26 April 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

فرمان

کابل باختر د ثور پنځمه : دافغانستان داسلامي جمهوريت دستر...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

عشق اباد-  باختر دوږي  ١٩:
   دفرانسپرس خبري اژانس دترکمنستان درسمي رسنيو له خولې خبر ورکړ  چې دغه هيواد له ايران سره خپل داووه سوه مليونو ډالرو په ارزښت قرارداد فسخه کړ .
دهمدې خبر له مخې:   ددغه قرارداد له مخې  دپاريس انرژي شرکت د اوسپني هغه پټلي  غځوله چې ترکمسنان، قزاقستان او ايران يې سره  نښلول  .
په همدې حال کې دترکمنستان دولت اعلام کړى دى چې په خپله په دې اوسپنې دغه پټلي جوړه کړي .
 

کابل- باختر دوږي  ١٩:
  دشمالي قفقاز له ناارامې سيمې څخه د رارسيدلو  خبرونو له مخې: ديو پوځي روسي هليکوپټر د راغورځيدو له امله درې تنه کارکوونکې يې وژل شوي دي .
دغه پوځي  توپ لرونکى هليکوپټر  پرون د داغستان او چېچن ترمنځ  په غرنۍ سيمه کې راغورځيدلې دي .
د روسيې د دفاع وزارت يو ويندوى وويل: دغه هليکوپټر ٣٥-ام يک  ډوله  او د باتليخ  سيمې ته څېرمه د رادار  له څپې څخه بې درکه شو .
د روسيې دانټرفاکس خبري اژانس ددغه اژانس د امينتي خبرځايونو له خولې خبر ورکړي دي چې دغه هليکوپټر  په سيمه کې  په پوځي عملياتو کې ونډه اخيسته .
د روسي مقامات ددغې هليکوپټر د راغورځيدو دعلت په باب څيړنې کوي .
 

دارفور- باختر آژانس د وږي ١٩
دسوډان دولتي ځواکونو ددغه هيواد په لويديځ کې د دارفور په سيمه کې پر وسله والو ياغيانو بريد وکړ
دسوډان پوځيان وايي چې ددغه بريد په بهير کې يې دعدالت اومساوات په ډلې پورې اړوند په لسګونو تنه ياغيان ددغه هيواد په غرنۍ سيمه کې وژلي دي،  خو وسله وال ياغيان هم وايي چې لس تنه پوځي ځواکونو يې چې په سيمه کې يې پردوى هوايي بريد کړى و، وژلي دي.
دسوډان دولت اعلام کړى دى چې په تېرو دريو ورځوکې يې په ياغيانو بريد سره د دوى سل تنه يې وژلي دي. دغه راز ياغيان دخپلو زياتو دشمېرله اعلامولو پرته وايي چې په دې سيمه کې يې پوځي ځواکونو ته دپرمختګ اجازه نه ده ورکړي.
 

صنعا- باختر آژانس د وږي ١٩
ديمن په جنوب کې دحکومتي ځواکونواو تندلارو ترمنځ دجګړې له امله  دالقاعده شبکې څه ناڅه درې تنه غړې ووژل شول او دوه تنه عسکر ټپيان شول.
د دي دان  ورځپاڼې دخبر له مخې: دغه جګره پرون ناوخته په  ابيان ولايت کې هغه وخت پيل شوه چې تندلارو دحکومتي عسکرو دسپرلي په موټربريد وکړ.
داپه داسې حال کې ده چې حکومتي ځواکونو د روان کال په ثور مياشت کې ددغه هيواد په ښارونو کې دالقاعده د له منځه وړلو په خاطر ځانګړې  عمليات ترسره کړل. خو دغې شبکې په دې سيمه کې خپل قوي شتون ساتلي دي .
دغه راز په دې وروستيو څو ورځو کې بې پيلوټه امريکايي الوتکو په يمن کې د القاعده په تندلارو بريد کړي دي چې دهغوى ديو شمېر کسانو دمرګ ژوبلې سبب شوي دي.
 

کابل باختر دوږي  ١٩:
د رکبي انتخاباتي سيالۍ نن په کابل کې پيل شوې  .
دباختر اژانس دخبر له مخې: دغه سيالۍ  چې ديوې ورځې لپاره دکابل  ښار په حضوري چمن کې پيل شوى دي،  سل تنه  ورزشکاران پکې ګډون لري .
  دالمپيک دملي کميټې  ويندوى او د رکبي فدراسيون مرستيال مجيب الرحمن رحماني ددغو سياليو دترسره کولو هدف درکبي دملي  ټيم او ددغې څانګې دنولس کلونو ځوانانو د ټيم انتخابول  وبلل او دباختراژانس  خبريال ته وويل: ټاکل شوې ده ددغو سياليو په پاى کې  دولس تنه ورزشکاران  ملي ټيم ته او  شل تنه نور لوبغاړې  دنولس کلونو ځوانانو  ټيم ته انتخاب شي .
رحماني دغه راز درکبي په هغو سياليو کې د دوى دګډون په خاطر چې ټاکل شوى ده داکټوبر په مياشت کې کې دقزاقستان او هندوستان په هيوادونو کې ترسره شي، ددغو ټيمونو ټاکل ګټور وبلل .
 

کويټه-  باختر دوږي  ١٩:
دپاکستان په جنوب لويديځ ايالت بلوچستا ن کې  دسيلاونو د راوتلو او سختو اورښتونو له امله څه ناڅه اووه تنه ووژل شول .
  د دي نيوز انترنشنل  ورځپانې دخبر له مخې، دغه سيلاونه پرون په دغه ايالت کې راوتلي دي، چې دسرپه زيان سربېره داستوګنې د دوه سوه کورونو دزيانمن کېدو سبب شوي دي .
ديوه اړونده خبرځاى د څرګندونو له مخې دغه سيلاونو دکويټې ، ژوب  او ملي  لارو  ته هم رسيدلي دي چې  دخيبر  پښتونخوا او پنجاب ايالت ترمنځ لاره يې تړلې ده .
خبرځاى زياته کړى ده  چې  ددغې طبيعي پيښې په قربانيانو کې دوه  ماشومان اويوه ښځه شامله ده او ويل کېږي چې په دې پيښه کې څو تنه نور هم ټپيان شوي دي .
 

پيښور\ ډيلي ټايمز\ دوږي دمياشتې ١٩ :
ناپيژندل شوي وسله وال کسان يوځل بيا دمومندوايجنسي دقبايلي سيمې دنجونوپه يوه ښوونځى کې ديوې اندازې چاوديدونکو توکو په ځاى پرځاى کولو سره ددغه ښوونځى دړنګولو سبب شول .
دډيلي ټايمز دورځپاڼې دخبرله مخې: دغه بريد تيره شپه په زينت کود سيمه کې ترسره شو او تندلارې له سيمې څخه وتښتيدل.
يوه اړونده خبرځاى وويل:  دښوونځى د تشوالى له امله په دې بريدکې چاته زيان نه دې رسيدلي، خو دغه ښوونځى ته سخت زيان رسيدلي دي.
 

کابل باختردوږي دمياشتې ١٩ :
دهرات ولايت دسولې اودوستي دجام دفوټبال دسياليو دويم پړاو نن مازيګر ترسره کيږي.
دهرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضياالحق ضيا باختراژانس ته وويل:  دغه سيالۍ چې د اتو ټيمونو ترمنځ په دغه ولايت کې پيل شوي دي لومړى پړاو يې دهرات داستقلال  ټيم او دنيمروز  دمنتخب ټيم ترمنځ لوبې سره پاى ته ورسيد چې په دې لوبه کې دهرات داستقلال ټيم دصفر په مقابل کې په دريو سره  دنيمروز ولايت ټيم ته ماتې ورکړه.
دضيا دڅرگندونوله مخې، د اتو ټيمونو له جملې څخه دهرات داتفاق  ، دهرات داستقلال  ، دکندز دبيګ بير او دهلمند ولايت دمنتخب ټيمونو ددغو سياليو دويم پړاو ته چې پيليږي، لاره وموندله.
 

کابل باختردوږي دمياشتې ١٩ :
دهېواد دملي اتل احمدشاه مسعود دشهادت ديوولسم تلين او دشهيد د اوونۍ  پرون په هرات ولايت  کې په شاندارو مراسمو سره درناوي وشو.
دهېواد دملي اتل دشهادت دتلين د درناوي مراسم چې دهرات د والي ډاکتر داودشاه صبا، د ولايتي شورا د رييس او غړو ، دخلکو دپراخوپرګنو ،دشهيدانو او معلولينو دکورنيو ، مشايخو او لويانو ، په ولسي جرګه کې دخلکو داستازو او دسلګونو تنو جهادي قوماندانانو په ګډون پرون له غرمې وروسته دمولانا جلاالدين محمدبلخي په سالون کې دمسعود ترشتوال له خوا دافغانستان داسلامي  جمهوريت دلومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم دپيغام په لوستلو سره پيل شول او ترمازيګر پورې يې دوام درلود .
دپوهنتون داستادانو، سياسي  پوهانو، د دين دعالمانو او دسياسي ګوندونو داستازو په ګډون ددغې وګړنې غونډې ويناوالو د اوسني امنيت اوثبات شتون دازادي دلارې دشهيدانو دوينې او سرښندنې نتيجه وبلله.
په هرات کې دشهيد مسعود دمرکز رييس عبدالرزاق احمدي ، دشهيدانو ، معلولين کار او ټولنيزو چارو رييسې بصيرې محمدي ، دپيوستون دشورا سرپرست غلام محمد مصون ، دلوړو زده کړو وزارت دخصوصي موسسو رييس مسعود ترشتوال ، دهماهنګي په چارو کې دظفر قول اردو مرستيال جنرال اورياخيل او محمدموسى رضايي ددغه ټکې په بيانولو سره  چې دملي اتل درناوي اوخاطره به  دهېواد په تاريخ کې  دتل لپاره ثبت وي، له خلکو څخه وغوښتل  چې دشهيدانو دهيلو دتحقق په خاطر خپل ملي اواسلامي پيوستون وساتي.
دهرات د ولايتي شورا رييس داکتر عبدالظاهر فيض زاده هم  داسلامي انقلاب د درنو شهيدانو  په تيره بيا دجهاد اومقاومت دمشر اودسولې دعالي شورا دفقيد رييس استاد برهان الدين رباني  دشخصيت ، دملي اتل او دشهيد داوونۍ درناوي دټولو دنده وبلله  او ددغو اتلو شهيدانو هميشني ځلانده کارنامې تلپاتې وبللې .
ده ددغه ټکې په بيانولوسره  چې شهيد مسعود  په دوو زماني وختونو کې دوخت دشوروي دسره پوځ دڅرګند تيري اودپاکستان دپټ تيري په وړاندې په ميړاني سره مبارزه وکړه  دسولې ټينگښت اودامنيت تامينول يي دشهيدانو هيله وبلله.
ددغو مراسمو اصلي ويناوال او دهرات والي ډاکتر داودشاه صبا داسلامي انقلاب دشهيدانو په تيره بيا دافغانستان دسولې دشهيد استادرباني او دهېواد دملي اتل پاک روح ته  د درود داستولو اودعا په ترڅ کې د درناوي ددغه شان غونډو جوړول او دمراسمو پرځاى کول  دشهادت له کرښې سره دتړون دنوي کولو عامل او دشهيدانو دغوښتنو اوهيلو دتحقق په برخه کې يو ګام وباله.
دهرات والي داسلامي انقلاب د درنو شهيدانو هيله دخلکو سوکالي او نيکمرغي اوديوالي اوپيوستون په لاره کې هلې ځليې وبللې او له دولتي چاوارکو څخه نيولې تر عادي وګړو پورې  دبيلابيلو قشرونو مسووليت په اوسنيو نازکو شرايطو کې ډير مهم اوبرخليک ټاکوونکي وباله.
ډاکتر سبا دامنيتي مسووليتونو دليږدونې په بهيرکې دامنيتي ځواکونو ديادونې وړ برياليتوب ته په اشارې سره  له ٢٠١٤ کال وروسته هم ددغو ځواکونو دبرياليتوب او ځواکمنې په نسبت ډاډ څرگندکړ.
ديادونې وړ ده چې دشهيداوونۍ دملي اتل دشهادت دتلين د درناوي دمراسمو په پرځاى کولو سره پيل شوه  او دحماسي اوفرهنګي مراسمو په پرځاى  کولو سره به دوام ومومي .
 

کابل- باختردوږي دمياشتې ١٩ :
دهرات دولايتي شورا غړو دبهرنيو ځواکونو په خپلسرو عملياتو اعتراض وکړ.
دهرات د ولايتي شورا رييس ډاکتر عبدالظاهر فيض زاده دامريکايي ځواکونو دځانګړې قطعې له قوماندان سره په کتنه کې ددغه ټکې په اعلامولو سره  چې  دملي وسله والو ځواکونو له همغږي پرته په خپلسر عمليات، په دغه ولايت کې د دولت اوملت ترمنځ دواټن  د زياتوالې سبب کيږي ، په دغه ولايت کې وروستي نيونې يې دافغانستان په وړاندې دملي اونړيوالو ژمنو اودنړيوالې ټولنې دژمنو پرخلاف اعلام کړې .
دباختراژانس دخبرله مخې، دهرات د ولايتي شورا رييس دخلکو پرله پسې شکايتونو اودبهرنيو  ځواکونو دشپې لخوا دعملياتو اوپه خپلسر نيونو پرخلاف اعتراض کې ولايتي شورا ته دبيلابيلو قشرونو بيابيا مراجعې ته په اشارې سره دبهرنيو پوځيانو له خوا دخلکو دکورونو په لټولو ، دمحکمې له حکم پرته دناسمو رپوټونو پربنسټ داشخاصو په نيولو او کورنيو کشفي او امنيتي ارګانونو ته دنيول شويو کسانو په نه سپارلو انننقادوکړ.
د ولايتي شورا رييس په دې  کتنه کې  چې دظفر قول اردو دقوماندان تورنجنرال تاج محمد مجاهد په شتون ترسره شوه. د امريکايي پوځيانو دځانګړې قطعې له قوماندان څخه  وغوښتل چې دحکومت او دولت ترمنځ دواټن دله منځه وړلو اودبهرنيو ځواکونو په شتون اوفعاليت دانتقادونو دکمښت په مقصد دې نيول شوي کسان درسنيو په وړاندې افغان امنيتي ځواکونو ته وسپاري .
ډاکتر فيض زاده دغه راز دهرات _ قندهار په لويه لاره کې دنا امني زياتوالې له انديښنو ډک اعلام کړ اوپه دې تګلورې کې يې دامنيت دتامينولو په لاره کې دظفر قول اردو دقوماندانۍ په زياتو هڅوباندې ټينګاروکړ.
د امريکايي ځواکونو دځانګړې قطعې قوماندان ژمنه وګړه چې له دې وروسته ټول پوځي عمليات له افغان ملي ځواکونوسره په همغږي کې تنظيم او اجراشي.
دايساف دغه جګپوړي پوځي قومانداندهغو کسانو دبرخليک دټاکنې په خاطر  چې نيول شوي دي، هم دهمکاري ژمنه وکړه.
دا په داسې  حال کې ده  چې دناټو دپوځيانو خپلسري عمليات اودهغوى له خوا دملکي وګړو نيونې  دهرات دخلکو دپراخو اعتراضونو سبب شوي دي.