلاف له تاوتريخوالې څخه ډډه وکړي .
له خويندو څخه هم غوښتنه کوو چې په هغه صورت کې چې له تاوتريخوالې سره مخامخ کېږي دکابل دپوليسو نږدي اداري ته ورشي چې شکايت يې وڅيړل شي اودښځوپرخلاف دتاوتريخوالې مخه ونيول شي اودغه راز دافغانستان له مسلمانو خلکو اودعدلي اوقضايي مراجعو  دهمکاري غوښتنه کوو.