19 July 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

نهه تنه پاکستاني طالبان ووژل شول .

کابل باختر د چنګاښ ٢٧ نيټه : نهه تنه پاکستاني طالبان...

دطالبانو او داعشيانو ترمنځ خونړى جګړې دوام لري .

کابل باختر د چنګاښ ٢٧ نيټه : دداعشيانو او طالبانو په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل\باختر\ دسرطان ٣٠
دوه تنه وسله وال کسان تيره شپه دغور ولايت د لعل اوسرجنګل په ولسوالۍ کې د پوليسو دځواکونو له خوا ونيول شول.
دغور ولايت امنيه قوماندان سمونوال دلاورشاه دلاور باخترآژانس ته وويل: دغه دوه تنه کله يې چې غوښتل دلعل اوسرجنګل ولسوالۍ په ګرم آب ساحه کې د سپرليو پيسې اومالونه لوټ کړي؛ دپوليسو له خوا د سيمې د اوسيدونکو په همکارۍ ونيول شول.

کابل\باختر\ دسرطان ٣٠
دافغانستان د کارګرانو د ملي اتحاديې رييس نن په يوه خبري غونډه کې د وسله والومخالفينو له خوا په لوګر ولايت کې د اتو تنو کارګرانو وژل کيدل په ډيرو سختو الفاظو سره وغندل او له دولت څخه يې وغوښتل چې په هيوادکې دې د بهرنيو کارګرانو مخه ونيسي اوځوانانو ته دې دکار زمينه برا بره کړي.
دباخترآژانس دخبر له مخې: ده دغه راز په دې خبري کنفرانس کې له مسوولو مقاماتو څخه وغوښتل چې په لوګر ولايت کې دکارګرانو د وژنې عاملين وپيژني اود قانون منګولو ته دې وسپاري.
تيره اوونۍ وسله والو طالبانو په لوګر ولايت کې اته تنه کارګران چې له ناټو سره يې د اجورې په بدل کې کارکاوه او د روژې په مبارکه مياشت کې يې حلاله روزي پيدا کوله؛ ووژل.
دکارګرانو د ملي اتحاديې رئيس دځوانانو دپراخې وزګارتيا او د کار د پيداکولو لپاره د خطر ناکو مهاجرتونو يادونه هم وکړه او په کارموندلو يې ټينګاروکړ.

کابل\باختر\ دسرطان ٣٠
دکابل دپوليسو يو مقام وايي چې د هغې ترافيکي پيښې عاملين ونيول شول چې تيرماښام دکابل ښار د نهمې ناحيې په مربوطاتوکې رامنځته شوه.
جنرال محمد داوود امين دکابل ولايت د امنيې قوماندانۍ دجنايي تحقيقاتو يوموټر چلوونکى د دغې پيښې عامل بولي چې له امله يې درې تنه ووژل شول.
پيښه تېرماښام هغه وخت را منځته شوه چې يو رنجر موټر د هوايي ډګر په سړک کې له اصلي تګلوري څخه يې ووت او يوشمير لارويان يې لا ندې کړل.
په دې پيښه کې درې تنه ووژل شول او يوشمېرنورهم ټپيان شول.
دکابل د امنيې قوماندانۍ مرستيال وايي چې د دغې پيښې عاملين تر پوښتنې لاندې دي، خو دا يې ونه ويل چې نيول شوى کسان څوکسان دي.

کابل\باختر\ دسرطان ٣٠
پنځه تنه وسله وال طالبان په بغلان ولايت کې دميوند_٣ دچاڼيزو عملياتو په بهير کې ووژل شول.
په دغو عملياتوکې دغه راز دوه تنه طالبان ټپيان او دوه تنه نور يې له وسلو سره يې نيول شوي دي.
دبغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى جاويد بشارت باخترآژانس ته وويل: دغه عمليات دملي اردو ، ملي پوليسو اود ملي امنيت د ځواکونو په ګډون له پرون را په ديخوا دبغلان ولايت د مرکزي بغلان د ولسوالۍ په باى اشقال ساحو کې پيل شوي دي او امنيتي ځواکونو يولړ برياليتوبونه ترلاسه کړي دي.
بشارت وويل چې د دښمن له شتون څخه د باى اشقال دساحې په پا کولو سربيره دولس ماينونه او يوه ا ندازه مهمات او وسلې له يو موټر اويوموټرسايکل سره ترلاسه شوي دي.
خبرځاى زياته کړه چې دغه عمليات په بشپړه توګه د دغې ولسوالۍ ترپاکولوپورې دوام لري.

کابل\باختر\ دسرطان ٣٠
دمهاجرينو د را ستنولو د چارو وزير د استراليا له دولت څخه وغوښتل چې د افغان کډوالو ملاتړ وکړي.
ډاکترجماهير انوري په کابل کې د استراليا له سفير سره په کتنه کې دهغه موافقه ليک د جزئياتو په باب خبرې وکړې چې په دې وروستيو وختوکې د استراليا دصدراعظم او د ګينه نو له پرمختيايي دولت سره لاسليک شوى دى.
ددغه موافقه ليک له مخې، د جولاى د مياشتې له شلمې نيټې وروسته که چيرې پناه غوښتوونکي د استراليا په اوبوکې ونيول شي؛ ګينه نوته استول کيږي.
دباخترآژانس دخبر له مخې: ډاکتر جماهير انوري په دې کتنه کې يوځل بيا په استراليا کې دپناه غوښتوونکو د حالت او ددغه هيواد په اوبوکې دافغانانو دڅارنې او دهغې د برخليک په باب د افغانستان د دولت په تيره بيا د مهاجرينو د راستنولو د چارو وزارت انديښنه د استراليا سفير ته څرګنده کړه او له ده څخه يې وغوښتل چې هيواد يې د افغان مهاجرينو ملاتړ وکړي او د هغوى د ژوندانه دساتنې په خاطر دې داستراليا په اوبوکې دپناه غوښتوونکو دڅارنې په باب لازم احتياط و کارول شي.
ډاکترانوري دغه راز د استراليا له حکومت څخه وغوښتل په هغه صورت کې چې افغان پناه غوښتوونکي له لاسليک شوى موافقه ليک سره سم ګينه نوته استول کيږي، بايد له هره پلوه يې ملا تړ وشي او هغوى ته د ژوندانه مناسب شرايط برا بر کړاى شي.
ډاکترانوري دغه راز يوځل بيا د استراليا له سفير څخه وغوښتل چې هيواد يې دغير قانوني مهاجرت په خطرونو د پو هاوي او د انسان د قاچاقو د مواردو په باب له دغه وزارت سره همکاري وکړي.
په دې کتنه کې په باريک آب کې د ميشتو مهاجرينو د ستونزو په باب هم خبرې وشوې او غوښتنه وشوه چې د استراليا دولت دې د څښاک د اوبو د برابرولو ، روغتيا ، روزنې، ترانسپورت اود خلکو د اړتيا وړ په نورو برخوکې همکاري وکړي.
د استراليا سفير دطرحه شويو غوښتنو د عملي کولو په برخه کې دخپل هيواد دهمکارۍ ژمنه وکړه او څرګنده يې کړه چې د باريک آب ښار ګوټي ستونزې به ډير ژر حل شي.

کابل\باختر\ دسرطان ٣٠
يو ويشت تنه وسله وال طالبان د افغان امنيتي ځواکونو په هغو چاڼيزو عملياتو کې چې د هيواد په ځينو سيمو کې ترسره شول؛ وژل شوي دي.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن باخترآژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي چې د بغلان ، کندز ، قندهار اودغزني د ولايتونو په مربو طاتو کې د افغان امنيتي ځواکونو اود نړيوالو پوځو نو په ٢٤ ساعته چاڼيزو عملياتو کې يو ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول؛ دوه ويشت تنه نورټپيان او نهه تنه نور طالبان له وسلو سره يې ونيول شول او د دښمن يوه ا ندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
ديو بل خبر له مخې: د ملي پوليسو منسوبينو دوسايطو ضد يو ويشت ماينونه چې نوى د وسله والو مخالفينو له خوا دتخار ولايت په مربو طاتو کې ځاى پرځاى کړاى شوى و؛ کشف او له منځه يو وړل.
ديو بل خبر له مخې: د کابل ولايت د امنيې قوماندانۍ د پو ليسو منسوبينو څلور تنه د غلا په اړوند دکابل ښار دلسمې امنيتي حوزې په مربو طاتوکې ونيول او له نيول شويو کسانو څخه پوښتنې دوام لري.

کابل \ باختر  د چنګاښ ٣٠ :
دملي اردو دوه تنه عسکر پرون په ننګرهار ولايت کې دامنيتي دندو دترسره کولو په بهيرکې په سړک کې دښخ کړى شوى ماين د چاودنې له امله  شهيدان شول .
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته  خبرورکړ :
دملي اردو دوه تنه عسکر دننګرهار ولايت دبټي کوټ  ولسوالۍ په مربوطاتوکې د امنيتي دندو دترسره کولو په بهيرکې په سړک کې په ښخ کړاى شوى ماين د ختلو له امله  شهيدان شول.
دغه دوه تنه عسکر هغه وخت شهيدان شول چې دملي اردو ځواکونه په بټي کوټ کې د چاڼيزو عملياتو په ترسره کولو بوخت دي.
دغه راز دملي اردو دوه تنه نور منسوبين دپکتيکا او کونړ د ولايتونو په مربوطاتو کې په سړک کې د ښخ کړاى شويو ماينونو د چاودنې په دوو جلاجلا پيښوکې  شهيدان شول اوڅلور تنه نور عسکر ټپيان شول.
ديوبل خبرله مخې: يو وسله وال طالب کله يې چې غوښتل د وسايطو ضد يو ماين دغزني ولايت د ناوې ولسوالۍ په سړک کې ځاى پرځاى کړي؛ دملي اردو دځواکونو له خوا له يو کلاشينکوف سره ونيول شول.

کابل \ باختر  د چنګاښ ٣٠ :
د وسله والوطالبانو د ډلې يو سيمه ييز قوماندان د قندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې ونيول شو .
دقندهار د والي ويندوى جاويد فيصل باخترآژانس ته وويل: دغه قوماندان هدايت الله نوميږي او د پنجوايي ولسوالۍ په تلوکان سيمه کې دملي اردو دعملياتو په بهيرکي ونيول شو.
دفيصل دڅرگندونوله مخې: دملي پوليسوځواکونو نن سهار د قندهار ښار په مربوطاتوکې  د وسايطو ضد شپږ  ماينونه  کشف اوضبط  کړل.
فيصل زياته کړه: په يوه بله پيښه کې د قندهار ولايت دپنجوايي ولسوالۍ په يوه واټ کې د ښخ کړاى شوى ماين د چاودنې له امله د ملي پوليسو دوه تنه سرتيري ټپيان شول.

کابل \ باختر  د چنګاښ ٣٠ :
دلوګرولايت پوليسو پرون دمحمداغې په ولسوالۍکې د مهماتو يوه ډيپوکشف کړه.
دمحمدآغې ولسوال حميدالله حميد باخترآژانس ته وويل: دغه ډيپودافغان امنيتي ځواکونو له خوا دخلکو په همکارۍ دمحمدآغې ولسوالۍ دکتب خيلو په کلي کې کشف شوه چې په هغې کې د ٨٢ملي متري توپ څه دپاسه يوسلو پنځوس ګولۍ او د درندو وسلو مهمات ترلاسه شول.
ديوبل خبرله مخې : يو وسله وال طالب پرون دلوګرولايت  په مرکز پورې اړوند امير خواجه سيمه کې د ايتلاف  دځواکونو دهوايي بريد له امله ووژل شو.

کابل \ باختر  د چنګاښ ٣٠ :
دفراه ولايت دامنيې قوماندانۍ  ويندوى فوادعسکري باختر آ ژانس ته وويل:
درې تنه ماين ښخوونکي تېره شپه دهغه ماين دچاودنې له امله ووژل شول چې غوښتل يې د خاک سفيد ولسوالۍ  په ديوار سرخ کلي کې په سړک کې ښخ کړي.