22 February 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

_ کابل \ باختر د کب دمياشتې ٢٨مه :
مرکزي بانک پنځه ويشت مليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
ددغه بانک په هغه ليک کې چې باخترآژانس ته ليږل شوې ده؛ ويل شوي دي: د افغانستان بانک د ١٣٩٣ کال د وري د مياشتې په ٣ نيټه د يکشنبې په ورځ پنځه ويشت مليونه ډالره دليلام په ډول پلوري.
په شرايطوبرابرهغوصرافانواوتجارتي بانکونوته چې پخوايې يومليون پنځه سوه زره افغانۍ يې د تضمين په ډول دافغانستان بانک د بازار د عملياتو په لوى مديريت کې تحويل کړې دي؛ بلنه ورکول کيږي چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي او دليلام ګټوونکي مکلفيت لري چې حسابونه دې تر دوو ورځو پورې تصفيه کړي  .
له ټولوبرخه والوڅخه غوښتنه کيږي چې د داوطلبۍ فورمې دليلام د ورځو د سهارپه نهوبجو د بازار د عملياتو له مديريت څخه ترلاسه کړي اوپه نهه نيمو بجو دې بيرته وسپاري.
هغه صرافان چې تراوسه پورې يومليونو پنځه سوه زره افغانۍدتضمين په ليلامونوکې دګډون په مقصدنه دي تحويل کړي؛ کولاى شي له داوطلبي څخه يوه ورځ مخکې دخپل تضمين پيسې تحويلې اوپه راتلوونکو ليلامونو کې دې ګډون وکړي .
ديادونې وړ بلل کيږي چې دمعاملوقسمي ترسره کول مجاز نه دى، د ليلام ګټوونکي دخپل ذمت پيسې ټولې يوځاى په نغدي ډول اوپه حوالې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.

کابل  باختر دکب  اته ويشتمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير چې د يو رسمي سفر لپاره آذربايجان ته تللى دى؛ ددغه هيواد له جګپوړومقاماتو سره ليدنې کتنې وکړې.
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي: د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ضرار احمدعثماني چې د دوه ورځني  کاري سفر لپاره آذربايجان ته تللى دى؛ پرون يې د دغه هيواد له جمهور رييس  الهام علي اوف، د بهرنيو چارو له وزير المريار محمد اوف، د بيړنيو حالاتو له وزير کمال الدين حيدراوف، دښوونې او روزنې له وزيرميکايل کبراوف، دکورنيو چارو له وزير رامل يوسوبوف او د اقتصادي پرمختيا له وزير شاهين مصطفى اوف سره د آذربايجان په پايتخت باکو ښارکې په جلا جلا توګه وکتل.
په دغوکتنوکې له سياسي کچې څخه د دوه اړخيزو اقتصادي، تجارتي، ترانزيتي او فرهنګي همکاريو ترکچې پورې د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو د پراختيا په يوبل هيوادونوکې د افغانستان او آذربايجان د سوداګرو له خوا د پاملرنې لپاره  د زمينې د برابرولو، د ترکمنستان، آذربايجان اوګرجستان له لارې د افغانستان او د تورسمندرګي ترمنځ د ترانزيتي تګلورى د جوړولو او د ګډوګټو او د دواړو هيوادونو ترمنځ  د باور د فضا دلازيات ټينګښت په مقصد په دواړوهيوادونوکې له شتوظرفيتونوڅخه د استفادې په ګډون د دواړو لورو د علاقې وړ بېلابېلو موضوعګانو په باب مفصلې او اوږدې خبرې وشوې.
په دغو کتنوکې د آذربايجان جمهوريت مقاماتوباکو ته د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو د وزير سفر ارزښتناک وباله او دغه سفر يې د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو د لازيات ټينګښت او ژورتيا په لاره کې ګټور وباله .
د آذربايجان له جمهور رييس سره په کتنه کې د بهرنيو چارو وزير د افغانستان  د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس تاوده سلامونه او ښې هيلې د آذربايجان جمهور رييس ته ورسولې او افغاني هيئت ته د آذربايجان جمهوريت د تاوده هرکلي، بلنې او کوربه توب له امله د مننې دڅرګندونوپه ترڅ کې او د دواړو هيوادونو ترمنځ د دوستانه اړيکو تاريخي لرغونتيا ته په اشارې سره څرګنده کړه چې د آذربايجان جمهوريت د دوست او ورور هيواد په توګه دافغانستان دولت او خلکو ته ځانګړى ځاى لري او موږ په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو په چوکاټ کې د آذربايجان د ځواکونو په شتون سره ددغه هيواد امنيتي همکاريو ته د قدر په سترګه ګورو.
ده دغه راز زياته کړه: د افغانستان اسلامي جمهوريت په اقتصادي، تجارتي، ترانزيتي او فرهنګي ساحوکې له آذربايجان جمهوريت سره د دوه اړخيزو همکاريو د زياتوالي غوښتنه کوي چې آذربايجان ته زما د دغه سفر يوستر هدف د ترکمنستان، آذربايجان او ګرجستان له لارې د افغانستان او د تور سمندرګي ترمنځ د ترانزيتي تګلوري د جوړولو په باب ددغه هيواد له مقاماتو سره خبرې دي. ددغه ترانزيتي تګلوري په جوړيدو سره نه يوازې افغانستان تور سمندرګي ته  لاره پيداکوي؛ بلکې دغه هيوادونه به دافغانستان له لارې د يو ترانزيتي دهليز په توګه د آسيا د جنوب او جنوب ختيځ له هيوادونو او له تاجکستان او چين سره ونښلول شي. ځکه ټاکل شوې ده افغانستان په راتلونکى مياشت کې د ايران او هندله هيوادونوسره د چابهار  بندر درې اړخيز موافقه ليک لاسليک کړي او له دې  لارې  له هند سره ونښلول شي او دغه راز تاجکستان او چين له هيوادونوسره کارکوو چې افغانستان د تاجکستان له لارې له چين سره ترانزيتي تګلوري جوړ کړي.
د افغانستان او د تور سمندرګي ترمنځ د ترانزيتي تګلوري د جوړولو د پروژې په عملي کيدو سره د هيوادونو اقتصادي ګټې هم لاپسي پيوند خوري چې دا کاربه د هيوادونو ترمنځ د باور دفضا د ښه والى او په سيمه کې د ثبات دټينګښت سبب شي .
په مقابل کې د آذربايجان جمهور رييس د دواړو هيوادونو ترمنځ سياسي اړيکې په لوړه کچه کې وبللې او ويې ويل: موږ له دوست او ورور هيواد، د افغانستان له اسلامي جمهوريت سره زيات تاريخي مشترکات لرو او دغو دواړوهيوادونو نه يوازې په نړيوالو کچو د يوبل بشپړ ملاتړکړى دى؛ بلکې زموږ د دوه اړخيزو اړيکو په کچه د يوبل په وړاندې د دغو دواړو هيوادونوښه نيت هم په ډاګه مشهود دى.
موږ په نړيوالو ټولنوکې د آذربايجان له دريځ سره د افغانستان د دايمي ملاتړله امله مننه کوو او لازمه بولو چې د دغو دواړو هيوادونوترمنځ اړيکې او همکارۍ نه يوازې په سياسي کچه کې بلکې په اقتصادي ساحوکې هم زياتوالي ومومي چې په دغو دواړوهيوادونوکې له اوسنيو ظرفيتونوڅخه په دوه اړخيزه توګه زياته استفاده وشي. موږ د يوې مهمې سيمه ئيزې پرژې په توګه د افغانستان او د تور سمندرګي  ترمنځ د ترانزيتي تګلوري د جوړولو د پروژې ملاتړکوو. د آذربايجان جمهوريت د بهرنيوچارو، د بيړنيو حالاتو، ښوونې او روزنې، کورنيوچارو او ددغه هيواد  د اقتصادي پرمختيا له وزيرانو سره د افغانستان د بهرنيوچارو د وزير په جلاجلا  کتنوکې هم د دواړو لورو د علاقې وړ موضوعګانو په باب هراړخيزې خبرې وشوې.
ددغوکتنو په نتيجه کې پانګې اچونې او په دغو دواړو هيوادونوکې له ګډو اقتصادي، تجارتي او ترانزيتي ظرفيتونو څخه د استفادې او د دوه اړخيزو نظامي، امنيتي، تعليمي، تحصيلي او فرهنګي همکاريو په لاره کې د دوه اړخيزو همکاريو دپراختيا په لاره کې د عملي کارونو د پيلولو په باب موافقه وشوه .
په دغو جلاجلاکتنوکې د افغانستان دبهرنيو چارو وزير وړانديز وکړ چې د آذربايجان جمهوريت سره دې د افغانستان، ترکمنستان، آذربايجان اودګرجستان ترمنځ د بهرنيو ارو د وزيرانو په کچه يوه څلور اړخيزه غونډه جوړه شي چې د افغانستان او د تور سمندرګي ترمنځ د ترانزيتي تګلوري د جوړولوپه باب ديوڅلور اړخيز موافقه ليک د لاسليک کولو په باره کې خبرې وشي.
ده دغه راز وړانديز وکړ چې دافغانستان او آذربايجان ترمنځ دې يو بين الحکومتي کميسيون جوړ شي چې د دغو هيوادونو ترمنځ په بېلابېلوساحوکې د همکاريو لپاره يو مشخص چوکاټ وټاکي او د هغه له مخې په عملي اقداماتو لاس پورې کړي.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو د وزير وړانديزونه د آذربايجان جمهوريت د جمهور رييس او د دغه هيواد د نورو مقاماتو له خوا په جلا جلا توګه تاييد شول اوهرکلى يې وشو.
د آذربايجان لوري ژمنه وکړه چې په دغو برخوکې به له افغان مقاماتو سره عملي کارونه پيل کړي.

کابل  باختر دکب  اته ويشتمه :
په کونړ ولايت کې نن د دوو پرله پسې چاودنو له امله دملي اردو يو سرتيرى او يوملکي وګړى شهيدان شول .
  په دغو چاودنوکې چې د مرورې ولسوالۍ په مربوطاتوکې وشوې؛ د ملي اردو يو پوځي ټپي شوى دى.
په لومړۍ چاودنه کې يو تنکى ځوان شهيد شو چې د پيسو په بدل کې يې د اردو د پوځيانو يوې قرارګاه ته اوبه ليږدولې. خو دويمه چاودنه هغه وخت وشوه چې دملي اردو سرتيري د يوه ملکي وګړى د ژغورنې لپاره ساحې ته ورغلي وو.
ويل کيږي دغه بمونه له لرې واټن څخه اداره کيدل.
دکونړ ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالحبيب سيدخيل د باخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې پيښه کې د اردو يوبل پوځي ټپي شوى دى .
ده وسله والو طالبان ددغو بمي بريدونو مسوول وبلل او ويې ويل چې د دغې پيښې دعاملينو د پيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي .
په همدې حال کې دکونړ ولايت دمرورې په ولسوالۍ کې د يوه روغتيايي مرکز ډاکترانو په دې  پيښه کې د ټپي پوځي روغتيايي حالت خراب وباله.

کابل  باختر دکب  اته ويشتمه :
په هرات ولايت کې نن د افغانستان د پارلمان د يوه غړي د ترور لپاره د وسله والو طالبانو طرحه ناکامه شوه.
وسله والوطالبانوغوښتل په پارلمان کې د بادغيس د خلکو استازى د ماين په ښخولوسره ترور کړي، خو دى له دغې پيښې څخه روغ رمټ پاتې شوى دى.
د پارلمان د دغه غړى د سپرلۍ کاروان د هرات ولايت دکرخ ولسوالۍ د آب خوبان  په سيمه کې په ښخ کړي شوي ماين وخوت.
دهرات ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى عبدالرووف احمدي د باخترآژانس خبريال ته وويل چې ددغه ماين دچاودنې له امله په پارلمان کې د بادغيس د خلکو استازي ته زيان نه دى اوښتى.
عيني شاهدان وايي چې په دې چاودنه کې دپارلمان د دغه غړي د سپرلۍ موټر ته يو څه زيان اوښتى دى.
د را رسيدلو خبرونو له مخې: د پارلمان دغه استازى له بادغيس څخه د هرات ښار ته روان و چې د سپرلۍ موټر يې په سړک کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت او چاودنه وشوه.
دهرات ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى وسله وال طالبان د دغه ناوړه تروريستي قصد طراحان وبلل او ويې ويل چې ددغې پيښې دعاملينو دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي.

کابل  باختر دکب  اته ويشتمه :
د باميانو ولايت په پنجاب ولسوالۍ کې پرون مازيګر د واورې ښوييدنې له امله پنځه ښځې ووژل شوې.
دغو ښځو غوښتل چې د ماتم په مراسموکې دګډون لپاره دپنجاب ولسوالۍ د نوى دهن سيمې ته لاړې شي چې په دې سيمه کې د واورې ښوييدنې له امله ووژلې شوې.
د پنجاب ولسوال بياني نن دباخترآژانس خبريال ته وويل چې د دغو ښځو مړي د ژغورنې دځواکونو له خوا له ښويدلې واورې څخه ايستل شوي دي اوکورنيو ته يې سپارل شوي دي.

کابل  باختر دکب  اته ويشتمه :
دوه تنه وسله وال طالبان نن دغزني ولايت په مربوطاتو کې دظفر دچاڼيزو عملياتو له امله ووژل شول او دوه تنه نورطالبان ټپيان شول.
د ٢٠٣ تندرقول اردو د دريمې لوا ويندوى نظيف الله سلطاني د باخترآژانس خبريال ته وويل چې دوه تنه وسله وال طالبان دغزني ولايت دمقر ولسوالۍ دشمال  په چمبران کلي کې ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول .
دغه عمليات له دريو ورځو راپدېخوا د وسله والو طالبانو له شتون څخه د نا امنو سيمو دپاکولو په مقصدپيل شوي دي.

کابل باختر دکب دمياشتې ٢٨ :
د ١٣٩٣هجري لمريزکال په لومړيوشپږومياشتوکې د دولتي کارکوونکو د کار د پيل او پاى په باب دکار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت خبرتيا!
په کابل ښارکې په اوونۍ کې د پنځو ورځو کار او د دوو ورځو رخصتۍ ( پنجشنبه او جمعه  ) له مخې دکار د پيل اوپاى رژيم:
دکال په لومړيو شپږو مياشتوکې:
د وري د مياشتې له لومړۍ نيټې څخه د وږي د مياشتې تر پاى پورې دکار پيل د سهار په  اوو بجو او ديرشو دقيقو(٧:٣٠ ) او دکار پاى په اوونۍ کې د ٤٠ ساعته له مخې د ماسپښين د لمانځه د ادا کولو او د ډوډۍ خوړلو لپاره دغرمې له دولسو بجو(١٢:٠٠) څخه له غرمې وروسته تر يوې بجې (١:٠٠) پورې د يوساعت ځنډ په پام کې نيولو سره له غرمې وروسته په څلورو بجو او ديرشو دقيقو(٤:٣٠) .
_   د روژې په مبارکه مياشت کې دکار وختونه :
دکارپيل د سهار په اوو بجو(٧:٠٠) او دکار پاى له غرمې وروسته په يوه بجه (١:٠٠) .
په اوونۍ کې د شپږو ورځوکار له مخې په بانکونو او د هيواد په ولايتونوکې دکار د پيل او پاى رژيم :
_  دکال په لومړيو شپږو مياشتوکې:
د وري د مياشتې له لومړۍ نيټې څخه د وږي د مياشتې ترپاى پورې دکارپيل د سهار په اتو بجو(٨:٠٠) او دکار پاى په اوونۍ کې د ٤٠ ساعتونو کار له مخې د ماسپښين د لمانځه د ادا کولو او د غرمې ډوډۍ د خوړلو لپاره د غرمې له دولسو بجو(١٢:٠٠) څخه له غرمې وروسته تريوې بجې (١:٠٠) پورې د يو ساعت ځنډ په پام کې نيولوسره له غرمې وروسته په څلورو بجو (٤:٠٠) او د پنجشنبې په ورځو دکار پيل د سهار په اتو بجو(٨:٠٠) او د کارپاى له غرمې وروسته په يوه بجه (١:٠٠) .
_  د روژې په مبارکه مياشت کې د کار وختونه :
دکار پيل د سهار په اتو بجو (٨:٠٠) او دکار پاى د پنجشنبې د ورځو په ګډون له غرمې وروسته په يوه بجه (١:٠٠).
په توليدي ، خدماتي موسسو، په دايمي توګه فعالو برخو ( دکار د شفتونو تنظيم ) نشراتي،  روغتيايي، پوهنې او د لوړو زده کړو په موسسوکې د کار وختونه دکار  د خصوصيتونو، اړوندو لايحو او مقرراتو او د اقليمي شرايطو په پام کې نيولو سره دکال په لومړيو شپږو مياشتوکې په اوونۍ کې د٤٠ ساعتونو دکار له مخې خپل کاري رژيم تنظيم او عيارکړي.

کابل باختر دکب دمياشتې ٢٨ :
ټاکل شوې ده د هېواد دکرکټ ملي ټيم سبا د نيپال دکرکټ له ملي ټيم سره لوبه وکړي.
دباختر آژانس دخبرله مخې: دافغانستان دکرکټ ملي ټيم په بنګله ديش کې د شل آوره نړيوال جام  په سياليوکې سبا د نيپال له ټيم سره لوبه کوي.
د افغانستان دکرکټ ملي ټيم په دغو سياليوکې په الف ګروپ کې دبنګله ديش، هانکانګ او د نيپال له ټيمونوسره لوبې وکړې چې د هانکانګ له ټيم سره په پرونۍ لوبه کې بريالى شو او په لومړۍ لوبه کې لوبه يې د بنګله ديش د ټيم په وړاندې بايلوله.
ديادونې وړ ده چې دغه سيالۍ د بنګله ديش په کوربه توب د شپاړلسو ټيمونو ترمنځ پيل شوې دي.

کابل باختر دکب دمياشتې ٢٨ :
اووه تنه وسله وال طالبان تېره شپه په کندز ولايت کې ووژل شول او څلورتنه نور ټپيان شول.
دکندز ولايت د امنيي قوماندانۍ ويندوى سيدسرورحسيني دباخترآژانس خبريال
ته وويل: د افغان امنيتي ځواکونو د هغو ګډو عملياتو له امله چې پرون دکندز ولايت دچاردرې ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول؛ د قاري شرين آغا علي خيل په ګډون اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلورتنه نور چې درې تنه يې ټپيان هم دي؛ ونيول شول.
خبرځاى زياته کړه: په دغو عملياتوکې درې تنه پوليسان هم برسيرن ټپيان شوي دي
او روغتيايي حالت يې مخ په ښه والي دى.
ديادونې وړ ده چې دغه عمليات لاتراوسه پورې هم دوام لري .

کابل باختر  دکب  دمياشتې  ٢٨ :
په  نړيوالو بازارونوکې د يوانس سرو زرو په  بيه کې د تيره ورځ په پرتله شپږ ډالره کمښت راغلى دى.
تېره ورځ په نړيوالو بازارونوکې يو انس سره زر په ١٣٦٠ډالره  وړاندې کيده، خو نن په ١٣٥٤ ډالره وړاندې کيږي.
دپښتنى بانک دسرو زرو دمارکيټ يو پلورونکي قاهر خان  د دغه خبر په تاييدولو سره  باخترآژانس ته وويل: اوس يو ګرام يو ويشت عياره مصري سره زره  په ٢٦٥٠ افغانيو، يوويشت عياره کويټې سره په٢٦٠٠افغانيو، يوويشت عياره سنګاپوري سره زر په٢٥٥٠ افغانيو، نوولس عياره بحريني سره زر په٢٢٥٠  افغانيو،  نولس عياره عربي سره زر په٢٢٠٠ افغانيو ، اوولس عياره ايراني سره زر په ١٨٥٠ او  څوارلس عياره يوګرام روسي سره زر په ١٧٠٠ افغانيو دکابل په بازارونوکې پلورل کيږي.