20 August 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل- باختر د غبرګولي څوارلسمه :
وسله والو طالبانو نن سهار دفارياب ولايت دقيصار ولسوالۍ دکنتي سيمه تر خپل کنترول لاندې ونيوله .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو دلومړۍ لوا د قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول رضا رضايي باخترآژانس ته وويل: وسله والو طالبانو دقيصار ولسوالۍ په کنتي سيمه کې په امنيتي پوستو بريد وکړ او دپوليسوځواکونه په شاتګ ته اړشول او دغه سيمه طالبانو ونيوله .
يوه اړونده خبرځاى وويل: له مرکز څخه کومکي ځواکونه د خواجه کنتي سيمې ته  استول شوي دي او د وسله والو طالبانو دځپلو او په شاتمبولو په خاطر په دې ساحه کې هوايي اوځمکني عمليات دوام لري .

کابل -باختر د غبرګولي څوارلسمه :
د وسله والو طالبانو د ډلې د دوو تنو قوماندانانواو د يوځانمرګى بريد کوونکى په ګډون اته تنه وسله وال طالبان تيره شپه په کندز ولايت کې دافغان ځواکونودچاڼيزو عملياتو په بهيرکې ووژل شول .
دکندز ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى سيد سرور حسيني باختراژانس ته وويل: د وسله والو طالبانو له شتون څخه د دشت ارچي ولسوالۍ دپاکولو په مقصد ګډ عمليات ترسره شول چې له امله يې يوځانمرګى بريد کوونکى، د طالبانو دوه تنه قوماندانان اوپنځه تنه وسله وال طآلبان د دغې ولسوالۍ د ترکيا په کلي ووژل شول .
حسيني زياته کړه: د پرونيو چاڼيزو عملياتو په بهيرکې هم دکندز ولايت د دشت ارچي د ولسوالۍ په مربوطاتو کې دولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دحسيني دڅرګندونوله مخې: په سيمه کې عمليات دوه ورځې مخکې پيل شوي دي اوتراوسه پورې دطالبانويوځانمرګى واسکټ او يوه اندازه  مهمات ترلاسه شوي دي او دغه راز د وژل شويو طالبانو مړي په سيمه کې پاتې و .
دکندز ولايت امنيه قوماندان خليل اندرابي پرون په يو خبري کنفرانس کې په دغه  ولايت کې دبهرنيو طالبانو دشتون له امله انديښنه څرګنده کړه او ويې ويل چې  د چيچيني او ازبکستان اتباعو په ګډون څه ناڅه سل تنه وسله وال طالبان کندز ته راغلي دي .

کابل- باختر د غبرګولي څوارلسمه :
د وسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان له پنځو تنو نورو طالبانو سره په ميدان وردګو ولايت کې د ناټو په هوايي بريدکې ووژل شو .
دميدان وردګو ولايت دپوليسو يو مسوول نورزي باخترآژانس ته خبر ورکړ چې د وسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان قاري نعمت او پنځه تنه افراد يې تيره شپه دميدان وردګو ولايت دجلريز ولسوالۍ دشهيدانوپه کلي کې د ناټو دځواکونو په هوايي عملياتو کې وژل شوى دى .
د نورزي دڅرګندونوله مخې: قاري نعمت په دغه ولايت کې د طالبان د ډلې يو مشهور قوماندان و چې دکابل _ ميدان وردګو په لويه لاره کې يې د انسان تښتونې ، دملکي  خلکو د وژنې په څو پيښو او په تروريستي بريدونوکې زيات رول لوباوه .

کابل باختر د غبرګولي څوارلسمه :
دملي اردو درې تنه سرتيري پرون په هلمند ولايت کې په  واټ کې د ښخ کړى شوى دماين دچاودنې له امله شهيدان شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: دغه درې تنه سرتيري دهلمند ولايت دګرشک او دسنګين دولسواليو په مربوطاتو کې د امنيتي دندو په بهير کې دماينونو دچاودنې له امله شهيدان شول .
په دې  پيښه کې درې تنه نور سرتيري هم ټپيان شوي دي .

کابل- باختر د غبرګولي څوارلسمه :
درې تنه وسله وال طالبان پرون دغزني ولايت په مربوطاتوکې د ملي اردو له ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول .
  دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ: دملي اردومنسوبينو دغزني ولايت دګيرو ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ډار اچوونکو دځپلو په مقصد چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نوريې ټپيان شول او يوه اندازه سپکې او درندې وسلې هم دعملياتو د برخه والو لاس ته ورغلې دي .
  ديوبل خبر له مخې: دوه تنه وسله وال مخالفين دپکتيا ولايت په مربوطاتوکې دملي اردو دځواکونو دعملياتو په بهيرکې ووژل شول .
  دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: دوو تنووسله والو مخالفينوچې غوښتل يې دپکتيا ولايت د زرملى ولسوالۍ په مربوطاتوکې تروريستي بريدونه ترسره کړي؛ د ملي اردو دځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې ووژل شول .
ددغوعملياتوپه بهيرکې يوه پيکا، دوه سپکې وسلي او يوه اندازه پوځي تجهيزات هم ترلاسه شوي دي .
په همدې حال کې د وسايطو ضدڅلور ديرش ماينونه چې په نږدې راتلونکي کې دهيواد د يو شمير ولايتونو په ځينو سيمو کې دتروريستي فعاليتونو دترسره کولو په مقصد ځاى پرځاى شوي و؛ د ملي اردو دمنسوبينو دامنيتي ګزمې په وخت کې کشف او شنډ کړى شول .

کابل -باختر د غبرګولي څوارلسمه :
دالقاعده شبکې درې تنه جګړه ماران او دوه تنه وسله وال طالبان په نورستان ولايت کې له افغان پوځيانو سره په نښتو کې ووژل شول .
په دغو جګړه مارانو تيره شپه دنورستان ولايت دسرحدي ولسوالۍ کامديش بازار ته څيرمه د دوى په پټنځي کې بريد وشو او ووژل شول .
دنورستان ولايت دکامديش ولسوالۍ يوه سيمه ئيز مقام باخترآژانس ته وويل چې دغو نښتو نيم ساعت دوام درلود او له امله يې د القاعده شبکې درې تنه جګړه ماران او دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده تاييدکړه چې په دې جګړه کې يو افغان پوځي هم شهيد شوى دى .
ويل کيږي، د القاعده شبکې او د وسله والوطالبانو د ډلې دغه غړى د يو لړ تروريستي بريدونوپه پلان جوړولو بوخت و چې بريد پرې وشو .
دافغانستان په ختيځ کې نورستان له پاکستان سره د اوږدې پولې په لرلو سره تل دالقاعده، طالبانو او په تيره بيا دپاکستاني جګړه مارانو په ګډون د تروريستي ډلو دشتون او فعاليت ډګر دى .
ددغه ولايت په زياترو سيموکې تروريستي ډلې د ملکي وګړو په ځورونې، د ښوونځيو د ښوونکو او زده کوونکو په وژنې، ښوونځيو ته په اور اچولو او دقومي مشرانو په ترور لاس پورې کوي اوخلک د زور له لارې دخپلو بنسټ  پالو افراطي لارښوونو او قوانينو اطاعت ته اړ باسي .

کابل -باختر د غبرګولي څوارلسمه :
د ناټو دوه تنه سرتيري په افغانستان کې د يوماين دچاونې له امله ووژل شول .
په دغو پوځيانو چې هويت يې نه دى په ډاګه شوى؛ پرون دګزمې په وخت کې بمي چاودنه وشوه او ووژل شول .
ناټو باخترآژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره په دې  چاودنه کې دخپلو دوو تنو پوځيانو وژل کيدل تاييد کړل . خو د وژل شويو سرتيرو هويت او دپيښې دقيق ځاى يې نه دى په ډاګه کړى .
تيره اوونۍ هم درې تنه بهرني پوځيان د افغانستان په جنوب او ختيح کې ووژل شول .

کابل -باختر د غبرګولي څوارلسمه :
په فراه ولايت کې نن سهار د ماين دچاودنې له امله د يوې کورنۍ څلور تنه غړي شهيدان شول .
  چاودنه هغه وخت وشوه چې ددغې کورنۍ د سپرلۍ موټر د جويند ولسوالۍ د زهک په ساحه کې په يوښخ کړاى شوى ماين وخوت .
د فراه د والي ويندوى عبدالرحمن ژوندي باخترآژانس ته وويل: په دې پيښه کې درې تنه ماشومان او يو سړى شهيدان شول .
ده وويل: دغه راز د دغې کورنۍ يوه ميرمن  هم سخته ټپي شوې ده. د درملنې لپاره د فراه ښار ملکي روغتون ته ليږدول شوې ده .
وسله وال طالبان زياتره په گڼ ميشتولارو کې ماينونه او بمونه ښخوي چې له امله يې زياتره ملکي وګړو ته د سر زيان اوړي .

Tuesday, 04 June 2013 09:54

د اسعارو بيه:

کابل\باختر\دغبرګولي د مياشتې ١٤:

دکابل دشهزاده سراى دصرافانو د رييس  دمعلوماتو له مخې، نن له غرمې مخکې دبهرنيو پيسو په مقا بل کې دافغانۍ ارزښت په دې ډول دى:

يوامريکايي ډالر پيرودل په 60 55/  افغانيو پلورل په  55/65افغانيو

يوانګليسي پونډ پيرودل په 20  84 /افغانيو پلورل په  84 /30افغانيو

داماراتو يو درهم پيرودل په 05/ 15 افغانيو پلورپه 10 / 15 افغانيو

يوه يورو پيرودل په 20 72/ افغانيو پلورل په   72 /30  افغانيو

يوسعودي ريال پيرودل په  75 14/پلورل 14/80 افغانيو

زرهندي کلدارې پيرودل په 990 افغانيو پلورل په 1000 افغانيو

زرپاکستاني کلدارې پيرودل په  554افغانيو پلورل په 555 افغانيو

زر ايراني تومان پيرودل په 15/60  افغانيو پلورل په  15/70 افغانيو.

کابل\  باخترد   جوزا  دمياشتې  ١٣ :
د افغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي دقطر د سوداګرو د اتحاديې د رييس شيخ فيصل بن قاسم آل ثاني  په مشرۍ د قطري سوداګرو او پانګه والو له هيئت سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې چې نن مازيګر په ارګ کې وشوه او  دهيواد د ماليې او د سوداګرۍ  وزيرانو هم پکې ګډون کړى و؛ دواړو لورو د بريښنا انرژي، هوټلدارۍ، کورجوړولو ، بانکوالۍ، کرنې او روغتيايي خدمتونو په برخوکې  په افغانستان کې د پانګې اچونې د فرصتونوپه باب خبرې اترې وکړې.
جمهور رييس قطري سوداګرو او پانګه والو ته د ښه راغلاست او له هغوى سره  دکتنې له امله دخوښي په څرگندولو سره وويل چې موږ چمتويو تاسو او نورو پانګه والو ته په افغانستان کې دپانګې اچونې فرصتونه برابرکړو؛ ځکه دا زموږ دټولو په ګټه دى  .
حامدکرزي ًقطري سوداګراوپانګه وال په افغانستان کې دپانګې اچونې په لاره کې  وهڅول او ويې ويل چې افغانستان د پانګې اچونې ښه فرصتونه لري او د ترقي اوپرمختګ په حال کې هيواد دى.
په مقابل کې د قطري سوداګرو اوپانګه والو هيئت په بيلابيلو برخو اوپه تيره بيا دکور جوړولو، بانکوالۍ، هوټلدارۍ، کرنې او د روغتيايي خدمتونوپه برخوکې په افغانستان کې د پانګې اچونې لپاره خپله علاقمندي څرگنده کړه.
هغوى دغه راز وويل: سربيره پر دې چې ددغه سفر په بهيرکې به په افغانستان کې دپانګې اچونې زمينې وڅيړي؛ د روژې له مبارکې مياشتې وروسته به  ددغه هيواد دپانګې اچونې تخنيکي ټيم  د بريښنا انرژي په برخه کې دپانګې اچونې دفرصتونو دڅيړنې په  خاطر افغانستان ته سفروکړي.
په دې کتنه کې  د قطر د سوداګرو د اتحاديې له رييس شيخ فيصل بن قاسم آل ثاني  سربېره د سوداګرو د اتحاديې مرستيال او دقطر د امير د کاکا زوى شيخ علي بن عبدالله آل ثاني، يو قطري بانکوال شيخ ډاکتر خالد بن ثاني آل ثاني ، د دولت وزير شيخ حمد بن عبد آل ثاني، د اقتصادپخوانى وزير شيخ حمدبن فيصل آل ثاني او د قطر د ساختماني شرکتونو د اتحاديې عامل مديرعلي عبدالرحمن الهاشمي هم ګډون کړى و.