21 September 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 په افعانستان کې د نيوزيلند د ځواکونو د خدمت د موده تمديدول

په افعانستان کې د نيوزيلند د ځواکونو د خدمت د موده تمديدول

نړيوالې خبري منابع \باختردوږي دمياشتې٣٠نيټه : د نيوزيلند حکومت په...

د هېواد په بېلابېلو سیموکې ۱۶۱ تنه ترهګر وژل شوي دي

د هېواد په بېلابېلو سیموکې ۱۶۱ تنه ترهګر وژل شوي دي

نړيوالې خبري منابع \باختردوږي دمياشتې٣٠نيټه : د افغانستان ملي دفاعي...

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له پاکستان سره ډګر ته وځي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له پاکستان سره ډګر ته وځي

نړيوالې خبري منابع \باختردوږي دمياشتې٣٠نيټه : د افغانستان د کرکټ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر دتلي څلورمه :
له اداري فساد سره د مبارزې عالي ادارې هغه لګول شوي تورونه چې ګنې د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې په يومليونو ډالرو مزې چړچې شوې دي؛ په کلکه رد کړل .
دملي دخبر له مخې: دا لومړى ځل نه دى چې د اطلاعاتو اوفرهنګ په وزير د قرض د خاوند د افرادو له خوا د لرغونو آثارو او پيسو د حيف اوميل تور لګول کيږي.
څه موده مخکې د پنځوسو قلمو تاريخي آثارو د قاچاقو مسئله طرحه شوه چې له نيکه مرغه د دسيسه کوونکو مخ تور شو.
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزير په کابل کې له خبريالانوسره په غونډه کې وويل: د يوولسو کلونو کار او خدمت په موده کې تل بايد د دې په تمه و اوسو چې ټول له ماسره موافق او له ما څخه خوشحاله دي. پريږدئ له دغه وزارت څخه څوتنه اخراج شوي هر تور چې لګوي؛ وې لګوي .
دغه راز له اداري فساد سره د مبارزې د عالي ادارې رييس هغه تورونه چې د اطلاعاتو اوفرهنګ په وزير لګول شوي و؛ په کلکه رد کړي دي او د اطلاعاتو اوفرهنګ وزير ته يې صادقه او هيوادپال شخص خطاب کوي او له ډله ئيزو رسنيو څخه يې غوښتي دي چې دملي شخصيتونو له ترور څخه دې ډډه وکړي او د ډاکتر رهين په شان د صادقو او په هيوادمينو اشخاصوترڅنګ ودريږي او د هغوى ملاتړ وکړي .
ويل کيږي، دا په داسې حال کې ده چې د را رسيدلو پيسو صورت حساب په هر اړخيز ډول د اطلاعاتو اوفرهنګ د وزير له  خوا وړاندې شوى دى . 

کابل باختر د تلي څلورمه :
د میدان وردګو ولایت دملي پولیسو د روزنیز مرکز څخه (247) تنو فارغانو د فرا غت اسنادونه تر لاسه کړل.
په جوره شوې غونده کې د میدان وردگو ولایت د ملی پولیسود روزنیزمرکز قوماندان سمونوال جلال الدین رگبار ټولوښوونکو او فارغانو ته د مبارکی ویلو ترڅنگ وویل چی ستاسی فراغت ددی مرکز لپاره یو ویا ړ دی او هیله لرم چی تاسی به د امنیت په ټینگَښت او د قانون په پلی کولو کی له توان څخه زیاتی هلی ځلی وکړی .
دغه راز کله چی تاسی په دندو گمارل کیٍږ ی ترټولو ستره هڅه به مودا وی چی پرته له کوم قومی ، ژبنی اومذهبی تعصب څخه خپله ایمانی اوهیوادنی دنده په ښه ډول سرته ورسوی.
وروسته دمیدان وردگ ولایت د ملی پولیسو د روزنیز مرکز تدریسی مرستیال پدی اړه خبری وکړی وویل په دغه روزنیز مرکز کی (10416 ) تنو ځوانانو په بیلا بیلو برخو کی  مسلکی زده کړه کړی او د پولیسو په لیکو کی په دنده گمارل شوي دي .
وروسته  له فارغانو څخه یو تن د نورو په استازیتوب وویل :  هغه څه چی مو په دغه ښوونیز مرکز کی زده کړي دي په ورځنیو  چارو کی به تری پراخه گته پورته کړو.په پای کی د یاد مرکز د قوما ندان او مشرتابه له خوا په فارغانوتصديق ليکونه وويشل شول.
د یوبل خبرله مخې: د ښوونی اوروزنی لوی قوماندانی 40 تنوهغو ساتنمنانوته چی په حقوقی سیمنارکی یی گډون کړی ؤ، د فراغت اسنادونه وویشل شو.
په جوره شوی غونده کی د ښوونی اوروزنی د لوی قوماندانی مرستیال مل پاسوال سردار محمد کوهدامنی د حقوقی سیمینار گدونکونکوته د مبارکی ویلوتر څنگ وویل چه تاسوباید د قانون په پلی کولوکی هیڅ راز هلوځلوڅخه ډډه ونکړی .
وروسته د ښوونی اوروزنی لوی قوماندانی مشرتابه  پلاوی له  خوا د حقوقی سیمینار گډون کونکو ته د فراغت سندونه ورکړ شو.

کابل باختر د تلي څلورمه :
په آسیایي ټولنه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت
د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب ډاکټر زلمي رسول
وینا
نیویارک- د ۱۳۹۲ لمریز کال د تلی ۱ نیټه
جلالتمآب ښاغلی ټام نګورسکي،
جلالتمآب ښاغلی ټام فریسټن،
جلالتمآب ښاغلی جان هکین بیري، د ملي رادیو د سهارنۍ خپرونې ټیک اوی کوربه
خوږ ملګرو، آغلو او ښاغلو،
د نننۍ ورځې پروګرام د تنظیم له امله غواړم چې د ښاغلي فریسټن، ښاغلي هکین بیري او په آسیایي ټولنه کې د ټولو ملګرو او همکارانو څخه د ډیرې مننې او قدردانۍ کولو نه یې پیل کړم. د  نړیوال شهرت لرونکي او باور لرونکي بنسټ په توګه، آسیایي ټولنې د نړۍ، په ځانګړې توګه زمونږ د برخې په نړۍ کې، د ډیرو مهمو موضوعګانو په پوهاوي کې له زمونږ سره مرسته کړیده. زما لپاره د ډیر ویاړ ځای دی چې راته له تاسې سره د خبرو کولو فرصت پیدا شو او په افغانستان کې د حالاتو په اړه درسره د نظریاتو تبادله وکړم.
باورمن یم چې زما لپاره د نننۍ ورځې د خبرو اترو د پیلولو ګټوره لار په تیرو دولسو کلونو کې د افغانستان د حالاتو په اړه، تاسې ته لنډ مالومات درکول دي، چې د ۲۰۰۱ په وروستیو کې د طالبانو رژیم د راپرزیدو راهیسې ده او بیا به وروسته مونږ ټول لا آزاد او ژور بحث ته ادامه ورکړو.
البته، همداراز به خوشحاله شم چې ستاسو پوښتنو ته ځوابونه درکړم.
آغلو او ښاغلو،
غواړم چې د ۲۰۰۱ څخه یو قدم مخکې لاړ شم کله چې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې په نظامي مرستې افغان ولس د طالبانو رژیم راوپرزاوو. غواړم د هغې په اړه لنډ مالومات درکړم، یواځې په دې موخه چې د افغانستان وروستي تاریخ ته اشاره وکړم چې زمونږ د تیرو دری لسیزو نه زیات تاریخ له ډیرو کړاوونو او دردونو ډک دی چې لامل یې په اتیایمه لسیزه کې بهرنی یرغل، د نوییمې لسیزې په لومړۍ نیمایي کې تپل شوې کورنۍ جګړه او د افغانستان لپاره د دغې بد مرغې لسیزې په وروستۍ برخه کې د طالبانو د رژیم حاکمیت دی.
د تاریخ د دې وروستیو وختونو په پایله کې، مونږ بې شمیره مرګ ژوبله او ویجاړي ګاللې ده. د یو میلیون څخه زیات افغان وګړي وژل شوي او د پنځو میلیونو څخه زیات ګاونډیو او لرې هیوادونو ته تللي دي. په ځانګړې توګه د غم لړلې نويیمې لسیزې په لړ کې، افغانستان د سیمې او ټولې نړۍ نه د یوې لسیزې څخه زیات وخت په تیاره کې پاتې شو. زمونږ د فزیکي زیربناء د ویجاړۍ برسیره، دغو جنګ جګړو زمونږ د هیواد اړین بنسټونه له منځه ویوړل. د دغو کلونو په ترڅ، زمونږ خلکو سخته بیوزلي، فزیکي وحشت، او د خپل راتلونکي په اړه ناهیلي او بې باوري ګاللې ده.
آغلو او ښاغلو،
په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو رژیم د راپرزیدو وروسته، مونږ په خپل زرین تاریخ کې یو نوی فصل خلاص کړ.
په تیرو دولسو کلونو کې د بې شمیره ننګونو او ستونزو سره سره، د افغان ولس د ټینګ هوډ او د جمهور رئیسجلالتمآب حامد کرزي د ځیرک او باشهامته مشرتوب له امله، او د نړیوالې ټولنې په ټینګې مرسته سره مو په افغانستان کې د خپلو سیاسي، اقتصادي او امنیتي سیستمونو د بیرته رغولو په برخه کې مهم ګامونه پورته او په بیلا بیلو برخو کې مو تاریخي لاسته راوړنې درلودلې دي.
مونږ په افغانستان کې پر دغو مثبتو لاسته راوړنو ویاړ کوو، غواړم تکرار یې کړم چې اساساً د افغان ولس د ډیرو سرښندنو او قربانیو او د نړیوالې ټولنې او متحدینو د سرښندونو او سخاوتمندانه مرستو پایله ده. مونږ نن ورځ پر خپلې ځوانې ولسواکۍ ویاړوو، مونږ یو ټاکل شوې جمهور رئیس، یو ټاکل شوې پارلمان او په خپلو دیرشو ولایتونو کې ټاکل شوې ولایتي شوراګانېلرو. په دغه حساس وخت کې، افغان حکومت او خلک راتلونکې کال د جمهوري ریاست دریمو تاریخي ټول ټاکنو ته تیارې نیسي چې زمونږ په ملت کې به د ډیموکراټیکه حکومتوالۍ اصول او لارې چارې لا پیاوړې کړي، او د یوه ټاکل شوي جمهور رئیس نه په لومړي ځل په ډیموکراټیکه، سوله ییزه توګه بل جمهور رئیس ته واک ولیږدوي.
د ستونزمنو حالاتو سره سره افغان ولس په ټول هیواد کې د راتلونکي کال جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو ته ډیره لیوالتیا لري، چې د ځوانې ډیموکراسۍ د ټینګښت په برخه کې زمونږ د وګړو د مثبت هوډ ثبوت دی.
نن په سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي څانګو کې ښځې او نجونې په پراخه کچه شتون لري او زمونږ د هیواد لپاره یو ښه ځواک دی.
نن ورځ زمونږ ۱۰ میلیونه نه زیات ماشومان ښوونځي ته ځي- زمونږ په تاریخ کې ساری نلري- چې له ۴۰ سلنه زیاتې نجونه دي. دغه شمیر په ۲۰۰۱ کال کې له یو میلیونه نه لږ وو. زمونږ په لسګونو زره ځوانان- هلکان او نجونې- په ټول هیواد کې د ۷۰ نه زیاتو دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې زده کړې کوي. نن زمونږ د ۷۰ سلنه زیات وګړي اساسي روغتیایي خدمتونو ته لاس رسې لري. په ټول هیواد کې مو په زرګونو کیلومتره سرکونه او پلونه جوړ کړیدي، او په خپل هیواد کې مو د بهرنۍ پانګونې لپاره زمینه برابره کړیده. دغه لاسته راوړنې د نړیوالې ټولنې، په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالاتو له مرستې پرته ناشونې وې.
آغلو او ښاغلو،
اوس غواړم د افغانستان د ځینو مهمو لومړیتوبونو په اړهچې اوس مهال مو تر لاسه لاندې نیولې دي، تاسې ته لنډ خو پراخه طرحه وړاندې کړم.
لومړۍ نقطه چې غواړم په اړه یې خبرې وکړم هغه په افغانستان کې دمګړې ترلاسه لاندې امنیتي لیږد دی، چې دوه کاله وړاندې په اوړۍ کې پیل شوې او د راتلونکي کال تر پایه به په بشپړه توګه پایته ورسیږي. په حقیقت کې، د امنیتي لیږد مهم پړاو چې له خپلو نړیوالو متحدینو سره مو د روان کال په جولای میاشت کې پایته ورساوه، اوس افغان ځواکونه - نه بهرني ځواکونه- دي چې په ټول افغانستان کې نظامي عملیات پر مخ وړي.
افغانستان کې د امنیت غټ انځور ته په کتو سره، د لیږد بهیر ستراتیژیک او تاکتیکي بریالیتوب ثابت کړ. د لیږد بهیر افغان ملي واکمني او د خپلو چارو ملکیت پیاوړې کړ، او افغان ولس د یوه مهم زیار په توګه ومانه. دا یو واقیعت دی چې د افغان سرتیرو او پولیس افسرانو مرګ ژوبله زیاته شوی، خو مونږ ته د امنیت، پرمختګ او پرمختیا په برخه کې د باتورو او هیواد پاله افغانانو د ژمنې ښکارندوینه کوي.
ډاډمن یو چې د نړیوالې ټولنې او ملګرو په جاري مالي مرستېبه - چې مونږ ورته په واقیعت سره اړتیا لرو- چې په برخه کې یې د نړیوالې ټولنې څخه واضح او ټینګه ژمنه له ځان سره لرو، افغان ملي امنیتي ځواکونهوکولای شي چې داخلي امنیت ټینګ او ۲۰۱۴ په پای کې کله چې د لیږد بهیر بشپړ شي افغانستان له بهرنیو ګواښونو نه وساتي.

آغلو او ښاغلو،
په تیرو دریو کلونو کې مو د لیږد بهیر بنسټ کیښود چې له لارې یې له نړیوالې ټولنې سره اوږد مهالې ستراتیژیکې همکارۍ ته لار هواره شوه او له خپلو ګاونډیانو او ټولې سیمې سره مو د باور جوړونې او د پایلې لرونکې همکارۍ د نویو بڼو د پيدا کولو هڅه وکړه. د تیرو دریو کلونو په لړ کې مو له هند، امریکا متحده ایالاتو، آلمان، آسترالیا، ایټالیې، بریتانیې، فرانسې، ناروې، فنلنډ، ډنمارک او پولنډ سره د ستراتیژیکو همکاریو اوږد مهاله مهم تړونونه لاسلیک کړل. همداراز مو د دغه څیر تړونونو په اړه له اروپایي ټولنې، ترکیې او متحده عربي اماراتو سره اوس مهال مذاکرات روان دي، او د امریکا متحده ایالاتو سره مو د دوه اړخیز امنیتي تړون په اړه چې د ۲۰۱۴ کال وروسته به یو شمیر امریکایي ځواکونو ته په افغانستان کې د شتون زمینه برابره کړي، اوږده او پیچیده مذاکرات ترسره کړیدي. مونږ باور لرو د امریکا متحده ایالاتو سره دوه اړخیز امنیتي تړون چې زمونږ واکمني، خپلواکي او کلتور ته به پکې بشپړ درناوی کیږي او زمونږ ملي امنیتي ځواکونه او د دوی وړتیا به غښتلې کوي، د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو په ګټه دی، ځکه چې دا به په دغې حساسه سیمه کې زمونږ د ګډ امنیت په برخه کې اغیزمنه جاري پانګونه وي. افغان حکومت د امریکا متحده ایالاتو سره د دغه ډول تړون زر تر زره لاسلیک ته لیوالتیا لري.
آغلو او ښاغلو:
د امنیتي تړون سربیره، مونږ له طالبانو او نورو وسلوالو ډلو سره د خبرو اترو سیاسي بهیر د مخته وړلو هڅې تعقیبوو، ځکه مونږ پوهیږو سیاسي بهیرد افغان ولس چې د نورو خلکو نه زیات د سولې او امنیت مستحق دي، د دایمي او پرتمینې سولې لپاره تر ټولو یقیني لار ده.
ځکه نو د طالبانو او د وسلوال اپوزیسیون له نورو ډلو سره د سولې او پخلاینې ملي بهیر تعقیبول د افغان ولس لپاره یو اړین لومړیتوب دیچې په افغانستان کې د ټولو سیاسي ډلو ټپلو او خلکو پراخ او ټینګ ملاتړ له ځان سره لري.
مونږ د سولې بهیر هم تعقیبوو ځکه چې د طالبانو په لیکو کې داسې میلان شته چې د دغسې سیاسي بهیر اړتیا درک کوي.
په دې وروستیو کې، د سولې په بهیر کې د پاکستان د نوي حکومت د مرستندویه دریځ او د یکشنبې په ورځ له زندانه د ملا برادر د خوشې کولو لومړي ګام هیله من کړي یو.
د افغانستان د سولې بهیر د پیاوړتیا په برخه کې د پاکستان مهم رول د هغه ملاتړ یوه روښانه بیلګه ده چې د افغانستان ګاونډیان او د سیمې نور هیوادونه په ځانګړې توګه اسلامي هیوادونه یې کولای شي د افغانستان د سولې په بهیر کې وکړي.
غواړم چې په افغانستان کې یوه بل مهم لیږد یعنی اقتصادي لیږد ته په لنډه توګه اشاره وکړم. دا لیږد د ټولو لیږدونو یو مهم عنصر جوړوي ځکه مونږ پوهیږو کله چې نړیوال ځواکونه خپلو هیوادونو ته ستانه شي امنیتي لیږد به یوه اقتصادي اغیزه ولري او بهرني نظامي لګښتونه چې په تیره لسیزه کې د یو لوی شمیر افغانانو د اقتصادي فعالیتونو یوه مهمه برخه جوړوي، به په ټول هیواد کې لږ شي.
د دغه اقتصادي تنزل ځینې برخه به د نړیوالې پرمختیایي مرستې له لارې جذب شي. په دې تړاو، په ټوکیو کې د افغانستان په اړه یوه نړیوال پرمختیایي کنفرانس د تیرکال د جولای په میاشت کې په راتلونکو دریو کلونو کې د ۱۶ ملیاردو ډالرو ژمنه وکړه( مهمه مرسته ده چې مونږ یې د زړه له کومې مننه کوو) څو زمونږ د بودجې پیشبینې شوې مالي تشه کې مرسته وکړي.
خو مونږ همداراز هڅه کوو چې خپل ملي اقتصادی جوړ او د خپل ملي اقتصاد په بیلا بیلو برخو کې د پانګونې د جلب له لارې د اوږد مهال لپاره د ځان بسیاینه ډاډمنه کړو.
په دې برخه کې مونږ د کرنې او طبیعي زیرمو په ګډون، په خپلو مهمو صنعتونو او سکتورونو کې د پانګونې جذب ته ځانګړې پاملرنه کوو.
زمونږ د کانونو د قیمتي مینرالونو او هایډرو کاربنو قیمت زرونه ملیارده ډالر اټکل شوی ده، چې کولای شي په راتلونکو لسیزو کې زمونږه اقتصادي وده وساتي.
آغلو او ښاغلو،
وروستۍ موضوع چې ستاسو پوښتنو او نظریو د اوریدلو څخه وړاندې زه غواړم پرې ټینګار وکړم هغه سیمه ییزې همکارۍ دي. د سویلي آسیا، مرکزي آسیا او منځني ختیځ ترمنځ د ځمکني پله په توګه افغانستان کولای شي زمونږ په سیمه کې د اقتصادي او سیاسي همکاریو په برمختیا او وده کې یو بنسټیز رول ولوبوي.
له دې کبله، په افغانستان کې سوله، امنیت او ثبات په سیمه کې د اقتصادي همکاریو او یووالي لپاره له شک پرته ډېر ارزښت لري او همداراز زمونږ د خلکو په ګټه او هوساینه هم ده.
له خپلو ترکي ملګرو ، د افغانستان نږدۍ ګاونډیانو او نورو سیمه ییزو هېوادونو سره یو ځای مونږ په ۲۰۱۱ کال کې د باورجوړونې او پایله لرونکي همکاریو لپاره د آسیا په زړه کې د استانبول بهیر په لاره واچوله.
چې د دې بهیر د وزیرانو دوه پرلپسې غونډې یو یې  تېر کال په کابل او بل یې سږ کال د اپریل په میاشت کې د قزاقستان په آلماتا کې جوړه شوې وه.
که څه هم دغه بهیر لا اوس هم کمال ته د رسېدو په حال کې دی، خو دا د یوه با مفوهمې غونډې په توګه د ځانګړو باور جوړونو تدبیرونو په اړه د خبرو لپاره بدلون موندلی او د پام وړ پرمختګ یې کړی دی.
د استانبول بهیر په اړه یوه مهمه موضوع داده چې دغه بهیر قصد نه لري چې د اوسني شته ابتکاراتو او هڅو ځای ناستی او یا هغه تکرار کړي، خو غواړي چې هغوی بشپړ او پیاوړی کړي او د هغوی ترمنځ همغږي رامنځته کړي په ځانګړي توګه چې افغانستان سره تړلي دي. مونږ د استانبول بهیر د لوړپوړو کارکوونکو غونډه پرون په نیویارک کې دایره کړه چې د دې بهیر راتلونکی غونډه به په راتلونکي دوبي کې د چین د خلکو په جمهوریت کې ترسره شي چې دا به د دې بهیر د اړیکو او موخو د تامین او د اهمیت نښه وي.
زه به په دې اړه ستاسو د ویناوو اوریدو ته په تمه و اوسم. ستاسو څخه مننه.

 

کابل باختر د تلي څلورمه :
د افغانستان د جمهوررئیس حامد کرزي په ګډون د اروپا ـ آسیا اقتصادي غونډه، نن د چین هېواد د شانشي ولایت د شییان په ښارکې جوړه شوه.
جمهوررئیس په خپله وینا کې، په دې غونډه کې ګډونوال سوداګر دې ته وهڅول ترڅو په افغانستان کې سوداګریز فرصتونه وڅیړي او د " ام سي سي" او " سي ان پي سي" چينایي کمپنیو په څېر په افغانستان کې پانګونه وکړي.
حامدکرزي وویل: سربېره پر دې چې افغانستان دیته چمتو دی ترڅو د آسیا-اروپا وچو د مهمو سوداګریزو لارو څخه د یوې لارې په توګه خپل تاریخي رول بیا ولوبوي او د پانګونې او د سوداګرۍ د پرمختیا لپاره هم غوره فرصتونه وړاندې کوي. د منرالونو، هایدرو کاربونونو او نورو موادو په شمول، سترې  خوندي طبیعي زیرمې لرو چې زمونږ ګاونډي هېوادونه او زمونږ سیمه ییز همکاران ورته د خپل مډرن صنعتي اقتصاد د رامنځ ته کولو او پایښت لپاره اړتیا لري.
حامدکرزي وویل چې د آسیا-اروپا وچو په څلور لاره کې د افغانستان مهم موقعیت ته په کتو سره، زمونږ هېواد د ختیځ او لویدیځ او د مرکزي او جنوبي آسیا د هېوادونو د بډاى مارکیټونو ترمنځ د ترانزیت او سوداګرۍ لپاره یو طبیعی ځمکنی پُل ګڼل کیږي.
ده زیاته کړه چي افغانستان په داسې یو ښه موقعیت کې قرار لري چې کولای شي د اروپا او آسیا د اقتصادي مرکزونو ترمنځ د سوداګریزو او ترانسپورتي ارتباطي لارو د پرمختګ  په برخه کې ګټور واقع شي.
د افغانستان جمهوررئیس وویل: څه د پاسه د دریو لسیزو په ترڅ کې، بهرنیو لاسوهنو، جګړې او ترورېزم د افغانستان ترانزیتي او ترانسپورتي  بنسټونه او وړتیاوې له منځه یوړې. خو نن ورځ، مونږ له هغو تېرو تېارو لسیزو څخه تېر شوي یو. په ټوله سیمه کې مو د سوداګرۍ او سوداګریزو تبادلاتو لپاره د افغانستان د مرکزي موقعیت د بیرته ترلاسه کولو په خاطر، سترګامونه پورته کړي دي.
همدا راز حامدکرزي وویل چې د آسیا او اروپا سیمو ترمنځ د ترانزیت او د سوداګرۍ د جریان لپاره د اسانتیاوو د برابرولو په هدف، مونږ د هېواد سړکونه او لوې لارې بیا رغولي، د اورګاډو د پټلۍ لارې مو جوړې کړي او سرحدي ترانسپورتي بنسټونه ته مو پراختیا ورکړې ده.
جمهوررئیس وویل: افغانستان چمتو دی چې د انرژي د لېږد، د اور ګاډو د پټلیو او سړکونو د ترانسپورت، ارتباطاتو او د سوادګرۍ د پرمختیا د اسانتياوو له لارې د جنوبي آسیا په شمول د آسیا-اروپا په وچو کې د اقتصادي همکارۍ او ودې د چټکتیا په برخه کې مرسته وکړي.
ده څرګنده کړله چې مونږ د ورېښمو د لارې د اقتصادي کمربند د رامنځ ته کولو لپاره د چین د جلالتمآب جمهور رئیس ښاغلي شي جین پینګ له طرحې څخه ملاتړ کوو. د ورېښمو د لارې بیا رغاونه او پرمختګ چې افغانستان یې یوه برخه بلل کیږي، نه یوازې د سیمه ییزې همکارۍ او ملتیا لپاره بې سارې فرصتونه برابروي، بلکې د نړیوالې اقتصادي ودې او امنیت په لار کې هم ګټور دى.
د هېواد جمهوررئیس د افغانستان مهم موقعیت ته د اشارې په ترڅ کې وویل: د دغې مجمعې له موضوع  سره سم چې " له رښتینو همکاریو نه د دوه اړخیزې چټکې ودې په لور" ده، غواړم له تاسو سره د افغانستان هغه فرصتونه او بالقوه ظرفیتونه شریک کړم چې له اوسني عصر سره سم د ورېښمو د لارې د بیارغاونې او د اروپا-آسیا د یو نوي داخلي اقتصادي جوړښت د رامنځ ته کولو په برخه کې ګټه ور واقع کیږي.
حامد کرزي د سیمې او نړی له هېوادونو سره ښو اړیکو ته د اشارې په ترڅ کې وویل: ښه ګاونډیتوب، د باور وړ اړیکې، ګډ تفاهم او اغیزمنه همکارۍ د جنوبي آسیا په شمول د آسیا-اروپا په وچو کې د پرمختیا، هوساینې او بریالیتوب د ګډو اهدافو د تحقق لپاره اړین شرطونه بلل کیږي.
ده څرګنده کړله چې له ګاونډیو هېوادونو او له  سیمه ییزو همکارانو سره د څواړخیزو تماسونو د ټینګښت او پراختیا په خاطر، افغانستان په سیمه ییزو سازمانونو کې چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او ډیالوګ لپاره اسانتیاوې برابروي، د څارونکي په توګه او یا دایمي غړیتوب ترلاسه کړی دی.
جمهوررئیس د تروریزم ګواښ ته د اشارې په ترڅ کې وویل: دغه سیمه ییز بنسټونه دا مني چې ترورېزم نه یوازې زمونږ پرټولنو باندې ستر کړاونه تحمیلوي، بلکې زمونږ د هېوادونو د اقتصادي پرمختګ او ودې سرعت هم کموي.
حامدکرزي وویل: د پاکستان په پېښور او د کینیا د نایروبي په ښارونو کې وروستیو بریدونو د ترهګرو شبکو د فعالیتونو جغرافیوي وسعت په ډاګه کړ او دا یې ثابته کړه چې هیڅ یو هېواد د ترورېزم له ګواښ او تاوتریخوالي څخه خوندي نه دی. 
جمهوررئیس حامد کرزي د غونډې برخه والو ته په خطاب کې وویل: زه نن له تاسو ټولو څخه غواړم ترڅو د تروریستي شبکو، د ترهګرو د پټنځایونو او د هغو د مالي ملاتړ د سرچینو د له منځه وړلو په ارادې سره د ترورېزم او افراطیت پرخلاف د مبارزې په خاطر د اروپا-آسیا د ګډې همکارې د رامنځته کولو لپاره کار وکړو.
د افغانستان جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل: په دې غونډه کې زمونږ ګډون دا په ډاګه کوي چې د آسیا او اروپا ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ د ودې له لارې، مونږ ټول هوډ لرو ترڅو د خپلو ولسونو لپاره یوه غوره راتلونکې رامنځ ته کړو.
حامدکرزي وویل چې د آسیا او اروپا وچو خورا زیات په یوبل پورې تړاو مومي او د دغو دواړو سیمو اقتصاد او امنیت هم ډیر زیات په یوبل پورې تړلی دی.
ده وویل: ګډې هڅې، همکارۍ او د یوبل ارزښتونو او ځمکنۍ بشپړتیا ته دوه اړخیز درناوی او ښه نیت زمونږ د هېوادونو لپاره د پرمختګ لار ګڼل کیږي.

کابل باختر د تلي څلورمه :

د اروپا- آسیا د ۲۰۱۳ میلادي کال په اقتصادي مجمع کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د وینا متن

شییان ،  چین
د ۲۰۱۳ میلادي کال د سپټمبر ۲۶ مه
بسم الله الرحمن الرحیم

جلالتمآبانو،
ښاغلی ژانګ دیګوانګ ، د اروپا – آسیا د اقتصادي مجمع محترم سکرتر جنرال، قدرمنو استازو، میرمنو او ښاغلیو،
زما لپاره دا د ویاړ ځای دی چې په شییان ښارکې د اروپا-آسیا اقتصادي مجمع د ۲۰۱۳ میلادي کال په غونډه کې ګډون کوم. همداراز غواړم د چین د هېواد له خلکو او حکومت څخه د دغې مجمع د کوربه توب او د شانګهای همکاریو له سازمانه  د یاد مجمع د ملاتړ  پخاطر مننه وکړم.   ۲۰۰۰ کاله وړاندې،  دغه  لرغونی ښار د هغو سوداګریزو فعالیتونو د پېل شاهد ؤ چې هغه مهال آسیا او اروپا یې د سوداګریزو توکو او د وخت تکنالوژۍ د ګټورو تبادلاتو له لارې سره وصل کړل.  د شییان ښار په رښتیا سره د دغې مجمع لپاره چې د اروپا او آسیا ترمنځ د سوداګریزو تبادلاتو او اقتصادي همکاریو د یو نوي پړاو د رامنځته کولو په لار کې مرستې ته ژمنه ده ، یو مناسب ځای ګنل کیږي.
میرمنو او ښاغلیو،
نړیوال کیدل (globalization) نه یوازې د نړۍ د پراخې اقتصادي ملتیا او یوبل پورې تړاو رامنځ ته کوي بلکې د اقتصادي قدرت د نوو مرکزونو په توګه د چین او هند هېوادونو د راڅرګندیدو او په افریقا، آسیا او لاتینې امریکا کې د داسې اقتصادونو د ظهور سبب ګرځي چې په چټکتیا سره  د ودې په حال کې دي.
میرمنو او ښاغلیو،
د نړیوال کیدلو ګټې هغه مهال کولای شي د آسیا-اروپا په براعظم کې  په غوره توګه تحقق ومومي  چې مونږ په ګډه د خپلو خلکو، سرچینو او مارکیټونو له فوق العاده بالقوه ظرفیتونو  او وړتیاوو څخه ګټه پورته کړو.
په یویشتمه پېړۍ کې د نړیوالې اقتصادي ودې د محرک په توګه د آسیا-اروپا براعظم لپاره د خپلو هیلو د ترلاسه کولو پخاطر، د څواړخیزې اقتصادي همکارۍ، سوداګرۍ او اړیکو لپاره د  جامع او عادلانه ستراتیژیوو  جوړول اړین ګڼل کیږي.
د دغې مجمع له موضوع  سره سم چې "له رښتینو همکاریو نه د دوه اړخیزې چټکې ودې په لور"  ده ،  غواړم له تاسو سره د افغانستان هغه فرصتونه او بالقوه ظرفیتونه شریک کړم چې له اوسني عصر سره سم د ورېښمو د لارې د بیارغاونې او د اروپا-آسیا د یو نوي داخلي اقتصادي جوړښت د رامنځ ته کولو په برخه کې ګټه ور واقع کیږي.
د آسیا-اروپا براعظم په څلور لاره کې د افغانستان مهم موقعیت ته په کتو سره،  زمونږ هېواد د ختیز او لویدیځ او د مرکزي او جنوبي آسیا د هېوادونو د بډایه مارکیټونو ترمنځ د ترانزیت او سوداګرۍ لپاره یو طبیعي ځمکنی پُل ګڼل کیږي.  افغانستان په داسې یو ښه موقعیت کې قرار لري چې کولای شي د اروپا او آسیا د اقتصادي مرکزونو ترمنځ د سوداګریزو او ټرانسپورتي ارتباطي لارو د پرمختګ  په برخه کې ګټه ور واقع شي.
څرنګه چې تاسې ټول پوهیږﺉ،  څه د پاسه د دریو لسیزو په ترڅ کې، بهرنیو لاسوهنو ، جګړې او ترورېزم د افغانستان  ترانزیتي او ټرانسپورتي  زیربناوې او وړتیاوې له منځه وړې. خو نن ورځ، مونږ له هغو تېرو تېارو لسیزو څخه تېر شوي یو.  په ټوله سیمه کې مو د سوداګرۍ او سوداګریزو تبادلاتو لپاره د افغانستان د مرکزي موقعیت د بیرته ترلاسه کولو پخاطر ، سترګامونه پورته کړي دي.
همداراز د آسیا او اروپا سیمو ترمنځ د ترانزیت او د سوداګرۍ د جریان لپاره د اسانتیاوو د برابرولو په هدف، مونږ د هېواد سړکونه او لوې لارې بیارغاولي، د اورګاډو ارتباطي پټلۍ مو جوړې کړي او سرحدي ټرانسپورتي زیربناوو ته مو پراختیا ورکړې ده.
اوس مهال، سوداګریزې الوتکې د افغانستان له هوایي حریم څخه تېریږي، چې په دې ډول په ټول براعظم کې د هېوادونو تر منځ د سفر د وخت واټن رالنډوي.  همدارنګه داسې پلانونه مو تر لاس لاندې دي چې له مخې یې د طبیعي ګازو نللیکه رامنځ ته کوو ترڅو  د دغې نللیکې له لارې د مرکزي آسیا ګاز د هند او پاکستان مارکیټونو ته ولېږدول شي.

همدارنګه افغانستان چمتو دی چې د د انرژي د لېږد، د اور ګاډو د پټلیو او سړکونو د ټرانسپورت، ارتباطاتو او د سوادګرۍ د پرمختیا د تسهیل له لارې د جنوبي آسیا په شمول د آسیا-اروپا په براعظم کې د اقتصادي همکارۍ او ودې د چټکتیا په برخه کې مرسته وکړي.

نو د همدغې لیدلوري پر اساس، مونږ د ورېښمو د لارې د اقتصادي کمربند د رامنځ ته کولو لپاره  د چین جلالتمآب جمهور رییس ښاغلي شي جین پینګ له طرحې څخه ملاتړ کوو.  د ورېښمو د لارې بیارغاونه او پرمختګ چې افغانستان یې یوه برخه بلل کیږي نه یوازې د سیمه ییزې همکارې او ملتیا لپاره بې ساري فرصتونه برابروي بلکې د نړیوالې اقتصادي ودې او امنیت په لار کې هم مفید واقع کیږي.
میرمنو او ښاغلیو،
سربېره پر دې چې افغانستان دیته چمتو دی ترڅو د آسیا-اروپا براعظم د مهمو سوداګریزو لارو څخه د یوې لارې په توګه خپل تاریخي رول بیا ولوبوي،  د پانګونې او د سوداګرۍ د پرمختیا لپاره هم غوره فرصتونه وړاندې کوي.  د منرالونو، هایدرو کاربونونو او نورو موادو په شمول، سترې  خوندي طبیعي زیرمې لرو چې ګاونډي هېوادونه او زمونږ سیمه ییز همکاران ورته د خپل صنعتي اقتصاد د ایجاد او پایښت لپاره اړتیا لري.
همداراز په دغې مجمع کې سوداګر ګډونوال دیته هڅوم ترڅو په افغانستان کې سوداګریز فرصتونه وڅیړي او د ام سي سي (The Metallurgical Company of China )  او سي ان پي سي (the China National Petroleum Corporation) چينایي کمپنیو په څېر په افغانستان کې پانګونه وکړي.
میرمنو او ښاغلیو،
ښه ګاونډیتوب، د باور وړ اړیکې، دوه اړخیز تفاهم او اغیزمنه همکارۍ د جنوبي آسیا په شمول په آسیا-اروپا براعظم کې د پرمختیا، هوساینې او ښېرازې د ګډو اهدافو د تحقق لپاره اړین شرطونه بلل کیږي. له ګاونډیو هېوادونو او سیمه ییزو همکارانو سره د څواړخیزو تماسونو د ټینګښت او پراختیا په خاطر،  افغانستان په  سیمه ییزو سازمانونو کې چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او ډیالوګ لپاره اسانتیاوې برابروي، د څارونکي په توګه او یا دایمي غړیتوب ترلاسه کړی دی.
همداراز ، افغانستان د سارک سازمان (SAARC) یو فعال غړی دی.  زمونږ هېواد د اقتصادي همکاریو (ECO) او د مرکزي آسیا د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو  (CAREC) په سازمانونوکې خپل رول پراخ کړی او د شانګهای په سازمان (SCO) کې د څارونکي په توګه غړیتوب لري.
سربېره پر دې، د خپلو سیمه ییزو او نړیوالو همکارانو په ملاتړ ،  په سیمه کې د باور او همکارۍ د فضا د ایجادولو په هدف ، مونږ د آسیا د زړه هېوادونو بهیر رامنځته کړی دی.
میرمنو او ښاغلیو،
مونږ ټول دا منو چې ترورېزم نه یوازې زمونږ پر ټولنو باندې ستر کړاونه تحمیلوي بلکې زمونږ د هېوادونو د اقتصادي پرمختګ او ودې سرعت هم کموي.  د پاکستان د پېښور او د کینیا هېواد د نایروبي په ښارونو کې ورستیو بریدونو د ترهګرو شبکو د فعالیتونو جغرافیوي  وسعت په ډاګه کړ او دا یې ثابته کړه چې هیڅ یو هېواد د ترورېزم له ګواښ او تاوتریخوالي څخه خوندي نه دی. 
نن ورځ، له تاسو ټولو څخه غواړم ترڅو د تروریستي شبکو، د ترهګرو د پټن ځایونو او د هغو د مالي ملاتړ سرچینو د له منځه وړلو په ارادې سره،  د ترورېزم او افراطیت پرخلاف د مبارزې په خاطر د اروپا-آسیا د ګډې همکارۍ د رامنځته کولو لپاره کار وکړو.
میرمنو او ښاغلیو،
په دغه نننی غونډه کې زمونږ ګډون دا په ډاګه کوي چې د آسیا او اروپا ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ د ودې له لارې، مونږ ټول هوډ لرو ترڅو د خپلو ولسونو لپاره یوه غوره راتلونکې رامنځ ته کړو.  د آسیا او اروپا براعظمونه  خورا زیات په یوبل پورې تړاو مومي او د دغو دواړو سیمو اقتصاد او امنیت هم ډیر زیات په یوبل پورې تړلی دی.
ګډې هڅې، همکارۍ او د یوبل ارزښتونو او ځمکنۍ بشپړتیا ته دوه اړخیز درناوی او ښه نیت زمونږ د هېوادونو لپاره د پرمختګ لار ګڼل کیږي.
په پای کې، غواړم د چین له حکومت څخه له دې امله مننه وکړم چې د شییان ښار یې د یاد مجمع د غونډو د جوړونې د دایمي ځای  په توګه ټاکلی دی ترڅو په دې ډول د یو هوسا راتلونکې لپاره  زمونږ بډایه تېر مهال له موجوده فرصتونو او بالقوه ظرفیتونو سره وصل کړي.  همداراز غواړم له ښاغلي سکرتر جنرال ژانګ دیګوانګ او د هغه له کاري ډلې څخه د اروپا-آسیا د اقتصادي مجمع د ارزښتونو او مرام د خپراوي  پخاطر او د دغې غونډې لپاره د غورو ترتیباتو د نیولو له امله، مننه او ستاینه وکړم.  مننه!

 

کابل باختر د تلي څلورمه :
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د اروپا ـ آسیا په اقتصادي کنفرانس کې له ګډون وروسته، نن د چین هېواد د صدراعظم له مرستیال ونګ یانګ سره چې په  عین حال کې د چین د اقتصادي او سوداګریزو چارو عمومي مسوول هم دی، په خپل استوګنځي کې وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لورو د چین او افغانستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا په باب خبرې وکړې.
حامدکرزي چین د افغانستان لرغونی دوست او ګاونډی هېواد وباله، هیله یې وکړه چې افغانستان هم  یوه ورځ د چین په څېر ستر اقتصادي پرمختګونه وکړي.
د چین د صدراعظم مرستیال حامد کرزي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې وویل: تاسو په تېره یوه لسیزه کې د چین او افغانستان ترمنځ د اړیکو په پراختیا کې مهم رول لوبولی دی چې موږ ستاسو دغو هڅو ته د قدر په سترګه ګورو.
ښاغلي ونګ یانګ وویل چې افغانستان د سیمې په هېوادونوکې د چین لپاره یو مهم ګاونډی هېواد دی.
ده وویل چې په افغانستان کې سوله او ثبات د چین په ګټه دی، چین د افغانستان د سولې له پروسې او د تروریزم پرخلاف له مبارزې څخه ملاتړ کوي.
د یادولو وړ ده چې د افغانستان د کانونو او پطرولیم وزیر وحیدالله شهراني د تېرو دوو ورځو راهیسې په افغانستان کې د چینایي پروژو د کارونو د چټکتیا او د کانونو په برخه کې د چینایي پانګوالو لخوا په افغانستان کې د پانګې اچونې لپاره له چینایي چارواکو سره په خبرو بوخت دی.#

کابل\باختر\دميزان٣
په افغانستان کې دتوريزم دصنعت دڅيړنې ترعنوان لاندې دريم ملي کنفرانس نن داطلاعاتو اوفرهنګ د وزارت له خوا جوړشو اودتوريزم نړيواله ورځ ونمانځل شوه
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخي :   په هغې غونډه کې چې دتوريزم د نړيوالې ورځې دنمانځلو په مناسبت ديوشميردولتي مقاماتو، ديوشمير ولايتونو دواليانو دځينو وزارتونو دمعينانو او رئيسانو،يوشمير پوهانو،فرهنګيانو اودسياحتي شرکتونو ديوشميرمسوولينو په ګډون دقرغې په ماڼۍ کې جوړه شوې وه په پيل کې دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رئيس حامدکرزي پيغام داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دمعين پوهنمل نبي فراهي له خوا ولوستل شو چې دپيغام په يوه برخه کي په دې  ترڅ کې چې د توريزم دنړيوالې ورځې  دنمانځلوپه خاطرداطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت او ددغه وزارت د توريزم له معينيت څخه دتوريزم دنړيوالې ورځې دنمانځلو په خاطر چې په دې وسيله يې په افغانستان کې دتوريزم دصنعت دراتلونکي ودې اوپرمختيا په خاطر خپله ژمنه بيا نوې کوي په قدردانۍ سره
ياد شوى دى  او ويل شوي دي چې سږکال د تريزم د نړيوالۍ ورځې دنمانځنې ترڅنګ داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دتوريزم دڅانګي په نوښت دتوريزم دانستيتوت دودانۍ دجوړولوکارهم پيل شو چې په دې انستيتوت کې به ځوانان دتوريزم دصنعت دنړيوالومعيارونو له مخې زده کړه وکړي اوزموږ په هيواد کي په سيلانيانو ته ارزښتناک خدمتونه وړاندې کړي . 
وروسته داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکترسيدمخدوم رهين په دې ترڅ کې چې دافغانستان دبډاي طبيعي اولرغونواودسياحتي ساحوپه باب معلومات ورکړل او په افغا نستان کې يې دتوريزم دصنعت دپرمختګ په لاره کې يولړخنډونه بيان کړل ويې ويل افغانستان دګوتي په شمارهيوادونو له جملې څخه دى چې دطبيعي اوتاريخي ساحو دلرلو له پلوه  ډير  بډاى دى .
ده دغه راز ټينګاروکړ چې زيات هيوادونه دتوريزم صنعت له لارې په کافي اندازه عوايد ترلاسه کوي خو له بده مرغه  افغانستان داسي دي چې و مو نشو کړاى څنګه چې ښايي دغه صنعت په هيواد کي پلي کړو.
ډاکتر رهين وويل :  دتوريزم دصنعت په لاره کې يومهم خنډ امنيتي مسئله ده او په امنيت برسيره نورخنډونه هم شته  .
دډاکتر رهين دڅرګندونو له مخې  : هغه وخت د توريزم صنعت په خپلو پښو دريږي برياليتوب راولي چې بنسټونو ته پ املرنه وشي .
دغه راز داطلاعاتو اوفرهنګ وزير دتوريزم صنعت ته په زياتې پاملرنې چې کولى شي هيواد ته زيات عوايد راوړي  ټينګار وکړ.
په دې غونډه کې دافغانستان دعالمانو دشورا غړي مصطفي بارکزي هم په هيواد کې دتوريزم داهميت په باب خبرې وکړې او ويې ويل هغه تمدنونه چې په نړۍ کې ګورو ټول د توريزم له برکته دى او افغانستان دلرغونو اوطبيعي زياتو سيمو لرونکي هيواد دى چې کولاى  شي دتوريزم له لارې  زياته ګټه ترلاسه کړي .
وروسته د کابل والي عبدالجبارتقوا په هيواد کې دتوريزم په لاره کې له يولړ پرتو خنډونو سره اړيکه  ونيوله ويې ويل دشمال اوجنوب يرغلونه زموږ هيواد داسې پړاو ته رسولي دي چې سيلانيان ونه غواړي دغه هيواد ته سفر وکړي  .
ده په دې ترڅ کې چې په هيواد کې دتوريزم دصنعت د ودې اوپرمختيادڅرنګوالي په باب معلومات ورکړل ددغې برخې په وده کې يې دخصوصي سکتور رول  هم مهم وباله  .
په دې غونډه کې د پروان والي عبدالبصير سالنګي هم په هيواد کې دتوريزم دصنعت د ارزښت په باب چې د تورستي ځايونوله پلوه بډآى دى خبرې وکړې اودهغوطبيعي سيمو اومنظرو او دلرغونو او تاريخي ځايونو په باب چې دپروان په ولايت کې شته معلومات  ورکړل او دغوسيمو ته يې پاملرنه مهمه اوضروري وبلله
ددغې غونډې په بهيرکې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ستاين ليکونه دډاکتر رهين له خوا دکابل ، پروان ،باميانواو غزني دولايتونو په واليانو اواستازو او دآقاخان  دفرهنګي مرکز په استازي  وويشل  شول  .
دغه راز داطلاعاتو اوفرهنګ وزير د افغاني لاسي صنايعو نندارتون چې دتوريزم دنړيوالۍ ورځې په وياړ برابرشوى  وو  پرانيست اودهغه بيلا بيلې څانګې وکتلې .
دغه راز په افغا نستان کې دتوريزم دصنعت دڅيړنې په دريم کنفرانس کې پوهاند رازقي نړيوال په نورستان کې دتوريستي جاذبو په باب مقاله ولوستله ، دآقاخان دټولنې استا زي اميرفولادي په افغا نستان کي دتوريزم په وده اوپراختيا کې دنړيوالو سازمانونود رول په باب ،  کپتان عظيمي دتوريزم په صنعت کې دآسانتياودبرابرولو په لاره کې دهوايي برخې د رول او ارزښت په باب ، فدامحمد شيرزاد په هيواد کي دتوريزم په جذب کې دخصوصي برخې دارزښت په باب حسن زي منګل دسياحتي شرکتونو په استا زيتوب دسياحتي شرکتونو دفعاليت دڅرنګوالي په باب اوعبدالمتين جمشيد په دې  باب چې څنګه کولاى شودتوريزم فعاليتونه په ستندرد ډول وړاندې کړو په ترتيب سره معلومات ورکړل.
دغه راز داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت معين پوهنمل نبي فراهي دکنفرانس نتيجې ارزښتناکې وبللې اوټينګار يې وکړچې ټول سياحتي اوتوريستي شرکتونه اوهوټلداران دې بايدخپل فعاليتونه اوخدمتونه په معياري ډول وړاندې کړي .
دکنفرانس په پاى کې دموسيقى  دتوليد دآمريت دهنرمندانو له خوا دسيمه ييزې موسيقى کنسرت اجرا شو .

کابل\باختر\دميزان٣
دملي دفاع وزارت لومړي مرستيال دسويډن د اردو له لوى درستيز سره په کابل کې  وکتل او د امنيتي ، د ملي اردو  دپراختيا او دهيواد دامنيتي مسوليتونو دليږدونې  دپړاونودتطبيق دمسئلو په باب يې خبرې وکړې .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ :   په دي کتنه کې دملي دفاع وزارت لومړي مرستيال څارنپوه عنايت اله نظري دامنيتي حالاتودملي اردو دمنسوبينودظرفيتونو اومسلکي ځواکمنتياو دلوړوالي ،دامنيتي مسوليتونو  د منلواو دملي اردو دبرياليتوبونوپه باب خبرې وکړې او ويې ويل افغان امنيتي ځواکونه  په تيره بياملي اردو ددفاعي ځواکمنتياو هغې اندازې ته رسيدلي چې دخپل هيواد امنيتي مسوليتونه  په مستقلانه اوبرياليتوب سره په غاړه واخلي .
دملي دفاع  وزارت لومړي مرستيال يادونه وکړه  راتلونکى  کال دافغانستان دخلکو لپاره مهم کال دى  چې دوه  مهمي پيښې به په مخکې ولرو يو د امنيتي مسوليتونو د ليږدونې د بهير بشپړيدل  اوبل دجمهوري رياست د انتخاباتو ترسره کول  چې دملي دفاع وزارت له  نورو امنيتي ارګانونو سره دانتخاباتودبهيردامنيت دتامينولو په لاره کې لازم تدبيرونه نيولي دي  .
ده دنړيوالې ټولنې دهيوادونو له خواد ملي اردو دځواکونودسياسي اولوژستيکي ملاتړ په دوام باندې  ټينګاروکړ.
دسويډن لوى  درستيزاو د دغه هيوادسفيرهريود خبرو په ترڅ کې  ډاډ ورکړ چې د دوي حکومت اوخلک دافغانستان د خلکودملاتړ په لاره کې به  په خپلوژمنو ولاړ وي او له ٢٠١٤ کال وروسته هم په بيلا بيلو برخو کې په له افغانانو سره مرسته وکړي

کابل\باختر\دميزان٣
دافغا نستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي له خوا د مالي دجمهور  رييس په توګه د روان کال داګست د مياشتې په انتخاباتوکې دابراهيم بوبکرکيتا دټاکنې له ا مله د ده په نامه دمبارکۍ پيغام ليږل شوى دى . 
په پيغام کې ويل شوي دي خوښ  يم دافغانستان د خلکو په استازيتوب دخپلو مبارکيوښه مراتب دمالي جمهوريت دمنتخب جمهور رييس په توګه ستاسو دټاکنې  له ا مله څرګند کړم .
هيله لرم ستاسو په مشرۍ د افغانستان او دمالي جمهوريت ترمنځ اړيکې په ټولو برخو کې زياته  پراختيا ومومي  .

کابل باختر دتلې دمياشتې  ٣:
د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزی د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشری، په سیمه ایزوخت نن ماښام د چین هېواد د شانشي ولایت د شییان ښارته و رسېد.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
حامدکرزي او ملګري پلاوي ته یې د شانشي په نړیوال هوایي ډګرکې د شانشي ولایت د مرستیالې او په چین کې دافغانستان د سفیر محمد کبیر فراهي لخوا هرکلی وویل شو.
حامد کرزی او ملګری پلاوی به یې نن ماښام د شانشي  ولایت له والي سره وګوري او سبا به د اروپا ـ آسیا په اقتصادي کنفرانس کې ګډون وکړي.
د جمهوررئیس ويندوى  ایمل فیضي وویل چې  چین ته د افغانستان د جمهوررئیس حامد کرزي سفر ددغه هېواد د جمهوررئیس شي جین پینګ په رسمي بلنه  وشو .
فیضي زیاته کړه: جمهوررئیس به چین ته د خپل څلور ورځني رسمي سفر په لړ کې د دغه هېواد له جمهوررئیس، صدراعظم او له یو شمېر نورو چارواکو سره وګوري او په سیاسي، امنیتي، پوځي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې به د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو د پراختیا او د سیمه ایزو مسلو په باب خبرې اترې وکړي.
د جمهوررئیس ویاند وویل چې له  دوست او ګاونډي هېواد چین سره زموږ اړیکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د ګډې اعلامیې په چوکاټ کې د اهمیت وړ دي او افغانستان له دغه هېواد سره د ستراتیژیکو اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.
ده وویل چې په دې سفرکې د هېواد د امنیتي ځواکونو د تجهیز او روزنې او په افغانستان کې د چین د پانګې اچونې، د عینکود مسو د پروژې د کار د چټکتیا او د چین د پطرولیم د شرکت لخوا د آمو سیند په سیمه کې د ګازو د سیمو د استخراج په باب د دغه شرکت له علاقه مندی څخه د افغانستان د ملاتړ په باب  به هم خبرې وشي.
ایمل فیضي وویل چې حامد کرزی او ملګری پلاوی به یې همدا راز د شانګهای د همکاریو سازمان د هېوادونو له دیپلوماتیکو غړو سره له دغه سازمان سره، له  تروریزم او افراطیت سره د مبارزې په لاره کې د افغانستان د همکاریو د پراختیا په باب هم  خبرې وکړي.
فیضي څرګنده کړه چې چین ته د حامد کرزي د سفر په لړ کې به د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ د همکاری درې هوکړه لیکونه لاسلیک شي چې د هغې له جملې څخه له افغانستان سره د ۲۰۰ میلیونو چینایي ایوان مرسته، د زندانیانو د استرداد او د کابل پوهنتون او د چین د شییان پوهنتون ترمنځ د همکاریو هوکړه لیکونه شامل دي.
ده وویل چې اوس مهال له ۷۰ څخه زیات افغان پوځي محصلین په بېلابېلو برخوکې د چین په هېواد کې په زده کړو بوخت دي او پر دې سربیره له ۴۵ څخه  زیات د ملي پولیسو افسران له نیشه یي توکو او د الې ګولې پرخلاف د مبارزې په برخه کې په دغه هېواد کې په زده کړه بوخت دي او په پام کې ده چې تر ۲۰۱۵ میلادي کال پورې دغه شمېر ۲۵۰ تنو ته زیات شي.
د جمهوررئیس ویاند ټینګار وکړ چې افغانستان د چین له ملي حاکمیت، د خاورې بشپړتیا او د تایوان، تبت او سنګیانګ د مسلو په اړه د دغه هېواد د دولت له دریځ څخه په بشپړه توګه ملاتړ کوي.