12 December 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

عباس عراقچي به افغانستان ته راشي

کابل باختر دليندى شلمه : دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو...

 څلور تنه  وسله وال طلابان په فراه کې ووژل شول

څلور تنه وسله وال طلابان په فراه کې ووژل شول

کابل باختر دليندى شلمه : څلور تنه وسله وال طالبان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ترینکوټ باختر د لیندۍ ۱۹ مه
د رزګان ولایت په مرکز ترینکوټ، چورې او چنارتو ولسوالیو کې د هوايي بریدونو او پر طالبانو د خپلو ماینونو د چاودنو په ترڅ کې ۱۴ تنه طالبان ووژل شول او ۲ تنه نور يې ټپیان شول.
د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستیال ویاند احمد صادق عیسی باختر آژانس ته وویل چې افغان هوايي ځواکونو د مرکز ترینکوټ اړوندو سیموکې د وسله والو طالبانو د ماین جوړولو یوه فابریکه او یو بل پټنځی په نښه کړي چي په کې ۱۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او دوه تنه نوريې ټپیان شوي او  ۳ نقلیه وسایط یې هم له منځه تللي دي.
په ورته وخت کې د چنارتو ولسوالۍ په موسی خان او د چورې ولسوالۍ په کیتو سیمو کې پر وسله والو طالبانو د ماین ښخولو په وخت کې خپلو ماینونو چاودنې کړي او ۴ تنه ماین ښخوونکي په کې وژل شوي دي.
پای/وصال

جلال اباد باختر د لیندۍ ۱۹ مه
افغان ځواکونو د ننګرهار ولایت د کوز کونړ ولسوالۍ د تنګي په کاشکوټ سیمه کې عملیات ترسره کړي چې پر ترڅ کې یې د مهماتو یوه زېرمه کشف او ترلاسه شوې ده.
ځايي چارواکي وايي چې تېره شپه د وسله و الو مخالفينو د مهماتو له دغې زېرمې څخه ١٩٢ بېلابېل ډول مهمات ترلاسه شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي د باختر اژانس سیمه يېز خبریال ته وویل چې د ترلاسه شوي مهماتو په تور څوک نه دي نیول شوي، خو د نیولو لپاره یې د تروریزم پر وړاندې د مبارزې د پولیسو پلټنې دوام لري.
پای/وصال

ګردیز باختر د لیندۍ ۱۹ مه
د ناروی هېواد له لوري د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز ښار کې د زون په کچه د نارینه او ښځینه و لپاره د روغتیايي علومو انسټېټيوټ پرانېستل شو.
د پکتیا د والي مرستیال عبدالولي سهي د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې د دغه انسټېټيوټ په پرانېستل کېدو سره د روغتیايي علومو مینه وال کولای شي د نرسنګ، فارمسي او د  لابراتوار په برخو کې نیمه لوړې زده کړې وکړي.
پای/وصال

ښرنه باختر د لیندۍ ۱۹ مه
د پکتيکا ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت له خوا د ۱۱۹ ميليونو افغانيو په لګښت د اته کيلو متره سړک د رغولو چارې پېل شوې.
د پکتيکا مرستيال والي انجنير شېربادشاه ارګوني باختر آژانس ته وویل، د یاد سړک په جوړېدو سره به د ارګون ولسوالۍ د زرګونه اوسېدونکو ستونزې اوارې شي.
د یادونې وړ ده چې په پکتیکا کې څه موده وړاندې هم د کلیو د بيا جوړولو او پراختیا وزارت له خوا د ٦١٢ میلیونو افغانیو په لګښت د ۱۵۳ ښوونځیو د ودانیو جوړولو چارې پيل شوې دي.
پای/وصال

پلخمري/ باختر/ د لیندۍ ۱۹
په پلخمري ښار کې یو تن تېره شپه خپله مور ووژله او نن سهار ونیول شو.
د بغلان ولایت د امنیې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې مدیر سمونوال نظیف الله خرمي باختر آژانس ته وویل چې دغه ځوان د پلخمري ښار په لومړۍ ناحیه کې د کورنۍ ستونزې له امله خپله مور د تېشې په ګوزارونو سره ووژله او خپل ورور يی ټپي کړ.
خرمي زیاته کړه چې چې قاتل د پولیسو په هلوځلو سره د پلخمري ښار په مربوطاتوکې ونیول شو.
ختم/ ع

بازارک/ باختر/ دلیندۍ ۱۹ مه
د پنجشیر په مرکز بازارک کې د اوبو یوه زیرمه نن ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه .
د اوبو دغه زیرمه د څه د پاسه یو میلیون افغانیو په لګښت د څه ناڅه یوه جریبه ځمکې په ساحه کې په پاخه او اساسي ډول د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا جوړه شوې ده .
د پنجشیر د کرنې رییس محمد رووف یعقوبي وویل چې دغه زیرمه د پنځه متر مکعب په ظرفيت د اوبو ځای لري او له هغې څخه د فارم د ساحی او د بازارک د قوریو د نیالګیو د خړوبولو په موخه استفاده کېږي.
ختم /ع 

 

کابل \ باختردليندۍ دمياشتې١٩نيټه : 
د عامې روغتيا وزارت له روغتيايي شريکانو سره په همکارۍ کې نن د ماشومانو د فلج واکسين د تطبيق فرعي پړاو پيل کړ او د جمعې تر ورځې پورې به دوام ومومي.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
د دغه کمپياين د پيل په مراسموکې ډاکتر فيروزالدين فيروز په روان کال کې د پوليو د مثبتو پېښو زياتوالى د انديښنې وړ وباله او ويې ويل: د امنيتي ستونزو له امله له پنځه کلنۍ څخه ښکته په ټولو ماشومانو د واکسيناتورانو نه لاسرسى د پوليو د مثبتو پېښو د زياتوالي سبب شوى دى او له ټولو ښکېلو لورو څخه غواړو چې د پوليو واکسين د کمپاين په تطبيق کې له واکسيناتورانو سره همکاري وکړي. په دې کمپاين کې لس ولايتونه چې په جنوب حوزه کې د قندهار، هلمند او روزګان ولايتونه، په جنوب ختيځه حوزه کې د خوست، پکتيا او پکتيکا ولايتونه، په ختيځه حوزه کې د ننګرهار،  کونړ او د نورستان ولايتونه او د شمال په حوزه کې د جوزجان ولايت شامل دى؛ په دې پړاو کې به له ٥ کلنى څخه ښکته کابو درې ميليونه تنه ماشومان د دغې دايمي فلجوونکي ناروغۍ په وړاندې، واکسين شي.
دغه کمپاين په داسې حال کې ترسره کيږي چې د هلمند له ولايت څخه د پوليو د يوې بلې مثبتې پېښې رپوټ ترلاسه شوى دى. له دغې پېښې سره په روان ميلادي کال کې د پوليو د ټولو مثبتو پېښو شمېر٢١ ته رسيږي چې ١٥ پېښې يې په جنوب زون ٩ پېښې د قندهار په ولايت کې، څلور پېښې د هلمند په ولايت کې او دوه پېښې د روزګان په ولايت کې) او شپږ پېِښې په ختيځه حوزه کې ( درې پيـښې د کونړپه ولايت کې، دوه پېښې د ننګرهار په ولايت کې او يوه پېښه د نورستان په ولايت کې) رامځته  شوي دي. 
افغانستان، پاکستان او نايجريا په نړۍ کې هغه درې هېوادونه دي چې لا تر اوسه پورې هم د پوليو د انديميکو هېوادونو په توګه پېژندل کيږي .
پاى \ف \ ذ 

 

کابل \باختردليندۍ دمياشتې١٩نيټه 
په تخار ولايت کې پوليسو پرون درې تنه د ٨  کيلو ګرامو نشه يي توکو د قاچاقو په تور ونيول.
د تخار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند خليل اسير د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغو درېيو تنو اته کيلوګرامه چرس ډوله نشه يي توکي چې په يوه موټر کې ځاى پرځاى  کړي و او غوښتل يې د چال له ولسوالۍ څخه تالقانو ښارته وليږدوي، د لارې په اوږدو کې د امنيتي منسوبينو له خوا ونيول شول.
پيښه دپوليسو ترڅيړنې لاندې ده .
پاى \ شکريه \

کابل  باختر  د لیندۍ  ۱۹مه
په پنجشیر ولایت کې پرون مازیګر د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه تنه ووژل شول او څلور تنه نور ټپیان شول .
د پنجشیر د والي د ویاند مرستیال محمد منصور عنابي  د باختر آژانس خبریال ته وویل  چې دغه پېښه ددغه ولایت د شتل ولسوالۍ د دالانسنګ په سیمه کې هغه وخت وشوه چې یو مازدا ډوله موټر له تګوري څخه وواوښت او سیند ته وغورځید چې په نتیجه کې يې دوه تنه ووژل شول او څلور تنه نور ټپیان شول .
عنابي د دغې پېښې علت د واټ د سور کموالى او د چلوونکي بې احتیاطي وبلله.
پاى/ سعیده

 

کابل \باختردليندۍ دمياشتې١٩نيټه 
په کندز ولایت کې د توبر کلوز (نري رنځ ) ۲۴ بستریز روغتون جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.
د کندز والي عبدالجبارنعیمي د دغه روغتون د پرانېستلوپه وخت کې وویل چې د توبرکلوز د درملنې د دغه روغتون د جوړولو لګښت چې دوه ٢٦٠ زره ډالر کېږي، د  (يو.ان.ډي.پي) له خوا ورکړ شوی دی.  
د ښاغلي نعیمي د څرګندونوله مخې؛ دغه روغتون به د شمال ختیځ زون په کچه              د نري رنځ ناروغانو ته روغتيايي خدمات وړاندې کوي.  
دغه راز د کندز د عامې روغتیا رئیس عبدالمتین عاطفي وویل: په پام کې ده دغه روغتون په عصري طبي تجهیزاتو سمبال شي، ترڅو په وخت سره د شمال ختيځ        زون د څلورو ولایتونو اوسېدونکو لپاره ښه روغتیايي خدمات وړاندې شي.
پاى- ذ

 

Page 7 of 7161